ایوو مورالس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایوو مورالس
(هسپانوي: Juan Evo Morales Ayma د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایوو مورالس
ایوو مورالس

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Juan Evo Morales Ayma د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۶ اکتوبر ۱۹۵۹[۱][۲]
تابعیت بوليويا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.75 متر  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ایوو مورالس
ایوو مورالس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خوان ایوو مورالس ایما (زوکړه: د ۱۹۵۹ زکال د اکتوبر ۲۶ مه) بولیویايي سیاستوال، د کارګري اتحادیې تنظیم کوونکی او پخوانی کوکالر فعال دی چې له ۲۰۰۶ زکال څخه یې تر ۲۰۱۹ زکال پورې د بولیویا د ۶۵م ولسمشر په توګه خدمت کړی. په پراخه کچه نوموړی د دغه هېواد د بومي وګړو له منځه د لومړني ولسمشر په توګه پېژندل کېږي چې دولت یې د ترقي غوښتونکو کیڼ اړخونو سیاستونو په اجرا کولو، د بولیویا اکثریت بومي وګړو ته چې له ډېرې مودې راهیسې ګوښه کړای شوي و د قانوني حقونو په ورکړې او د هغوی د ژوندانه د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو په لوړولو او همدارنګه د متحده ایالاتو او همدارنګه د منابعو استخراج کوونکو څو ملیتي شرکتونو د سیاسي نفوذ په راکم کولو تمرکز درلود. له ایډیالوژیک پلوه نوموړی یو سوسیالېست دی چې له ۱۹۹۸ زکال څخه د بولیویا د سوسیالیستي خوځښت مشري کوي.

مورالس چې د ایمارا کروندګرو په کورنۍ کې د اورینوکا کانتون په ایسلاوي کې وزېږېد، په ۱۹۷۸ زکال کې یې چاپار ایالت ته له کډه کولو وړاندې ابتدایي زده کړې وکړې او د عسکري جبري خدمت یې وکړ. د کوکا په ودې او د کارګري اتحادیې په غړیتوب سره هغه په کارګري اتحادیه کې، په کمپسینو «کلیوالي وګړي» شهرت وموند. دغه مهال نوموړي د متحده ایالاتو او بولیویا د هغو هڅو پر وړاندې تبلیغ کاوه چې د نشه یي توکو سره په جګړه کې یې کوکا بوټي هم له منځه وړل او دغه چاره یې د یو امپریالیستي تاوتریخوالي په توګه د یو بومي کلتور د له منځه وړو په توګه محکوم کوله. د دولتي اقداماتو پر ضد مستقیمو اعتراضاتو کې د ونډې له امله څو ځله ونیول شو. مورالس په ۱۹۹۵ زکال کې سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۹۷ زکال کې یې د بولیویا ملي کانګرس ته لار ومونده. نوموړی په ۱۹۹۸ زکال کې د بولیویا د سوسیالیستي خوځښت مشر شو. هغه له پوپولیستي فصاحت څخه په کار اخیستو، د ځمکنیو اصلاحاتو او د ګازو د استخراج څخه د ترلاسه کېدونو پیسو د مساوي ویش په ګډون له هغو مسایلو څخه ملاتړ کاوه چې په بومي او بې وزله ټولنو یې مثبت اغېز درلود. د نوموړي لرلید د کوچابامبا د اوبو د جګړې او همدارنګه د ګازو پر سر د کړکیچ له امله، پراختیا ومونده. په ۲۰۰۲ زکال کې نوموړی د دولت ضد معترضینو د تشویق له امله له کانګرس وویستل شو، په داسې حال کې چې د همدغه کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې دویمې رایې خپلې کړې.

کله چې مورالس په ۲۰۰۵ زکال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ټولنیزو لګښتونو د پیاوړتیا په موخه یې د هایدروکابن په صنعت باندې مالیات لوړ کړل او د بې سوادۍ، بې وزلۍ، نژادي او جنستیتي تبعیض سره د مبارزې په پروژو یې ټینګار وکړ. د مورالس دولت له نیولیبرالېزم څخه په ښکاره انتقاد وکړ، بولیویا یې د یو مختلط اقتصاد لوري ته سوق کړه، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته یې د دغه هېواد اړوندتیا را کمه کړه او پر اقتصادي ودې یې پیاوړی نظارت وکړ. نوموړي په خپل هېواد کې د متحده ایالاتو په نفوذ راکمولو سره، په پینک ټایډ ډله کې د لاتین امریکا له کیڼ اړخو هېوادونو په ځانګړې توګه د هوګوچاوېز تر مشرۍ لاندې ونزویلا او د فیډل کاسټرو تر مشرۍ لاندې کیوبا سره اړیکې پراخې کړې او د امریکا لویې وچې لپاره یې په بولیواري اتحاد کې د بولیویا غړیتوب لاسلیک کړ. د نوموړي دولت د بولیویا د ختیځو ایالتونو د خودمختارۍ له غوښتنو سره مخالفت وکړ، په ۲۰۰۸ زکال کې یې د خپلې واکمنۍ د دوام ورکولو په موخه ټول پوښتنه وکړه چې له مخې یې په واک کې پاتې کېدل تائید شول او همدارنګه یې نوی اساسي قانون جوړ کړ چې له مخې یې بولیویا د څو ملیتي هېواد په توګه معرفي کړ. نوموړی چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ زکال کې بیاځلي ولسمشر وټاکل شو، په سویلي بانک، د لاتین امریکا د هېوادونو په ټولنه او کارائیبي دولتونو کې یې د بولیویا په شاملېدو نظارت وکړ، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د دورې د محدودیت لغو کولو لپاره هڅو یې محبوبیت راکم کړ. د ۲۰۱۹ زکال له جنجالي ټاکنو او له امله یې د رامنځته شوو ناکراریو له امله مورالس له واک څخه د استعفا کولو غوښتنه ومنله. له لنډ مهالي تبعید وروسته، نوموړی د ولسمشر لوئیس ارس له ټاکل کېدو وروسته بېرته هېواد ته راوګرځېد.

د مورالس ملاتړي نوموړي د بومي وګړو د حقونو اتل، امپریالېزم ضد او چاپېریال پالونکی په توګه ستايي او د هېواد پر اقتصادي ودې، د بې وزلۍ په راکمولو او له دې سربېره د ښوونځیو، روغتونونو او زیربنايي پروژو په اجرا کېدو باندې د هغه پام ته نغوته کوي. منتقدین یې بیا د هغه د واکمنۍ پر مهال له دیموکراتیکو چارو څخه په پرشا تګ نیوکې کوي او استدلال کوي چې د هغه سیاستونو ځینې مهال د چاپېریال ساتنې او بومي حقونو اړوند د هغه ادعاوې نه منعکس کولې او له کوکا څخه د هغه دفاع په غیرقانوني توګه د کوکائینو له تولید سره مرسته کوله.

ولسمشري (۲۰۰۶- ۲۰۱۹ زکال)[سمول]

لومړۍ ولسمشریزه دوره: ۲۰۰۶- ۲۰۰۹ زکال[سمول]

د مورالس د لوړې مراسم د جنوري په ۲۲ مه په لاپاز کې ترسره شول. د لوړې په مراسمو کې یې د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو ونډه لرله چې له ارجنټاین څخه کیرشنر، له وینزویلا څخه چاوېز، له برازیل څخه لولا داسیلوا او له چلي څخه ریکارډولاګوس په کې شامل و. مورالس د خپلې لوړې په مراسمو کې خپل سیمه ئیز کالي اغوستي و چې د بئاتریز کاندو پاتینو له خوا طراحي شوي و، هغه د خپلې لوړې د مراسمو په وینا کې په دغه مبارزه کې د وژل شوو کوکالر او بومي فعالینو د وژنې په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. هغه د بولیویا پخواني «استعماري» رژیمونه وغندل او هغوی یې د سویلي افریقا له اپاراتاید سره تشبیه کړل او څرګنده یې کړه چې سوسیالیست خوځښت به د دغه هېواد «مجدد بنسټ» جوړ کړي، هغه اصطلاح چې تل به یې د انقلاب د یادونې پر مهال کاروله. مورالس خپل لیدلوري یوځل بیا د اساسي قانون په شورا کې تکرار کړل. [۵][۶][۷]

د دندې په پیلولو سره نوموړي په ملت پالنې او له امپریالېزم او نیولیبرالېزم سره په مبارزې ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې په پیل کې یې خپل دولت سوسیالیستي وباله. هغه له ځنډ پرته خپل او د کابینې د غړو معاش ۵۷٪ راکم کړ چې په دې سره یې د میاشتني معاش کچه ۱۸۷۵ ډالرو ته راکمه شوه، له دې سره هغه د کانګرس له غړو وغوښتل چې هغوی هم ورته پرېکړه وکړي. مورالس تر ډېره پورې له بومي فعالانو او کیڼ اړخو روڼ اندو څخه جوړه بې تجربې کابینه جوړه کړه. هغه د خپلې واکمنۍ په لومړیو دریو کلونو کې په کابینه کې چټک بدلونونه راوړل او د کابینې د ډېری بومي غړو پر ځای یې له متوسطې طبقې څخه روزل شوي کیڼ اړخي سیاستوال وګمارل. تر ۲۰۱۲ زکال پورې د هغه په ۲۰ کسیزه کابینه کې یوازې درې تنه بومي غړو شتون درلود.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ولسمشرۍ دویمه دوره: ۲۰۰۹- ۲۰۱۴ زکال[سمول]

مورالس د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې په ښکاره ډول «کمونیترین سوسیالېزم» د بولیویا د راتلونکې لپاره د هغه پام وړ ایډیالوژي وبلله. هغه نوې کابینه جوړه کړه چې د بولیویا په تاریخ کې یې ۵۰٪ ښځینه غړې لرلې، په داسې حال کې چې تر ۲۰۱۲ زکال پورې د ښځینه غړو شمېر دریمې برخې ته راولوېد. یو له هغه مهمو چارو څخه چې په دغه دوره کې د نوموړي دولت ورسره مخ و، د داسې قانون وړاندې کول و چې په اساسي قانون کې یې د موجود حقونو توضیح وړاندې کولای. د ۲۰۱۰ زکال په اپرېل میاشت کې ایالتي ټاکنې د سوسیالیست خوځښت د لا زیاتو بریاو شاهدې وې. په ۲۰۱۳ زکال کې دولت د ښځو پر وړاندې د کورنیو تاوتریخوالو سره د مبارزې قانون تصویب کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې مورالس د ډنمارک په کوپنهاګن کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي تغیراتو د ۲۰۰۹ زکال په کنفرانس کې ونډه واخیسته، چېرې چې نوموړي د اقلیمي تغیراتو پړه پر کپیټلېزم واچوله او د اقلیمي تغیراتو د کمښت په موخه بودیجې برابرولو لپاره یې په مالي مبادلاتو باندې د مالیاتو لګولو وړاندیز وکړ.

د متحده ایالاتو د ۲۰۰۸ زکال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند او د بارک اوباما په بریا سره د بولیویا او متحده ایالاتو اړیکو لږ وده وکړه او په ۲۰۰۹ زکال کې دواړو هېوادونو د دیپلماتیکو اړیکو د بېرته ټینګښت په موخه مذاکره پیل کړه. په ۲۰۱۱ زکال کې هغه مهال چې ناټو ځواکونو په لیبیا کې مداخله وکړه او متحده ایالاتو هم ورڅخه ملاتړ اعلان کړ، مورالس اوباما محکوم کړ او له هغه څخه یې د سولې د نوبل جایزې د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه. دواړو هېوادونو د ۲۰۱۱ زکال په نومبر میاشت کې په داسې حال کې دیپلماتیکې اړیکې رامنځته کړې چې مورالس بیاځلي هېواد ته د نشه یي توکو پر وړاندې د امریکا د مبارزې د ټیمونو بېرته تګ ته اجازه ور نه کړه. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/morales-ayma-evo — subject named as: Evo Morales — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  2. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000025526 — subject named as: Evo Morales — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. “¡Pedófilo, violador!”: abucheos, insultos y huevazos contra Evo Morales en Bolivia
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb15730474b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. Dunkerley 2007، صص. 146–147.
  6. Dunkerley 2007، ص. 146.
  7. Sivak 2010، ص. 160.
  8. (په 28 January 2006 باندې). Bolivian president slashes salary for public schools.
  9. Farthing او Kohl 2014، ص. 65.
  10. Farthing او Kohl 2014، ص. 58.
  11. Gutsch 2006.
  12. Sivak 2010، صص. 214–215.
  13. Farthing او Kohl 2014، ص. 51.
  14. Crabtree او Chaplin 2013، ص. 25.
  15. Webber 2011، ص. 154.
  16. Farthing او Kohl 2014، ص. 66.
  17. Sivak 2010، ص. 228.
  18. Webber 2011، ص. 155.
  19. BBC News 2011b.
  20. Lovell 2011.
  21. BBC News 2011a.