بادپښنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بادپښ او د هغه د هوا د لېږدونې ښکارونه

بادپښنه ټکی د بادپښ څخه اخیستل شوی دی. بادپښ پخوا په دېوال کې سوروي او یا هغې وړې کړکۍ ته ویل کېدل چې په کوټه کې د تربختې، بوینې، لندبل ...، په لنډه د ناوړې هوا د بدلون او تاندولو په پار جوړېده.

بادپښنه سمهال په دوه ډوله تر سره کېږي: په پنځیزه توگه او په میخانیکي توگه.

  • پنځیزه بادپښنه. لاتر اوسه په هماغه پخواني ډول تر سره کېږي. کله په نېغه یو سوروی په دېوال، کړکۍ او یا په بلۍ کې کېږي. کله هم د ټولو برخو (پخلنځی، لمبلځی، حاجتځای (ټټۍ)) سوروي په یو کانال پورې تړل کېږي او کانال تر بلۍ بهر ته وځي.
  • میخانیکي بادپښنه. د بادپښ (د بادپښنې ماشین) په مرسته تر سره کېږي. بادپښ یوه کمکۍ دستگاه لري چې د هغې په مرسته کېدای شي چټک، ورو او یا بیخي مړ شي.

سرچينې[سمول]

  • کړکۍ په ودانۍ کې
  • د ښونې او روزنې فزیک
  • د ویکيپېدی پاڼې