باربره کستل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باربره ان کستل د بلاک برن بارونېس ( ۶ اکتوبر ۱۹۱۰- ۳ مې ۲۰۰۲ ) د برتانیا د کارګر ګوند یوه سیاستواله وه چې له کال ۱۹۴۵ تر ۱۹۷۹ پورې د پارلمان غړې وه او ځان یې د برتانیا په تاریخ کې د پارلمان  د اوږد مهال ښځینه غړې جوړ کړ. د کارګر ګوند د مهمې سیاستوالې په توګه د هغې درناوی کېده او له لومړې وزیر هارولد ویلسون سره یې نژدې سیاسی اړیکې پاللي او په کابینه کې یې څوڅوکۍ ترلاسه کړي دي. هغه تر اوسه یواځينۍ ښځه وه چې د دولت د لومړي سکرترېت دفتر د مشرې په توګه پاتې شوې وه.

د اکسفورد د پوهنتون فارغې  کستل مخکې له دې چې له بلکبورن څخه پارلمان ته د کال ۱۹۴۵ په ټاکنو کې وټاکل شي د تریبیون او دایلي میرور لپاره یې د ژورنالستې په توګه کار کاوه. د لومړې وزیر اتلي د حکومت په مها ل هغه د ستافور کریپس ( د کار ګر ګوند یو سیاست وال و) پارلماني خاصه سکرتره وه او وورسته یې په همدغه دنده د لومړي وزیر هارولد ویلسون په وخت کې درلوده چې دا د هغوی ترمنځ دشراکت پیل بلل کېږي. هغه د کار ګر ګوند د مشرۍ ترلاسه کولو لپاره د لومړې وزیر هارولد ویلسون له قوي ملاتړو څخه وه، او د کال ۱۹۶۴ ټاکنو کې د ویلسون له برې وروسته کستل د ویلسون له خوا د بهرنۍ پراختیا وزيرې اووروسته د ترانسبورت د وزېرې په توګه وګمارل شوه. په وروستۍ دنده کې هغه یوه اغیزمنه سمونګره ثابته شوه او د لومړي ځل لپاره یې د برتانیا په سړکونو کې د چټکوالي حدود وټاکل او د بریتا لیزر ( د څښل شوو شرابو د  مقدار معلومولو یوه آله ده چې پولیس یې هغه وخت کاروي چې وغواړې معلوم کړي آیا ډریور له اندازې ډیر شراب خوړلې دی که نه ) ټسټونه او د چوکۍ د ملاتړوني ( کمربند) تړل یې  د قانون جوړولو له لارې جبری کړل.

په کال ۱۹۶۸ کې، لومړي وزیر ویلسون، کستل  ته ارتقا ورکړه او هغه یې د دولت لومړۍ  سکرتره او د ګمارلو په چارو کې د دولت سکرتره  وټاکله، چې په دې سره هغه په کابینه کې دویمه لوړه غړې شوه. په وروستنۍ دنده کې، کستل په شدت سره د ((د منازعې په ځاي)) قانون څخه چې د برتانوي سوداګریزو اتحادیو عملیاتي چوکاټ یې بشپړاوه دفاع کوله. دې واړندیز کابینه سره ووېشله او او په پای کې ونه منل شو. کستل همدارنګه د فورد د ګنډلو ماشیکارانو په اعتصاب له بریالیتوبه ډکه مداخله درلوده دا اعتصاب د جنس په بنسټ د اجورې د ورکړې د تبعیض په مقابل کې و او کستل د اعتصاب کوونکو په ملاړ خبرې کولې او د مساوي اجورې د ورکړې د قانون د منظوریدل یې څارل. وروسته له هغه چې د کار ګر ګوند د کال ۱۹۷۰ ټاکنې وبایللې،  ځینو غړیو د سوداګریزو اتحادیو په اړوند د هغې منازعوي رول پړ وګانه او ماته یې له همدې امله وبلله خو هغې د دې ادعا په وړاندې مقاومت وکړ.  

د کال ۱۹۷۴ له ټاکنو وروسته قدرت د کارګر ګوند تر رسېدو وروسته، لومړي وزیر ویلسون، کستل د روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو لپاره د دولت سکرتره وټاکله، چې هغې په دې وخت کې د پالونکو لپاره د امتیازاتو ټاکلو او د ماشوم د امتیازاتو قانون د منظورولو مسؤلیت په غاړه درلوده.   کستل همدارنګه په اروپايي اقتصادي ټولنه کې د غړيتوب لپاره د کال ۱۹۷۵ دټاکنو په مهال په دې ټولنه کې د برتانیا د  دوامداره غړيتوب ستره مخالفه وه. کله چې د کستل سیاسی تند رقیب جیمز کلاګان د د ویلسون په ځای  لومړی وزیر شو نو کستل یې فورا له کابینې لرې کړه او دواړه په خپل ژوند کې یو د بل مخالف پاتې شول.  کستل د کال ۱۹۷۹ د ټاکنو په ترڅ کې له پارلمان څخه استعفا ورکول غوره وبلل او ژر یې په اروپايي پارلمان کې د ټاکل کېدو لپاره هڅه وکړه تر څو هلته له کال ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پورې د ستر مانچستر استاذولي وکړي، هغه په دې موده کې  له کال ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۵ پورې به اروپایي پارلمان کې د کارګر ګوند مشره وه او په ښکاره ډول یې  له خپل اروپايي ضد موقف څخه شاته تګ وکړ. هغه د برتانیا د اعیانو د مجلس غړې شوه او هغې ته په کال ۱۹۹۰ کې له توارث پرته د اشرافیت لقب ورکړل شو، هغه په سیاست کې تر کال ۲۰۰۲ پورې  چې په ۹۱ کلنۍ کې مړه شوه فعاله پاتې وه.  

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

باربره ان بېتس د کال ۱۹۱۰ د اکتوبر په ۶ د  چستر فیلد د دربي سیمې په ۶۴ سړک کې وزېږېده، هغه د فرانک بېتس او د هغې د میرمنې اني رېبېکا له دریو ماشومانو څخه کوچنی ماشوم و. هغه په پونتېفرکت او برادفورک کې په یوه سیاسي فعاله کورنۍ کې لویه شوه او د ځوانۍ له عمر څخه سوسیالیزم سره آشنا کړل شوه. د هغې مشره خور مرجوري د لندن د داخلی ښوونې روزنې څانګې مخکښه شوه او ورور یې تریسترام ( چې تل به د جیمي په نامه یادېده) په نایجرییا کې د اکسفام مؤسسې سره په ساحوي کارو کې بوخت و. کستل د کارګر ګوند سره د یوې ځوانکۍ په توګه یو ځای شوه.

د هغې پلار د مالیاتو مفتش و اوپه لومړۍ نړیواله جګړه کې له نظامي خدمت څخه په یوه ساتل شوي شغل ( دا موقف داسې موقف دی چې د یوه دولت لپاره مهم او په هغه کې کار کوونکی له نظامي خدمت څخه معاف وي)  کې د لوړې رتبې درلودلو له امله له نظامي خدمت څخه معاف و. دا معافیت د مالیې د ټولولو د مسلک له امله چې دهغې پلار درلود، د هغو ترفیعاتو له امله چې د هغې پلار ترلاسه کړي و او په هیواد کې له یو ځای څخه بل ځای ته د لېږد په پار هغه ته ورکړل شوي و. کله چې دا کورنۍ په کال ۱۹۲۲ کې براد فورد ته ولېږدېده، هغوي ډېر ژر د خپلواک کارګر ګوند سره یوځای شول. که څه هم د کستل پلار له رسمي سیاسي فعالیت څخه په دې دليل چې هغه یو ملکې کار کوونکی و منعه کړل شوی و، فرانک هغه وخت  د ښار د سوسیالیستې ورځپاڼې براد فورد پیونیر ادیتور شو چې ویلیم لیچ په کال ۱۹۳۵ کې پارلمان ته وټاکل شو. د کستل مور د کور د چارو ترسره کولو ترڅنک د ښارګوټي د ډبرو سکرود کارکونکولپاره د سوپ یو پخلنځۍ چلاوه. کله چې کستل له کور څخه لاړه د هغې مور ان په براد فورد کې د کارګر کوند کنسلره شوه.  [۱][۲]

زده کړې[سمول]

کستل په پیل کې د لو لېن لومړني ښوونځې کې اوورسته د پوتنفرکت او د ناحیې دنجونو په لیسه کې زده کړې وکړې. له هغه وروسته چې کستل په ۱۲ کلنۍ کې برادفورد ته ولېږدېده، هغې په براد فورد کې د نجونو لپاره د ګرامر په ښوونځې کې زده کړه پیل کړه. هغه په ښوونځي کې د تمثیل په برخه ښکیل شوه او خپل د ویاندویۍ مهارت ته یې پراختیا ورکړ. هغه له علمي اړخه خورا پورته وه اوله ښوونځې څخه یې ګڼ شمېر جایزې تر لاسه کړې وې. هغې په ښوونځي کې ساختګي  ټاکنې تنظیم کړې وې او په دې ټاکنو کې هغه د کارګر ګوند په استاذولۍ ولاړه وه. په ښوونځې کې ځينې اړخونه و چې هغې نه خوښول په تېره بیا په ښوونځي کې د شتمنو کورنیو د نجونو شتون. د زده کړې په وروستي کال کې هغه د ښوونځې استاذې شوه.

هغې خپلو زده کړو ته د  آکسفورد د سنت هګ په کالج دوام ورکړ او په دریمه بې اې درجه کې له دې کالج څخه د فلسفې ، سیاسیات او اقتصاد په برخو فارغه شوه. هغې په آکسفورد کې کې جدي سیاسي فعالیتونه پیل کړل او د آکسفورد د پوهنتون د کارګرانو د کلپ خزانه داره شوه، دا  یو لوړ موقف وه چې یوې ښځې په دې کلپ کې درلودلی شو. هغې هڅه کوله چې د داسې یوه بوهنتون فضا قبوله کړي چې په وروستیو کې یې خپل خورا سنتي جنسي لیدلورې ترپوښتنې لاندې راوستي و. هغې په دې پوهنتون کې د خواصو د طبیعت درلودونکو عناصرو څخه چې  د آکسفورد اتحادیه یې د نظامي زده کوونکو مؤسسه بلله کرکه کوله.

پخوانۍ شغل[سمول]

کستل د سنټ پانکراس  ښاري شورا ته په کال ۱۹۳۷ کې وټاکل شوه او تر ۱۹۴۵ هلته پاتې شوه، اوهغې په کال ۱۹۴۳ کې د کارګر د ګوند کلني کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره  وینا وکړه . د دویمې نړیوالې جګړې په مهال، د خوړو په وزارت کې د مشرې اداري مدیرې په توګه کار وکړ او د تندو هوایي حملو په مهال احتیاطي څارونکې وه. [۳]

هغه د چپ لورې مجلې تربیون راپورتره شوه چې له ویلیم ميلور سره چې دهغې ادیتور و او په کال ۱۹۴۲ کې د هغه تر  مرګ پورې روماتیکي اړیکې درلودې. هغې په کال ۱۹۴۴ کې له تد کستل سره تر واده وروسته په میرور ورځپاڼه کې د کورنیو مسایلو راپور تره شوه. [۴]

سرچينې[سمول]

  1. Anne Perkins (په 4 May 2002 باندې). Obituary: Baroness Castle of Blackburn. The Guardian.
  2. "Barbara Castle". Lasting Tribute. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pickard, Jim (6 August 2018). "Non-Driver Derbyshire-Born MP Who Put Her Foot Down When It Came to Road Safety". Derby Telegraph. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Andrew Rosthorn (په 24 July 2014 باندې). How Cyril Smith Outwitted Barbara Castle in the Strange Case of the Paedophiles at the Home Office.