اېجین سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېجین سمندر د اروپا او اسیا تر منځ د مدیترانې سمندر یو اوږد خلیج دی. دغه سیمه د «بالکان» او «اناتولي» تر منځ واقع ده او شاوخوا ۲۱۵۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت رانغاړي. اېجین سمندر له شمالي اړخه د «ډارناډل» او «باسفورس» تنګیو په مرسته له مرمرې سمندر او تور سمندر سره یوځای کېږي. د اېجین سمندر ټاپوګان په سمندر کې دننه واقع دي او د «کرټ» او «روډس» په ګډون ځینې ټاپوګان یې له سوېلي څنډې څخه محدودوي. د «کرټ» ختیځ لوري ته د دغه سمندر حد اکثر ژوروالی ۳۵۴۴ مترو ته رسېږي. «تراکیا سمندر» او «کرټ سمندر» د اېجین سمندر دوې مهمې فرعي برخې دي.[۱]

د اېجین سمندر ټاپوګان په ګڼو ډلو وېشلی شو چې په دې کې ډوډکانیز، سیکلاډس، سپوراډس، سارونک ټاپوګان، د اېجین سمندر شمالي ټاپوګان، کرټ او د هغه شاخوا ټاپوګان یادولی شو. ډوډکانیز په سوېل ختیځ کې واقع دی او روډس، کوس او پاټموس ټاپوګان په کې شامل دي. «ډلوس» او «ناکسوس» ټاپوګان بیا د سمندر په سوېل کې په «سکلارډس» کې واقع دي. «لسبوس» د اېجین سمندر د شمالي ټاپوګانو یوه برخه ده. د یونان دویم لوی ټاپو «اوبویا» چې د مرکزي یونان د یوې برخې په توګه اداره کېږي، هم په اېجین سمندر کې پروت دی. د یونان له ۱۲ څخه ۹ اداري سیمې له دغه سمندر سره هم سرحده دي، د دې تر څنګ د ترکیې ځینې ولایتونه لکه ادرنه، چناق قلعه، بالیکسیر، ازمیر، ایدین او موغله یې په ختیځ کې ګاونډیان دي. په دغه سمندر کې د ترکیې بېلابېل ټاپوګان «ایمبروس»، «ټنډوس»، «کونډا ټاپو» او «فوچا ټاپو» دي.

اېجین سمندر له تاریخي پلوه مهم و، په ځانګړي ډول د لرغوني یونان د تمدن لپاره ځکه مهم و چې خلک یې د اېجین سمندر د سواحلو او د دغه سمندر د ټاپوګانو په شاوخوا سیمو کې مېشت وو. د اېجین سمندر ټاپوګانو د سیمې د خلکو او اروپا او اسیا تر منځ اړیکې اسانه کولې. د یونانیانو تر څنګ تراکیایانو هم د شمالي سواحو په منځ کې ژوند کاوه. رومیانو د روم سترواکۍ تر واک لاندې سیمه لاندې کړه او وروسته بیا دا سیمه «بیزانس سترواکۍ» د لومړنۍ بلغاري سترواکۍ د پرمختګونو په مقابل کې وساتله. څلورمې صلیبي جګړې پر دې سیمه د «بیزانس» کنترول کمزوری کړ او بالاخره تر «کرټ» پرته چې تر ۱۶۹۹ ز کال پورې د ونیزي مستعمره وه، د عثماني سترواکۍ له‌خوا فتحه شوه. د یونان د خپلواکۍ جګړې له ۱۸۲۹ ز کال را وروسته د اېجین سمندر په سواحلو کې یوه یوناني دولت ته لاره هواره کړه. عثماني سترواکي څه باندې ۵۰۰ کاله پر دغه سمندر تر هغه مهاله موجوده وه چې ځای یې نوې یا مدرنې ترکیې ونیو.

د اېجین سمندر د تل جوړوونکې ډبرې تر ډېره د چونې یا اهکي ډبرې دي. دا ډبرې د هغو اتشفشاني فعالیتونو له امله تر ډېره بدلې شوې دي چې په وروستیو جیولوژيکي وختونو کې یې دا سیمه لړزولې ده. د اېجین سمندر په سوېل کې د «سانټوریني» او «میلوس» ټاپوګانو په سیمه کې رنګارنګ رسوبات ډېر د پام وړ دي. د اېجین سمندر پر ساحلي کرښه پراته مهم ښارونه «اتن»، «سالونیک» «ولوس» «کاوالا» او «هراکلیون» د یونان اړوند دي او «ازمیر» او «بوډروم» د ترکیې اړوند دي. د اېجین سمندر ځمک‌لاندې اوبه د تروشوالي لوړه کچه لري، له همدې له امله فکر کېږي چې دا خاوره د اتشفشاني سیمې په دلیل شنډه ده، خو اصلاً د خپلې خاورې د ماهیت له جوړښت سره تعادل لري او له دې امله په هغو ځمکو کې محصولات وده کوي چې فکر کېږي شنډې دي.[۱]

په اېجین سمندر کې د حاکمیت پر اړوندو ځينو ستونزو د یونان او ترکیې تر منځ لانجه ده. د اېجین سمندر شخړې له ۱۹۷۰یمې لسیزې راهیسې د یونان او ترکیې پر اړیکو لویه اغېزه کړې ده. په دغو ستونزو کې د ځمک‌باندې اوبو د حدونو ټاکنه، ملي هوايي حریم، انحصاري اقتصادي سیمې او د الوتنې د معلومات سیمې شاملېږي.[۲]

تاریخچه[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

د اوسنۍ ساحلي کرښې تاریخ تر میلاد مخکې شاوخوا ۴۰۰۰ کال ته ور ګرځي. تر هغه وړاندې د کنګل د وروستۍ زمانې په اوج کې (شاوخوا ۱۸۰۰۰ کاله وړاندې) د سمندرونو سطحه په ټولو ځایونو کې ۱۳۰ متره ښکته وه او د اېجین سمندر د لویې شمالي برخې پر ځای لویې او اوبه لرونکې دښتې موجودې وې. کله چې دغه دښتې د لومړي ځل لپاره ونیول شوې، د «میلوس» په ګډون اوسني ټاپوګان د «ابسیډین» [تورې او شیشې ته ورته اتشفشاني ډبرې] له مهم تولید سره احتمالاً تر هغه مهال پورې له اصلي ځمکې سره یوځای وو. اوسنۍ ساحلي بڼه یې شاوخوا ۹۰۰۰ کاله مخکې را څرګنده شوه او د سمندرونو سطحو د کنګل له زمانې تر ۳۰۰۰ کاله را وروسته مهال پورې ډېرېدو ته دوام ورکړ.[۳]

د برونزو په زمانه کې د یونان او اېجین سمندر راتلونکي تمدنونه د دې لامل شول چې «د اېجین تمدن» اصطلاح رامنځته شي. په لرغونې دوره کې دغه سمندر د دوو لرغونو تمدنونو زانګو وه چې یو یې په کرټ کې د مینوسیانو تمدن او بل په پلوپونز کې د میسنیانو تمدن و.[۴]

لرغونی یونان[سمول]

لرغونې دوره تر میلاد مخکې په اتمه پېړۍ کې د یونان په تیاره پېړیو پسې واقع شوه. یونان په کوچنیو خودمختارو ټولنو ووېشل شو، فنیقي الفبا یې ومنله او هغه یې د یوناني الفبا د جوړولو لپاره بدله کړه. تر میلاد مخکې په شپږمه پېړۍ کې ګڼ ښارونه د یونان په چارو کې د واکمنو په توګه را څرګند شول چې «اتن»، «سپارټا»، «کورینت» او «تبس» و. په دې کې اتن، سپارټا او کورینت هغه ښارونه وو چې اېجین سمندر ته تر ټولو ډېر نږدې وو. هر یوه یې خپلې شاوخوا کلیوالي سیمې او کوچني ښارونه تر خپل کنترول لاندې راوستي وو او «اتن» او «کورینت» هم پر لویو سمندري او سوداګریزو قدرتونو بدل شوي وو. تر میلاد مخکې د ۸مې او ۷مې پېړیو په جریان کې ډېری یونانیان په مګنا ګراسیا (سوېلي ایټالیا او سیسیل)، کوچنۍ اسیا او نورو لرو پرتو سیمو کې د مستعمراتو د جوړولو په نیت وکوچېدل. اېجین سمندر په تاریخي لحاظ د سمندري شخړو یو تر ټولو مرکزي ځای و چې تر میلاد مخکې د ۴۸۰ ز کال د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د اتن سمندري ځواکونو د «سالامیس» په جګړه کې د فارس د دویم خشایارشا سمندري ځواکونو ته ماته ورکړه. په دې توګه د لوېديځ د پراختیا لپاره هر ډول هڅې د هخامنشي سترواکۍ له‌خوا پای ته ورسېدې.[۵]

وروسته بیا اېجین سمندر د مقدوني پادشاهۍ تر کنترول لاندې شو. دویم فیلیپ او د هغه زوی «مقدوني سکندر» د فتوحاتو یوه لړۍ پر مخ کړه چې په پایله کې یې نه یوازې دا چې د یونان اصلي سیمې متحدې شوې او اېجین سمندر د ده تر فرمان لاندې شو، بلکې هخامنشي سترواکي یې هم دړې وړې کړه. د مقدوني سکندر تر مړینې وروسته دا سترواکي د ده د سردارانو تر منځ ووېشل شوه. کاساندر د مقدونیې د هلنیستي پادشاهۍ پادشاه شو چې د اېجین سمندر د لوېديځ ساحل په اوږدو کې یې یوه سیمه لرله چې کابو له اوسني یونان سره برابره وه. لیسیماکوس پادشاهۍ د دغه سمندر پر ختیځ ساحل کنترول درلود. یونان دغه مهال هلنیستي دورې ته دننه شوی و.

مدرنه دوره[سمول]

د یونان د خپلواکۍ جګړې له ۱۸۲۹ ز کال را وروسته د اېجین سمندر په سواحلو کې یوه یوناني دولت ته لاره هواره کړه. عثماني سترواکي څه باندې ۵۰۰ کاله تر هغه مهال پورې پر دغه سمندر موجوده وه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې تر ختمېدو وروسته ځای مدرنې یا نوې ترکیې ونیو. د جګړې په جریان کې یونان د اېجین سمندر د شمالي ساحل د شاوخوا سیمو کنترول ترلاسه کړ. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې یونان او ترکیې خپل اوسني سرحدونه له سره کړل.

په ۱۹۱۲ ز کال کې د ایټالیا-ترکیې په جګړه کې ایټالیا د «ډوډکانیز» ټاپوګان ونیول، له هماغه مهاله یې اشغال کړي وو او په ۱۹۱۹ ز کال کې یې په ونیزلوس-ټيټوني هوکړه‌لیک کې هم یونان ته د دغو ټاپوګانو له پرېښودلو څخه ډډه وکړه. د یونان او ایټالیا جکړه د ۱۹۴۰ ز کال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۴۱ ز کال تر اپرېل میاشتې پورې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د بالکان کمپاین د یوې برخې په توګه پېښه شوه. د ایټالیا د جګړې موخه د یوه لاسپوڅي یوناني دولت جوړول وو چې ایټالیا ته په اېجین سمندر کې د «سپوراډیس» او «سیکلاډس» ټاپوګانو د ورکولو اجازه ورکړي تر څو د اېجین سمندر د ایټالیايي ټاپوګانو د یوې برخې په توګه اداره شي. د جرمني برید د محور له‌خوا د یونان د اشغال لامل شو. جرمني ځواکونو د ۱۹۴۴ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه اتن تخلیه کړ او د میاشتې په پای کې یې د یونان له اصلي سیمو شاتګ وکړ. وروسته بیا یونان د متفقینو ځواکونو ازاد کړ.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Aegean Sea | Mediterranean Sea". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "International Disputes". www.globalsecurity.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tjeerd H. van Andel; Judith C. Shackleton (Winter 1982). "Late Paleolithic and Mesolithic Coastlines of Greece and the Aegean". Journal of Field Archaeology. 9 (4): 445–454. doi:10.1179/009346982791504454. JSTOR 529681. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tracey Cullen, Aegean Prehistory: A Review (American Journal of Archaeology. Supplement, 1); Oliver Dickinson, The Aegean Bronze Age (Cambridge World Archaeology).
  5. Herodotus (2007). Histories. Book VIII. Bowie, Angus M. Cambridge, UK: Cambridge University Press. OCLC 159628612. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-57328-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)