Jump to content

بايواکانومي (بايو اقتصاد)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژوند پر اساس اقتصاد (له ژونديو موجوداتو منځ ته راغلی اقتصاد)، بايو اکانومي (بايو اقتصاد)، يا بايوټيکانومي، هغه اقتصادي فعاليت دی، په کوم کې چې د توکو، خدماتو او انرژۍ په توليد کې د بايوټيکنالوژۍ (هغه ټيکنالوژي چې د توکو توليد کې بيالوژيکي سيستمونه او ژوندي عضوي سيستمونو کار اخلي) او بايوماس (ژوندي عضوي موجودات) استعمال ښکېل وي. دا اصطلاحات په پراخه کچه د سيمه ييزو پرمختيايي ادارو، ملي او نړيوالو سازمانونو او بايوټيکنالوژۍ د شرکتونو له خوا کارول کېږي. دا اصطلاحات د بايوټيکنالوژۍ د صنعت د ودې او جنيټيکي موادو د مطالعې، پوهاوي او په هغې کې د لاسوهنې (تنظیم او اداره کول) د وړتيا سره ژور تړاو لري، چې د ساينسي څېړنې او ټيکنالوژيکي پرمختګونو له امله شوني دي. په کرنه، روغتيا، کيمياوي، او د انرژۍ په صنعتونو کې د ساينسي او تخنيکي پرمختګ پلې کول پکې شامل دي. [۱][۲]

بايو اکانومي (BE) او د ژوند پر اساس اقتصاد (BBE) اصطلاحات کله کله يو د بل پر ځای کارول کېږي. په هر حال، اړينه ده چې تر منځ يې توپير وشي: د ژوند پر اساس اقتصاد د غېر خوراکي توکو توليد په پام کې نيسي، په داسې حال کې چې د بايواکانومي هم د ژوند پر اساس اقتصاد او هم د انسانانو او هم د ژويو د خوراکي توکو توليد او استعمال ته پوښښ ورکوي. له شپېتو څخه زيات هېوادونه او سيمې د بايواکانومي يا د بايوساينس-اړوند ستراتيژۍ لري، د دوی له منځه يې شل هېوادونو په افريقا، اسيا، اروپا، اقيانوسيه، او امريکاګانو کې بايواکانومي ته تخصيص شوې ستراتيژۍ خپرې کړې دي.  [۳][۴]

تعريفونه

[سمول]

بايواکانومي ډېر تعريفونه لري. بايواکانومي د اقتصاد له هغو برخو جوړ اقتصاد دی، کوم چې له ځمکې او سمندر څخه د نوي کېدو وړ بيالوژيکي سرچينې کاروي – لکه فصلونه، ځنګلونه، کبان، ژوي او کوچني ژوندي موجودات – تر څو خوراک، روغتيا، مواد، محصولات، ټوکر او انرژي توليد کړي. په هر حال، تعريفونه او استعمال يې د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کې سره توپير لري.[۵][۶][۷]

د بايواکانومي يو مهم اړخ په جينيټيک، ماليکولي، او جينوميک کچو په ميکانيزمونو او پروسو پوهېدل دي، او بيا د صنعتي پروسو د جوړولو يا وده ورکولو، نويو توليداتو او چوپړتياوو ته وده ورکولو، او نوې انرژۍ د توليد لپاره د دې پوهې پلې کول دي. د بايواکانومي موخه دا ده چې په فوسيلي طبيعي سرچينو زموږ تکيه کمه کړي، د ژونديو موجوداتو د تنوع د زيان مخه ونيسي، او نوې اقتصادي وده او دندې منځ ته راوړي، کوم چې د دايمي پرمختګ له اصولو سره سمون لري.[۸]

ابتدايي تعريفونه

[سمول]

د 1997ز کال د AAAS په ناسته کې د جينوميک په سيمنارونو کې د 'بايوټيکونومي' اصطلاح د «ووان اينريکز» او «روډريګو مارټينز» له خوا استعمال شوې وه. د دې مقالې يو اقتباس په Science (يو ژورنال/جريده ده) کې خپور شوی و.[۹]

په 2010ز کال کې، دا اصطلاح د Albrecht & al له خوا "په اروپا کې د پوهې پر اساس بايواکانومي (KBBE): لاسته راوړنې او ننګونې" په عنوان په راپور کې په لاندې ډول تعريف شوې وه: بايواکانومي د خوراکونو، روغتيا، فايبر، او صنعتي محصولاتو او انرژۍ د يوې لړۍ لپاره د بايوماس دايمي توليد او بدلون دی، د نوې کېدو وړ بايوماس کې هر هغه بيالوژيکي مواد شامل دي، چې د خامو موادو په توګه کارېدای شي". [۱۰]

د 2013ز کال ديوې څېړنې تر مخې، "بايواکانومي د هغه اقتصاد په توګه تعريف کېدای شي، چېرته چې د موادو، کيمياوي موادو او انرژۍ د جوړولو لپاره اساسي مواد د نوې کېدو وړ بيالوژيکي سرچينو څخه تر لاسه شوې وي".[۱۱]

د 2015ز کال د نومبر په مياشت کې په برلين کې د بايواکانومي لومړۍ نړيوالې سرمشريزې بايواکانومي اصطلاح په دې ډول تعريف کړې ده، "د پوهې پر اساس توليد او د بيالوژيکي سرچينو، بيالوژيکي پروسو او اصولو څخه ګټه اخيستل، تر څو په ټولو اقتصادي برخو کې په دايمي ډول توکي او چوپړتياوې وړاندې کړای شي". د دې سرمشريزې تر مخې، په بايواکانومي کې درې عناصر شامل دي: د نوې کېدو وړ بايوماس، د ټيکنالوژيو توانمندي او سره نږدې کول، او د ابتدايي توليد (يعنې ټولې ژوندۍ طبيعي سرچينې)، روغتيا (يعنې درمل جوړل او درمليزې وسيلې)، او صنعت (يعنې کيمياوي مواد، پلاستيکونه، اينزايمونه، شيره او کاغذ، بايوانرژي) اړوند تطبيقاتو سره يوځای کول. [۱۲]

تاريخ

[سمول]

د «اينريکز» او «مارټينز» له خوا د هارورډ سوداګرۍ ښوونځي د کار مقاله، چې د " Biotechonomy 1.0: A Rough Map of Biodata Flow" په عنوان وه، د درې سترو عامو جنيټيکي ډيټابيسونو (د معلوماتو زېرمتون) څخه د جنيټيکي موادو نړيوال راتګ او تګ وښود چې دا درې ډيټابيسونه دا دي: GenBank, EMBL and DDBJ. له دې وروسته ليکوالانو د هغه اقتصادي اغېز په اړه فرضيې وړاندې کړې، چې ښايي د دا ډول معلوماتو جريان يې د اختراع پر حق، د بايوټيکنالوژۍ د شرکتونو په جوړېدو او د جواز اخيستلو په فيسونو ولرلای شي. د دې مقالې يو اقتباس په 2003ز کال کې په Wired مجله کې خپور شوی و. [۱۳][۱۴]

د بايواکانومي اصطلاح د 2000ز لسيزې له منځنيو کلونو راهيسې له هغه وروسته مشهوره شوه، کله چې دا اصطلاح د اقتصادي همکاريو او پرمختګونو لپاره د اروپايي ټولنې سازمان له خوا د پاليسۍ د اجنډا او کارچوکاټ په توګه خپله کړای شوه، تر څو وکولای شي بايوټيکنالوژۍ استعمال ته وده ورکړي، او د بايوماس نوي محصولات، بازارونه او استعمال ته پرمختګ ورکړي. له هغه راهيسې، اروپايي اتحاديې (2012) او OECD (2006) د بايواکانومي لپاره ځانګړې ستراتيژۍ جوړې کړې، لکه چې په ټوله نړۍ کې ډېر شمېر هېوادونه هم دا ستراتيژۍ لري. ډېر ځله دا ستراتيژيانې بايواکانومي د ژوند  پر اساس اقتصاد له اصطلاح سره تړي. د بېلګې په ډول، له 2005ز کال راهيسې، هالنډ د ژوند پر اساس اقتصاد جوړولو ته د ودې ورکولو هڅه کړې ده. ازمايښتي کارخانې پيل شوي، دا معنا چې په ليليسټډ (زيفيولز) کې، او يو مرکزي سازمان موجود دی (د ژوند پر اساس اقتصاد لپاره د ادارو تر منځ شريک پروګرام)، همدا راز ملاتړي څېړنې (د خوړو او د ژوندي پر اساس څېړنه) تر سره شوي دي. نورو اروپايي هېوادونو هم د بايواکانومي او د ژوند پر اساس اقتصاد پاليسيو ستراتيژۍ او کارچوکاټونه جوړ کړي او پلي کړي دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په 2012ز کال کې، د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ملي ژوندي اقتصاد له بشپړې طرحې سره، د بيالوژيکي توليد د طريقو د هڅونې د ارادو اعلان وکړ.[۲۰]

نفوس

[سمول]

د نړۍ د نفوس وده او د ډېرو وسايلو له حد څخه زيات استعمال د زياتېدونکي چاپريالي او اقليمي بدلون د فشار لامل ګرځي. بايواکانومي له دې ننګونو سره مبارزه کوي. د دې موخې د خوراک تامين او ډېرې دوامدارې طبيعي سرچينې استعمال تر څنګ، په نه نوې کېدو وړ سرچينو تکيه کمول دي، لکه فوسيلي طبيعي سرچينې او مينرالونه. تر يو بريده بايواکانومي له اقتصاد سره مرسته کوي، چې د شنو خونو د ګاز اخراج کم کړي او د اقليمي بدلون کمول او ورسره سمون کې مرسته کوي. [۲۱]

جنيټيکي بدلون

[سمول]

ژوندي عضوي موجودات، د کلونو په اوږدو کې، د خميرو دپاسه له شته باکترياوو څخه نيولې بيا تر بوټو پورې د اينزايمي کټلايس د چمتو کولو لپاره استعمالېږي. له جنيټيکي اړخه اصطلاح شوې باکتريا د انسولين د توليد لپاره استعمالېږي، او اتيميسينيکي اسيد په مهندسي شوي خمير کې جوړ شوي و. ځينې بايوپلاستيک (د polyhydroxylbutyrate يا polyhydroxylalkanoates پر اساس) له جنيټيکي اړخه د اصلاح شويو ميکروبونو په استعمالولو سره د بورې څخه جوړېږي.[۲۲]

له جنيټيکي اړخه اصلاح شوي ژوندي عضوي موجودات همدا راز د ژونديو موجوداتو څخه تر لاسه شويو سونتوکو د توليد لپاره کارول شوي دي. د ژونديو موجوداتو څخه په لاس راغلي سونتوکي د کاربون-خنثی شويو سونتوکو يو شکل دی.

د يو مصنوعي ميټابوليک مسير په استعمال سره د CO2 پر لور هم څېړنې روانې دي. له جينيټيکي پلوه د E. coli باکتريا په اصلاح کولو سره، تر څو هغه وکولای شي CO2 استعمال کړي، دا باکتريا په راتلونکي کې د خوراک او شنو سونتوکو د نوي کېدو وړ توليد لپاره بنسټيزه زېربناء چمتو کولای شي. [۲۳][۲۴]

له ژونديو عضوي موجوداتو څخه يو يې (Ideonella sakaiensis) کوم چې PET (يو پلاستيک) په نورو مادو کې د ماتولو وړتيا لري، له جنيټيکي اړخه اصلاح کړای شوی دی، تر څو PET نور هم په چټکۍ سره مات کړای شي، او همدا راز PEF هم مات کړای شي. کله چې پلاستيکونه (کوم چې عموماً ژوندي غېر قابل تجزيه دي) مات شي او په نورو مادو کې بيا جريان ورکړای شي (يعنې د Tenebrio molitor larvae په صورت کې ژوندۍ ماده)، دا بيا د نورو ژويو لپاره د انرژۍ په توګه کارېدای شي.[۲۵][۲۶][۲۷]

له جنيټيکي اړخه اصلاح شوي فصلونه هم کارول شوي دي. د بېلګې په ډول له جنيټيکي اړخه اصلاح شوي د انرژۍ فصلونه يو څه اضافي ګټې وړاندې کولای شي، لکه په اړوندو لګښتونو کې کمښت (يعنې د جوړولو د پروسې پر مهال لګښت)، او د کمو اوبو استعمال. يوه بېلګه يې هغه وني دي چې له جنيټيکي اړخه اصلاح شوي وي، تر څو کم «ليګنن» ولري، يا له کيمياوي اړخه د بدلون وړ «ليګنن» پيوندونه وښيي. [۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Smyth, S. J.; Aerni, P.; Castle, D.; Demont, M.; Falck-Zepeda, J. B.; Paarlberg, R.; Phillips, P. W. B.; Pray, C. E.; Savastano, S.; Wesseler; Zilberman, D. (2011). "Sustainability and the bioeconomy: Policy recommendations from the 15th ICABR conference". AgBioForum. 14 (3): 180–186.
  2. Wesseler; Spielman, D. S.; Demont, M. (2011). "The Future of Governance in the Global Bioeconomy: Policy, Regulation, and Investment Challenges for the Biotechnology and Bioenergy Sectors". AgBioForum. 13 (4): 288–290.
  3. Staffas, Louise; Gustavsson, Mathias; McCormick, Kes (2013-06-20). "Strategies and Policies for the Bioeconomy and Bio-Based Economy: An Analysis of Official National Approaches". Sustainability (in انګليسي). 5 (6): 2751–2769. doi:10.3390/su5062751. ISSN 2071-1050.
  4. "Document card | Food and Agriculture Organization of the United Nations". www.fao.org. بياځلي په 2022-09-16.
  5. J. Albrecht; D. Carrez; P. Cunningham; L.Daroda; R. Mancia; L. Máthé; A. Raschka; M. Carus; S.Piotrowski (2010). "The Knowledge Based Bio-Economy (KBBE) in Europe: Achievements and Challenges". doi:10.13140/RG.2.2.36049.94560. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  6. Innovating for sustainable growth: a bioeconomy for Europe. Luxembourg: European Union. European Commission. Directorate-General for Research and Innovation. 2012. ISBN 978-92-79-25376-8. OCLC 839878465.
  7. Roos, Annie; Blomquist, Mimmi; Bhatia, Riina; Ekegren, Katarina; Rönnberg, Jonas; Torfgård, Lovisa; Tunberg, Maria (2021-11-17). "The digitalisation of the Nordic bioeconomy and its effect on gender equality". Scandinavian Journal of Forest Research. 36 (7–8): 639–654. Bibcode:2021SJFR...36..639R. doi:10.1080/02827581.2021.1996629. ISSN 0282-7581. S2CID 240328487.
  8. Growth by integrating bioeconomy and low-carbon economy : scenarios for Finland until 2050. Arasto, Antti, Koljonen, Tiina, Similä, Lassi. [Espoo]. 2018. ISBN 978-951-38-8699-8. OCLC 1035157127.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link) CS1 maint: others (link)
  9. Enríquez-Cabot, Juan. "Genomics and the World's Economy." Science 281 (14 August 1998): 925-926.
  10. J. Albrecht; D. Carrez; P. Cunningham; L.Daroda; R. Mancia; L. Máthé; A. Raschka; M. Carus; S.Piotrowski (2010). "The Knowledge Based Bio-Economy (KBBE) in Europe: Achievements and Challenges". doi:10.13140/RG.2.2.36049.94560. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  11. McCormick, Kes; Kautto, Niina (2013). "The Bioeconomy in Europe: An Overview". Sustainability. 5 (6): 2589–2608. doi:10.3390/su5062589.
  12. "An Overview on How Sustainability is Addressed in Official Bioeconomy Strategies at International, National and Regional Levels" (PDF). fao.org.
  13. Rodrigo Martinez, Juan Enríquez, Jonathan West. "DNA Space. The Geography of the Genome", Wired, June 2003. p. 160.
  14. Juan Enríquez, Rodrigo Martinez. "Biotechonomy 1.0: A Rough Map of Biodata Flow", Harvard Business School working paper # 03-028, August 2002.
  15. McCormick, Kes; Kautto, Niina (2013). "The Bioeconomy in Europe: An Overview". Sustainability. 5 (6): 2589–2608. doi:10.3390/su5062589.
  16. "TransIP - Reserved domain". www.duurzameenergiethuis.nl. خوندي شوی له the original on Apr 26, 2012. بياځلي په Jan 6, 2021.
  17. Birch, Kean (2019). Neoliberal Bio-economies? The Co-construction of Markets and Natures. London: Palgrave Macmillan. pp. 64–67. ISBN 978-3-319-91424-4.
  18. "BioBased Economy – De Nederlandse BioBased Economy community". بياځلي په Jan 6, 2021.
  19. "Schematic showing the biomass and processes used in Zeafuels". biooekonomierat.de. بياځلي په Jan 6, 2021.[مړه لينکونه]
  20. White House Promotes a Bioeconomy April 26, 2012
  21. Review of the 2012 European Bioeconomy Strategy. European Commission. Directorate-General for Research and Innovation. Luxembourg. 2017. ISBN 978-92-79-74382-5. OCLC 1060956843.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link) CS1 maint: others (link)
  22. "Building a circular bioeconomy with synthetic biology". phys.org. بياځلي په Jan 6, 2021.
  23. "The Greenest Diet: Bacteria Switch to Eating Carbon Dioxide". 27 November 2019. بياځلي په Jan 6, 2021.
  24. Diet for the planet
  25. Smith, Rebecca A.; Cass, Cynthia L.; Mazaheri, Mona; Sekhon, Rajandeep S.; Heckwolf, Marlies; Kaeppler, Heidi; de Leon, Natalia; Mansfield, Shawn D.; Kaeppler, Shawn M.; Sedbrook, John C.; Karlen, Steven D.; Ralph, John (2 May 2017). "Suppression of CINNAMOYL-CoA REDUCTASE increases the level of monolignol ferulates incorporated into maize lignins". Biotechnology for Biofuels. 10 (1): 109. doi:10.1186/s13068-017-0793-1. PMC 5414125. PMID 28469705.
  26. Hodson, Hal. "Redesigned crops could produce far more fuel". New Scientist. بياځلي په Jan 6, 2021.
  27. "Plant genetic engineering for biofuel production: towards affordable cellulosic ethanol. | Learn Science at Scitable". www.nature.com. بياځلي په Jan 6, 2021.
  28. Chapotin, SM; Wolt, JD (2007). "Genetically modified crops for the bioeconomy: meeting public and regulatory expectations". Transgenic Res. 16 (6): 675–88. doi:10.1007/s11248-007-9122-y. PMID 17701080. S2CID 37104746.