ببو جانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن حليمه مشهوره په «ببو جانې» د عتيق الله خان لور او د ميرواعظه له اولادې څخه وه چې د پلار له خوا سيده او د مور له خوا د امير دوست محمد خان لمسۍ وه. ببو جانه د امير عبدالرحمن خان ډېره گرانه ماندينه وه چې په هوښيارۍ او ښکلا يې شهرت درلود او هم يې له خلکو سره ډېره ښه رويه لرله، سخي او مېړه مخې مېرمن وه او تر اوسه په نورو کورنيو کې په ښه نامه يادېږي.

دې مېرمنې کله کله په دري ژبه شعرونه هم وييل چې د ښځو په مخصوص اخبار «ارشادالنسوان» کې چاپ شوي او ماته يې يوازې دا درې بيته د مرحوم محمد سرور گويا په واسته لاس ته راغلي دي چې دلته يې د نمونې په توگه وړاندې کوم.

استقلال
از برای خدا بلند کنيد بر سر خود لوای استقلال
باد شيرين دهان ملت ما يا رب از ميوه های استقلال
ميکشم بعد از اين بديده خود سرمه از خاک پای استقلال

وايي چې يو وخت امير عبدالرحمن خان د نرگسو يوه گېډۍ ورته ولېږله چې دې مېرمنې دا بيت ورواستاوه:

نرگس صد برگ از دست شهنشايم رسيد بر سر خود ماندم و بر چشم تر ماليدمش

دا هم وايي چې دا مېرمن پر امير عبدالرحمن خان دومره گرانه وه چې امير به وييل: «ما تر اوسه شعر نه دی وييلی خو د ببوجانې د پاره يې وايم» او دا دوه بيتونه يې د هغې په ستاينه کې ووييل:

مهد عليا، صدر کبری بي بي عفت شيم زآنکه از عزتش خوانده لست عيال محترم
الحق از مادر نزاده دختر همزاد او صاحب علم و حيا ما و مايه جود و کرم

سرچينې[سمول]

پښتنې مېرمنې - ۲۵ مخ د بېنوا اثر - د کابل چاپ