اېبلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېبلا (په سومري ژبه: 𒌈𒆷 eb₂-laپه عربی اېبلا، اوسنی تل مردیخ) د سوریې له لومړنیو پاچاهیو څخه وه. پاتي شوني يې د حلب ښار د سویل لویديځې برخې په ۵۵ کیلومترۍ (۳۴ مایله) کې مرديخ کلي ته نږدې یوه کیسه جوړوي. اېبلا له ميلاد څخه مخکې په ټوله درېیمه زریزه او له میلاد څخه مخکې د دویمې زریزې په نیمايي برخه کې مهم مرکز و. د هغې کشف دا ثابته کړه چې شام له مصر او بین‌النهرین سره برابر د لرغوني او متمرکز تمدن مرکز و او دا نظریه یې رد کړه چې د برونز په لومړني دور کې دوه وروستي یاد شوي هېوادونه په منځني ختيځ کې یوازیني مهم مرکزونه وو. د اېبلیېت لومړنی پاچاهي د لومړني نړیوال ځواک په توګه ثبت او تشرېح شوی.  [۱]

اېبلا د برونزو د دور په لومړیو کې (له ميلاد څخه نږدې ۳۵۰۰ کاله مخکې) د یو کوچني ښار په توګه په یوه سوداګریزه امپراتورۍ او وروسته په یو پراختیاغوښتونکي ځواک بدله شوه چې خپله لوړتیاپالنه يې د شمالي او ختيځې سوریې پر ډېره برخه وروتپله. اېبلا  له میلاد څخه مخکې د ۲۳مې پېړۍ په بهیر کې له‌منځه لاړه. وروسته بیا ورغول شوه او د اور د درېیمې کرړې په ریکارډونو کې ذکر شوې. دویمه اېبلا په لومړۍ اېبلا پسې وه چې د یوې نوې سلطنتي لړۍ له‌خوا اداره کېده. له میلاد څخه مخکې د درېیمې زریزې په پای کې له‌منځه لاړه چې په ښار کې يې د اموري قبایلو د مشتېدو لپاره لار پرانیسته او درېیمه اېبلا يې جوړه کړه. درېیمه پاچاهي هم د یو سوداګریز مرکز په توګه وغوړېده. دا ښار د یمهاد (ننني حلب) تابع او متحد شو تر هغه چې له میلاد څخه مخکې نږدې په ۱۶۰۰ کال کې د هيټي پاچا لومړي مرسېلي له‌خوا له‌منځه لاړه.

اېبلا خپله غوړېدا د یوې پراخې سوداګریزې شبکې له لارې خوندي کړه. د سمر، قبرس، مصر او ان د افغانستان اړوند اثار د دې ښار له ماڼیو څخه ترلاسه شوي. پاچاهۍ خپله ژبه درلوده چې اېبلایټ وه او د اېبلا سیاسي سازمان تر سومري موډل بېلې ځانګړنې لرلې. ښځو ځانګړی مقام درلود او ملکې په ایالتي او مذهبي چارو کې لوی نفوذ درلود. د خدایانو معبد په عمده ډول شمالي سامي و چې د اېبلا منحصر خدایان په‌کې شامل و. دا ښار په ۱۹۶۴ کال کې وکیندل شو او د اېبلا د تابلوګانو له امله اېبلا ونومول شو، هلته د ۲۰۰۰۰ تابلوګانو/لوحو یو ارشیف چې په میخي خط کښل شوې وې وموندل شو چې له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۲۳۵۰ کال پورې يې تړاو درلود. دا ارشيف په دواړو سومري او اېبلایي ژبو له ميخي خط څخه په کار اخیستلو لیکل شوی دی. د سومري ژبې د ښه درک امکان يې چمتو کړی او په شام کې يې له میلاد څخه مخکې د درېیمې زریزې اړوند د سیاسي سازمان او تولنیز دود او دستور په اړه اړين معلومات وړاندې کړې.  

تاریخچه[سمول]

د اېبلا کلیمې احتمالي معنا «سپينه پرښه» دهو چې د چونې ډبرې هغې قشر ته اشاره کوي چې دا ښار پرې جوړ شوی. اېبلا د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه مخکې په ۳۵۰۰ کال کې مېشته شوه؛ له ډېرو  چوپړي کرنیزو مېشت‌ځايونو سره يې د ودې ملاتړ وشو. دا ښار د یو پانګه‌وال په توګه د مخ پر ودې نړیوالې سوداګرۍ کې په احتمالي ډول په سومر کې د وړیو/پشم لپاره د تقاضا له لوړوالي سره له خپل رول څخه ګټه پورته کړه. د دې دورې لرغون‌پېژندونکي دا په «لومړي مردیخ» کې د مېشتېدو لومړنۍ دوره بولي؛ چې له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۳۰۰۰ کال کې پای ته ورسېده. تر لومړي مرديخ وروسته له میلاد څخه مخکې د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ کلونو تر منځ د لومړۍ او دويمې پاچاهي دوره د دویم مردیخ په نوم یاديږي. اي. جې. ګلب اېبلا د کېش تمدن یوه برخه ګڼله چې د ختيځو سامي ژبو ټولنو کلتوري ټولګه وه چې د بین النهرین له مرکز څخه يې تر لویديځ شام پورې دوام درلود. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

لومړنۍ پاچاهي[سمول]

له میلاد څخه مخکې د ۲۴۰۰ او نږدې ۲۳۰۰ کلونو تر منځ اېبلا د سوریې د دولتونو تر منځ په ځانګړي ډول له میلاد څخه مخکې د درېيمې زریزې په دویمه نیمایي کې چې د اېبلا تر تابلوګانو وروسته د ارشیف د دور په نوم پېژندل کېږي تر ټولو مخکښه پاچاهي وه. [۳]

لومړنۍ دوره[سمول]

له میلاد څخه مخکې د ۲۴۰۰ او ۳۰۰۰ کلونو تر منځ لومړنۍ دوره د مردیخ IIA په نوم یادیږي. د ښار د پخواني تاریخ په اړه عمومي پوهه تر ارشیفی لیکنو د مخه د کېندنې له لارې ترلاسه شوې. د دویم اې مردیخ لومړني پړاوونه له «CC» ساختمانونو او داسې جوړښتونو سره چې د « G2 » ساختمان یوه برخه جوړوي مشخصیږي چې په ظاهري توګه له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۲۷۰۰ کال کې د یوې سلطنتي ماڼۍ په توګه پېژندل کېږي. د دې دورې په پای کې له ماري سره سل کلنه جګړه پيل شوه. ماري د خپل پاچا سایومو د اقداماتو له لارې چې ډېری ښارونه يې فتحه کړل غوره‌والی پيدا کړ. له میلاد څخه مخکې د ۲۵مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې پاچا کون-ډمو ماري ته ماته ورکړه، خو د هغه د واکمنۍ په دوام د ایالت ځواک راکم شو.  [۳][۶][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ارشیف دوره[سمول]

د ارشیف دور چې د مرديخ د دويمې بي یو (IIB1) په نوم یاديږي له میلاد څخه مخکې نږدې د ۲۳۰۰ او ۲۴۰۰ کلونو تر منځ وه. د دورې پای د «لومړني تخریب» په نوم یاديږي چې اساساً د سلطنتي مانۍ (چې د «G» ماڼۍ په نوم یاديږي او د پخوانۍ «G2 » پر سر رغول شوې) او تر ډېره د اکروسفيل (د یونان په اتن کې د یوې مشهورې ماڼۍ نوم، ژباړن) تخريب ته اشاره کوي. د ارشیف په دوره کې اېبلا په شمال او ختيځ کې د سوريې په ټولو ښارونو واک درلود چې په ارشیفونو کې یاد شوي. د هغې دورې اړوند ډېری تابلوګانې د اقتصادي مسایلو په اړه دي خو سلطنتي لیکونه او ديپلوماتیک اسناد هم په‌کې شاملېږي.  [۳][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لیکل شوي ارشیفونه د اېګرېش-هالام تر واکمنۍ مخکې نه دي، چې ماري ته د اېبلا د درناوي او د منځني فرات په سیمه کې د ماريتو د پاچا دویم اېبل الایل په مشرۍ د اېبلي پر ښارونو د پراخ يرغل شاهد وو. اېبلا د ايرکاب-دامو د پاچاهۍ پر مهال له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۲۳۴۰ کال کې په بریالۍ توګه ورغېده؛ او د ماري خلاف یې يو بریالی یرغل پيل کړ. اېرکاب-دامو له ابرسال سره د سولې او سوداګرۍ تړون لاس‌لیک کړ؛ دا په تاريخ کې له لومړنیو ثبت شویو تړونونو څخه  دی. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اېبلا په‌خپل عظمي حد کې د نننۍ سوریې په نیمايي کچه یوه سیمه وه او په شمال کې تر اورشوم په سویل کې د دمشق تر شاوخوا سیمې او په لویديځ کې تر فنیقیې (Phoenicia ) او کوسټال/ساحلي غرونو او په ختيځ کې يې د حدو (Haddu ) سیمې په واک کې وې. د پاچاهۍ لویه برخه د پاچا تر مستقیم کنترول لاندې وه او د حاکمانو له‌خوا اداره کېده؛ په پاتې برخه کې تابع پاچاهۍ (خانخاني) شاملې وې. یو له دغې خانخانیو څخه د ارمي پاچاهي وه چې تر ټولو زیاته د اېبلا په تابلوګانو/لوحو کې یاده شوې ده. اېبلا له شپېتو څخه زیاتې تابع پاچاهۍ او ښاري دولتونه لرل چې له ډلې يې هازووان، برمان، عمار، هالابیتو او سالابیتو یادولی شو. [۲۵][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۱][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

وزیر د پاچا لوړ پوړی چارواکی و. د دې منصب خاوند ډېر صلاحیتونه لرل؛ تر ټولو ځواکمن وزیر ایبریوم و چې د خپل سلف اورکم په دوره کې یې د ابرسل پر وړاندې لښکرلېږد وکړ. اېبلا د ایسار-دامو د واکمنۍ په بهیر کې د ماري خلاف جګړې ته دوام ورکړ، چې د اېبلا متحد ناګار يې له ماتې سره مخ کړ او د برني/پورتني بین النهرین له لارې يې د اېبلا او د بین النهرین د سویل تر منځ سوداګریزې لارې وتړلې. اېبلا د لاس‌پوڅو یاغیانو خلاف منظم لښکر لېږدونه تر سره کړل، چې له ډلې يې پر ارامي برید او قطنا ته څېرمه د ابعل په سویلي سیمه لښکرلېږد یادولی شو. له ماري سره د جګړو د حل او فصل لپاره ایسار-دامو له ناګار او کېش سره متحد شو. د دغې لښکر لېږد مشري د اېبلي وزیر اېبي-سپېش پر غاړه وه چې  ترقا ته څېرمه جګړه کې يې ترکیبي پوځ بریا ته ورساوه. متحدینو هم په ارامي برید وکړ او هغه يې ولکه کړه او د اېبي-سپنېش زوی مالک یې واکمن وټاکل شو. اېبلا تر لښکرلېږد څو کاله وروسته په احتمالي ډول د ایساردامو تر مړینې وروسته له خپل لومړني ويجاړي سره مخ شوه.  [۳۵][۲۹][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۱][۴۸]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite dictionary
  2. Leick 2009، ص. 54.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Matthiae 2013a، ص. 37.
  4. Van De Mieroop 2002، ص. 133.
  5. Shaw 1999، ص. 211.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Hamblin 2006، ص. 241.
  7. Mantellini، Micale او Peyronel 2013، ص. 182.
  8. Dolce 2010، ص. 248.
  9. Dolce 2008، ص. 68.
  10. Liverani 2013، ص. 119.
  11. Astour 2002، ص. 79.
  12. Nadali 2007، ص. 349.
  13. Dolce 2008، ص. 66.
  14. Dolce 2010، ص. 246.
  15. Dolce 2010، ص. 247.
  16. Dolce 2010، ص. 250.
  17. Ökse 2011، ص. 268.
  18. Bryce 2014، ص. 15.
  19. Pettinato 1981، ص. 105.
  20. Astour 2002، ص. 74.
  21. Astour 1992، ص. 19.
  22. Matthiae 2013a، ص. 38.
  23. Neff 2014، ص. 14.
  24. Archi 2011، ص. 5.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Cooper 2006، ص. 64.
  26. Podany 2010، ص. 24.
  27. Feliu 2003، ص. 40.
  28. Roux 1992، ص. 200.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Nadali 2007، ص. 350.
  30. Tonietti 2010، ص. 69.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Cooper 2010، ص. 89.
  32. Pettinato 1991، ص. 135.
  33. Astour 2002، ص. 66.
  34. Astour 2002، ص. 83.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Otto او Biga 2010، ص. 486.
  36. Astour 1981، ص. 4.
  37. Aubet 2001، ص. 18.
  38. Tubb 1998، ص. 39.
  39. Astour 2002، ص. 101.
  40. Hamblin 2006، ص. 242.
  41. ۴۱٫۰ ۴۱٫۱ Liverani 2013، ص. 123.
  42. Stieglitz 2002، ص. 219.
  43. Biga 2014، ص. 103.
  44. Podany 2010، ص. 57.
  45. Liverani 2013، ص. 121.
  46. Otto او Biga 2010، ص. 485.
  47. Otto او Biga 2010، ص. 484.
  48. Astour 2002، ص. 59.