اېلیپسوسېفالوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Ellipsocephalus
اېلیپسوسېفالوس
مملکه ژوی
بڼې بې شمزۍ ژوي
خېل بند پښه لرونکی ژوي

اېلیپسوسېفالوس (په یونانی: Ellipsocephalus) د ټریلوبیټانو ډله علمی نوم دي چی د منځني کامبرین د وخت څخه ( ۵۴۲ میلیون کاله مخکې) د پېړم تر وخت پورې په پخواني سمندرونو کی یی ژوند کاوه. نوموړي ټریلوبيټان د سمندر په تل کی ژوند کول او مړ شوي کوچني ځناور یی خوړل.

اېلیپسوسېفالوس هوفي[سمول]

اېلیپسوسېفالوس هوفي (په يوناني: Ellipsocephalus hoffi) د اېلیپسوسېفالوس د ټریلوبیټانو ډلې څخه دی چی فوسلونه یی په منځني اروپا کی د چېک په جمهوریت کی په ۱۹ پېړۍ کی د فرانسوي عالم ياخیم بارند لخوا کشف شو او د ځناور پوه شلوتهېم لخوا په ۱۸۲۳ کال کی توصيف شو. نوموړي ټریلوبیټ بادمی شکل درلود. بدن یی د اسکلت لخوا پوښ شوي وو او د درو برخو (سر، ټټر او مقعد) څخه جوړ شوي وو. اوږدوالي یی د ۱ میلیمتر څخه تر ۹۰ سانتيمترو پورې وو.د اېلیپسوسېفالوس هوفي مړه کېدلو د پېرم په وخت کی ۲۵۰ میلیون کاله مخکې پېل شو. د اېلیپسوسېفالوس هوفي د فوسلونو کشف ځای د بارانديان په سیمو کی پراگ ته نژدي پروت دي.

اېلیپسوسېفالوس پوليټوموس[سمول]

اېلیپسوسېفالوس پوليټوموس (په يوناني: Ellipsocephalus polytomus)د اېلیپسوسېفالوس د ټریلوبیټانو ډلې څخه دی چی په سويډن کی کشف شو.

اېلیپسوسېفالوس سانکتاکروکېنسیس[سمول]

اېلیپسوسېفالوس سانکتاکروکېنسیس (په يوناني: Ellipsocephalus sanctacrucensis)د اېلیپسوسېفالوس د ټریلوبیټانو ډلې څخه دی چی په پولنډ کی کشف شو.