اېليریان / اېلیاتیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېليریان (لرغوني یوناني کې؛ Ἰλλυριοί, Illyrioi او په لاتین کې؛ Illyrii) هند و اروپایي ژبې اړوند خلکو یوه ډله وه، چې په لرغونې زمانه کې د بالکان شبه الجزیرې په لوېدیځه برخه کې ژوند کاوه. هغوی له تراسیایانو او یونانیانو سره د پالئوـبالکان د درې اصلي جمعیت او نفوذ یوه برخه جوړوله.

هغه سیمه چې ایلیریان پکې اوسېدل د راتلونکو یوناني او رومي لیکوالانو لپاره د اېلیریا په نامه وپېژندل شوه. هغوی داسې سیمې هم وپېژندلې چې تر ډېره د البانیا، مونتي نېګرو، کوزوو، د کرواسیا، بوسنیا، هرزګوینا، د صربستان لوېدیځه او مرکزي برخه او داسې نورې برخې په کې شاملې وې. دغه راز په لوېدیځ کې د ادریاتیک سمندر په برخه کې د اسلووني ځینې برخې، په شمال کې د دراوا سیند ځینې برخې، په ختیځ کې د موراوا سیند او په سویلي برخه کې د ائوس سیند (معاصره وجوسا) یا په قوي احتمال سره د سرائوني غرونو په برخه کې موقعیت لري. د اېلیریاني خلکو په هکله تر ټولو لومړنی راپور له میلاد نه مخکې شپږمې پېړۍ پورې اړوند ده، چې د لرغوني یونان د ملیتوس نامتو لیکوال هکاتائیوس په لیکنو کې لیدل کېږي.[۱][۲]

د اېلیریانو نوم، لکه څنګه چې د لرغوني یونانیانو په وسیله د هغوی شمالي ګاونډیو ته کارول کېده، ښایي د خلکو یوې پراخې او ناسم تعریف شوې برخې ته ویل شوی وی. د اېلیریانو قبیلې هېڅ کله په ټولیزه او جمعي توګه د اېلیري په توګه نه معرفي کېدل او دا بیخي ناشونې ده، چې هغوی به له ټولیزې یا جمعي نوم ایښودنې څخه کار واخلي. داسې ښکاري، چې اېلیريان د یوې ځانګړې اېلیري یا اېلیاتي قبیلې نوم وي، دا ډله هغه لومړني خلک و، چې د برونز په زمانه کې له لرغونو یونانیانو سره مخ شول، یونانیانو بیا وروسته دا د اېلیري اصطلاح د ټولو هغو خلکو لپاره وکاروله چې دوی ته ورته ژبه، آداب، دود او دستور یې درلود. ‎[۳][۴][۵]

د لرغون پېژندنې اړوند تاریخي او ژبپوهنیزو مطالعاتو په برخه کې د اېلیریانو یا اېلیاتیانو په هکله څېړنې د ۱۹مې پېړۍ له وروستیو کلونو څخه تر ۲۰مې پېړۍ پورې د پان اېلیریایي نظریو (چې حتی اېلیریایي یا اېلیاتي ډلې یې د بالکان په شمالي برخو کې پېژندلې) څخه په بشپړه توګه یو شمېر تعریف شویو ډلو ته د اېلیاتي علم پېژندنې په اساس لېږدول شوي دي. دغه راز مادي انسان پېژندنه له ۱۹۶۰ ز لسیزې څخه د نویو کتیبو په توګه پیدا او بېلابېلې برخې یا سایټونه وکیندل شول، چې په دې اساس هلته دوه اساسي یونوماستیک اېلیریایي یا اېلیاتي سیمې شته: سویلي سیمه او دالماسي ـ پیانونیان ، د دارداني سیمې سره چې د دې دواړو ترمنځ د یوې برخې ارتباطي برخې په توګه موجوده ده. درېیمه سیمه د هغو په شمالي برخه کې ده، چې په لرغونو ادبیاتو کې تر ډېره د اېلیات د یوې برخې په توګه پېژندل کېده او تر ډېره د اېلیاتي په پرتله ونیزي ژبې پورې اړوند وه. په ایټالیا کې د اېلیاتيانو استقرار او پایښت، څو لرغونو قبیلو پورې اړوند بلل کېده، چې تر اوسه هم څو لرغونو قبایلو پورې اړوند بلل کېږي او داسې ښکاري چې د آدریاتیک سواحلو په امتداد کې یې له «اېلیري» څخه د ایټالیا اړوند شبه الجزیرې ته جغرافیايي کډوالي کړې ده. دواني، پئوسېتي او مېساپي (چې په ټولیزه توګه د Lapyges په نامه پېژندل کېږي).  د «اېلیریانو» اصطلاح د وروستي ځل لپاره په اوومه پېړۍ کې په تاریخي راپورونو کې څرګنده شوه او د بیزانس اړوند یو ټولي ته اشاره کوي، چې د لرغوني روم یوې برخې اېلیریکوم کې یې فعالیت کاوه. [۶]

نومونه او اصطلاحات[سمول]

د «اېلیریانو – Illyrians، اېلیري ـ Illyria، او اېلیريکوم ـ Illyricum» اصطلاحات د تاریخ په لړ کې د توکمیزو او جغرافیايي شرایطو لپاره کارول شوي دي. د دې اصطلاحاتو بیا جوړولو ګڼ شمېر لرغوني او معاصره لیکوالان مغشوش او ستړي کول. د دې بدلونونو د تحلیل او بیان لپاره د پام وړ علمي هلې ځلې ترسره شوي دی. [۷]

د اېلیریانو - Illyrians لومړنۍ پېژندل شوه یادونه له میلاد څخه مخکې د شپږمې پېړۍ په وروستیو او د پنځمې پېړۍ په لومړیو کې د یونان د ملیتوس نامتو لیکوال هکاتائوس په یو شمېر لیکنو (لکه؛ توکم پېژندنه - Γενεαλογίαι (genealogies)، او Περίοδος Γῆς یا Περίοδος Γῆς یا Περιήγία) او (ځمکې ستاینه یا Περιήγησις یعنې هغه ځای چې اېلیریان هلته دي) کې وشوه، چې د داسې خلکو په توګه یې یادونه شوې، چې په بشپړه توګه بربري یا وحشي خلک یاد شوي دی. د مقدونیې په تاریخ کې له میلاد څخه مخکې د شپږمې او پنځمې پېړۍ به ترڅ کې د «اېلیري» اصطلاح سیاسي معنی درلوده، چې په بشپړه توګه مشخصه وه او د هغې پادشاهۍ یا سلطنت په معنی ده، چې د مقدونیې په شمال غربي پولو کې تأسیس شوې وه. له میلاد څخه مخکې د پینځمې پېړۍ څخه راپدېخوا د «اېلیري» اصطلاح مخکې یوې سترې قومي ډلې ته کارول کېده، چې د هغو سیمه د بالکان اصلي سیمې پورې یې وه. لرغوني یونانیانو په ښکاره توګه اېلیريان له تراکیانو Θρᾷκες او دغه راز له مقدونیانو Μακεδόνες څخه یو بشپړ جلا قوم باله.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

زیاتره عالمان او پوهان په دې باور دي: هغه سیمه چې په لومړیو کې د «اېلیریان» په توګه نومول شوې وې، تقریباً د آدریاتیک په سویل لویدیځه سیمه (اوسنۍ آلبانیا او مونتینګرو) کې او د هغو اړوند کورنیو سیمو کې یې موقعیت درلود او بیا یې د ټول رومي اېلیریکوم سیمې ته وده وکړه، چې له ختیځ لوري یې د دانوب تر ادریاتیکه پورې دوام درلود. وروسته له دې چې اېلیاتيان یونانیانو ته د نېږدې والي له امله په پراخه توګه وپېژندل شول، نو دې قومي نوم وده وکړه او نور قومونه هم پکې شامل شول، چې د ځینې دلایلو له امله د لرغونو لیکوالانو په وسیله هغو خلکو پورې اړوند بلل کېدل، چې په لومړیو کې د اېلیرين (Ἰλλυριοί, Illyrioi) په نامه یادېدل. کېدای شي دا اصلي نوم یې د برونز په زمانه کې رامنځته شوی وي، یعنې کله چې ښایي یوناني ژبه لرونکي قبایل د هغه وخت د اېلیاتي قبیلي تر ټولو سویلي ګاونډیان اوسېدلي وي، چې د مونتېنګرو د زتا په دښته یا د آلبانیا په مات دره کې یې ژوند کاوه او تر دې وروسته بیا د عامو وګړو په توګه یعنې د همژبو او مشترک دود او آداب لرونکو خلکو په توګه کار ته تللي دي. دغه راز داسې استنباط هم شوی دی، چې که چېرې یوناني جمعیت هغه مهال له اېلیریاني یا اېلیاتي قبایلو سره خپله لومړنۍ اړیکه لرلې، چې د شکدر په شاخوا سیمو کې یې ژوند کاوه؛ نو سویلي لوري ته د اېلیریانو یا اېلیاتیانو وده او پراختیا له میلاد څخه مخکې د لومړۍ زریزې په لومړیو کې آئوس ته له رسېدو مخکې واقع شوې ده. د اېلیریانو لقب یا برچسپ د لومړي ځل لپاره د بهرنیو وګړو په وسیله په تېره بیا د لرغونو یونانیانو په وسیله له میلاد څخه مخکې د اتمې پېړۍ په پیل کې وکارول شو. کله چې یونانیانو د کورسېرا په استعمارولو سره پیل وکړ، په ډېر شک او تردد سره د آدریاتیک په شرقي سواحلو کې د اطلاعاتو د ترلاسه کول او د بالکان د لویدیځي برخې اړوند بومي خلکو څخه د ځینو مواردو برداشت او ترلاسه کول پیل کړل. [۵][۱۳][۸][۷][۱۴][۱۵][۱۶]

اېلیریانې یا اېلیاتي قبایلو په څرګنده توګه هېڅکله هم ځان په ټولیز ډول اېلیریانیان یا اېلیاتیان معرفي نه کړل او ناشونې ده چې اصلاً دې ډلې له ډله ییزې نوم ایښودونې څخه کار اخیستی وي. زیاتره معاصر څېړونکي ډاډه دي، چې د غربي بالکان ټول وګړي، چې په مجموعي توګه د «اېلیریان» په نامه پېژندل کېدل، ټولو یې یو ډول فرهنګي یا ژبنی موجودیت نه درلود. د بېلګې په توګه یو شمېر قبایل لکه بریګیان د اېلیري یا اېلیاتي په نامه نه پېژندل کېدل. دا چې په لومړیو کې کوم معیارونه د دې ډلې اړوند وګړو د تعریف لپاره کارول کېده او یا دا چې څنګه او ولې د «اېلیریان» اصطلاح د بالکان د لویدیځې سیمې اړوند بومي وګړو لپاره وکارول شوه، په قاطع او روښانه توګه یې ځواب نشو ویلای. د دې پوښتنې اړوند ځواب موندلو لپاره علمي بحثونه مطرح شوي دي، چې آیا د «اېلیريان - Illyrians / Ἰλλυριοί» اصطلاح له همدېته ورته مشابه نوم لرونکې قبیلې څخه اخیستل شوی دی، یا دا چې د ځینې نورو ځانګړو لاملونو په اساس د بومي وګړو د ټاکنې لپاره د یوې عمومي اصطلاح په توګه کارول شوې ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۵][۲۰][۲۱]

سرچینې / ریښې[سمول]

ډېره موده کېږي، چې پوهان د خپلو متضادو او ناهمغږو طبیعتونو او ماهیتونو په اساس یې د اېلیریانو یا اېلیاتیانو د توکم پېژندنې په هکله د یوې واحدې نظریې وړاندې کول ستونزمن کار بللی. معاصرې څېړنې نشي کولای چې اېلیریان یا اېلیاتیان د ځانګړو او خارق العاده خلکو په توګه یاد کړي او دا مني، چې هغوی د بېلابېلو ناپېژندل شویو ټولنو یوه ټولګه وه، چې مشترکه ریښه او سرچینه یې لرله او هیڅکله په یوه قومي ډله کې ادغام نه شول. د رابرت السي ژبپوه په وینا د «اېلیري» اصطلاح په قوي احتمال په لومړیو کې هغې قبیلې ته ویل کېده، چې لرغوني یونانیان د لومړي ځل لپاره له هغو سره په اړیکه و؛ خو وروسته بیا د یوې ټولیزې او جمعي اصطلاح په توګه په سیمه کې د ګڼ شمېر قبایلو اړوند ډلې ته وکارول شوه، چې کېدای شي هغوی نه وي، په اصل کې له فرهنګي یا ژبني اړخه یو بل ته ورته او همغږي و. [۱۸][۱۷][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Dausse 2015, p. 28
  2. Wilkes 1992, pp. 6, 92; Boardman & Hammond 1982, p. 261
  3. Boardman 1982, p. 629.
  4. Wilkes 1992، ص. 92.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Roisman او Worthington 2010، ص. 280.
  6. Schaefer 2008, p. 130.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Dzino 2014، صص. 45–46.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Katičić 1976، ص. 156.
  9. Crossland 1982، ص. 841.
  10. Dzino 2014، صص. 47–48.
  11. Matijasić 2011، ص. 293.
  12. Katičić 1976، صص. 154–155.
  13. Boardman 1982, p. 629.
  14. Wilkes 1992، صص. 81, 183.
  15. Hammond 1966، ص. 241.
  16. Wilkes 1992، ص. 93-96: From this it has been inferred that if the first Greek contacts with a people called Illyrians took place when the latter dwelt around the Lake of Scodra, that is, north of the Taulantii and Parthini, there must have occurred later a southward movement of lllyrian people into an area once inhabited by Greek speakers. There may be some coincidence between this notional lllyrian expansion with a southward movement of iron-using peoples early in the first millennium BC, ....as far as the river Aous (Vijose)..
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Wilkes 1992، ص. 38.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Elsie 2015، ص. 2.
  19. Roisman, Joseph; Worthington, Ian (7 July 2011). A Companion to Ancient Macedonia. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 280. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-5163-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dzino 2014، ص. 47.
  21. Dzino 2014، ص. 46.
  22. Stipčević 1977، ص. 17.
  23. Wilkes 1992، ص. 81.
  24. Wilkes 1992، ص. 39.
  25. Stipčević 1977، ص. 15.