بای پولر اروايي ناروغي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بای پولر اروايي ناروغي

هغه چې ډیر خلک پرې اخته دي، داسې یې درملنه وکړئ

بای پولر دیوې اروايي ګډوډۍ نوم دی چې د خوښۍ یا غم او یا مستۍ او ژورخفګان ترمنځ یو نوساني یا ټیټ او هسک حالت لري، چې په دې اروايي ستونزه اخته کس نورمال حالت هم تجربه کوي، دا دورې خفیف لېونتوب، لېونتوب او ژورخفګان هم نومول کېږي، د خوی او خصلت د حالاتو بېلابېل جوړښتونه شتون په کې شته، چې بای پولر یا دوه قطبي ګډوډي یې بولي او په څو برخو وېشل کېږي لنډه دا چې بای پولر یانې نیمه ورځ یې پر ځان نیت بد وي او نیمه ورځ پر خلکو او یا برعکس.

څنګه پيدا کېږي؟

بای پولر اروايي ګډوډي شاید له باندنیو پېښو، ذهني او عمومي فشار څخه منځته راشي چې د نوې ځوانۍ په پړاو کې څرګندېږي او یوه عمري یا دایمي ناروغي ده.

پر بای پولر ګډوډۍ باندې د اخته کېدو خطر د ژوند په هر پړاو کې تر ۲سلنه شته او د ټولې نړۍ خلک پرې یو ډول اخته کیږي.

د مانیا او کمې مانیا پر مهال کیدی سي تاسې د سنجولو او پرېکړې وړتیا له لاسه ورکړۍ او پایله مو پر اړیکو، کار او اقتصادي وضعیت باندې اغېز شیندي.

که مو احساس وکړ چې په بای پولر ګډوډۍ اخته یاست، کولی شئ د ارواپوهنې مشورتي مرکز ته مراجعه وکړئ او هلته لومړنۍ ارزونه سرته ورسوئ یانې کتبي ټیسټ ورکړئ تر څو څرګنده شي، چې تاسو په بای پولر ګډوډۍ اخته یاست، کنه!

د دې ګډوډۍ درملنه له دې امله ارزښت لري چې کولی شي په ټول ژوند اغېز وکړي او بل دا چې د ځان وژنې جدي ګواښ له ځانه سره لري.

که چېرې تاسې په بای پولر ګډوډۍ اخته یاست نو دوايي درملنې ته هم اړتیا لرئ تر څو وکولی شئ د دې ګډوډۍ د شدت او بیا راتګ مخنیوی وکړئ او دا کار کلینکي ارواپوه کوي.

ددې ګډوډۍ د بېرته راګرځېدو د خطر د مخنیوي په پار تاسې او ستاسو په چاپېریال کې شته خلک د بای پولر ګډوډۍ او د هغې د نښو نښانو په اړه د اړتیا وړ مالوماتو او خبرتیاوو ته اړتیا لرئ، اروايي درملنه او له دارو درملنې سره يې ارزښتناکه اړیکي ځانګړی اهمیت لري. د درملنې یوه بله لار دا هم ده، چې له وړاندې د عمل یوه لایحه ولرو، دا پر هغه مهال چې تاسو ددې ګډوډۍ د نښو په اړه پوره خبرتیا ولرئ او ډاډمن واوسئ.

له بای پولر ګډوډۍ سره څه وکړو؟

که مو د کورنۍ کوم غړی په بای پولر اخته وي ستاسو مینه او ملاتړ به د هغه د روغتیا او درملنې پر بهیر اغېز وکړي، تاسو کولی شئ د ګډوډۍ په اړه مالومات لاسته راوړئ او له هغو څخه په ګټې سره هغه ته روحیه او هیله ور وبخښئ او په رغولو کې یې مرسته وکړئ او په درملنه کې یې شریک شئ البته باید خپلې جسمي او اروایي روغتیا ته هم پام وکړئ د بای پولر لرونکو کسانو له لوړ او ټیټ اروایي حالت او خوی سره مخامخ کېدل اسانه کار نه دی، د یادو کسانو خوی او کړنې پر نورو په ځانګړې توګه په کورنۍ او ملګرو اغېز کوي کورنۍ او ملګري باید د مانیک حملې په لړ کې د هغوی د افراطي کړنو، غیر منطقي غوښتنو او نامسولانه پرېکړو سره مخامخ شي او له تېرېدو ورسته یې پایلې ومني، لاندې لارې چارې له ناروغ سره د مرستې په موخه وړاندیزوو.

ناروغ مرستې غوښتلو ته وهڅوئ: بای پولر ګډوډي که هر څومره چې ژر درملنه شي ښه وي نو ناروغ ته انګېزه ورکړئ چې سر له ننه د اروایي او مسلکي درملنې پلټنه وکړي. صبر مه کوئ چې له درملنې پرته به روغ شي دا کار د ډېرو بای پولر ناروغۍ د ودې لامل شوی.

هغه درک کړئ: ناروغ وپوهوئ چې هر کله چې د درملنې په پار د زړه خواله، هڅونې او مرستې ته اړتیا ولري تاسو یې په څنګ کې یاست او د ده د روغتیا لپاره هرې قربانۍ ته تیار یاست.

ډېر صبر او زغم ولرئ: د ګړندۍ او ژر تر ژره درملنې تمه مه کوئ د رغولو پر پړاو کې ډېر صبر ولرئ او ځان ننګونو او د ګډوډۍ بیا راګرځېدنې ته تیار کړئ د بای پولر اروایي ګډوډۍ مدیریت یو اوږدمهاله جریان دی.

ډېر صبر او زغم ولرئ: د ګړندۍ او ژر تر ژره درملنې تمه مه کوئ د رغولو پر پړاو کې ډېر صبر ولرئ او ځان ننګونو او د ګډوډۍ بیا راګرځېدنې ته تیار کړئ د بای پولر اروایي ګډوډۍ مدیریت یو اوږدمهاله جریان دی.

د ناروغ محدودیتونه ومنئ: پر بای پولر اروایي ګډوډۍ اخته کسان نشي کولی خپل ځان کابو(کنټرول) کړي. هغوی نشي کولی ځان ته انګېزه ورکړي او نه هم کولی شي چې د مانیک پړاو کې ځان مهار کړي له همدې امله د لېونو په څېر کړنې مه کوه یا خلک به څه وايي جملو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړئ د دې جملو کارول له ناروغ سره مرسته نشي کولی.

خپل محدودیتونه مو هم ومنئ: تاسو د ناروغ ژغورونکي نه یاست او په ناروغ فشار مه راوړئ تر څو د رغېدو مسوولیت په غاړه واخلي او ښه شي. تاسې یوازې کولی شئ د درملنې په بهیر کې د ناروغ ملاتړ وکړئ.

ذهني فشار راکم کړئ: ذهني فشار بای پولر ګډوډي بدتره کوي نو کوښښ وکړئ د ذهني فشار د راکمولو په برخه کې لارې چارې پیدا کړئ او ورته وه یې ښایاست، پوښتنه وکړئ چې څنګه کولی شئ د ځینو مسوولیتونو په سرته رسولو کې له هغه سره مرسته وکړئ همدارنګه د یو منظم ورځنی پروګرام چې( د خوړو، ورزش خوب او راویښېدلو) وخت په کې مالوم وي جوړول کولی شي مرسته کوونکي اوسي.

له هغه سره اغېزناکه اړیکې جوړې کړئ: له اخته کس سره په کورنۍ او چاپېریال کې د ریښتینو او ښکاره اړیکو ساتل اړین دي خپلې خواشینۍ په دوستانه توګه مطرح کړئ د هغه د احساساتو په اړه له هغه نه پوښتنې او له هغه سره د زړه خواله وکړئ او په ډېره پامرلنه او دقت سره یې خبرو ته غوږ ونیسئ حتی پر هغه مهال چې له خبرو سره یې موافق هم نه یاست.

بحري خواړه: په دې خوړو کې نا اشباع شوي غوړ اسیدونه شته چې د آراچیدونیک اسیدونو چې د مغز د التهاب پر مهال تولیدېږي د خنثی کېدو سبب کیږي چې په هره اونۍ کې باید ۴۵۰ګرامه وخوړل شي.

په آرامه او تیاره موقعیتونو کې خوب کول: دا چې رڼا او نا آرام ځایونه ډېر پاروونکي دي او د خوب د ګډوډېدو سبب کېږي نو بهتره ده چې د مسلسل خوب لپاره آرام ځای شتون ولري.

مصنوعي لکه د تلویزیون او تلفون وړانګې: یادې وړانګې وسوسې ډېروي او ددې ګډوډۍ د شدت سبب ګرځي.

عطاالله شيرزاد