اېنالاپريل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انالاپریل

اينالاپريل (په انگرېزی کی:Enalapril) د انجيوټېنسين کانورټېنگ اېنزايم مخنېونکی يا انجيوټېنسين بدلونکي اېنزايم مخنيونکې د ډلې درمل دي چی د وينې د لوړ فشار د درملنې لپاره کارېږی. دغه درمل د ناروغ په بدن کي د آی سی ای (ACE) د اېنزايم آغېزه بندوی او د وينې فشار کموي. د آی سی ای اېنزايم په بدن کې د انجيوټېنسين ۱ هورمون په انجيوټېنسين ۲ بدلوي. انجيوټېنسين ۲ رگونه کرارکرار تنگوي او د وينې فشار زياتوي. د انالاپرپل عادی کارېدنه د ورځی ۵ يا ۱۰ ميلي گرامو نه ده خو دغه د ورځی اندازه د اړتيا په وخت کې ۴۰ ميلي گرامونو ته رسېدلای شي. د اېنالاپريل آغېزه تر ۲ ساعتو وروسته اوج ته رسېږی او تريوڅو ساعتونو وروسته يې د بدن څخه د بډوډو په مرسته باندې وځي. هغه ښځې چې بلاربې دي هم اېنالاپريل کارولی شي.

دوينې لوړ خج

دوينې لوړ خج، هغه ناروغي ده چې په سلگونو ميليونوخلک پرې اخته دي. که د دې ناروغۍ ناروغان درملنې ته اړ شي، معمولا،دژوند تر پايه بايد خپله درمل،هره ورځ په منظم ډول ترلاسه کړي

د انالاپریل جوړول

د انالاپریل جوړول

سرچینې