بابلي قانون
بابلي قانون د هغه قانون یوه فرعي مجموعه ده چې په مېخي خط لیکل شوې او د زیات حجم لرغونو آثارو له امله چې په دې اړوند موندل شوي دي ځان ته ځانګړی تحقیق خپل کړی دی. په زرګونو په اصطلاح هوکړه لیکونه شته چې په هغه کې ډول ډول قبالې، د انتقال سندونه، ارزښت لرونکي پانې، رسیدونه، حسابونه او له ټولو مهم حقیقی حقوقي پرېکړه لیکونه شامل دي چې د قاضیانو له خوا په قانوني محکمو کې صادر شوي دی. تاریخي ډبرلیکې، شاهي منشورونه ، فرمانونه، پیغامونه، شخصي لیکونه او عمومي متنونه بشپړوونکي معلومات ښیي، حتي ګرامرې او په لغاتو پورې اړوند متنونه شته چې داسې اختصارات او لنډې جملې پکې شاملې دې چې په قانون یا عرف پورې اړونده دي. په نامه سومریاني د کورنۍ قانون هم په همدې ډول ساتل شوی دی.
په بین النهرین پورې اړوند نور کلتورونه هم ورته او ګډ رسوم او قضایي رویې درلودې چې د یوه تماس په توګه د کینیت کیچن (د انجیل یو برتانوی عالم) له خوا مطالعه شوي او له هغو عقودو سره پرتله شوي چې په انجیل کې راغلي دی، د مقایسې به ترڅ کې د برکتونو او نفرتونو د تداوم په اړوند چې دا پرتله تر قید لاندې راولی ځانکړي یادداښتونه لیکلي دي. د تا هېتوب لارښوونې ( دا د پخواني مصر ادبي تر کیبونه دي چې د ویزیر تاهوتېب له خوا کمپوز شوي و) او شریعت هم هغه تصدیقونه لرې چې د ډاکترانو، قانونپوهانو او ماهرو کسبګرو په څېر مسلکي خلکو پورې اړوند دي چې د بد عمل لپاره یې سزاګانې تجویزولې چې تر ډېره د هامورابي کود ته ورته و. [۱]
د هامورابي د قانون کشف چې اوس یې شهرت موندلی دی، د نورو موادو د ډلبندۍ او تفسیر په پرتله لا منظم تحقیق ممکن کوي. د نورو لرغونو قوانینو ټوتې شته او خپرې شوې دی خو داسې برخې شته چې په اړه یې شواهد نشته. د لومړیو دوروحقوقي متنونه د هیلینیستیک تر دورې پورې شته خو د یوې دورې شواهد به همغې دورې کافي شواهد وي او د بلې دورې لپاره به کم وي. قوانین د د ډېرو بیا جوړونو د ملاتير جوړوی او د دې ټوتې د آثور باني پال له کتاب خوني چې په نینوه کې ده رغول شوي دي او وروستۍ بابلې نسخې ښیي چې دا لوستل شوې دی او د نینو ایلو سیروم په نامه په فصلونو وېشل شوې دي او څه د پاسه ۱۵۰۰ کلونو لپاره کاپې شوي دي.
ډېری بابلي حقوقي رویې لا په اعتبار کې پاتې وې، دا رویې حتی فارس، یونان او پارتیانو په وخت کې هم په خپل اعتبار کې پاتې وې او دبابلیانو په شخصي ژوند یې لږ اغیزه درلوده او په رومیانو یې هم خپل اثر ساتلی و. هغه قوانین او رسوم چې له کود څخه مخکې و ښايي پخواني بلل کیدل او په نوی بابلي سترواکۍ ( همدارنګه په فارسیانو، یونانیانو او نورو) پورې اړوند و هغه وروستې بلل کېدل . د آسیریا قانون له بابلي قانون څخه اخیستل شوی و او خو لومړنۍ ځانګړنې يې له هغه وروسته چې په نورو ځایونو کې ورکې شوې وې وساتل شوې.
تاریخ
[سمول]قبیلوي اغیزه
[سمول]د مدیترانې پخوانی تاریخ په حقیقت کې د ښارونو تر منځ دوړاندې توب لپاره د مبارزې کيسه ده. یو سترښار به له خپل تابع ښار څخه د باج او نظامي ملاتړ غوښتنه کوله خو د هغوی رسوم او عنعنات به یې له اغیزمن کېدو پرته پرېښودل. ښاري حقونه او ګټې به د پاچاهانو او فاتحینو له خوا یوډول درناوی کېده او کله چې پخواني سامی ژبي خلک د بین النهرین په ښارونو کې مېشت شول د هغوی قبیلوي رواجونه په ښاري قانون بدل شول.
د آشوربانیپال ( د آسیریایي سترواکۍ پاچا و) او شماش شوموکین ( دا د بابل پاچا وه) له جلوسونو څخه را په دې خوا موږ مومو چې بابلیانو په خپلو ښاري قوانینو کې دا زیاتونې کړې دي چې په یوه وخت کې ۲۰ اجنبی ښځې ښار ته داخلیدلای شي ، او هغه خارجي ښځې چې یو وخت یې بابلي مېړونه درلودل غلامۍ ته اړې کېدلای نه شي، او حتی یو سپي هم چې ښار ته ننوځي باید بې له محاکمې ونه وژل شي.
له پخوا وختو راهیسې د بابل وګړي ګڼ توکمیز و او د ښارونو په منځ کې داخلي اړيکې نه پرې کېدونکې وې او حتی هر ښار ګڼ شمیر اوسيدونکې اجنبیان درلودل، د نژدې والي دا ډول آزادي باید رواجونه سره یو کړي وای. له دې سره د نابغه هامورابي لپاره دا ښه وه چې بابل خپل ستر ښار کړي او خپله پراخه سترواکي د قانون د یوه یوځای شوي سیستم په واسطه سره ونښلوی.
د هامورابي کود
[سمول]د هامورابی تر وخت پورې، د قبیلوي عرف ټول آثار د کود له قانون څخه لرې کړل شوي و. ایالتي قانون، له ځان سره دمرستې قانون، د دوامداره دښمنۍ قانون او تر اسارت لاندې سره د واده کولو قانون ټول هغه دي چې اوس نشته خو د کورني پیوستون قانون، د ولسوالۍ د مسؤلیت قانون، د شاقه کار قانون او د لیکس تالیونیس قانون ( یو سترګه دیوې سترګې لپاره) ( دا یو قانون وه چې له مخې یو مجرم ته هغه ډول سزا ورکول کېده چې دی یې مرتکب شوی و، مثلا که چا څوک ټپې کړي و دی به هم ټپي کېده) هغه لومړني آثار دی چې پاتې دي. پاچا به یو مهربان اتوکرات و چې ټول رعیت ته به په آسانۍ سره د لاسرسی وړ و او د لوپوړي ظالم په وړاندې به یې د کمزوری شخص ملاتړ غوښت اوتر سره کاوه. د شاهي قوت به هغه وخت بښنه تر سره کولای شوه چې شخصي غصه به تسکین شوې وه. قاضیان به په شدت سره ترڅارنې لاندې ول او مرافعه غوښتنې ته اجازه وه. ټوله خاوره د فیودالي داراییو، مالیاتي اربابانو، پولیسو او نورو تر پوښښ لاندې وه. یو منظم پوستي سیستم موجود و او له سولې ډکه بابل هومر د ډاډ وړ وه چې افرادو به له بابل څخه تر مدیرترانې پورې په خپلو بګیوکې د سفر کولو په اړوند شک نه درلود. د ښځو موقف آزاد او له وقار ډک و. [۲]
دې کود به عصری رواجونو ته تحقق نه ورکاوه اونه به یې د لرغوني قانون ساتنه کوله. دا رښتیا ده چې د د پېړیو قانومندو او په دعواوو پورې اړوند رسوم به دهر ښار معبدونو په آرشیف کې را ټول شوي و، د قضایي رویو د پخوانیو اسنادو او ریکاردونو پراخ ګودامونه چې د قضايي پرېکړو په لړ کې را منځ ته شوي و موجود و چې د ښاري عرف نژدې والي یې ځان ته جذب کړی و. د لیکنې نړیوال عادت، او لیکل شوي قرارداد ته دوامداره مراجعه پخوانی رسم او لرغونې قضایي رویه نور هم تعدیل کول.
که په هوکړه لیک پورې اړوندوخواوو پخپله کولای شو چې د هوکړه لیک له شرایطو سره موافقه وکړي، نو کود به د یوې قاعدې په توګه هغوی آزاد پرېښودل چې هوکړه لیک تر سره کړي. د هغوی د هوکړې سند به په معبد کې د یوه رسمي اسنادو د فتر له خوا تنظیمېده او د یوه قسم (د خدای او پاچا له خوا) تصدیق کېده. دا سند په ښکار ډول مهر کېده او د مسلکې شاهدانو او لیوالو خواوو له لوري به یې په اړوند شهادت ویل کېده. هغه طریقه چې دا هوکړه لیک به یې له مخې پلی کېده په کافي اندازه تضمین شوې و اوشرایط به یې غیرمذهبی او غیرقانوني نه و. عرف یا عامه نظرونو به بې له شک څخه دا ډاډ ترلاسه کاوه چې د هوکړه لیک خواوې به له هغه څه سره چې د اخلاقو یا قانون مخالف وی موافقه نه کوي. که چېری یوه منازعه راپورته کېده، نو قاضیانو به لومړی له هوکړه لیکونو سره په تعامل لاس پورې کاوه. هغوی به هوکړه لیک ته دوام نه ورکاوه خو که هوکړه لیک پورې اړونده خواوو په دې اړوند مخالفت نه کاوه هغوی کولای شو چې له قرارداد څخه څارنه وکړي. د قاضیانو پرېکړې په اړوند د مرافعې غوښتنه هم کېدای شوه. ډېریو هوکړه لیکونو داسې شرایط هم درلودل که منازعه پېښېږی نو اړونده خواوي به هغه پرېکړه رعایتوي چې پاچا یې کوي. کود به په ډېرو قضیو کې دا روښانه کوله چې پرېکړه باید څنګه وي، او پاچا ته ډېري مرافعه غوښتونکې قضیې به د پاچا له خوا بېرته قاضیانو ته د لازمې پرېکړې له پاره استول کېدې. کود پخپله په ډېر احتیاط اومنطق سره تنظیم شوی و او برخې یې د اړونده موضوع په اساس جوړې شوې وی. له دې سره د کود نظم د اوسنیو علمی رسالو غوندې نه و او تر یوه حده په توپير کې و خو زموږ د موخې لپاره ډیر سهولت لرونکی دی.