ایکوسیستم انجنیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یو ایکوسیستم انجنیر هره هغه نوع ده چې مېشت‌ځای جوړوي، په پام وړ ډول یې بدلوي، ساتي او یا یې له منځه وړي. دغه موجودات کولی شي د یوې سیمې په کچه د نوعو پر ډېرېدو کلکه اغېزه وکړي. ایکوسیسټم انجنیر موجودات د خپل چاپېریال د ساتنې او تلپاتې‌والي لپاره ډېر مهم دي. دا چې ټول موجودات د خپل ژوند پر چاپېریال اغېز لري، ښه بلل شوې ده چې «د ایکوسیستم انجنیر» اصطلاح یوازې هغو کیسټوني نوعو ته وکارول شي چې د هغوی چلند پر نورو ژوندیو موجوداتو اغېز لري.[۱][۲]

ډولونه[سمول]

الوجینیک انجنیران[سمول]

الوجنینیک انجنیران بیوفزیکي چاپېریال د ژوندیو یا غیر ژوندیو توکو په بدلون سره له یوې بڼې څخه بلې بڼې ته تعدیلوي یا په اصلاحي ډول بدلوي. د اوبو سپي (Beavers) د ایکوسیستم انجنیرانو لپاره اصلي ماډل دی؛ دغه سپي د پاک‌کارۍ او بندونو جوړولو په پروسه کې خپل چاپېریال په پراخ ډول بدلوي. د یوه بند ډېرېدل هم په سیمه کې د ډېرو موجوداتو خپرښت او ډېرښت بدلولی شي. چینجیان (Caterpillar) یوه بله بېلګه ده چې له پاڼو څخه د مېشت‌ځایونو په جوړولو سره د نورو موجوداتو لپاره پټنځایونه رامنځته کوي چې ښايي هم‌مهاله یا وروسته یې اشغال کړي. یوه بله بېلګه ښايي دارکوب مرغان (woodpeckers) یا نور الوتونکي وي چې چې په ونو کې سوري جوړوي تر څو ځالې په کې جوړې کړي. کله چې دغه الوتونکي له هغوی څخه جلا کېږي، دغه سوري د نورو الوتونکو یا تي لرونکو له‌خوا د کورونو یا مېشت‌ځایونو په توګه کارول کېږي.[۳][۴][۵]

اټوجینيک انجنیران[سمول]

اټوجنینک انجنیران د خپلو ځانونو په بدلولو یا اصلاحي تعدیل سره خپل چاپېریال بدلوي. ونې یې ښه بېلګه ده، ځکله چې وده کوي ډډه او ښاخونه یې د نورو موجوداتو لکه ډانګلکیو (موش خرماوو)، الوتونکو او نورو حشراتو لپاره مېشت‌ځایونه رامنځته کوي. په استوايي سیمو کې پورته ختونکي نباتات (lianas) ونې سره وصلوي چې ډېرو حیواناتو ته زمینه برابروي تر څو د ځنګله د تاج‌پوښ له لارې تګ راتګ وکړي.[۶]

اهمیت[سمول]

په یوه چاپېریال کې د ایکوسیستم انجنیرانو د پېژندلو وړتیا ښايي د نورو هغو ژوندیو موجوداتو لپاره هم مهمه وي چې په هغه چاپېریال کې ژوند کوي. پر دې هم باید پوه شو چې ایکوسیستم انجنیران داسې موجودات یا ارګانېزمونه نه دي چې د نورو موجوداتو لپاره مستیقماً ژوندي یا غیر ژوندي نسجونه رامنځته کوي. په بله وینا، دغه موجودات د دې لپاره د ایکوسیستم انجنیرانو په توګه نه پېژندل کېږي چې تغذیوي اغېز لري، بلکې د دې لپاره ایکوسیستم انجنیران بلل کېږي چې د مېشت‌ځایونو یا سرچینو د بدلولو وړتیا لري. که څه هم د ایکوسیستم انجنیرانو اغېز کېدای شي د کیسټون نوعو په اندازه لوی وي، خو دوی د اغېزو په ډولونو کې بېلابېل دي. کیسټون موجودات د تغذیوي اغېزو په خاطر اړین دي، خو ایکوسیستم انجنیران دغسې نه دي.[۷][۸]

د ځینو ایکوسیستم انجنیرانو شتون د یوې سیمې په کچه د نوعو له ډېرښت سره تړلی دی. د اوبو د سپي په څېر موجودات د خپلو مېشت‌ځایونو په بدلولو سره لا ډېر نور مېشت‌ځایونه رامنځته کوي، له دې امله د هغو نوعو په ډېرېدو کې مرسته کوي چې په نورو ځایونو کې نه پیدا کېږي. [۹][۱۰][۱۱]

د ژوندیو موجوداتو بېلابېلوالي ښایي د یوه ایکوسیستم په داخل کې د پېچلو پروسو د ډېرولو لپاره د ایکوسیستم انجنیر د وړتیا تر اغېز لاندې راشي او په بالقوه ډول د نوعو د ډېرېدو او په ځايي چاپېریال کې د بېلابېوالي د ډېرېدو لامل شي. د بېلګې په توګه د اوبو سپي د ساحلي ځنګلونو د بدلولو او نمجنو مېشت‌ځایونو د پراخولو وړتیا یا ظرفیت لري چې دغه کار په ژوندځایونو کې د بېلابېوالي د ډېرېدو لامل کېږي او په هغې سیمې کې ډېرو نوعو ته د اوسېدو یا مېشت کېدو زمینه برابرېږي. د سمندري ژیو مرجاني مېشت‌ځایونه چې د ایکوسیستم انجنیرانو مرجاني نوعو رامنځته کړي دي، په نړۍ کې د اوبو د موجوداتو د نوعو تر ټولو ډېر بېلابېلوالی لري.[۱۲]

د اصطلاح پر سر اختلاف[سمول]

د یوې نوعې د طبقه‌بندۍ لپاره «د ایکوسیستم انجنیر» اصطلاح د کارولو په اړه د نظر اختلافات موجود دي، ځکه دغه اصطلاح د ایکولوژيکي علومو د ټولنې لپاره یوه «رمزي کلمه» بللی شو. د «ایکوسیستم انجنیر» د اصطلاح کارول ښيي چې نوعې په شعوري او قصدي ډول خپل چاپېریال بدلوي یا اصلاح کوي. داسې استدلال هم شته چې ووایو په ټولو ځایونو کې د ایکوسیستم انجنیرانو شتون په دې معنا دی چې ټول موجودات د ایکوسیستم انجنیران دي. له همدې امله د یوه ایکوسیستم انجنیر د طبقه‌بندۍ د پلټنې لپاره لا ډېرې ایکولوژيکي څېړنې کېږي. د یوه ایکوسیستم انجنیر د پېژندنې کلیات او ځانګړنې د اختلاف ټکی دی او دا مهال د ایکوسیستم انجنیرانو په توګه د اغېز پر اساس د موجوداتو د طبقه‌بندۍ لپاره لا ډېرې څېړنې روانې دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

انسانان د ایکوسیستم انجنیرانو په توګه[سمول]

فکر کېږي چې انسانان د ایکوسیستم تر ټولو ښه انجنیران دي. مېشت‌ځای جوړونه د بشري فعالیت له لومړنیو ورځو څخه راپيل ده. انسانانو د ښاري پراختیا، کرنیزو لارو چارو، ونو وهلو، بندونو جوړولو او کانونو استخراجولو له لارې له چاپېریال سره د تعامل ډول بدل کړی دی. دغه تعامل تر ډېره د انساني ایکولوژۍ په برخه کې څېړل شوی دی. انسانان چې هم الوجنیک انجنیران او هم اټوجنیک انجنیران بلل کېږي، د ایکوسیستم انجنیرانو په هېڅ یوه ډله کې هم نه راځي. انسانان د اټوجنیک اغېزو تقلید کولی شي او خپلې الوجنیک اغېزې تطبیقولی شي. ایرکنډېشنونه د انسان د اټوجنیکې اغېزې د تقلید یوه جوته بېلګه ده.[۱۶][۱۷]

د اکثرو ټولنو او ایکوسیستمونو د پېچلتیا له امله د بیارغونې پروژې تر ډېره سختې دي. ایکوسیستم انجنیران عادي یا پخواني حالت ته د یوې سیمې د بیا را ګرځولو لپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندیز شوي دي. که څه هم چې په ایډیال حالت کې به دا ټول طبیعي عوامل وي، خو د اوسنۍ پراختیا کچې ته په کتو سره ښايي انساني مداخله هم اړینه وي. پر دې سربېره چې ایکوسیستم انجنیران د بیارغونې په ایکولوژۍ کې مرسته کولی شي، ښايي د بریدګرو نوعو یا موجوداتو په مدیریت کولو کې هم ګټور عامل وي. دا مهال داسې نوې برخې د پراختیا په حال کې دي چې د هغو ایکو سیستمونو پر بیارغونه تمرکز لري چې د انساني فعالیتونو په پایله کې خراب شوي یا له منځه تللي دي، د دې تر څنګ د هغو ایکوسیستمونو پر پراختیا هم تمرکز لري چې له انساني او ژواک چاپېریالي ارزښتونو سره پایداري یا تلپاتې‌والی لري.[۱۸][۱۹]

بېلګې[سمول]

لکه وړاندې یې چې یادونه وشوه، د اوبو سپی د ایکوسیستم د انجنیر په توګه عمل کوي، خو د دې تر څنګ نور ځمکني حیوانات هم دغه کار کوي. دا ښايي د تغذیې د عادتونو، مهاجرت یا نورو هغو چلندونو له لارې وي چې د دایمي بدلونونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د وښیاڼه یا دښتو سپي (Prairie dogs) د الوجینیک ایکوسیستم انجنیرانو یو بل ډول دی. دغه موجود په خاوره کې د غارونو جوړولو او خاورو څرخولو له لارې د بنسټیزو بدلونونو د راوړلو وړتیا لري. دغه سپیان پر خاوره او نباتاتو اغېز کولی شي او په همدې حال کې د الوتونکو او نورو کوچنیو تي لرونکو موجوداتو لپاره ځمک‌لاندې مېشت‌ځایونه جوړولی شي. دغه چاره د نوعو پر ډېرېدو او د مېشت‌ځایونو پر بېلابېلوالي مثبته اغېزه لري، له دې امله د وښیاڼه یا دښتو دغه سپیان یوه مهمه نوعه ده.[۲۰][۲۱] [۲۲]

مفصل لرونکي (Arthropods) لکه تارکشې، مېږیان او نورې لارواوې هم کېدای شي د ایکوسیستم انجنیران وي چې له پاڼو څخه پټنځایونه جوړوي او نور حشرات هم د نباتاتو د بڼې په بدلولو سره دغه کار کوي. [۲۳]

یوازې حیوانات د ایکوسیستم انجنیران نه دي. فنجي هم کولای شي لرې پراته ځایونه سره ونښلوي او تر منځ یې تغذیوي توکي ولېږدوي. دوی په دې کار سره د غیر فقاري زایلوفاژونو لپاره تغذیوي مېشت‌ځایونه برابروي، ونو ته نایټروجن ور رسوي یا حتا «یو ځمک‌لاندې پایپ‌لاین» جوړوي چې د ونو تر منځ کاربن وېشي. پر دې بنسټ، فنجي د ایکوسیستم داسې انجنیران دي چې په ایکوسیستمونو کې د تغذیوي توکو څرخې کنټرولوي. [۲۴] [۲۵][۲۶] [۲۷] [۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. Wright, Justin P; Jones, Clive G; Flecker, Alexander S (2002). "An ecosystem engineer, the beaver, increases species richness at the landscape scale". Ecosystems Ecology. 132 (1): 96–101. Bibcode:2002Oecol.132...96W. doi:10.1007/s00442-002-0929-1. PMID 28547281. S2CID 5940275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. [Haemig PD (2012). Ecosystem Engineers: wildlife that create, modify and maintain habitats. ECOLOGY.INFO #12]
  3. Jones, CG; Lawton, JH; Shachak, M (1994). "Organisms as ecosystem engineers". Oikos. 69 (3): 373–386. doi:10.2307/3545850. JSTOR 3545850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jones, CG; Lawton, JH; Shachak, M (1997). "Positive and negative effects of organisms as physical ecosystem engineers". Ecology. 78 (7): 1946–1957. doi:10.2307/2265935. JSTOR 2265935. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. [Haemig PD (2012). Ecosystem Engineers: wildlife that create, modify and maintain habitats. ECOLOGY.INFO #12]
  6. "Ecosystem engineer". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chapman, Colin A; et al. (2013). "Are primates ecosystem engineers?". International Journal of Primatology. 34: 1–14. doi:10.1007/s10764-012-9645-9. S2CID 3343186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jones, Clive G.; Lawton, John H.; Shachak, Moshe (1994). "Organisms as Ecosystem Engineers". Oikos. 69 (3): 373–386. doi:10.2307/3545850. ISSN 0030-1299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Berkenbusch, K.; Rowden, A.A. (2003). "Ecosystem engineering — moving away from 'just-so' stories". New Zealand Journal of Ecology. 27 (1): 67–73. ISSN 0110-6465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wright, Justin P; Jones, Clive G; Flecker, Alexander S (2002). "An ecosystem engineer, the beaver, increases species richness at the landscape scale". Ecosystems Ecology. 132 (1): 96–101. Bibcode:2002Oecol.132...96W. doi:10.1007/s00442-002-0929-1. PMID 28547281. S2CID 5940275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bartel, Rebecca A; Haddad, Nick M; Wright, Justin P (2010). "Ecosystem engineers maintain a rare species of butterfly and increase plant diversity". Oikos. 119 (5): 883–890. doi:10.1111/j.1600-0706.2009.18080.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Caliman, Adriano; Carneiro, Luciana S.; Leal, João J. F.; Farjalla, Vinicius F.; Bozelli, Reinaldo L.; Esteves, Francisco A. (1 September 2013). "Biodiversity effects of ecosystem engineers are stronger on more complex ecosystem processes". Ecology (په انګلیسي ژبه کي). 94 (9): 1977–1985. doi:10.1890/12-1385.1. ISSN 1939-9170. PMID 24279269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Power, Mary E. (1997-07-01). "Ecosystem engineering by organisms: why semantics matters Reply from M. Power". Trends in Ecology & Evolution (په انګلیسي ژبه کي). 12 (7): 275–276. doi:10.1016/S0169-5347(97)81020-8. ISSN 0169-5347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Reichman, O. J; Seabloom, Eric W (2002-07-01). "Ecosystem engineering: a trivialized concept?: Response from Reichman and Seabloom". Trends in Ecology & Evolution (په انګلیسي ژبه کي). 17 (7): 308. doi:10.1016/S0169-5347(02)02512-0. ISSN 0169-5347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jones, Clive G.; Lawton, John H.; Shachak, Moshe (1994). "Organisms as Ecosystem Engineers". Oikos. 69 (3): 373–386. doi:10.2307/3545850. ISSN 0030-1299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Smith, Bruce D. (30 March 2007). "The Ultimate Ecosystem Engineers". Science (په انګلیسي ژبه کي). 315 (5820): 1797–1798. doi:10.1126/science.1137740. ISSN 0036-8075. PMID 17395815. S2CID 21409034. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jones, Clive G.; Lawton, John H.; Shachak, Moshe (1994). "Organisms as Ecosystem Engineers". Oikos. 69 (3): 373–386. doi:10.2307/3545850. ISSN 0030-1299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Byers, James E; et al. (2006). "Using ecosystem engineers to restore ecological systems". Ecology and Evolution. 21 (9): 493–500. doi:10.1016/j.tree.2006.06.002. PMID 16806576. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mitsch, William J (2012). "What is ecological engineering?". Ecological Engineering. 45: 5–12. doi:10.1016/j.ecoleng.2012.04.013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Chapman, Colin A; et al. (2013). "Are primates ecosystem engineers?". International Journal of Primatology. 34: 1–14. doi:10.1007/s10764-012-9645-9. S2CID 3343186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. [Hayes, Gary. (2012). Elephants (and extinct relatives) as earth-movers and ecosystem engineers. Geomorphology 157–158: 99–107.]
  22. Baker, Bruce W.; Augustine, David J.; Sedgwick, James A.; Lubow, Bruce C. (1 February 2013). "Ecosystem engineering varies spatially: a test of the vegetation modification paradigm for prairie dogs". Ecography (په انګلیسي ژبه کي). 36 (2): 230–239. doi:10.1111/j.1600-0587.2012.07614.x. ISSN 1600-0587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cornelissen, T; Cintra, F; Santos, J C (2015-12-02). "Shelter-Building Insects and Their Role as Ecosystem Engineers". Neotropical Entomology. 45 (1): 1–12. doi:10.1007/s13744-015-0348-8. PMID 26631227. S2CID 17978664. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Boddy, Lynne; Watkinson, Sarah C. (31 December 1995). "Wood decomposition, higher fungi, and their role in nutrient redistribution". Canadian Journal of Botany. 73 (S1): 1377–1383. doi:10.1139/b95-400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Filipiak, Michał; Sobczyk, Łukasz; Weiner, January (9 April 2016). "Fungal Transformation of Tree Stumps into a Suitable Resource for Xylophagous Beetles via Changes in Elemental Ratios". Insects. 7 (2): 13. doi:10.3390/insects7020013. PMC 4931425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Filipiak, Michał; Weiner, January; Wilson, Richard A. (23 December 2014). "How to Make a Beetle Out of Wood: Multi-Elemental Stoichiometry of Wood Decay, Xylophagy and Fungivory". PLOS ONE. 9 (12): e115104. Bibcode:2014PLoSO...9k5104F. doi:10.1371/journal.pone.0115104. PMC 4275229. PMID 25536334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Wardle, D. A. (11 June 2004). "Ecological Linkages Between Aboveground and Belowground Biota". Science. 304 (5677): 1629–1633. Bibcode:2004Sci...304.1629W. doi:10.1126/science.1094875. PMID 15192218. S2CID 36949807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Klein, T.; Siegwolf, R. T. W.; Korner, C. (14 April 2016). "Belowground carbon trade among tall trees in a temperate forest". Science. 352 (6283): 342–344. Bibcode:2016Sci...352..342K. doi:10.1126/science.aad6188. PMID 27081070. S2CID 33458007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)