بازار موندنې خبرتيا او معلوماتو راټولول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


دمارکیتي اطلاعاتو او معلوماتو را ټولونه


دمارکیتي معلوماتو اهمیت:

دمارکیتي معلوماتو عمده هدف دتصمیم دحاصلولو لپاره په نظر راځي. اخیستل، خرڅول او دنرخونو ټاکل دمارکیتنګ د فعالیتونو اساس جوړوي. د دی کار ترسره کول دمارکیتي اطلاعاتو د نه موجودیت په صورت کی اسانه کار ندی. لکه څرنګه چی نرخونه دتولید او بازار موندنی دفعالیتونو رهنمایی کولو اساسی برخه جوړوي نو پدی اساس دتولید موثریت او بازار موندنه په مکمل ډول دنرخونو د موثریت پوری تړلی دی. دهقان له مارکیتي معلوماتو څخه دتصدی دانتخاب، دتولیدي پلان دتغیر، دخرڅلاو پلان، دتولیدي عواملو تهیه کول او پانګونه کی استفاده کوي. دمارګیتنګ عمده فعالیتونه عبارت دي له داجناسو او  خدماتو رسول په مناسب وخت کی، مناسب ځای، مناسب شکل او په کمترینو مصارفو او حد اقل یا کم ضایعاتو سره مشتري ته رسول دي. د دی کار ترسره کول د عرضی او تقاضا په باره کی درستو او کافی معلوماتو ته ضرورت دی. د زراعتي محصولاتو د مارکیتنګ او تولید لپاره په اینده کی د یو درست پلان د جوړولو لپاره باید دمارکیت اینده ظرفیت او دنرخونو دجریان معلومات باید په لاس کی ولرو.

دمارکیتي معلوماتو حدود

په یوه ټولنه کی چی په سل ګونه ډوله کرنیز او عرضی محصولات او همدارنګه غیر زراعتی محصولات تولیدیږي دیو تعداد ډیرو اشخاصو پواسطه انتقالیږي او په یو لوی ساحه کی توزیع کیږی. دموجوده نرخونو په اړه معلومات، اینده نرخونه، دنرخونو جریان، دنرخونو نوساسنات، دعرضی مقدار په مارکیت کی، دمحصولاتو مقدار په ذخیره خانه کی او په کانالونو کی ضروري دی.

دتقاضا باره کی او دهغی دتغیر عوامل معلومات باید جمع اوری شی او همدارنګه په ټول مارکیت کی داجناسو او خدماتو دانتقال وخت کی له مسول څخه ترمستهلک پوری دمعلوماتو جمع اوري ضروري دی. همدارنګه دهیواد په داخل او خارج کی دبازار موندنی دفرصتونو په اړه او محدودیتونه چی دخرڅلاو په لاره کی واقع دي پیژندل یی مهم دي. د دی لپاره چی دهیواد تجارتي محصولات مثلا دافغانستان وچې او تازه  میوې دمنطقی په بازارونو کی په خرڅلاو ورسیږي نو دمنطقوي مارکیټونو دظرفیت په اړه، دهمسایه هیوادونو دمشابه تولید دفروش اندازه او د داخلي تقاضا د مقدار په اړه معلوماتو ضروري دي.

دمشکلاتو جمع اواري او دنرخونو په باره کی داطلاعاتو نشرول

دنرخونو ‎په باره کی دمعلوماتو جمع اوري اسان کار نه دی بلکی څرنګه چی داجناسو کیفیت یو ساحه فرق کوی دصحیح معلوماتو ترلاسه کول دنرخونو دکیفیت پوری ارتباط لري نرخ هغه وخت پیژندل کیږي چی یو معلوم تعداد  جنس دیو مشحص کیفیت او معلوم مارکیت درلودونکی وی دنرخونو راپور کی باید واضع شي چی نرخ له کوم وزن څخه له کوم بستی له کوم کیفیت او له کوم مارکیت او له کوم وخت څخه نماینده ګی کوي مثلا کرنیز نرخ چی دهغه پرجون او عمده فروشي سره فرق کوي مشابه اقتصادی توکی دپرجون  فروشی نرخونه هم فرق کوی. بعضې حالاتو کی نرخونه یوازی دمحصول دتولید دقیمت څخه نماینده ګی کوی بعضی حالتو کی نرخونه دجنس تمام شد قیمت او همدارنګه  له ټولو هغه خدماتو څخه کوم چی له خرڅلاو  وړاندی په جنس باندی ترسره شوی نماینده ګی کوی نو پدی اساس د راپور د برابولو په وخت کی باید دنرخونو او د وخت څخه استفاده شی په راپور کی باید مشکلات په نظر کی ونیول شي.

دمارکیتي معلوماتو وړاندی کول

دمارکیتی معلوماتو موثریت او کټورتوب تر زیات اندازی پوری دهغی د وخت نشرولو پوری ارتباط لري مثلا کله چی مارکیت معلومات دعرضی دشرایطو تقاضا او نرخونه په مرکزی مارکیت  په یو هفته کی راټولیږي او په اینده هفته کی اړوند اشخاصو ته ورکول  کیږي دمفیدیت څخه استفاده کیږي پدی اساس به در اتلوونکی هفته په مرکزی مارکیت کی هغه شرایطونه وی لکه مخکی هفته کی چی ول داثار د تبادلی دمارکیت نماینده ګان په هره دقیقه کی تازه معلوماتو ته ضرورت لري دحیواناتو مارکیتونه دخپلو فعالیتونو ترسره کولو لپاره نوی معلوماتو ته ضرورت لری دپرچون فروشی په مارکیتونو کی باید دنرخونو باره کی دمارکیتنګ اړوند معلومات باید هفته وار تازه شی ځکه پرچون فروشی روزانه تغیر کوي بعضی مملکتونو کی په مرکزی مارکیتونو کی دحیواناتو غوښه پوستکی په باره کی روزانه دوه راپوره او دهغوي د عرضی دری راپوره دهغوي دنرخونو په باره کی نشریږي په هغه اندازه چی دمارکیتي معلوماتو ګټورتوب مربوط په پوره والی او په درستوالی او درست تحلیل دهغوي ده نو په همغه اندازه مربوط د دی معلوماتو په مناسب وخت هم ده.

دمارکیتي معلوماتو د راټولونکو او نشروونکو نماینده ګي

شخصی نماینده ګي: زیات معلومات په رسمی او غیر رسمي شکل دتصدیو په واسطه دهغوي دخپلی استفادی لپاره جمع کیږي د غذا پروسس کوونکی او پرجون فروش اشخاص اکثره دجمع اوري او دمعلوماتو دتحلیل لپاره خلک ګماري. مختلفی نماینده ګی او موسسی مختلف ضروري معلومات راټولوي او اړونده غړو ته یی سپاري بعضی اخبار مجلی او ځینی شخصی راډیوګانی او تلویزیونونه بعضی ملکونو کی معلومات او مارکیتي احصایه ترسره کوي او دعلاقمندانو اختیار کی ورکوي همدارنګه یو تعداد څیړونکي موسسی نن ورځ دتحقیق وظیفه جمع اوري تحلیل او دمارکیتي معلوماتو نشرول داجوری او په مقابل کی ترسره کوي. دمثال په ډول امریکا کی ۵۰ لوی کمپني تحقیقاتي وظیفه په غاړه لري چی هر کال ته ۱۱،۵ بیلیون دالر له مشتریانو څخه دتحقیقات فعالیتونو د ترسره کول له وجی دسرتاسره جهان څخه لاسته راوړي د دی معلوماتو دترلاسه کولو څخه هدف دتصمیم نیول دکیفیت ښه والی د تجارتي توکو لپاره وي.

رسمي یا عامه نماینده ګی ګانی: عامه نقش لري او دمارکیتي معلوماتو د راټولو او نشرولو لپاره دوی زیات معلومات دمارکیت دمختلفو مسایلو لپاره جمع اوري کوي او چی اړوندو اشخاصو ورته ضرورت لري په لاس کی ورکوي. او دخریدارانو رقابتي موقییف او خرڅونکی کی تربیه کوي او همدارنګه نور موسسات د تصمیم نیونی عملیه کمک کوي دپلان وزارت، دتجارت وزارت، دزراعت وزارت، داوبو او مالداري تجارتي اطاقونه دافغانستان بانګ مالیه وزارت، دمرکزی احصایی ریاست کپراتیفونه او نور موسسات دزیاتو معلوماتو ته مربوط دتولید او مارکیتنګ او داقتصادي توکو جمع اوري کول او دعلاقمندانو اختیار کی ورکول اوس هم دمعلوماتو څخه ساحه لویه نده بلکی کوچیني ده دجمع اوری او دمعلوماتو دنشرولو دزراعتی محصولاتو دمارکیتنګ لپاره چی احصایه او معلومات چی د مربوطه مسایلو په باره کی جمع اوري کیږي او به مناسب وخت دعلاقمندان په اختیار کی ورکول کیږی دا معلوماتو دمملکت دانکشافی پروګرامونو لپاره مهمي دي او داستفاده وړ ګرځي.

دزراعت په برخه کی دمارکیتي اطلاعاتو دجمع کولو مهمی ساحی

غله جات: داخلي ضرورت، دکشت لاندی ساحی، دحاصل د ټولولو څخه مخکی دحاصلاتو سنجنش، دحاصل د ټولولو څخه وروسته دمجموعي تولید، دمارکیتنګ په کانالونو کی دتولید مقدار دعرضه کیدونکي محصول مقدار روزمره نرخ، په ساتنځای کی، دتولید مقدار دنرخ او تولید نوسانات، دصادراتو او وارداتو مقدار.

سبزيجات او میوه جات: په باغونو او ځمکو کی دکرل شوي توکو دحاصلاتو تخمین، مجموعي حاصل، دمارکیتنګ په کانالونو کی د محصولاتو جریان، په ذخیرو او سړو خونو او مارکیت د محصولاتو مقدار په مختلفو مارکیتونو کی نرخونه او دهغوي د کیفیت په اړه معلومات، دسیمی او نړي دمارکیت د ظرفیت په اړه معلومات، تجارتي فرصتونه او خنډونه، دکلني صادراتو او وارداتو اندازه.

حیوانات: تعداد دهر یو دارزښت تخمین، دغوښی دمجموعی بستی تخمین، پوستکی، وړي او نور، دحیواني محصولاتو عرضه او تقاضا او په مارکیت کی دهغوي نرخ، دغوښی دکلنی صادراتو او وارداتو اندازه.

دشیدو حیوانات: دشیدو حیواناتو تعداد، دشیدو کلنی تولید، دشیدو روزانه نرخ، شیدو لپاره تقاضا او د هغي تغیرات او دلبنیاتو د وارداتو او صادراتو کلنی اندازه.

چرګان: دهګۍ ورکوونکو او غوښی تولیدونکو چرګانو تعداد، دخلکو دضرورت په اساس دغوښی او هګۍ د تولید مجموعی کلنی تخمین، دنیوو تولید شویو بچيو تخمیني تعداد، دغوښی او هګۍ نرخ، دهګۍ او غوښی کلني صادرات او واردات همدارنګه دزراعت د وضعی په اړه مکمل راپور دتولید کمبود او زیاتوالی، دعرضی وضع،  تقاض او نرخونه، دمارکیتنګ وضیعت، دحمل او نقل وضعه او په عمومي ډول د تجارت او زراعت وضع باید جمع اوري شي، تحلیل او تفسیر شي او بیا دعلاقمندانو په لاس کی ورکړل شي. د دی لپاره چی نوی پیشنهاد د تطبیق په ساحه کی وجود ولري دطبعی منابع مکمل سروی د زراعت په سکتور کی ضروري دی او ددی په تعقیب سره باید مسلکي نماینده ګی ګانی جوړی شي ترڅو دجمع اوري تحلیل، تفسیر او انتشار دمارکیتي اطلاعاتو دممکلت په ټول کنج او کنار کی جوړ شي ترڅو چی کافي او ضروري او په وخت معلومات داقتصادي مسایلو علاقمندانو ته په لاس ورکړل شي.

دمارکیټي اطلاعاتو دارزیابۍ معیارونه: د دی لپاره چی دمارکیتنګ مولدین او موسسات چی کوم معلومات په لاس کی لري پری څنګه اعتبار وکړي نو د دی لپاره لاندی معیارونه وجود لري.

دمعلوماتو منبع

دمعلوماتو د جمع اوري روش او طریقه

دمعلوماتو جامع والی او پوره والی

موثق معلومات

اطلاعاتو اړیکه داستفاده کوونکي سره

دمعلوماتو تازه والی

داطلاعاتو درست شکل

دلاسرسي وړ معلومات