باروت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باروت چې له لوګي پرته معاصر پوډرو څخه د بېلولو په موخه په عمومي ډول د تور پوډر په نوم هم پېژندل کېږي، لرغوني پېژندل شوي کيمياوي چاودېدونکي توکي دي. دا په خپل جوړښت کې د سلفر، د لرګو سکارو په بڼه کاربن او پوتاشيم نايتريت (ښوره) ګډوله يا مخلوط لري. سلفر او کاربن په کې د سون توکو په توګه ونډه لوبوي، په داسې حال کې چې ښوره په کې اکسېدايز کونکی عامل دی. باروت په پراخه کچه کان کيندنه او سړک جوړولو برخو کې د چاودنو لپاره د چاودېدونکي عامل په توګه د کارنې په ګډون، اورينو وسلو، توپ، توغندي او اور لوبو کې د عامل يا محرک مادې په توګه کارول کېږي. [۱][۲]

باروت د ويجاړونې د يو څه بطي کچې او په پايله کې د لوړو چاودېدونکو توکو د له منځه تللو د ټيټې وړتيا له امله د ټيټو چاودېدونکو توکو په توګه ډلبندي شوي دي. ټيټ چاودېدونکي توکي اور اخلي دي (لکه: د غږ له سرعت څخه په ښکته سرعت سوځي)، په داسې حال کې چې لوړ چاودېدونکي توکي چاودنه کوي، او د غږ له چټکتيا څخه لوړه د ټکان څپه توليدوي. د زور يا محرکې پياوړتيا په واسطه د يو غورځول کېدونکي جسم (لکه د ټوپک ګولۍ) تر شا د بسته شويو باروتو سوځېدنه پوره فشار توليدوي، چې په لوړې چټکتيا سره له وربوز يا د ټوپک له خولې څخه ډز ته ځواک ورکړي، مګر په عمومي ډول دومره فشار نه توليدوي، چې د ټوپک ميل ورسره څيرې شي. دا په همدې ډول يو غوره محرک يا انګېزه رامنځته کوي، مګر د ډبرې د ټوک ټوک کولو يا له خپل لږ ګټور چاودېدونکي ځواک په درلودلو سره د ټياوړتيا يا سنګرونو برخو کې لږ مناسب دي. په هر حال، باروت په پراخه کچه د ۱۹ پېړۍ تر دويمې نيمايي تر هغې مودې پورې د فيوز لرونکي توپخانې ګوليو د ډکولو په موخه کارول کېدل (او په کان کيندنې او د انجنيري پروژو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېدله)، چې لومړني لوړ چاودېدونکي توکي ګټي اخېستنې ته چمتو شول.

په ټوپکونو کې د باروتو کارونه د دې له امله کمه شوې ده، چې ځای يې بې لوګي پوډرو نيولی دی او صنعتي موخو لپاره هم نور ځکه نه کارول کېږي، چې د نويو ونجونو (لکه له تېزابو او ګليسرين څخه جوړه شوې ډيناميټ نومي مادې او امونيم نايتريت/د سون تېلو) سره د پرتلنې له مخې يو څه بې ګټې دي. [۳]

اغېزه[سمول]

باروت ټيټ چاودېدونکي توکي دي، چې چاودنه نه کوي، مګر په چټکۍ د سوځېدلو له امله ويجاړي رامنځته کوي. په محرک يا عامل وسيله کې دا يوه ښه ځانګړنه يا ګټه ده، چې داسې ټکان نه رامنځته کوي، چې ټوپک څيرې کړي او په اټکليز ډول يې چلونکی زيانمن کړي؛ که څه هم د چاودنې غوښتلو په وخت کې دا يوه نېمګړتيا ده. په دې حالت کې بايد محرک يا عامل او په خورا مهم ډول د باروتو له سوځېدلو څخه توليد شوي ګازونه ځای په ځای وساتل يا محدود شي. دا چې دا خپل اکسيدايز کونکی لري او تر څنګ يې تر فشار لاندې يو څه په تېزۍ سره سوځي، نو سوځېدنه يې د دې وړتيا لري، چې د ګولۍ، لاسي بم يا ناڅاپي جوړ شوی «د نل ليکې بم» يا «د فشار پخونکي» په څېر د لوښي يا ظرف د سوځولو وړتيا لري، چې د بمي ګولۍ جوړولو حالتونه دي.

د کيندنې په برخه کې لوړو چاودېدنکو توکو ته د ډبرو د ټوک ټوک کولو له امله په عمومي ډول لومړيتوب ورکول کېږي. که څه هم باروت د لوړو چاودېدونکو توکو د له منځه تللو د ټيټې وړتيا له مله يوازې د يو څو ماتېدنو يا کسر لامل کېږي او د نورو چاودېدونکو توکو په پرتله د يو څه زياتې ګټورې ډبرې د ماتولو برخه کې مثبته پايله لري، چې له امله يې د سلېټ ډبرې (چې ژر ماتېدونکې ده) يا تاريخي او مهمو ډبرو لکه ګرانيټ او مرمرو د چاودلو لپاره ګټور ګرځي. باروت د تشو شاجورونو “blank rounds” د شعاع لمبو، چاودېدونکو چارجونو او د ژغورنې برخه کې د توغولو لپاره خورا مناسب دي. دا د ګوليو د پورته کولو لپاره په اوريزو چوکاټونو، د سون توکو په توګو توغنديو کې او په ځينو ځانګړو اغېزو کې هم کارول کېږي. [۴]

سوځېدنه د باروتو له نيمايي څخه لږه کتله په ګاز بدلوي، چې ډېری برخه يې په ځانګړې ماده کې سوځي. يو څه برخه يې په شا تمبول کېږي، پورې وهونکی ځواک له منځه وړي، هوا ککړوي او په عمومي ډول يوه خوابدونکې ماده وي (چې د سرتېري له ځای څخه لرې والی منځته راوړي، داسې لوګی توليدوي چې د ليد مخه نيسي ...). ځينې يې د ټوپک د ميل دننه د بخار د يو ډبل پوړ په توګه پای ته رسېږي، چې په دې ځای کې هم د وروستيو ډزو لپاره خوابدونکي او د يو خپل کاري يا اتومات ټوپک د بندېدلو لامل کېږي. د دې سربېره دا پاتې شوني له چاپيريال څخه د اوبو ماليکولونو جذبونکې )هايګروسکوپيک( دي او ورسره له هوا څخه د جذب شوي لنده بل په يو ځاي کېدنې سره، يوه وېجاړونکې ماده جوړوي. ياد بخار پوتاشيم اکسايد يا سوديم اکسايد لري، چې په پوتاشيم هايدرو اکسايد يا سوديم هايدرو اکسايد بدلېږي او جوړه اوسپنه يا د ټوپک فولادي ميل په پرله پسې ډول لږ لږ له منځه وړي. د باروتو وسلې د همدې له امله د پاتې شونو د لرې کولو په موخه، بشپړ او منظم پاکولو ته اړتيا لري.

تاريخچه[سمول]

ځيني خلک استدلال کوي، چې د باروتو په نوي را ايستلو (اختراع کولو) کې هند له چين څخه مخکې دی. سوکرانيټي “Sukraniti” د باروتو د چمتو کولو په اړه يو څو پراخه بيانونه وړاندې کوي او چينايانو باروت جوړونه له هنديانو څخه کسب کړه، که څه هم ډيری خلک دا ادعا چې د سوکرانيټي د تاريخي يادښتونو پر بنسټ شوې ده، نه مني. ښايي شوني وي چې چين له هند څخه په خپلواک ډول باروت نوې راوېستلي وي.

چين[سمول]

په چين کې د باروتو په اړه لومړنۍ منل شوې سرچينه د ټانګ کورنۍ د واکمنۍ پر مهال ۹ زېږديز پېړۍ کې ثبت شوې ده، چې په لومړيو (۸۰۸ز کال) کې په “Taishang Shengzu Jindan Mijue” کې د شاملې فرمولې په بڼه او نږدې ۵۰ کالونه وروسته د “Zhenyuan miaodao yaolue” نومي تايو متن کې وه. “Taishang Shengzu Jindan Mijue” اثر يو جوړښت يا فرمول په ګوته کوي، چې له له شپږ برخې سلفر څخه شپږ برخې ښورې او يوې برخې د زېږېدلو وړ کوچني بوټي څخه جوړ شوی دی. د Zhenyuan miaodao yaolue” متن له مخې «ځينو خلکو سلفر، ريلګار او ښورې ته له شاتو سره يو ځای تودوخه ورکړه، چې په پايله کې يې لوګی او د اور لمبې تولېد شوې او له امله يې د هغوی لاسونه او مخونه او ان هغه ټول کور وسوځېد، چې دوی په کې کار کاوه». د دې تايو متنونو پر بنسټ د چينايي کيمياپوهانو له لورې د باروتو اختراع د اټکل له مخې د هغو ازمايښتونو يو ناڅاپي اضافي توليد و، چې د ژوند د ترکيبي درملو يا اکسير جوړولو په موخه تر سره کېدل. د ازمايښتي طبابت دا اصل په “huoyao” چينايي متن کې ذکر شوی دی، چې «د اورين طبابت» معنا لري. ښوره د لومړۍ زېږديز پېړۍ په نيمايي کې د چينايانو له لورې پېژندل شوې وه او په لومړيو کې د سيچوان، شانکسي او شانډونګ ولايتونو کې توليد شوه. په ګنو طبي جوړښتونو کې د ښورې او سلفر د کاروې پياوړې شواهد شته. د ۴۹۲ز کال يو چينايي کيمياوي متن په ارغواني لمبې سره د ښورې سوځېدنې ته اشاره وکړه، چې له نورو غيرعضوي مالګو څخه د بېلولو يوه عملي او باوري وسيله [نښه] جوړوي او په همدې ډول کيمياپوهانو ته د دې وړتيا ورکوي، چې د چاڼ يا مينځلو لارې چارې سره پرتله او واروزي. د ښورې د منځنې يا چاڼ د لاتيني شواهدو نېټه له ۱۲۰۰ کال څخه وروسته پيل کېږي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د باروتو تر ټولو لرغونی کيمياوي جوړښت يا فرمول د ۱۱ ز پېړۍ د سونګ کورنۍ په “Wujing Zongyao” (د پوځي لرغونو ادبياتو بشپړې اړتياوې) نومي متن کې څرګند شو، چې د ۱۰۴۰ او ۱۰۴۴ زکالونو تر منځ د زينګ ګونګلينګ له لورې ليکل شوی و. ياد متن د يو لړ ګډولو يا مخلوطونو د قاموس سرچينې برابروي، چې پترولي کيمياوي مواد او همدا راز هوږه او شات يې راونغاړل. د سيفون [نعل شکله نل چې په واسطه يې مايعات له يو لوښي څخه بل ته توييږي) اصل په کارولو سره د اور غورځونې لارو چارو او اورين کارونو او توغنديو لپاره د يو کمزوري تيلي يا اورلګيت يادونه شوې ده. په دې کتاب کې د ګډولې جوړښتونه که څه هم د چاودېدونکو توکو د جوړولو په موخه پوه ښوره نه لري او تر نږدې ۵۰ سلنه ښوره لري، مګر بيا هم يو اورين توکی توليدوي. اړتياوې “Essentials” د سونګ کورنۍ د محکمې د يو بيوروکرات له لورې ليکل شوی و او په وسله جګړه د کتاب د سمدستي اغېز په اړه لږ شواهد دي؛ په ۱۱ پېړۍ کې د ټانګټسيانو “Tanguts” پر وړاندې د جګړو تاريخونو کې يې د کارونې په اړه هيڅ يادونه نه ده شوې او چين د دې پېړۍ پر مهال په لا زياته سوله کې و. که څه هم ياد توکي لږ تر لږه له لسمې پېړۍ راهيسې د اورينو غښو برخه کې کارول شوي وو. په فوځي برخه کې د کارونې لومړني ثبوتونه يې د اورين توغنديو په بڼه ۹۰۴ ز کال ته ورګرځي. په ورستيو پېړيو کې چين کې د باروتو راز راز وسلې لکه بمونه، اورينې نېزې او ټوپکونه راڅرګند شول. د بمونو په څېر چاودېدونکې وسلې په ۱۲۸۱ز کال پر جاپان د مغولو د بريدونو پر مهال د هېواد د ساحل په ډوبه شوې بېړۍ کې موندل شوي دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Cressy 2013.
  2. Agrawal 2010، ص. 69.
  3. Rossotti, Hazel (2002). Fire: Servant, Scourge, and Enigma. Courier Dover Publications. د کتاب پاڼي 132–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-42261-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Piddock, Susan (2007). "Slate, slate, everywhere slate: The cultural landscapes of the Willunga slate quarries, South Australia". Australasian Historical Archaeology 25: 5–18. http://www.jstor.org/stable/29544573. 
  5. Chase 2003، صص. 31–32.
  6. Buchanan 2006.
  7. Needham 1986، ص. 103.
  8. Andrade 2016، ص. 30.
  9. Kelly 2004، ص. 4.
  10. Lorge 2008، ص. 32.
  11. Delgado, James (February 2003). "Relics of the Kamikaze". Archaeology 56 (1). http://archive.archaeology.org/0301/etc/kamikaze.html. 
  12. Chase 2003، ص. 1.
  13. Buchanan 2006، ص. 2.
  14. Andrade 2016، ص. 31.
  15. Chase 2003، ص. 31.