باير نومونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بایر نومونه یا بایر تسميه (په انګلیسي Bayer designation)ː د ستورو د نومولو هغه سيسټم چې الماني ستورپوه يوهان باير Johann Bayer په 1603 کې د خپل اسماني اتلس يورانوميټريا Uranometria لپاره جوړ کړی و. باير په دې سیسټم کې د ستورو نومونه داسې ايښي چې د اسماني صورت د نامه له اضافي حالت [= genitive case] سره یې يوناني کوچني توري [= لکه الفا α، بېټا β، ګاما γ] یا لاتيني توري [= لکه A، b، c] يوځای کړي دي. د بېلګې په ډول، د غويي اسماني صورت پر يوه ستوري دبران Aldebaran یې د α Tauri یا Alpha Tauri نوم ايښی چې "د غويي الفا" معنا لري. په دې سیسټم کې د يوناني الفبا ټول څلرويشت توري او د لاتيني الفبا (له j او v پرته) څلرويشت توري کارېږي – په داسې حال کې چې د لاتيني الفبا لومړی توری "A" لوی او نور ټول واړه ليکل کېږي. باير يوناني او لاتيني توري زياتره د ستورو ډلو ته د هغوی د روښانتيا له مخې او کله نا کله د هغوی د موقعيت له مخې کارولي دي. د بېلګې په ډول، "الفا α" په دېرشو اسمانی صورتونو کې د روښانه ستوري نوم نه دی او څلور صورتونه [= لکه بادبان Vela یا بېړۍشا Puppis] خو داسې هم شته چې الفا والا ستوري بېخي نه لري.