ایمیلي سټنارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایمیلي سټنارډ
ایمیلي سټنارډ
ایمیلي سټنارډ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۸ فبروري ۱۸۰۲
مړینه 6 جنوري 1885 (83 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ایمیلي سټنارډ (کورنۍ نوم یې ایمیلي کوپین؛ زوکړه: د ۱۸۰۲ زکال د فبروري ۸ مه – مړینه: د ۱۸۸۵ زکال د جنوري ۶ مه) چې له ۱۸۲۶ زکال څخه یې (آن د هغې د اوږد مهاله کونډتوب پرمهال) ځانته مېرمن جوزف سټنارډ ویل؛ د بې روحه شیانو بریتانوۍ نقاشه وه. نوموړې د نورویچ د نقاشۍ مکتب ته چې د بریتانیا لومړی ایالتي هنري خوځښت و، اړوند وه. نوموړې د خپل مېړه له ورېرې الویز هریت سټنارډ سره یوځای په ۱۹ مه پېړۍ کې د بې روحه شیانو له مخکښو نقاشانو څخه وه.

سټنارډ د نورویج په یوه هنرمنده کورنۍ کې وزېږېده. نوموړې په ۱۸۲۰ زکال کې له خپل پلار ډانیل کوپین سره هالنډ ته سفر وکړ څو د ین فن هایسوم او نورو هالنډي نقاشانو نقاشۍ وګوري؛ هغه چاره چې د نوموړې په هنري سبک یې اغېز وکړ. نوموړې په ۱۸۲۶ زکال کې له نورویچي هنرمند جوزف سټنارډ سره واده وکړ، خو څلور کاله وروسته کونډه شوه. هغې د خپل ژوند تر اتیایمې لسیزې پورې نقاشي کوله او تر ډېره پورې یې ګلان، مېوې او ښکار کېدوني حیوانات نقاشي کول. هغې خپل آثار په نورویچ او لندن کې نندارې ته وړاندې کول چې په ۱۸۲۰ زکال کې یې له ګلانو څخه د یوې اصیلې نقاشۍ په کولو د سروزرو یو لوی مډال او همدارنګه یې په راتلونکو کلونو کې دوه نور د سرو زرو مډالونه هم ترلاسه کړل. نوموړې په ۱۸۳۱ زکال کې د نورویچ د هنرمندانو د بنسټ افتخاري غړیتوب ترلاسه کړ. د هغې اثار د دې د ژوند پر مهال د سیمه ئېزو رسنیو له خوا وستایل شول او د ژوند په وروستیو لسیزو کې یې د هنر برخې تاریخ پوهانو د هغې نقاشیو ته د ډېرو ښکلو نقاشیو او همدارنګه د غوره رنګ کارونې ویاړ ورکړ.

د سټنارډ د آثارو تر ټولو لویه مجموعه په نورویچ ماڼۍ کې د نورفولک موزیم د هنري اثارو په برخه کې ساتل کېږي. د نوموړې آثار د هغې د کورنۍ د غړو د نقاشیو په نندارتون کې چې په ۱۹۳۴ زکال کې جوړ شو؛ نندارې ته وړاندې شول. له دې سره نوموړې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ زکال کې د نورویچ ماڼۍ په نندارتونونو کې د پام وړ ښځینه هنرمندانو په کتار کې ځای وموند.

مخینه[سمول]

سټنارډ د نورویچ د نقاشۍ مکتب ته اړونده وه چې د هنر د تاریخ لیکونکي اندرو موري په خبره: «په ۱۹ مه پېړۍ کې د بریتانیا د هنر په تاریخ کې یوازنۍ ښکارنده وه». نورویچ له لندن بهر لومړنی انګلیسي ښار و چې د هنرونو ځانګړی مکتب یې درلود. د دغه مکتب په غړو کې د هنري خوځښت مخکښ هنرمندان او د هغو بنسټ اېښودونکي جان کروم او جان سل کاټمن شامل و؛ همدارنګه جوزف سټنارډ، جیمز سټارک، جورج وینسنټ، رابرټ لدبروک او اډواراډ توماس ډانیال هم د دغه مکتب غړیتوب درلود چې د دیوالونو مخکښ نقاشان و. د نورویچ مکتب هنرمندان له جفرافیايي پلوه، د نورویچ او کلیوالي نورفولک د ډول او همدارنګه د نږدې شخصي او حرفوي اړیکو له مخې له یو بل سره تړلي و. د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د هغوی نقاشۍ چې یو مهال معاصرې او مترقي بلل کېدلې، تېرې دورې ته اړوندې وبلل شوې؛ هغه لیدلوری چې اندرو همینګوې یې له مخې دغه آثار «د کلیوالي انګلیسي توب افسانو» ته چې د شلمې پېړۍ په پیل کې دود وې؛ اړوند وبلل.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۸۰۳ زکال کې د نورویچ د هنرمندانو بنسټ تاسیس شو. د سټنارډ د کورنۍ غړو خپل انځورونه د دغې ټولنې په نندارتون کې نندارې ته واړندې کړل، خو هغوی له خپلو نورویچ همنوعانو سره ډېره لږ هنري اړیکه لرله. ایمیلي سټنارډ په ۱۸۳۱ زکال کې د دغه بنسټ افتخاري غړیتوب ترلاسه کړ چې په دې سره له دغه کورنۍ څخه یوازې دې له دغه بنسټ سره رسمي اړیکې لرلې. [۱۱][۱۲]

ژوند[سمول]

ایمیلي کوپین د ۱۸۰۲ زکال د فبروري په اتمه په نورویچ کې وزېږېده؛ هغه د ډانیل کوپین او د هغه د مېرمنې الیزابت کلېټ لور وه. د هغې مور او پلار اماتور هنرمندان و. ډانیل کوپین د نورویچ د هنرمندانو د بنسټ یو له بنسټګرو غړو او د آثارو له راغونډونکو څخه و. الیزابت کوپین یوه تکړه کاپي لیکونکې وه چې د نورویچ بنسټ ورته دوه ځلې مډال ورکړ. د کوپین د ماشومتوب او یا زده کړو اړوند ډېر لږ معلومات شتون لري. په ۱۸۲۰ زکال کې نوموړې له خپل پلار سره هالنډ ته سفر وکړ څو هالنډۍ نقاشۍ وګوړي چې دغې چارې بیا د هغې په هنري سبک ډېر اغېز وکړ. د دغه سفر پرمهال هغې اجازه ترلاسه کړه د امستردام په ټریپون هوس کې د هالنډي نقاش ین فن هایسوم نقاشۍ کاپي کړي؛ چې کار یې د ډېر دقت له امله وستایل شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کوپین په ۱۸۲۰ زکال کې له هنرمند جوزف سټنارډ سره چې وروسته یې د ژوند ملګری شو هغه مهال ولیدل چې دواړو د نورویچ د هنرمندانو د بنسټ په ناسته کې ګډون کړی و؛ هغه په ۱۸۲۶ زکال کې له ایمیلي سره چې پېژندل شوې هنرمنده وه او آثار یې نندارې ته وړاندې شوي و، د نورویج د ټامبلنډ سیمې په سنټ جورج کلیسا کې واده وکړ. د دوی جوړه ډېره له یوبل سره برابره وه ځکه دواړو هنري مخینه لرله. په ۱۸۲۷ زکال کې د هغوی لور ایمیلي وزېږېده. د دوی دویم ماشوم هریټ اګوستا د ۱۸۳۰ زکال په مارچ میاشت کې چې یوازې ۹ میاشتې عمر یې درلود ومړ. د دوی د ګډ ژوند موده ډېره لنډه وه ځکه چې جوزف سټنارډ په ۱۸۳۰ زکال کې د ۳۳ کلونو په عمر له توبرکلوز ناروغۍ څخه په داسې حال کې ومړ چې ډاکټرانو او مېرمنې یې د هغه په درملنه کې ډېرې هڅې وکړې. [۱۷][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د هغوی لور ایمیلي ښوونکې او د بې روحه موجوداتو نقاشه وه چې خپل اثار یې د نورفولک او نورویچ ټولنې د ۱۸۵۶ زکال په نندارتون او همدارنګه په ۱۸۶۷ زکال کې د نورویچ په صنعتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل. د هغې (د کوچنۍ ایمیلي) د تره لور الویز هریت سټنارډ او د الویز کوچنی ورور الفرد جورج سټنارډ دواړه مخکښ هنرمندان و، هماغه ډول چې د جوزف کوچنی ورور پیاوړی هنرمند و. سټنارډ په نورویچ کې له ۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره د یوې ښوونکې او هنرمندې په توګه پاتې شوه. په دغه مهال کې په مطبوعاتو کې د هغې د نقاشۍ اړوند ګڼ شمېر ملاتړیزې بیاکتنې خپرې شوې. [۱۷][۲۳]

سټنارډ په رزلین ښار کې یوه کاري سټوډیو لرله. هغې د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې له خپلې مجردې لور ایمیلي سره د کلیسا په ۱۲ واټ کې ژوند کاوه او د ۱۸۸۵ زکال د جنوري په ۶ مه هلته مړه شوه. [۲۴][۲۵]

چارې[سمول]

د سټنارډ لومړنۍ نقاشۍ د هالنډي نقاشانو د کار څخه اغېزمنې وې؛ چې د ګلدانونو او هم د ګلانو اړوند د هغې نقاشیو د هایسوم له نقاشیو څخه رنګ اخیستی و چې ځینې مهال د هغې بې لاسلیکه اثار د ۱۸ مې پېړۍ هالنډي نقاشانو ته اړوند بلل کېږي. [۱۶][۱۴][۲۶][۲۷]

سټنارډ د خپلو هنرو چارو پر مهال چې د هغې له مړینې څخه تر لږ مهال وړاندې یې دوام درلود، د ګلو ګېډۍ یې په ګلدانونو او همدارنګه د یو شمېر بې روحه طبیعي شیانو نقاشۍ د خوړو په لوښو او همدارنګه د میوو او ښکار کېدو حیواناتو نقاشۍ په ساده بګرونډ کې کښلې. هغې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۶ زکال کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړل. په ۱۸۲۱ زکال کې هغه مهال چې اوولس کلنه وه د نورویچ د هنرمندانو له بنسټ څخه یې د ګلانو د نقاشیو اړوند د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. په ۱۸۲۴ زکال هغې ځان د بې روحه شیانو د مخکښې نقاشې په توګه تثبیت کړ. په ۱۸۲۲ زکال کې هغې د مېوو څخه د خپلو نقاشیو د ټولګې اړوند دویم مډال او همدارنګه یې په ۱۸۲۸ زکال کې د ښکار کېدونکو حیواناتو اړوند خپلو نقاشیو له امله دریم مډال د نورویچ د هنرمندانو له بنسټ څخه ترلاسه کړ. هغې له ۱۸۱۶ زکال څخه تر ۱۸۲۵ زکال پورې ۲۲ نقاشۍ د نورویچ د هنرمندانو په بنسټ کې نندارې ته وړاندې کړې. د هغې نقاشۍ د نورفولک او سوفولک په بنسټ، د نورویچ او نورفولک د هنرونو په اتحادیه، د نورویچ او نورفولک په ټولنه، د نورویچ د هنرونو په نندارتون او د نورویچ د غوره هنرونو په ټولنه کې نندارې ته وړاندې شوې. له دې سره هغې به په معمول ډول خپل اثار په نورفولک کې نندارې ته وړاندې کول، خو له ۱۸۲۳ زکال څخه یې تر ۱۸۲۵ زکال پورې خپلې یو شمېر نقاشۍ په لندن کې د سلطنتي ټولنې د بریتانوي هنرمندانو په بنسټ کې نندارې ته وړاندې کړې. [۱۹][۱۶][۲۸][۱۶][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. https://rkd.nl/explore/artists/74674 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷
  2. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/74674 — subject named as: Emily (1803-1885) Stannard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00174359 — subject named as: Emily Stannard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  4. Hemingway 1988، ص. 30.
  5. Walpole 1997، ص. 158.
  6. Clifford 1965، ص. 22.
  7. Cundall 1920، ص. 3.
  8. Clifford 1965، ص. 45.
  9. Cundall 1920، ص. 1.
  10. Moore 1985، ص. 9.
  11. Moore 1985، ص. 95.
  12. Rajnai او Stevens 1976، ص. 13.
  13. "Norfolk Chronicle and Norwich Gazette – Saturday 17 January 1885". The British Newspaper Archive. British Library. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Moore 1988، ص. 144.
  15. Dickes 1905، ص. 526.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ Gray 2009، ص. 249.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Moore 1985، ص. 96.
  18. Walpole 1997، ص. 58.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Walpole 1997، صص. 58–59.
  20. Day 1966، Introduction.
  21. Day 1966، ص. 13.
  22. Walpole 1997، ص. 54.
  23. Cundall 1920، ص. 31.
  24. "Norfolk Chronicle and Norwich Gazette – Saturday 17 January 1885". The British Newspaper Archive. British Library. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dickes 1905، ص. 540.
  26. Mitchell 1973، صص. 242–244.
  27. Moore 1985، ص. 104.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Rajnai او Stevens 1976، ص. 87.
  29. Burbidge 1974، ص. 36.
  30. Moore 1988، ص. 104.
  31. Mackie 1901، ص. 354.
  32. Vincent 1992.