بحرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عربي عروض بحرونه شپاړس ټاكل شويدي چې پنځلس خليل بن احمد جوړ كړي او يو بحر متدارك ابوالحسن اخفش باندي زيات كړيدى. شپاړس بحرونه دا دى :

  1. بحر طويل:

بيت په بحر طويل كي په څلور واره فعولن، مفاعيلن تمامېږي يعني داسي : فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن مثال:

چه گويم نگارينا كه با من چها كردي

فعولن مفاعيلن فعولن مفاعيلن مثال:

قرارم دل بــردى زصبرم جدا كردي

دا بحر په عربي پوري مخصوص دى په پارسي كي ډېر لږ راځي.

  1. بحر مديد:

په دې بحر كي بيت په څلور واره فاعلاتن فاعلن تمامېږي مثلاً :

دل زهجرت اى صنم خون خود را ميخورد جان بدستت اى پسر جامه برتن مى درد
"جامي"
  1. بحر بسيط:

ددې بحر بيت په څلور واره مستفعلن فاعلن تمامېږي مثلاً :

چون خار وخس روز وشب افتاده ام در رهت باشد كه برحال من افتد نظر ناگـهت
"جامي"
  1. بحر سريع:

په دې بحر كي بيت په دوه واره مستفعلن مستفعلن مفعولات تمامېږي مگر د زحافاتو په اثر اوړي چې يو ډول يې دادى : مفتعلن مفتعلن فاعلات مثلاً :

وقت ضرورت چونماند گريز دست بگيرد سر شمشير نيز
  1. بحر خفيف:

ددې بحر بيت په دوه واره فاعلاتن مس تفع لن فاعلاتن تمامېږي مگر د زحافاتو په اثر اوړي چې يو ډول يې دادى : فعلاتن مفاع لن فعلا تن راځي لكه :

اى صبا بوسه زن زمن دراورا ورنرنجند لب چوشك كراورا
  1. بحر منسرح:

منسرح آسان ته وايي، دا بحر په څلور واره مستفعلن مفعولات تمامېږي مگر د زحافاتو په اثر اوړي مفتعلن فاعلات مفتعلن راځي لكه:

  1. مجتث:

په څلور واره مس تفع لن فاعلاتن تمامېږي، مگر د زحافاتو په اثر اوړي چې يو ډول يې دادى چې څلور واره مفاعلن فعالتن راشي لكه :

شاه جهان باد تا زمانه بود كز كرمش خلق شادمانه بود
تو آن گلى كه مه آسمان جبين تو بوسد فلك زصد ره فرود آيد و زيدين توبوسد
  1. بحر مضارع:

د مشابه په معنى څلور واره مفاعيلن فاع لاتن راځي. او د زحافاتو په اثر اوړي يو ډول يې مفعول فاعلاتن څلور واره راځي :

وزمن جفا نخيزد دانم كه نيك داني از تو وفا نيايد داني كه نيـــــك دائم
"خاقاني"
  1. بحر مقتضب:

د پرېكولو معنا لري په دې بحر كي څلور واره مفعولات مستفعلن راځي او دا د منسرح عكس دى خو زحافات يې اوړي يو ډول يې فاعلات مفتعلن راځي لكه :

سرو گلعذار مني فصل نوبهار مــــني من اگر چه ننگ توام عز وافتخار مني
  1. بحر وافر:

اته واره مفاعلتن راځي لكه :

چه شد صمنا كه سوى كسى بچشم وفا نمى نگرى زرسم جفا نمى گذرى طريق وفا نمى سپري
"سيفى عروضى"
  1. بحر كامل:

اته واره متفاعلن راځي چې د زحافاتو په اثر اوړي او دوه واره متفاعلن ، مستفعلن، مستفعلان لكه :

چو عيان شوى آســــــــايدم روح وروان چو نهان شوى از جان من خيزد فغان
  1. بحر هزج:

په دې بحر كي اته واره مفاعيلن راځي لكه :

ز فرق سر وتو گرمـــاه مى تابد چه فرق آخر ببين از راس آن سروم ، هلال ابروان قمرى
  1. بحر رجز:

اته واره مستفعلن راځي لكه:

اى چهره زيباى تو رشك بتان آذرى هرچند وصفت ميكنم درحسن زان بالاترى
  1. بحر رمل:

اته واره فاعلاتن راځي لكه:

باز درپوشيد گيتى تازه ورنـــــگين قبائى عالمى را كرد مشكين بوى زلفى آشنايى
  1. متقارب:

اته واره فعولن راځي لكه:

زشرم رخت لاله را داغ بردل زرشك قدت سرورا پاى در گل
  1. متدارك:

اته واره فاعلن راځي لكه:

حسن ولطف ترا بنده شـــد مهرومه خط وخال ترا مشك چين خاك ره

تبصره

د افاعيلو هر ركن د بيت يو جز دى او دبحرو بشپړ اجزا اته دي نو كه اته سره په يوه بيت كي راغلي وه هغه ته مثمن وايي، او كه شپږ جزو راغلي وي مسدس يې بولي، او كه څلور جزو راغلي وي مربع يې بولي، په عجمي ژبو كي مثلث او مثنى او موحد هم راغلي دي،مگر په عربي كي نشته او د هر بحر چې په اركانو كي تغير راغلى وي هغه بحر مزاحف بولي او كه تغير نه وي راغلى هغه سالم بولي.

سرچينه

بېنوا (ادبي فنون)