بانو راډیو (سرپل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بانو د سرپل ولايت يوه له فعالو راډيوګانو څخه ده او خپرونې يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې پيل کړې دي. ياده راډيو د شفېع الله عزيزي له خوا تاسيس شوې، د سهار له شپږو بيا د شپې تر ١١ بجو خپرونې کوي او د پوښښ ساحه يې ٣٠ کيلومتره ده. ياده راډيو ١٢ کارکوونکي چې اته په کې ښځينه دي، لري او مسوول مدير يې شفيق الله حيدرى دى.