بارتولومي ډي لس کاساس
بارتولومي ډي لس کاساس (زوکړه د ۱۹۸۴ کال د نومبر ۱۱ – مړینه د ۱۵۶۶ کال د جولای ۱۸) یو هسپانوی روحاني، لیکوال او فعال و چې زیاتره د مورخ او یو ټولنیز مصلح په توګه مشهور دی. نوموړی د یوه غیرروحاني کس په توګه هیسپانیولا ته دننه شو او بیا وروسته د ډومینیکن یو راهب شو. هغه په چیاپاس کې د لومړي مقیم اسقف او د لومړني «سره پوستکو د ساتونکي» په توګه منصوب شو. د هغه په پراخو لیکنو کې چې تر ټولو مشهوره یې د هند د ورانۍ لنډه شرحه او د هند تاریخچه ده، هلته د ویسټ انډیز د استعمار لومړنۍ لسیزې بیانوي. نوموړي هلته د استعمارګرانو له خوا پر بومي خلکو د پراخو ظلمونو په اړه شرحې ورکړې دي.[۱][۲]
امریکا ته د لومړني هسپانوي ناقل په توګه رارسېدو سره سم، لاس کاساس په لومړیو کې له نورو اروپايي استعمارګرو سره لاس یو و خو وروسته یې د بومي خلکو پر وړاندې د استعمارګرو د ظلمونو پر وړاندې مخالف وکړ. په پایله کې، په 1515 کال کې هغه خپل اصلي امریکایی غلامان او ملګري ازاد کړل او بیا یې د چارلس V په وړاندې، د بومي خلکو د حقونو په استازیتوب وکالت وکړ. هغه په خپلو لومړنیو لیکنو کې د لویدیځ هند په مستعمرو کې د بومي اوسیدونکو پر ځای د افریقایي غلامانو د کارولو پلوي کوله خو پرته له دې چې پوه شي چې پرتګالیانو د "عقیدې د خپرولو په نوم وحشیانه او ناحقه جنګونه" ترسره کړل. د ژوند په وروستیو کې، هغه له دې موقف څخه لاس واخیست، ځکه چې هغه د غلامۍ دواړه ډولونه یو شان غلط ګڼل. په 1522 کال کې، هغه هڅه وکړه چې د وینزویلا په ساحل کې یو نوی ډول سوله ییز استعمار پیل کړي، مګر دا کار یې هم ناکام شو. لاس کاساس دډومینیکن ته ننوت او یو راهب شو، د یوې لسیزې لپاره یې عامه ژوند پریښود. هغه مرکزي امریکا ته سفر وکړ، د ګواتیمالا د مایا په منځ کې یې د یوه مبلغ په توګه کار وکړ او د استعماري کلیساګانو ترمنځ په بحثونو کې یې برخه اخیسته چې څرنګه اصلي بومي خلک عیسوي عقیدې ته راواړوي.[۳][۴][۵][۶]
د نورو مبلغینو د استخدام لپاره یې بیرته هسپانیا ته سفر وکړ، هغه د Encomienda د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ، په 1542 کال کې د نویو قوانینو په تصویب سره یې یوه مهمه بریا ترلاسه کړه. هغه د چیاپاس اسقف وټاکل شو، مګر یوازې د لنډ وخت لپاره یې خدمت وکړ ځکه چې د نویو قوانینو په وړاندې د اینکومینډرو له خوا له مقاومت او د هسپانوي میشته خلکو سره د هغه د هند پلوه پالیسیو او فعال مذهبي دریځ او د شخړو له امله هسپانیا ته بیرته ستنیدو ته اړ شو. هغه د خپل پاتې ژوند لپاره د هسپانیا په محکمه کې خدمت وکړ؛ هلته يې د ختیځ هند اړوند مسايلو کې ډېر نفوذ درلود. په 1550 کال کې، هغه د ویلادولډ په مناظره کې برخه واخیسته، په کوم کې چې خوان ګینس دی سیپولویدا استدلال وکړ چې هندیان (سره پوستکي) تر انسانانو کم دي او هسپانوي ښوونکو ته اړتیا لري تر څو متمدن شي. لاس کاساس وویل چې دوی په بشپړ ډول انسانان وو، او په زور سره د دوی تابع کول غیر عادلانه کار و.
بارتولوم ډي لاس کاساس د خپل ژوند 50 کاله په فعاله توګه د غلامۍ او د ځایی خلکو استعماري ناوړه ګټه اخیستنې سره په مبارزه کې تیر کړل، په ځانګړي توګه په دې هڅه کې چې هسپانوي محکمه قانع کړي چې استعمار ډیره انساني پالیسي غوره کړي. د ځینو نورو پادریانو په څیر چې د بومي خلکو د اصلي کتابونو او لیکنو د ویجاړولو هڅه یې کوله، هغه د دې عمل سخت مخالفت وکړ. که څه هم هغه د استعمار په اړه د هسپانوي نظرونو په بدلولو کې په بشپړه توګه بریالی نه شو، د هغه هڅې د دې لامل شوې چې د بومي خلکو قانوني وضعیت ښه کړي او د استعمار په اخلاقو باندې د استعمار تمرکز زیات کړي.
ژوند او وخت
[سمول]شالید او نوې نړۍ ته د هغه را رسېدل
[سمول]بارتولوم ډي لاس کاساس په 1484 میلادي کال کې د نومبر په 11 نېټه په سیویل کې زیږیدلی و. د پیړیو لپاره، د لاس کاساس زیږون نیټه 1474 ګڼل کیده؛ په هرصورت، په 1970 لسیزه کې، پوهانو چې په ارشیف کې یې کار کاوه دا یوه تېروتنه یې په ګوته کړه، وروسته له دې چې د انډیاز جنرال ارشیف ریکارډونو کې یې یوه معاصره حقوقي دعوه کشف کړه چې ښودله یې چې هغه یوه لسیزه وروسته له دې چې اټکل شوی و، زېږیدلی و. وروسته ژوند لیکونکو او لیکوالانو په عمومي ډول دا بیاکتنه منلې او منعکس کړې ده. د هغه پلار، پیډرو ډي لاس کاساس، یو سوداګر و او له فرانسې څخه د کریسټین سیویل موندلو لپاره یې مهاجرت کړی و. د هغه کورنۍ هم د کاسوس نوم لیکلی و. د یوه ژوند لیکونکي په وینا، د هغه کورنۍ د متقابل میراث لرونکې وه، که څه هم نور دوی د پخوانیو عیسویانو په توګه یادوي چې له فرانسې څخه مهاجر شوي دي. د لاس کاساس د ژوند لیکونکي انتونیو ډی ریمسال د خبرو په تایید، روایت دا دی چې لاس کاساس په سالمانکا کې د لوړې زده کړې کړې، مګر دا موضوع هیڅکله د لاس کاساس په خپلو لیکنو کې نه ده ذکر شوې.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
له بومي خلکو سره د لاس کاساس لومړۍ لیدنه مخکې له دې چې هغه حتی امریکا ته سفر وکړي، شوې وه. په خپل کتاب، د ختیځ هند عمومي تاریخچه کې، هغه په 1493 کال کې سیویل ته د کریسټوفر کولمبس د بیرته راستنیدو په اړه لیکلي. لاس کاساس د کریسټوفر کولمبس په ډله کې د "اووه هنديانو" لیدلو ریکارډ ثبت کړ، چې د ایګلیسیا دي سان نیکولاس ډي باري په شاوخوا کې نندارې ته وړاندې شوي وو، له "ښایسته شنو طوطیانو سره، چې ښایسته او مرغوب رنګ یې درلود" او له بومي لاسي صنایعو سره یو ځای. پیډرو ډي لاس کاساس، د بارتولوم سوداګر پلار، د کریسټوفر کولمبس په دویم سفر کې پاتې شو. په 1499 کال کې د بیرته راستنیدو سره، پیډرو ډي لاس کاساس خپل زوی ته "یو ځوان امرینیډیان (امریکايي)" راوړو.[۱۳][۱۴][۱۵]
درې کاله وروسته، په 1502 کال کې، لاس کاساس د خپل پلار سره د نیکولاس ډي اوانډو په سفر کې د هسپانیولا ټاپو ته مهاجر شو. لاس کاساس د سیباو په ولایت کې د یوې ټوټې ځمکې په ترلاسه کولو سره د هیکنډډو او غلام مالک شو. هغه د هسپانیولا د اصلي تایینو نفوس په وړاندې د غلامانو په بریدونو او نظامي عملیاتو کې برخه اخیستې وه. په 1506 کال کې، هغه هسپانیا ته راستون شو او په سالمانکا کې یې د شرعي قانون زده کړې بشپړې کړې. په همدغه کال، هغه د ډیکن په توګه وټاکل شو او بیا روم ته لاړ، چیرته چې هغه په 1507 کال کې یو سیکولر پادري وټاکل شو.[۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Zinn, Howard (1997). The Zinn Reader. Seven Stories Press. مخونه 483. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-583229-46-0. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Parish & Weidman (1976)
- ↑ Anthony, Dani (6 July 2015). "July 2015: Bartolomé de las Casas and 500 Years of Racial Injustice | Origins: Current Events in Historical Perspective". origins.osu.edu. لاسرسينېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Gunst, Laurie. "Bartolomé de las Casas and the Question of Negro Slavery in the Early Spanish Indies". Doctoral dissertation, Harvard University 1982.
- ↑ Lantigua, David. "7 – Faith, Liberty, and the Defense of the Poor: Bishop Las Casas in the History of Human Right", Hertzke, Allen D., and Timothy Samuel Shah, eds. Christianity and Freedom: Historical Perspectives. Cambridge University Press, 2016, 190.
- ↑ Clayton, Lawrence (2009). "Bartolomé de las Casas and the African Slave Trade". History Compass (په انګليسي ). 7 (6): 1532. doi:10.1111/j.1478-0542.2009.00639.x. ISSN 1478-0542.
On advocating the importation of a slaves back in 1516, Las Casas wrote 'the cleric [he often wrote in the third person], many years later, regretted the advice he gave the king on this matterکينډۍ:Sndhe judged himself culpable through inadvertenceکينډۍ:Sndwhen he saw proven that the enslavement of blacks was every bit as unjust as that of the Indians...
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Parish & Weidman (1976:385)
- ↑ Parish & Weidman (1976, passim)
- ↑ e.g. Saunders (2005:162)
- ↑ Wagner & Parish (1967:1–3)
- ↑ Giménez Fernández (1971:67)
- ↑ Wagner & Parish (1967:4)
- ↑ Von Vacano, Diego (Autumn 2012). "Las Casas and the Birth of Race". History of Political Thought. 33 (3): 407. JSTOR 26225794. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ de las Casas (2020:34–35)
- ↑ de las Casas, Bartolomé (2020). A. Clayton, Lawrence; M. Lantigua, David (سمونګران). Bartolomé de las Casas and the defense of Amerindian rights : a brief history with documents. Tuscaloosa: The University of Alabama Press. مخونه 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8173-9285-7. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Orique (2017:13)
- ↑ Wagner & Parish (1967:5)
- ↑ Giménez Fernández (1971:72)