بابارا مک کلینتاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باربارامک کلینتاک (زوکړه د ۱۹۰۲کال د جون ۱۶مه- مړینه د ۱۹۹۲کال د سېپټمبر۲یمه) یوه امریکایۍ سایتوجنتیک (د کروموزومونو ساختماني مطالعه، ژباړن) ساینس‌ پوه وه چې په ۱۹۸۳کال کې یې د فزیولوژي یا طب په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. مک کلینتاک په ۱۹۲۷ کال کې له کرنل پوهنتون څخه خپله دوکتورا په بوټپوهنه کې ترلاسه کړه. هغې هلته د ذرت (یو ډول جوارو) د سایتوجنتیکې پراختیا د مشرې په توګه خپل کار پیل کړ چې د ژوند ترپایه د هغې د څېړنو د تمرکز موضوع وه. مک کلینتاک د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې کروموزومونه او د جوارو د مثل د تولید په بهیر کې د هغوی د بدلون څرنګوالی مطالعه کړ. هغې د جوارو د کروموزمونو د مجسم کولو تخنیک ته پراختیا ورکړه او د ډېری اساسي جنتیکي نظریو د څرګندولو لپاره یې له میکروسکوپي تجزیې څخه کار واخیست. له دغو نظریو څخه یوه هم د هستوي وېش د میوزس له پړاو څخه د تېرېدلو پر مهال د جنتیکي بیا ترکیب مفهوم دی- دا هغه میکانیزم دی چې کروموزومونه یې په‌واسطه معلومات سره تبادله کوي. هغې چې د جوارو لپاره لومړنۍ جنتیکي نقشه جوړه کړه کروموزومي ساحې یې له فزیکي اوصافو سره تړلې. هغې د تلومیر (د خطي کروموزومونو فزیکي پای) او سانترومیر (د مضاعفو کروموزومونو یوه برخه) رول روښانه کړ دا د یو کروموزم هغه برخې دي چې د جنتیکي معلوماتو په خوندي کولو کې مهمې دي. هغه په دغه برخه کې د یو غوره فرد په توګه پېژندل کېږي، چې معتبر بورسونه یې ترلاسه کړل او په ۱۹۴۴ کال کې د علومو د ملي اکادمۍ غړیتوب ته وټاکل شوه.

مک کلینتاک د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسیزو په بهیر کې ترانسپوزېشن یا د جینونو ځای پر ځای کېدل کشف کړل او له هغه څخه یې د دغې څرګندونې لپاره کار واخیست چې جینونه د فزیکي ځانګړنو د روښانولو او خاموشلو مسول دي. هغې د جوارو له یو نسل څخه بل نسل ته د جنتیکي معلوماتو د ځپنې او تشرېح لپاره نظریو ته پراختیا ورکړه. د هغې څېړنو ته د شک په سترګه کتنو او بدو پایلو له امله یې هغې په ۱۹۵۳ کال کې د خپلو معلوماتو خپرول ودرول.  

وروسته هغې د سویلي امریکا د جوارو د نژادونو د سایتوجنتیک او ایتونوبوتاني په اړه پراخه مطالعه وکړه. د مک کلینتاک څېړنې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰یمو لسیزو کې په ښه توګه درک شوې، ځکه نورو پوهانو د جنتیکي بدلونونو میکانیزم او پروتیني تشرېح چې هغې په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسیزو کې د جوارو په اړه په‌خپلو څېړنو کې څرګنده کړې وه تایید کړه. په دغه برخه کې د هغې د مرستې لپاره له هغې څخه د مننې په پار د هغې له جایزو څخه په ۱۹۸۳ کال کې د طب او فزیولوژي په برخه کې د نوبل جایزې ترلاسه کول یادولی شو چې د جنتیکي لېږد د کشفولو له امله هغې ته ورکړل شوه. هغه له ۲۰۲۲ کال څخه یوازیني ښځه ده چې په هغه برخه کې یې غیر مشترکه د نوبل جایزه ترلاسه کړې.  [۱]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

باربارامک کلینتاک د ۱۹۰۲ کال د جون په ۱۶مه د ايلنورمک کلینتاک په نوم د کانتیکاټ په هارټفورډ نړۍ ته راغله، هغه د هومیوپاتیک ډاکتر ټوماس هنري مک کلینتاک او سارا هندي مک کلینتاک له څلورو ماشومانو څخه درېیمه ماشومه وه. ټوماس مک کلینتاک د بریتانیوي مهاجر زوی و. د هغوی مشر بچی مارجوري د ۱۸۹۸ په اکتوبر کې نړۍ ته راغی دویمه لور یې مینګون د ۱۹۰۰ کال په نوامبر کې نړۍ ته راغله. تر ټولو کوچنی مالکوم رایډر (د ټام په نوم) له باربارا څخه ۱۸ میاشتې وروسته نړۍ ته راغی. کله چې هغه یوه ځوانه نجلۍ وه، مور او پلار یې دا تشخیص کړه چې د الینور «ښځينه» او «لطیف» نوم د هغې لپاره مناسب نه دی او د دې پر ځای یې ورته د باربارا نوم ورته وټاکه. مک کلینتاک یوه خپلواکه ماشومه وه چې په ډېر کم عمر کې یې پیل وکړ، دا هغه ځانګړنه وه چې هغې وروسته «د یوازیتوب لپاره خپل ظرفیت» تشخیص کړ. مک کلینتاک له درې کلنۍ څخه د ښوونځي د پیل تر مهاله د نیویارک په بروکلین کې له خپلې ترور او تره سره ژوند کاوه تر څو د هغې له مور او پلار څخه د هغې مالي لګښت کم کړي، حال دا چې پلار یې خپله طبي معاینه خانه رامنځته کړه. هغه د یوې منزوي او خپلواکې ماشومې په توګه تشرېح شوې ده. هغه خپل پلار ته نږدې وه، خو له خپلې مور سره یې ترینګلې اړیکه لرله، هغه ترینګلتیا چې د هغې له ځوانۍ څخه پیل شوه.    [۲][۳][۴][۴][۵][۵][۴]

د مک کلینتاک کورنۍ په ۱۹۰۸ کال کې بروکلین ته کډه وکړه او مک کلینتاک خپلې متوسطه/ثانوي زده‌کړې د اراسموس هال په ښوونځي کې پای ته ورسولې؛ هغه د ۱۹۱۹ کال په لومړیو کې فارغه شوه. هغه له ساینس سره خپله مینه کشف کړه او د ښوونځي په دوره کې یې خپل منزوي شخصیت بیاځلي تایید کړ. هغې غوښتل د کرنل پوهنتون د زراعت/کرنې په کالج کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. مور یې له دې ویرې څخه چې هغه به واده کولو ته غاړه کېنږدي کالج ته د مک کلینتاک له لیږلو سره مقاومت وکړ، دا هغه مهال یو عام لیدلوری و. مک کلینتاک تقریباً د کالج له پیلولو څخه منع کړای شوه، خو پلار یې د نوم‌لیکنې له پیل څخه لږ مخکې هغې ته اجازه ورکړه او هغې په ۱۹۱۹ کال کې په کرنل کې نوم‌لیکنه وکړه.  [۵][۳][۶][۷][۸]

په کرنل کې زده‌کړې او څېړنې[سمول]

مک کلینتاک په ۱۹۱۹ کال کې د کرنل د زراعت په کالج کې خپلې زده‌کړې پیل کړې. هلته هغې د زده‌کړیالانو په یوه صنفي شورا کې ګډون وکړ او له یوې اتحادیې سره د یو ځای کېدلو بلنه ورکړل شوه، که څه هم هغه ډېره زر دې ته متوجه شوه چې له رسمي سازمانو سره یوځای کېدلو ته ترجیح نه ورکوي. مک کلینتاک موسیقۍ په ځانګړي ډول جاز ته مخه کړه. هغې په ۱۹۲۳ کال کې د بوټپوهنې په برخه کې زده‌کړې وکړې او خپل لیسانس سند (BSc ) یې ترلاسه کړ. له جنتیک سره د هغې مینه هغه مهال پیل شوه چې هغې په یاده څانګه کې خپل لومړی کورس په ۱۹۲۱ کال کې پای ته ورسوله. دا دوره /کورس په هاوارډ پوهنتون کې د یوې ورته دورې پر اساس وړاندې شوه چې د بوټو د روزونکي او جنتیکي متخصص سي بی. هاچیسون په‌واسطه تدریس شوه. هاچیسون د مک کلینتاک له علاقې څخه اغېزمن شو او په تلېفوني اړیکه یې هغې ته بلنه ورکړه تر څو د جنتیک په برخه کې د خپلې ماسترۍ دوره په ۱۹۲۲ کال کې په کرنل کې پیل کړي. مک کلینتاک د هاچیستون بلنې ته له جنتیک سره د هغې د علاقې لپاره د یو کتلیست په توګه اشاره وکړه: «دغې تلېفوني اړیکې په ښکاره ډول زما راتلونکی برخلیک وټاکه. تر هغې وروسته زه له جنتیک سره پاتې شوم.» که څه هم داسې راپور ورکړل شوی چې په کرنل کې ښځې د جنتیک په څانګه کې زده‌کړې نه شي کولی او په دې توګه د هغې ماستري او دوکتورا ـ چې په ترتیب سره یې په ۱۹۲۵ او ۱۹۲۷ کلونو کې ترلاسه کړې- په رسمي ډول هغې ته د بوټپوهنې په برخه کې ورکړل شوې، وروستۍ څېړنې ښيي هغه مهال چې مک کلینتاک په کرنل کې زده‌کړیاله وه ښځو دا اجازه لرله چې د کرنل پوهنتون د نباتاتو د نسل پالنې له څانګې څخه د ماسترۍ سند ترلاسه کړي.  [۶][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مک کلینتاک د خپلو لیسانس زده‌کړو او له لیسانس څخه پورته زده‌کړو او د بوټپوهنې د ښوونکې په توګه د انتصاب پر مهال، د یوې ډلې په راغونډولو کې چې د جوارو د سایتوجنتیک په نوې برخه کې يې مطالعه کوله بنسټیز رول درلود. دغې ډلې د نباتاتو نسل پالونکي او د سایتولوژي متخصصان سره راټول کړل چې مارکوس روډز، د نوبل د جایزې راتلونکی ګټونکی جورج بیدل او هریټ کریتون په کې شامل وو. د نباتاتو د نسل پالنې څانګې ریئس رولېن اې. ايمرسون له دغو هڅو څخه ملاتړ وکړ که څه هم هغه په‌خپله یو سایتولوجیست نه و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

هغې همدانګه لویل فیټز رینډولف او ورپسې ډبلیو شارپ ته د څېړنې دمرستیالې په توګه کار وکړ هغوی دواړه په کرنل کې بوټپوهان وو. [۱۹]

د مک کلینتاک سایتوجنیکې څېړنې د جوارو د کروموزومونو د تجسم او مشخصولو د پراختیا پر لارو متمرکزې وې. د هغې دې ځانګړي کار د زده‌کړیالانو پر یو نسل اغېز وکړ، ځکه په ډېری کتابونو کې ځای پر ځای شوی و. هغې همدارنګه د کارمین د رنګونې سیستم له کارولو سره د جوارو د کروموزومونو د تجسم لپاره یو تخنیک ته پراختیا ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې د جوارو د لسو کرموزومونو موفولوژي/ظاهري جوړښت څرګند کړ. دا کشف له دې امله ترسره شو چې هغې د مایکروسپور خلاف د ریښې څوکه ولیدله. مک کلینتاک د کروموزومونو د موفولوژي له مطالعې سره وکولی شوی د هغو صفاتو د خاصو کروموزمونو ډلې سره وتړي چې په یو ځای توګه په ارث وړل شوي وي. مارکوس روډز یادونه وکړه چې په ۱۹۲۹ کال کې د جوارو د ترای پلوئیدي کروکوزومونو د خصوصیاتو په اړه د مک کلینتاک مقالې د جوارو د سایتوجنتیک په اړه علمي علاقه راوپاروله او په دې برخه کې یې له ۱۷ مهمو پرمختګونو څخه ۱۰ موارد چې په ۱۹۲۹ او ۱۹۳۵ کلونو کې د کرنل پوهانو ترسره کړي و په هغې پورې وتړل.  [۱۶][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Nobel Prize.
  2. Davison., Reynolds, Moira (1999). American women scientists: 23 inspiring biographies, 1900–2000. Jefferson, N.C.: McFarland. OCLC 40926627. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-0649-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Lamberts 2000.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Comfort 2001، صص. 19–22.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Keller 1983.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Comfort 2001، صص. 23–27.
  7. Fedoroff 1995، ص. 215.
  8. Boyer 2001.
  9. Kass او Provine 1997، ص. 123.
  10. Kass 2000، ص. 64.
  11. Kass 2003، صص. 1251–1260.
  12. McClintock 1983.
  13. Fedoroff 1995، ص. 216.
  14. Kass 2005a، صص. 118–125.
  15. Kass 2007.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Kass او Bonneuil 2004، صص. 91–118.
  17. Kass، Bonneuil او Coe 2005.
  18. The Barbara McClintock Papers – Cornell.
  19. Colonna, Federica Turriziani. "Barbara McClintock (1902–1992)". Embryo.asu.edu. د لاسرسي‌نېټه November 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Rhoades.
  21. Fedoroff 1995، ص. 212.
  22. Fedoroff 1995، ص. 217.