باربارا مک‌کلینتوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


باربارا مک‌کلینتوک (په انګلیسي: Barbara McClintock؛ پیدایښت: ۱۶-جون-۱۹۰۲، مړینه: ۲-سپټمبر-۱۹۹۲) یوه امریکایي ساینس‌پوه او سایتوجنتیک‌پوه وه چې په ۱۹۸۳ز کال کې یې په طب یا فزیولوجي کې د نوبل جایزه ګټلې ده. مک‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌کلینتوک خپله ډوکتورا د بوټپوهنې په برخه کې له کورنېل پوهنتون څخه په ۱۹۲۷ز کال ترلاسه کړه. هلته هغې د جوارو سایتوجنیتک پنځونې د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه، چې څېړنو یې د ژوند تر پایه پر همدې برخه تمرکز درلود. د ۱۹۲۰ز لسیزې له وروستیو څخه، مک‌کلینتوک کروموزومونه او په جوارو کې د تکثیر پر مهال د هغوی د بدلون څرنګوالی مطالعه کړ. هغې د جوارو د کروموزومونو لیدلو تخنیک وپنځوه او د جنتیک ډېریو بنسټیزو نظریو ښودلو په موخه یې له مایکروسکوپي تحلیلونو څخه کار واخېست. یوه له دغو نظریو څخه د میوسیس په اوږدو کې د کراسېنګ-اوور له‌لارې د جنتیک بیاځلي ترکیب ؤ ــ یو مکانیزم چې له مخې يې کروموزومونه معلومات تبادله کوي. هغې د جوارو لپاره لومړنۍ جنتیکي نقشه جوړه کړه، چې د کروموزوم ساحې له فزیکي صفتونو سره نښلوي. هغې د تېلومر او سنترومر رول وښوده ــ د کروموزوم هغه برخې چې د جنتیکې معلوماتو په خوندي ساتنه کې اړین دي. په دې برخه کې د هغې شهرت تر ډېره خپور شوی ؤ، معتبر فیلوشیپونه ورکړل شول او په ۱۹۴۴ز کال کې د علومو ملي اکاډمۍ غړیتوب ورکړل شو.

د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ز لسیزو په اوږدو کې، مک‌کلینتوک  ترانسپوزېشن کشف او ویې کاروه تر څو وښیي چې جېنونه د فزیکي ځانګړنو د فعالولو او بندولو دنده لري. د جوارو نبات له یوه نسل څخه بل نسل ته د جنتیکي معلوماتو پټېدنې او څرګندېدنې د بیانولو لپاره یې یوشمېر تیوري‌ګانې وپنځولې. د خپلو څېړنو او پایلو د شکمن‌توب له‌امله، په ۱۹۵۳ کې یې د ترلاسه شویو ارقامو او معلوماتو خپرېدنه بنده کړه.

وروسته، هغې د سویلي امریکا د جوارو نسلونو سایتوجنتیکس او اېتنوبوتاني په پراخه توګه مطالعه کړه. د مک‌کلینتوک څېړنې په هکله په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسیزې کې ښه پوهاوی رامنځ‌ته شو، ځکه چې نورو ساینس‌پوهانو د جنتیکي بدلون او د پروټين څرګندولو میکانیزم تایید کړ چې هغې په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ز لسیزو کې د جوارو په څېړنه کې ښودلی ؤ. په دې برخه کې د هغې د سترې ونډې‌اخېستنې په ویاړ او د ستاینې په پار، د فزیولوجي یا طب نوبل جایزې په شمول یوشمېر جایزې ورکړل شوې؛ د نوبل جایزه ورته په ۱۹۸۳ز کال کې د جنتیکي انتقال (ترانسپوزېشن) لپاره ډالۍ شوه؛ تر ۲۰۲۲ز کال پورې هغه یوازېنۍ مېرمن ده چې په دغې برخه کې یې په فردي توګه د نوبل جایزه ګټلې ده.[۱]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

باربارا مک‌کلینتوک د ۱۹۰۲ز کال د جون پر ۱۶مه نېټه د الېنور مک‌کلینتوک په نامه د کنتیکت په هارتفورډ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې؛ د یوناني طبیب توماس هنري مک‌کلینتوک او سارا هنډي مک‌کلینتوک لور او د کورنۍ له څلورو ماشومانو څخه درېیمه ماشومه وه. توماس مک‌کلینتوک د بریتانیایي کډوالو زوی ؤ. مشر اولاد یې «مارجوړي» د ۱۸۹۸ز کال د اوکټوبر میاشت په لومړیو کې زېږیدلې وه؛ دوه‌یمه لور یې «میګنون» وه، چې د ۱۹۰۰ز کال په نومبر کې زېږدلې وه. تر ټولو کشر اولاد یې «مَلکوم رایدر» (کورنی نوم: تام)، له باربارا څخه ۱۸ میاشتې وروسته زېږېدلی ؤ. کله چې هغه پېغله انجلۍ وه، مور او پلار یې د الېنور نوم ورکړ چې یو «ښځينه» او «لطیف» نوم دی. خو د هغې لپاره مناسب نه‌ؤ، نو د الېنور پر ځای یې باربارا نوم غوره کړ. مک‌کلینتوک له ډېرې کوچنیوالۍ راهیسې یوه خپلواکه ماشومه وه، چې دغه ځانګړتیا یې وروسته د «یوازېتوب زغملو وړتیا» په توګه وپېژندل شوه. له درې کلنۍ څخه تر هغو چې  ښوونځی پیل کړي، مک‌کلینتوک له خپلې ترور او تره سره د نیویارک په بروکلین کې ژوند کاوه، ترڅو په خپل مور او پلار باندې مالي بار سپک کړي، په داسی حال کې چې پلار يې خپل طبي کاروبار پیل کړ. هغه د یوې ګوټناستې او خپواکې ماشومې په توګه پېژندل شوې ده. خپل پلار ته نږدې وه، خو له مور سره یې اړیکې ښې نه‌وې او کله چې لویه شوه له مور سره تل تاوتریخجنه وه.[۲][۳][۴][۳][۵]

د مک‌کلینتوک کورنۍ په ۱۹۰۸ز کال کې بروکلین ته کډه وکړه او هلته هغې خپلې ثانوي زده‌کړې د ایرموس هال په عالي لېسه کې بشپړې کړې او په ۱۹۱۹ز کال کې فارغه شوه. له ساینس سره یې ډېره مینه درلوده او ګوټناستي شخصیت يې د لېسې په دوره کې بیاځلي غوره کړ. هغې غوښتل د کورنېل پوهنتون د کرنې په کالج کې خپلو زده‌‌‌کړو ته دوام ورکړي. یو عام رواج په هغه وخت کې دا ؤ چې کله نجونو غوښتل زده‌کړې وکړي نو بې واده پاتې کېدې، له همدې امله د مک‌کلینتوک مور د هغې پوهنتون ته تګ سره مخالفت وکړ ځکه ډاريده چې لور یې بې‌خاونده پاتې نه‌شي. مک‌کلینتوک کابو د پوهنتون له پیلولو څخه منع شوې وه، خو د نوم‌لیکنو له پیلېدو سره سم پلار یې اجازه ورکړه او هغه په ۱۹۱۹ز کال کې په کورنېل پوهنتون کې شامله شوه. [۵][۲][۳][۶][۷][۸]

په کورنېل پوهنتون کې زده‌کړې او څېړنه[سمول]

مک‌کلینتوک خپلې زده‌کړې په ۱۹۱۹ز کال کې د کورنېل پوهنتون د کرنې په کالج کې پیل کړې. هلته یې د زده‌کړیالانو په صنفي شورا کې ګډون وکړ او بلنه ورکړل شوه ترڅو د یوې ټولنې غړیتوب هم ترلاسه کړي، خو ډېر ژر پوه شوه چې ښه به دا وي چې په رسمي سازمانونو کې ګډون ونه‌کړي. د دې پر ځای، مک‌کلینتوک موسیقي، په تېره بیا جاز ته مخه کړه. هغې د بوټپوهنې په څانګه کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۲۳ز کال کې یې د ساینس لېسانس سند واخېست. له جنتیک سره یې هغه مهال مینه پیدا شوه چې په ۱۹۲۱ز کال کې یې په دغې څانګه کې یو کورس ونیوه. د کورس درسونه د هاروارډ پوهنتون له کریکولم سره په مطابقت کې وو، چې د نباتاتو روزونکي او جنتیک متخصص «ک. ب. هاتچیسن» له‌خوا تدریس کېدل. هاتچیسن د مک‌کلینتوک لېوالتیا تر اغېزې لاندې راغی، او په ۱۹۲۲ز کال کې یې د ټېلفون له‌لارې بلنه ورکړه ترڅو د کورنېل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام په درسونو کې ګډون وکړي. مک‌کلینتوک بیانوي چې د هچېسن بلنه هغه ډېره وهڅوله او له جنتیک سره یې لېوالتیا لا زیاته شوه: «بې‌له‌شکه چې دغې ټیلفونې اړیکې زما راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت درلود. وروسته له هغو زه په جنتیک کې پاتې شوم». که څه هم د ځینو راپورونو له‌مخې، ښځو د جنتیک په څانګه کې په کورنېل پوهنتون کې زده‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌کړې کولای نه‌شوې، خو له‌دې سره، سره، هغې په ۱۹۲۵ او ۱۹۲۷ز کال کې په ترتیب سره خپله ماسټري او بیا ډوکتورا ترلاسه کړه، چې اړوند سندونه د بوټپوهنې په څانګه کې په رسمی ډول ورکړل شول؛ وروستیو څېړنو په ډاګه کړه چې د باربارا د زده‌کړو پر مهال ښځو اجازه درلوده چې په کورنېل پوهنتون کې د نباتاتو د روزنې له څانګې څخه خپله ماسټري ترلاسه کړي.[۶][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مک‌کلینتوک د بوټپوهنې لارښود په توګه د د ماسټرۍ او ډوکتورا زده‌کړو په موده کې، د هغې ډلې په غونډولو کې ستر نقش درلود چې په جوارو کې د سایتوجنتیک نوې څانګه مطالعه کوله. په دغې ډله کې، د مارکوس رودز، د نوبل راتلونکې جایزې ګټونکي جورج بیدل او هریت کریتون په شمول، د نباتاتو روزونکي او سایتولوجي‌پوهان سره یوځای شول. د نباتاتو روزنې څانګې مشر رولینس آدامز اېمرسن که څه هم په خپله سایتولوجست نه‌ؤ، د دغو هلوځلو ملاتړ وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د مک‌کلینتوک سایتوجنتیکي څېړنې د داسې طریقو پر رامنځ‌ته کولو ټینګار درلود ترڅو د جوارو کروموزونو ځانګړنې وښیي او د هغو په هکله تصور رامنځ‌ته کړي. د هغې د فعالیت دغه ځانګړې برخه د زده‌کوونکو پر یوه نسل اغېزناکه تمامه شوه، ځکه چې په ډېریو درسي کتابونو کې د څېړنو پایلې یې راوړل شوې وې. همدا راز، د جوارو کروموزومونو په هکله د تصور رامنځ‌ته کولو په موخه یې د کارمین رنګه کولو په کارونې سره یو نوی تخنیک وپنځوه او د لومړي ځل لپاره یې د جوارو د لسو کروموزومونو مورفولوجي وښودله. دغه کشف ځکه وشو چې هغې د مایکروسپور حجرې مشاهده کړې، چې د ریښې له څوکو سره یې توپیر درلود. د کروموزومونو د مورفولوجي په مطالعې سره، مک‌کلینتوک وتوانېده ترڅو د هغو صفتونو ځانګړې کروموزومي ډلې سره ونښلوي چې په ګډه په میراث اخېستل شوې دي. مارکوس رودز بیان کړه چې د تریپلویید جوارو کروموزومونو د ځانګړنو په هکله د مک‌کلینتوک د ۱۹۲۹ز کال «جنتیک» مقالې په خپرېدو سره، د جوارو له سایتوجنتیک سره علمي لېوالتیا لا زیاته شوه او د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۵ز کلونو ترمنځ د کورنېل پوهنتون ساینس‌پوهانو له‌خوا په دغې څانګه کې له ترسره شویو ۱۷ پرمختګونو څخه، ۱۰ یې هغې ته منسوب ګرځولي دي.[۱۶][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Nobel Prize.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Lamberts 2000.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Comfort 2001، صص. 19–22.
  4. Davison., Reynolds, Moira (1999). American women scientists: 23 inspiring biographies, 1900–2000. Jefferson, N.C.: McFarland. OCLC 40926627. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-0649-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Keller 1983.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Comfort 2001، صص. 23–27.
  7. Fedoroff 1995، ص. 215.
  8. Boyer 2001.
  9. Kass او Provine 1997، ص. 123.
  10. Kass 2000، ص. 64.
  11. Kass 2003، صص. 1251–1260.
  12. McClintock 1983.
  13. Fedoroff 1995، ص. 216.
  14. Kass 2005a، صص. 118–125.
  15. Kass 2007.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Kass او Bonneuil 2004، صص. 91–118.
  17. Colonna, Federica Turriziani. "Barbara McClintock (1902–1992)". Embryo.asu.edu. د لاسرسي‌نېټه November 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kass، Bonneuil او Coe 2005.
  19. The Barbara McClintock Papers – Cornell.
  20. Rhoades.
  21. Fedoroff 1995، ص. 212.
  22. Fedoroff 1995، ص. 217.