بادغیس ملي راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بادغیس ولایت ملي راډیو په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د شوروي پلوه حکومت د نظامي اهدافو او تبلیغاتو په خاطر د مخابرې له یوې دستګاه څخه په استفاده خپرونې پيل کړې . په درې لسیزو جګړو او تحولاتو کې څو ځله بنده او یا يې لڼدمهاله نشرات لرل. بيا په ۲۰۰۴ کال کې بادغیس کې میشت د هسپانېې ولایتي بیارغونې ډلې په مالي مرسته د ایف ایم په څپو عیاره او په تجهیزاتو اکمال شوه. د نشراتو ساحه يې د بادغیس مرکز قلعه نو پورې محدوده ده ، رسمي کار کوونکي یې له حکومتي تشکیل سره د ګوتو په شمار دي، خو تر۱۵ تنو ځوانان په افتخاری بڼه کار په کې کوي، په شپه او ورځ کې ۱۷ ساعته نشرات لري.