Jump to content

ایهام (توریه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د حافظ دیوان چي د ایهام په هنر کي ماهر وو.

اِهام (ایهام) په پارسي ، اردو ، کردي، پښتو او عربي شعرونو کې یوه ادبي وسیله ده چي لغوي معنا یې ځان په وهم او ګومان کي اچولو ته وایي، او په ادبي اصطلاح کي بیا هغه معنوي صنعت ته وایي چي شاعر په کلام کي دوې یا زیاتي مانا لرونکي کلمې په داسي بڼه راوړی ترڅو د لوستونکو یا اورېدونکو ذهن له اصلي موخي څخه بل لوري ته واړوي.

ایهام په عمومي توګه پر درې ډوله دی:

لمړئ- مجرد ایهام; لکه په لاندي بیت کي :

کښت د عشق په توده ځمکه امان نه دی

سمندر بویه چي زیست کا په صحرا زما

په پورته بیت کي د سمندر نژدې مانا سیند دی، او دویمه مانا یې بیا د اور ده چي همدا مانا ځیني مراديږي.


دویم - مرشح ایهام ; لکه په لاندي بیت کي :

چي وروښود ښکلی خط مخ د بخښني

اوس مي زړه ورسره کا ناحق جګړه

په پورته بیت کي د خط نژدې مانا لیک دی خو دویمه مانا یې د ځوانۍ پر وخت د بریتو لیکي دي چي دلته یې همدغه دویمه مانا مراد ده.

دریم - تضاد ایهام ; لکه په لاندي بیت کي

لکه ګل چي د شبنم په ژړا خاندي

هسي رنګه واه واه که په وای وای دوست

په پورته لمړي بیت کي تضاد راغلی دی او په دویم بیت کي هم د واوا او وای وای تضاد سته.