بدعت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د بدعت تعريف

بدعت په حقيقت کې نېک اعمال دي !

بدعت تعريف ډير اسانه او واضح دی خو بعضې بيا هم سترګې پرې پټوي، کله کله دوی هم ملامت نه وي ځکه چې د منبر خاوندانو د دوی سترګې تړلي خو دوی ځکه ملامت دي چې بايد دغه پټۍ خپله راخلاصې کړي.

ډېر خلک ګومان کوي چې بدعت به کومه ګناه وي لکه شراب، دروغ ، زنا نو ځکه دوی بيا هېڅ کله هم بدعت نشي پېژندلای او د مرګ تر شېبې غريبان نه

بدعت په حقيقت کې نېک اعمال دي لکه روژه ، لمونځ، دعا .... خو فرق دا دی چې کله دغه عبادات حقيقي عبادت ګڼل کېږي؟ او کله بدعت؟

ډېر ساده جواب: همدغه عبادات که چېرته د قران او سنت په لاره ترسره شي نو عبادت دی، يعنې دا عبادت په هغه شکل، طريقه وخت او ځآی کې وشي چې دين ښودلی وي.

او که داسې طريقه ، ځای او وخت کې اداء شي چې قران او حديث کې نه وي نو بدعت ګڼل کېږي.

که څوک غواړي چې د بدعت نه ځان وساتي نو ړوند تقليد دې نه کوي او خپل عمل او عبادت لپاره دې د قران او حديث نه يو دليل او مرجع پيدا کړي.

ترتيب كوونكي: کفايت الله موحد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


         بدعت دلغت له مخي دبدع يبدع بدعتاً او بدعاً څخه صيغه دمصدر ده چې په لغت کې اِحداث شئ من غير مثال سابق ته وايي يعني بېله مخکنۍ بېلګي څخه دنوي شي پيداکول . لکه قران کريم کې الله جل جلاله فرمايي:


(بَدِيْعُ السَّمَوَاتِ وَالْاَرْضِ.) ۱


ژباړه : الله جل جلاله بېله مخکنۍ بېلګي څخه د اسمانو او مځکي پيداکونکی دی .


او بل ځای فرمايي:


( قُلْ مَا کُنْتُ بِدْعاً مِّنَ الرُّسُلِ. )۲

ژباړه : ووايه (ای محمد صل الله عليه وسلم) چې زه خو لومړی رسول نه يم يعني زما څخه وړاندي نور رسولان هم تېر سوي دي .


اصطلاحاً:

خو د بدعت د اصطلاحي تعريف په اړه د علماء کرامو څخه بېلابېل اقوال رانقل سوي دي د کويټ د پوهنتون دکلية الشريعة والدراسات الاسلامية دحديثو استاذ دکتور محمود طحان پخپل تيسير مصطلح الحديث أثر کې دبدعت تعريف داسي کوي :


البدعة لغة هي مصدر من بدع بمعنی اِنشاء کابتدع کما فی القاموس . واصطلاحاً : الحدث فی الدين بعدالاکمال ، او مااستحدث بعدالنبي صلی الله عليه وسلم من الأهواء والأعمال. ۳


ژباړه : بدعت په لغت کې دانشاء (نوي پيداکولو) په معنی دی او دابتداع مرادف دی لکه څنګه چې په قاموس کې راغلي دي او په اصطلاح کې دهغه نفساني خواهشاتو او أعمالو څخه عبارت دی چې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه وروسته ايجاد سوي او پيداکړل سوي وي .


         شيخ رياست علي پخپل تأليف المختصر فی الفقه الحنفي ترجمه بهشتي زيور کې دبدعت تعريف داسي کوي :

البدعة هي کل أمر محدث فی الدين لاأصل له فی الشرعية يعتقد ها الناس موجبا للثواب.۴

ژباړه : هر هغه کار چې په دين کې نوی پيداسوی وي او په شريعت کې اصل ونه لري او خلګ يې موجب دثواب ګڼي عبارت له بدعت څخه دی .


اِمام أبو اِسحاق ابراهيم الغرناطي الشاطبي پخپل ګران قدر کتاب الاعتصام کې دبدعت تعريف وروسته تر عميق تحقيق داسي کوي :


البدعة : عبارة عن طريقة فی الدين مخترعة تضاهی الشريعة يقصد بالسلوک عليها المبالغة فی التعبد لله سبحانه. ۵

ژباړه : بدعت عبارت دی په دين کې دهغه نوي جوړي شوي طريقې څخه چې دزيات ثواب او په الهي عبادت کې د مبالغې په نيت ايجاد سوې وي يعني دنبي علیه السلام او خلفاء راشدينو رضي الله عنهم تر زمانې وروسته .


         او علامه زين الدين أبو الفرج عبدالرحمن بن شهاب الدين بن أحمد بن رجب الحنبلي البغدادي چې داتمي هجري پېړۍ يو محقق شخص وو دی پخپل کتاب جامع العلوم والحِکم کې دبدعت تعريف داسي کوي :


فکل من أحدث شيئاً ونسبه إلی الدين ولم يکن له أصل من الدين يرجع إليه فهو ضلالة والدين برئ منه وسواء فی ذلک مسائل الاعتقادات أو الأعمال أو الأقوال الظاهرة والباطنة. ۶

ژباړه : هر څوک چې يو شی نوی راپيداکړي او دين ته يې منسوب کړي او دغه محدث (نوی پيداسوی) شی په دين کې داسي يو أصل ونه لري چې هغه ته راجع سي نودغه شی بدعت او ګمراهي ده او دين ورڅخه بري دی او دابلافرقه او برابره خبره ده چې دغه نوی ايجاد سوی شی دعقايدو په مسائلو کې و ي او که په اعمالو کې وي او که په اقوالو کې وي هغه که ظاهري وي او که باطني وي .


         په ذکر سوو تعاريفو کې دغه دابن رجب رحمه الله تعالی تعريف تر ټولو غوره او متبادر الفهم دی او د ذکر سوو تعريفو څخه دا څرګنده شول چې عادات په بدعت کې نه شامليږي ځکه دبدعت په تعريف کې داقيد موجود دی چې نوی ايجاد سوی عمل به دين ته منسوب وي او عادات دين ته منسوب ندي دغه ډول دديني اړتياوو لپاره چې کومي طريقې او آلات جوړيږي هغه دشرعي بدعت سره هيڅ سمون نه خوري ځکه دعبادت پرطريقه او ډول نه کيږي او داټول جايز او مباح دي په دې شرط چې ديوه شرعي حکم مخالف نه وي او داهم معلومه شوه هغه عبادات چې دنبي عليه السلام او صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه قولاً او فعلاً او يا صراحتاً او اشارتاً ثابت وي هغه هم بدعت نه بلل کيږي او دکوم کار ضرورت چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په وخت کې نه وو وروسته ديو ديني مقصد لپاره اړتيا ورته پيداسي لکه دقران او نبوي احاديثو دزده کړي لپاره دصرف ، نحو ، ادب عربي او دفصاحت او بلاغت دفنونو زده کول او داسي نور هم بدعت نه بلل کيږي .


بدعت حسنه او بدعت سيئه


         زموږ ځيني فقهاء پخپلو کتابوکي بدعت وحسنه او سيئه ته تقسيم کړی دی او ځينو علماء کرامو ددې څخه هم زياتوب کړی دی او بدعت يې وزياتو اقسامو ته ويشلی دی لکه علامه ابن عابدين رحمه الله په ردالمحتار کې فرمايي :


(وهي أی البدعة اعتقاد خلاف المعروف عن الرسول صلی الله عليه وسلم لا بمعاندة بل بنوع شبهة وکل من کان من قبلتنا لايکفر بها (قوله أی صاحب بدعة) أی محرمة وإلا فقد تکون واجبة کنصب الأدلة للردعلی أهل الفرق الضالة وتعلم النحو المفهم للکتاب والسنة ومندوبة کإ حداث نحو رباط ومدرسة وکل إحسان لم يکن فی الصدر الأول ومکروهة کزخرفة المساجد ومباحة کالتوسع بلذيذ الماکل والمشارب والثياب.۷)


ژباړه : بدعت عبارت دی دهغه څه دمخالفي عقيدې څخه کوم چې دنبي عليه السلام څخه معروف او ثابت دي د معاندت له کبله نه بلکي ديو قسم شبهې دکبله او هر هغه څوک چې زموږ دقبلې أهل وي دبدعت دکبله نه کافرکيږي او دبدعت محرمه په څښتن پسي لمونځ کول مکروه دي (نه دهربدعت په څښتن پسي) ځکه بدعت ځيني وخت واجب وي لکه دګمراه ډلو درد لپاره دلائل راټولول او دنحوي زده کول چې دقران او سنت دفهم وسيله ده او ځيني وخت مندوب وي لکه د رباط او مدرسو جوړول او هر هغه نېک کار کول چې داسلام په پيل کې يې شتون نه درلود او ځيني بيا مکروه بدعت وي لکه د مساجدو رنګول اوځيني بيا مباح بدعتونه وي لکه په وسيع توګه دخوندورو خوراکونو ، څښاکونو او ښکلي جامو څخه استفاده کول.


دلته علامه ابن عابدين صاحب بدعت پر پنځه ډوله وېشلی دی:


اول بدعت محرمه

دوهم بدعت واجبه

دريم بدعت مندوبه

څلورم بدعت مکروهه

پنځم بدعت مباحه يعني جايز او روا بدعت .


دلته چې بدعت واقسامو ته تقسيم سوی وي په لغوي لحاظ باندي تقسيم سوی دی نه په شرعي لحاظ باندي ځکه شرعي او اصطلاحي بدعت هيڅکله حسنه او مباحه کېدلای نسي او داچي ځيني سلفو وبدعت ته حسنه ويلي دي هغه مجازاً نه شرعاً او اصطلاحاً. علامه ابن رجب رحمه الله په خپل کتاب جامع العلوم والحِکم فی شرح خمسين حديثاً من جوامع الکلم کې فرمايي :


(فقوله کل بدعة ضلالة من جوامع الکلم لايخرج عنه شئ وهو أصل عظيم من أصول الدين وهو شبيه بقوله صلی الله عليه وسلم (من أحدث فی أمرنا هذا ماليس منه فهو رد) فکل من أحدث شيئاً ونسبه الی الدين ولم يکن له أصل من الدين يرجع إليه فهو ضلالة والدين برئ منه وسواء فی ذلک مسائل الاعتقادات أو الأعمال أو الأقوال الظاهرة والباطنة وأما ماوقع فی کلام السلف من استحسان بعض البدع فإنما ذلک فی البدع اللغوية لاالشرعية فمن ذلک قول عمر رضي الله تعالی عنه لما جمع الناس فی قيام رمضان علی إمام واحد فی المسجد وخرج ورْا هم يصلون کذلک فقال نعمت البدعة هذه وروي عنه أنه قال إن کانت هذه بدعة فنعمت البدعة وروي أن أبی بن کعب رضي الله عنه قال له إن هذا لم يکن فقال عمر رضی الله عنه قد علمت ولکنه حسن ومراده أن هذا الفعل لم يکن علی هذا الوجه قبل هذا الوقت ولکن له أصول من الشريعة يرجع إليها فمنها أن النبي صلی الله عليه وسلم کان يحث علی قيام رمضان ويرغب فيه وکان الناس فی زمنه يقومون فی المسجد جماعاتٍ متفرقة ً و وحداناً وهو صلی الله عليه وسلم صلی بأصحابه فی رمضان غير ليلة ثم امتنع من ذلک معللاً بأنه خشي أن يکتب عليهم فيعجزوا عن القيام به وهذا قد اُمن بعده صلی الله عليه وسلم. ۸


ژباړه : د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دغه قول چې فرمايي (کل بدعة ضلالة) يعني هر بدعت ګمراهي ده دده عليه السلام د جوامع الکلم څخه دی او هيڅ بدعت ورڅخه خروج نسي کولای او دغه قول د نبي عليه السلام د دين د اصولو څخه يو لوی اصل دی او  د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دغه وينا ته ورته دی چې فرمايي (من أحدث فی أمرنا هذا ماليس منه فهورد) يعني چا چي زموږ په دين کې داسي شی پيداکړی چې هغه زموږ د دين څخه نه وي نو دغه محدث او نوی پيداکړل سوی شی او عمل مردود دی .


         نو هر هغه څوک چې يو نوی شی ايجاد کړي او د دين ولوري ته يې منسوب کړي او په دين کې داسي يو أصل ونه لري چې دغه ايجاد سوی شی ورته راجع سي نو همدغه بدعت ضلالت او ګمراهي ده او دين ورڅخه بري او بېزاره دی برابره خبره ده که دعقايدو په مسائلو کې وي او که په أعمالو او اقوالو کې ښکاره وي او که پټ او مخفي وي او زموږ ځينو سلفو چې بدعت ته په ځينو ځايونو کې حسنه ويلي دي هغه يې د لغت له مخي ويلي دي نه د شرعي معنی له مخي لکه دعمر رضي الله تعالی عنه وينا څه مهال چې يې خلګ په تراويحو کې پر يوه إمام راټول کړل په يوه إمام پسي لمونځ کوي نو ويې ويل چې دا غوره بدعت دی او بل روايت داسي دی چې عمر رضي الله عنه وويل که چيري دغه عمل بدعت وي نو دا يو ښه او غوره بدعت دی او يو روايت داسي هم نقل دی چې أبی بن کعب رضي الله تعالی عنه وعمر رضي الله تعالی عنه ته وويل چې د نبي عليه السلام په وخت کې تراويح پدغه شکل نه کېدلې نو عمر رضي الله تعالی عنه ورته وويل چې زه پوهيږم مګر داښه کار دی.


علامه ابن رجب رحمه الله وايي چې د ابی بن کعب رضي الله تعالی عنه مطلب داوو چې تراويح پخوا يعني د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په دغه ډول نه کېدلې مګر ددې عمل لپاره په دين کې أصل سته چې دغه عمل ورته راجع کيږي ځکه نبي عليه السلام به خلګ د تراويحو کولو ته هڅول او خلګوهم د نبي عليه السلام په زمانه کې تراويح  په متعددو جماعتونو سره کولې او ځينو خلګو به يوازي په انفرادي ډول کولې او پخپله پيغمبر صلی الله عليه وسلم د رمضان په مياشت کې څو شپې تراويح خلګو ته په جماعت سره ورکړې او وروسته يې ددې کبله پرېښودې چې پر امت باندي فرض نسي چې بيا به يې د اداء کولو څخه عاجزه پاتي شي او د عمر رضي الله تعالی عنه په وخت کې دا بېره نه وه ځکه دين کامل شو او وحي قطع سول او نور أحکام نسي راتلای او ددې خبري شاهد او مؤيد چې د عمر رضي الله عنه دغه عمل بدعت ندی هغه روايت دی چې عبدالرحمن الجزيري په کتاب الفقه علی المذاهب الأربعة کې رانقل کړی دی او وايي :


وقد سئل ابو حنيفة رحمه الله عما فعله عمر رضي الله تعالی عنه فقال : التراويح سنة مؤکدة ولم يتخرجه عمر رضي الله تعالی عنه من تلقاء نفسه ولم يکن فيه مبتدعاً ولم يأمر به إلا عن أصل لديه وعهد من رسول الله صلی الله عليه وسلم. ۹


ژباړه : او إمام ابوحنيفه رحمه الله د عمر رضي الله تعالی عنه ددې عمل په اړه وپوښتل سو چې د تراويحو د رکعتونو تعداد يې شل رکعته تعيين کړی او په جماعت سره د کولو حکم يې وکړی نو إمام ابوحنيفه رحمه الله وفرمايل : چې تراويح مؤکده سنت دي او عمر رضي الله تعالی عنه دغه کار د خپله ځانه نه دی کړی او عمر رضي الله تعالی عنه په دغه کار کې مبتدع نه وو او دغه کار يې د هغه اصل او دليل له مخي وکړی کوم چې دده سره موجود وو اودغه کار يې له نبوي لارښووني سره سم وکړی .


شل رکعته تراویح او د هغو ثبوت


د إمام ابوحنيفه رحمه الله د وينا څخه څرګنده سول چې د عمر رضي الله تعالی عنه عمل بدعت نه دی او دا هم څرګنده سول چې بدعت پرحسنه او سيئه باندي نه ويشل کيږي ځکه که حسنه بدعت موجود وای نو إمام ابوحنيفه رحمه الله به ويلي وای چې عمر رضي الله تعالی عنه حسنه بدعت ترسره کړی او دايي ونه ويل نو معلومه سول چې بدعت د شرعي اواصطلاحي مفهوم له مخي هيڅ تقسيمات نه لري او ددې خبري د اثبات لپاره چې د بدعت هر ډول مذموم دی او په  بدعاتو کې حسنه نسته دغه حديث د نبي عليه السلام دليل دی:


عن ابی نجيح العرباض بن سارية رضي الله تعالی عنه قال وعظنا رسول الله صلی الله عليه وسلم موعظة وجلت منها القلوب وذرفت منها العيون فقلنا يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) کأنها موعظة مودع فأوصنا قال اوصيکم بتقوی الله والسمع والطاعة وإن تأمر عليکم عبد فإنه من يعش منکم فسيري اختلافاً کثيرا فعليکم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين عضوا عليها بالنواجذ وإياکم ومحدثات الأمور فإن کل محدثة بدعة وکل بدعة ضلالة وکل ضلالة فی النار. ۱۰


ژباړه : د ابو نجيح العرباض بن سارية رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته داسي وعظ وکړی چې زړونه ورڅخه وبېرېدل او سترګو اوښکي توی کړې نو موږ وويل يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) داسي وعظ دي وکړی لکه څوک چې د چا سره وداع (خدای په اماني) کوي نو موږ ته وصيت وکړه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل زه تاسي ته د الله عزوجل څخه د بېري وصيت کوم او د الله جل جلاله د اطاعت او د هغه چا د اطاعت کولو وصيت درته کوم چې پرتاسي باندي امير وټاکل سي که څه هم مريی وي ځکه که له تاسي څخه څوک ژوندي پاته سي نو ډېر اختلافونه به وويني نو تاسي په داسي وخت کې زما او د خلفاء راشدينو مهدينو په سنت باندي تمسک وکړئ او د زامو په غاښونو يې ونيسئ او په دين کې د نوو پيداسوو شيانو څخه ځان وساتئ ځکه هر نوی پيداسوی شی (په دين کي) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او هره ګمراهي په اور کي ده .


          په پورته ذکرسوي حديث کې د کل بدعة ضلالة (هر بدعت ګمراهي ده) په جمله کې د کل لفظ راغلی دی چې د مناطقه وو په اند سور د ايجاب کلي دی او استغراق افاده کوي او د نحاتو په اند هم د کل لفظ د استغراق لپاره دی په المعجم الوسيط کې ددې لفظ اړوند وايي: کل کلمة تفيد الاستغراق لأفراد ماتضاف إليه او اجزائه. ۱۱


ژباړه : د کل د کلمې اضافت چې کوم شي ته وسي نو د هغه د أفرادو او اجزاوو لپاره استغراق افاده کوي .


نو ددې ذکر سوي قاعدې له مخي هم بدعت وحسنه او سيئه ته نه سي وېشل کېدلای ځکه د کل کلمه ورباندي داخل سوې ده او نور نو بدعت د تنويع چانس دلاسه ورکړی دی او د ضلالت حکم وهر بدعت ته سرايت کوي .


د بدعت اړوند نور معلومات