اېم. آر. جیمز
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده | لړۍ...
ليکوال — medieval historian (en) — children's writer (en) — prose writer (en) — art historian (en) [۷] |
عمومي مالومات | |
---|---|
ژانر | |
ژانر | |
غړی د | لړۍ...
Society of Antiquaries of London (en) British Academy (en) Medieval Academy of America (en) [۸] (۱۹۲۶ – ) Roxburghe Club (en) [۹] (۱۹۰۹ – ۱۹۳۶) Bibliographical Society (en) (۱۹۱۹ – ۱۹۳۶) |
جایزې |
---|
مونتاګ روډز جیمز (په انګلیسي: Montague Rhodes James؛ زوکړ: د ۱۸۶۲ زکال د اګست لومړۍ – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د جون ۱۲ مه) انګلیسي لیکوال، د منځنیو پېړیو د اړوندو مواردو څېړونکی او سربېره پر دې د کمبرېج د کېنګ کالج (۱۹۰۵-۱۹۰۱۸) او ایټون کالج (۱۹۱۸-۱۹۳۶ زکال) ښوونکی و. نوموړی له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۵ زکال پورې د کمبرېج پوهنتون مرستیال و.
د منځنیو پېړیو د څېړونکې او عالم په توګه د جیمز چارې تر اوسه پورې پام وړ دي، خو نوموړي د اروايي کیسو (ghost stories) د لیکنې له امله شهرت موندلی چې یو شمېر کسان یې دغه کیسې له غوره ژانرونو څخه بولي. جیمز د نوې پېړۍ لپاره له پخوانیو رسمي ګوتیک کلیشو څخه په مخ اړولو د معاصرو واقعي تنظیماتو څخه په ګټنې د ارواه ګانو کیسې توضیح کړې دي. له دې سره د هغه د کیسو اتلان او توطئې د لرغونو علایقو له انعکاس سره اړیکه لري. پر دې بنسټ نوموړی د «اروايي کیسو د لرغون پالونکي» مبتکر په توګه ګڼل کېږي. [۱۱][۱۲]
لومړنی ژوند
[سمول]جیمز د انګلنډ د کنټ ایالت د ګوډنسټون، ډوور سیمې په یوه مذهبي کورنۍ کې وزېږېد، په داسې حال کې چې والدین یې آلدبورګ او سافولک ته اړوند و. پلار یې هربرت جمیز انګلیکان روحاني و او مور یې ماري امیلي (کورنی نوم یې هورتون و) د سمندریز ځواک د یوه افسر لور وه. نوموړي د سیډني او هربرت (مستعار نوم یې «بېر» و) په نومونو دوه مشران وروڼه او د ګرېس په نامه یوه مشره خور لرله. سیډني جیمز وروسته د ډاډلي آرشیدکان شو. له درې کلنۍ څخه (۱۸۶۵ زکال) تر ۱۹۰۹ زکال کال پورې د سافولک د ګریټ لیورمییر په ریکټوري کې واوسېد، په داسې حال کې چې دغه ځای د هغه همیشنی استوګنځای نه و. دغه ځای له وړاندې څکه د سافولک د بل مخکښ لرغون پوه توماس مارتین پالګریو (۱۶۹۶- ۱۷۷۱ زکال) استوګنځای و. د جیمز د ارواه ګانو ډېری کیسې په سافولک کې جوړې شوي چې «Oh, Whistle, and I'll Come to You, My Lad» (فیکلسټو)، «A Warning to the Curious» (الدربورګ)، « Rats» او « A Vignette» (ګریټ لیورمییر) په کې شاملېږي. [۱۳]
د ۱۸۷۳ زکال په سپټمبر میاشت کې نوموړی د لندن د لویدیځ ایسټ شین سیمې ټمپل ګروو ښوونځي ته لاړ چې دغه ښوونځی دغه مهال د مخکښو زده کوونکو لپاره تر ټولو مخکې مقدماتي ښوونځی و. نوموړي د ۱۸۷۶ زکال له سپټمبر میاشتې څخه د ۱۸۸۲ زکال تر اګست میاشتې پورې په ایتون کالج کې زده کړې وکړې، چېرې چې نوموړي ادعا کړې په ۱۸۷۹ زکال کې یې د باروخ کتاب د هغو له اصلي عبري متن څخه ژباړلی. نوموړی د کلونو لپاره، په پیل کې د لیسانس زده کړو د زده کړیال (۱۸۸۲- ۱۸۸۵ زکال) او وروسته د ښوونکي په توګه د کمبرېج په کېنګ کالج کې پاتې شو، چېرې چې نوموړي د پیټ کلب غړیتوب هم درلود. پوهنتون د هغه د ګڼ شمېر افسانو لپاره تنظیمات برابرول. د منځنیو پېړیو له موضوعاتو سربېره جیمز تر ډېره اروپا ته سفر کاوه چې په ۱۸۸۴ زکال کې فرانسې ته له چیلسمور څخه په درې څرخه باندې د هغه یو په یاد پاتې کېدونی سفر شاملېږي؛ نوموړي هلته کلاسیک ولوستل او په بریا سره یې د خپل دغه سفر کیسه د اریستوفان ډرامو په لړۍ کې د مارغانو (The Birds) تر نامه لاندې نندارې پر مټ چې هوبرټ پري یې موسیقي جوړه کړې وه، بیان کړه. د یوه لوبغاړي/اکټور په توګه د نوموړي وړتیا هغه مهال څرګنده شوه چې هغه د ارواه ګانو خپلې نوې کیسې د کریسمیس پر مهال خپلو ملګرو ته ولوستې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
علمي چارې
[سمول]جیمز چې تر ډېره د خپلو اروايي کیسو پر مټ پېژندل کېږي، خو د منځنیو پېړیو د څېړونکي په توګه د هغه چارې حیرانونکې وې او په علمي مجالسو کې ورته ډېر درناوی کېږي. په واقعیت کې د هغه کیسې د نوموړي د لرغونې پوهې او استعداد پربنسټ وې. د هغه له خوا د یوې خطي نسخې کشف لامل وګرځېد څو په ۱۹۰۲ زکال کې د لویدیځ سافولک د باري سنټ اډمونډز صومعې ویجاړې ودانۍ وکنستل شي چې له امله یې ۱۲مې پېړۍ ته د اړوندو څو راهبانو قبرونه کشف شول چې د هماغې دورې وقایع لیکونکي جوسلین ډي براکلونډ یې په اړه څرګندونې کړې وې. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د نورویچ د لویې کلیسا په چت کې د جوړو شوو مجسمو مفصله شرحه خپره کړه. په دغه کتاب کې د سي.جي. ډبلیو وینټر له خوا د شمال د ټولو اربابانو نقاشۍ هم شاملې وې. په ۱۹۱۷ زکال کې د پاچا او شهید (king and martyr) تر نامه لاندې د نوموړي له خوا د مسیحي پاکانو اړوند د ختیځ انګلیا د دویم اتلبرت د لاتیني نسخې پر بنسټ چاپ شوې نسخه تر اوسه معتبره پاتې ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
نوموړي د کمبرېج پوهنتون د کتابتون د خطي نسخو نوملړ جوړ کړ. د هغه په نورو علمي آثارو د هنر د آخرزمان (The Apocalypse in Art) په نامه اثر شاملېږي چې د انګلیسي آخر زمان لیکنې یې د کورنیو لاسرسي ته ورسولې. نوموړي همدارنګه د نوي تړون انجیل (New Testament apocrypha) وژباړه چې له بایبلي پوهنغونډ (۱۹۰۳ زکال) سره یې مرسته وکړه. [۲۵]
نوموړي د کمبریج د فیتزوویلیام موزیم د مدیریت پر مهال (۱۸۹۳-۱۹۰۸ زکال) ګڼ شمېر بریاو ته لاسرسی وموند. هغه وتوانېد چې ګڼ شمېر مهمو نقاشیو او خطي نسخو له دې ډلې د تیسین مهمې نقاشي شوې منظرې ته لاسرسی ومومي.
جمیز له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۳۶ زکال پورې د ایتون کالج ښوونکی و او په ۱۹۳۰ زکال کې د غوره توب نښان ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۳۶ زکال کې د ۷۳ کلونو په عمر ومړ او د ایتون ښار په هدیره کې خښ کړای شو. [۲۶]
د ادبیاتو او سیاست اړوند لیدلوري
[سمول]جیمز د ادبیاتو په برخه کې پیاوړی سنتي لیدلوری درلود. نوموړي د ارواه ګانو له کیسو سربېره د ویلیام شکسپیر د اثارو او د اګاتا کریسټي د پولیسي کیسو له لوستلو خوند اخیست. د نوموړي معاصر ادبیات نه خوښېدل او د آلډوکس هاکسلي، لیټون سټراچي او جیمز جویس (چې ده «شارلتان» باله او د «ژوند او ژبې فاحشه» یې باله) په اثارو یې شدیده نیوکه کوله. نوموړي همدارنګه د لیزبینېزم (ښځینه همجنس ګرايي ) اړوند د یوازیتوب کوهي (The Well of Loneliness) تر نامه لاندې د راډکلیف هال د ۱۹۲۸ زکال په ناول باندې له ممنوعیت لګولو ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه، «زه باور لرم چې د مېرمن هال کتاب له زیږون څخه د مخنیوي یا کومې بلې ورته موضوع اړوند دی، داسې نه ده؟ د دې موضوع منل راته ستونزمن دي چې دا ښه ناول دی او ځپل یې د ادبیاتو د ضرر لامل ګرځي».[۲۷][۲۸][۲۹]
هغه مهال چې جیمز په کینګ کالج کې زده کړیال و، د ایتون د ښوونکي په توګه یې د توماس هنري هاکسلي له ټاکنې سره یې د هغه د اګنوستېزم لیدلوري لرلو له امله مخالفت وکړ. نوموړی وروسته خپله د ایتون ښوونکی شو. جیمز په خپل راتلونکي ژوند کې له سیاست سره چندان لیوالتیا نه لرله او د سیاسي مسایلو اړوند به یې ډېرې لږ خبرې کولې. ورته مهال نوموړي د ایرلنډ د خپلواکې ادارې د خوځښت پر خلاف څرګندونې کولې او په خپلو لیکنو کې یې له کمونېزم څخه هم بېزاري څرګنده کړې. د هغه ملګري ارتور کریسټوفر بینسون نوموړی «ارتجاعي» او د «معاصرتوب او پرمختګ» مخالف بللی دی. [۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 120156502. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w67m0h9f. Subject named as: M. R. James. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Union List of Artist Names. Union List of Artist Names ID: 500320063. خپرېدو نېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. Retrieved: ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 11383734. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۳. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ CONOR.SI ID: 18131299. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ Dictionary of Art Historians ID: jamesm. ذکر کېدنه: Dictionary of Art Historians. Retrieved: ۲۳ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ سرچينې تړی: https://www.medievalacademy.org/page/CompleteCorrFellow. Retrieved: ۲۸ مارچ ۲۰۲۳.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.roxburgheclub.org.uk/membership/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.thebritishacademy.ac.uk/fellows/montague-rhodes-james-FBA/. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۳.
- ↑ "After W.R. James." (1970) The Book Collector 19 no 1 spring: 7-20
- ↑ Briggs, Julia (1986). "James, M(ontague) R(hodes)". In Sullivan, Jack, ed., The Penguin Encyclopedia of Horror and the Supernatural. New York: Viking Press. ISBN 0-670-80902-0
- ↑ Cox, Michael (1987). "Introduction". Casting the Runes and Other Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. pp. xi–xxx. ISBN 978-0-19-281719-8
- ↑ Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0
- ↑ James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 13–97. ISBN 978-1-108-03053-3
- ↑ James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 41–42. ISBN 978-1-108-03053-3
- ↑ James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 106–195. ISBN 978-1-108-03053-3
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ Benson, Edward Frederic (1920). Our Family Affairs, 1867–1896. London, New York, Toronto, and Melbourne: Cassell and Company, Ltd. p. 231.
- ↑ James, M. R. (1925). Eton and King's. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 151–153. ISBN 978-1-108-03053-3
- ↑ "Discoveries at Bury St Edmunds". The Times. 9 January 1903. p. 9.
- ↑ Moshenska, Gabriel (2012). "MR James and the archaeological uncanny". Antiquity. 86 (334): 1192–1201. doi:10.1017/S0003598X00048341. S2CID 160982792.
- ↑ James, Montague Rhodes (1911). The Sculptured Bosses in the Cloisters of Norwich Cathedral. Norfolk and Norwich Archaeological Society.
- ↑ James, M. R. (1917). "Two Lives of St. Ethelbert, King and Martyr". The English Historical Review. 32 (126): 214–244. doi:10.1093/ehr/XXXII.CXXVI.214. JSTOR 551656.
- ↑ James, M.R. (1926). Abbeys. London: The Great Western Railway.
- ↑ Briggs, Julia (1986). "James, M(ontague) R(hodes)". In Sullivan, Jack, ed., The Penguin Encyclopedia of Horror and the Supernatural. New York: Viking Press. ISBN 0-670-80902-0
- ↑ Pfaff, Richard William (1980). Montague Rhodes James. London: Scolar Press. p. 401.
- ↑ Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0
- ↑ Pfaff, Richard William (1980). Montague Rhodes James. London: Scolar Press. p. 401.
- ↑ Jones, Darryl (2011). "Introduction". Collected Ghost Stories by M. R. James. Oxford: Oxford University Press. p. xii. ISBN 978-019-956884-0
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P136 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- Pages using the JsonConfig extension