بختيار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بختیار نه مخ گرځېدلی)

د بختيارو پښتنو په اړوند مؤ رخينو او تو کم پو هانو بيلا بيلې نظر يې راوړي دي ، دبيلگې په توگه ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر حيات افغا ني کې د نعمت الله هر وي دمخزن افغاني دکتاب پر بنسټ داسي ليکلي دي:" اسحق نو می چې په اصل کې د يوه سيد زوی و په اوش(*) نو مي ځای کې چې دبغداد له تو ابعو نه دی ، د ژ وندانه دپيښو او ستو نزو له کبله دې ته اړ شو چې په سفر لاس پورې کړي، نو هما غه و چې د سليمان غره ته د شير اڼيو سيمي ته راغی او له يوې نجلۍ سره يې چې شيخۍ نو ميده واده وکړ، چې ددغې مير منې نه يې يوازې يو زوی پيدا شو چې ابو سعيد نوم يې ور با ندې کيښود چې نو موړی ما شوم يې دده د ښو طا لعو او نيکمر غۍ په وجه يې په بختور شهرت و مو ند چې د و خت په تير يدو سره په بختيار مشهور شو چې اوس دده او لادې ته بختيار وايي٠ محمد حيات خان دا هم زياتوي:" ځيني خلک دوی سيدا ن بولي٠ دا خلک په اصل کې له ايرا نه راغلي دي چې ددغې قبيلې يو شمير د ايران د اصفهان په لو يديز او يو شمير يې په بخا را کې ژوند کوي ." د اوش په اړوند کې چې ما ددې مقالې ليکوال کومه څيړ نه وکړه هغه د بغداد له تو ابعو نه نه و، بلکې اوشOshد ما ورالنهر له ښا رونو نه شميرل کيده چې همداوس د قر غيز ستان دويم لوی ښاردی چې د فر غا نې په وادۍ کې مو قعيت لري٠ سر بيره پر دې اوش د اسلامي علو مو لوی مر کز او ډير شمير اسلامي عا لمان يې په خپلې غيږ کې روزلي دي٠ شير محمد خان گنډا پور په خپل مشهور تا ريخي اثر توا ريخ خو ر شيد جهان کې چې په ١٨٦٧ عيسوي کال کې په لا هور کې چا پ شوی دی د محمد حيات خان هغه قول ردوي چې د مو نټ سټوارټ الفنستن پر استناد يې بختيا ر ايرا نيان بللي دي٠ شير محمد خان گنډ ا پور بختيار پښتانه بللي اود اير اني بختياري قبيلې نه يې په بشپړه تو گه جلا گڼي، ځکه پښتا نه بختيارهيڅکله هم ځا نو نه د اير اني بختياري قبيلې سره يوډول نه گڼي او نه ددوی تر مينځ کو مې تا رېخي اړ يکي شته٠ د غسي روايتو نه ډير دي چې ځيني تو کم پو ها ن کله د پښتنو يوه قبيله او کله هم بله په سيدانو يا نورو عر بي الا صله قبيلو پورې تړي چې په حقيقت کې افسا نو ي رنگ لري ٠ په او سني وخت کې بختيار د سليمان غره په شا او خوا، درابڼ او مر غه کې استو گنه لري چې د حيات افغا ني مؤ لف ١٤٣ کلو نه د مخه ددرابڼ په سيمه کې ددغې قبيلې شمير ٨٠٠ کو رنۍ او د مر غه په سيمه کې يي٥٠٠ کو رنۍ ښو دلي دي٠دمخزن افغاني او د پښتنو نورو تو کم پو ها نو په يوه اتفاق دا خبره تا ئيدوي هغه بختيار چې په درا بڼ کې او سيږي، نو دوی د ميا خيلو سره په گټه او تا وان کې شر يک دي٠ دبختيار د قبيلي ځيني پوونده سو داگر د ډير کلک هوډ خا وندان او د سو داگرۍ په چاروکې رښتيني او اما نتدار دي٠

بختيار په لا ند نيو قبيلو ويشل شوي دي: کو رتي،اکو،اتو،پري،توري،سيد محمد،خواجه الياس، خواجه يحيي کبير  : چې او لاده يې د شيخ زي په نا مه يا ديږي٠ مر غچي: هغه بختيار دي چې په مر غه کې دا يمي استو گنه لري٠ مقر زي: پوونده بختيار دي چې د خپل لو مړ ني استو گنځي له کبله يې مقرزي بو لي٠ نظر زي:دوی هم پوونده سو داگر او د بختيار قبيلې يو ښاخ دی٠ د بختيار قبيلي يو ستا نه او ولي حضرت خو اجه قطب الدين الد ين بختيار کاکي(٦٠٠هجري) و چې نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې دی اقطب افغان بولي او دده د قبيلې دنورو مشا هيرو ذکر کوي چې په هغو کې د خواجه يحيي بختيار،شيخ شهاب بختياراوشاه ابو بکر بختيار نو مو نه يا دولای شو.دده زيارت د ډيلي د ښار په مهرولي کې دی چې خلک له ليري ليري گو ټو نو نه دده مزار ته راځي او ډير ارادت ور ته لري٠ پښتون مؤرخ سليمان ما کو(٦١٢ هجري) په خپل کتاب تذ کر ت الا وليا کې ددغه ستر ستا نه ذکر کوي او وايي:" بختيار په پښتو سندري کړ ينه- اوښي تو يو ينه- خدای ته نارې کړي غلبلي کړي-پاړکي لر ينه"- چې يو د ادی:

وير مې زړه سوری سوری کړ راته وگوره ملو کې! په بيلتون کې دې وبا سم له خو ږمنه زړگي کوکې!

                راته وگوره ملو کې!راته و گوره ملو کې!

د بيلتون اورونه بل دي هر گړۍ مې زړگی سو ځي ليو نی يمه د ميني سر خم زه لکه پيلو ځی

           راته وگوره ملو کې! راته وگوره ملو کې!

غوړولی دې وربل دی اور زما په زړه کې بل دی زه بختيار خاورې ايرې سوم په اور سوی مې گو گل دی

     راته وگوره ملو کې! راته وگوره ملو کې!

سرچينې[سمول]

  • ١- حيات افغا ني،٤٣٦ مخ٠
  • ٢-د پښتو اد بيا تو تا ريخ،٥١٩-٥٢٢ مخونه٠
  • ٣-پښتني قبيلې،٣٦-٣٧- ٤٠ او٤١ مخو نه٠