بالستیکي توغندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بالاستیک ضد توغندی Anti-ballistic missile په انګرېزۍ کې یې لنډیز (ABM) ده، له ځمکې هوا ته توغول کېدونکی توغندی ده، د بالاستیک توغندي وېشتلو لپاره طرحه شوی. بالاستیک توغندي د اټومي، کیمیاوي، بیولوجیکي او یا دودیزو سروکو د انتقال لپاره جوړ شوي وي. د بالاستیک ضد اصطلاح یوه عامه اصطلاح ده کوم چې د توغندیو ضد سیستم لپاره کاریږي او هر ډول بالاستیک توغندي ویشتلی شي. خو په عامه توګه دا نوم د هغه سیستم لپاره کاریږي کوم چې د لویې وچې په داخل کې بالاستیک توغندي په نښه کولای شي. په نړۍ کې یوازې درې داسې سیستمونه موجود دي کوم چې د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي په نښه کولای شي خو د دې سیستمونو تر څنګ واړه سیستمونه هم شته دي، واړه سیستمونه د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي که چېرې په حدودو کې هم وي نشې ویشتلای ځکه چې د وړو سیستمونو لپاره د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندی ډېر چټک سرعت لري. د توغندیو ضد سیستمونه دوه ډوله دي کوم چې په اتموسفیر کې د بل توغندي مخه نیسي د (endo-atmospheric) په نامه یادیږي او کوم چې له اتموسفیر څخه بهر د توغندي مخه نیسي د (exo-atmospheric) په نامه یادیږي. د روسې اې-۱۳۵ د بالاستیک توغندیو ضد سیستم (A-135 anti-ballistic missile system) د مسکو د دفاع لپاره کاریږي. په ۱۹۹۵ کال کې یې کارونه پیل شوه او یاد توغندی د شوروي د وخت (A-35 anti-ballistic missile system) سیستم ځای نیونکی شو. په دې سیستم کې ګورګون او ګزېل توغندي (Gorgon and Gazelle missiles) کاریږي کوم چې د راتلونکي توغندي په هوا کې مخه نیسي.

د د امریکې متحده ایالتونو بالاستیک ضد سیستم (Ground-Based Midcourse Defense System) پخوانی نوم یې (National Missile Defense) ده په لمړي ځل په کال ۱۹۹۷ کې وازمویل شو او په ۱۹۹۹ کې یې په بریالۍ توګه د راتلونکي توغندي مخه د دوېمې ازموینې پر مهال ونیوله. یاد توغندي یوازې د محدودې کچې دفاع کولای شي لکه د شمالي کوریا په څېر له هېواده مګر له روسې د دفاع لپاره کافي سیستم نده.

اسرایلو ارو ۳ د بالاستیک ضد سیتم (Arrow 3 system)، په ۲۰۱۷ کال کې یې کارونه پیل شوه، له اتموسفیر څخه بهر توغندی ویشتلای شي او د سپوږمکیو ضد هم کارېدلای شي.