ایمون دو والرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایمون دو والرا (/ˈeɪmən ˌdɛvəˈlɛərə, -ˈlɪər-/؛ په پیل کې یې نوم د جورج دو والرو په توګه ثبت شوی او په ۱۹۰۱ زکال کې یې بیا اډوارډ دو والرا ته واړوه؛ زوکړه: د ۱۸۸۲ زکال د اکتوبر ۱۴مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د اګست ۲۹مه) ایرلنډي چارواکی او سیاسي مشر و. نوموړي څو ځله د ایرلنډ د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه خدمت کړی، همدارنګه یې په ۱۹۳۷ زکال کې د ایرلنډ د اساسي قانون په جوړولو کې اساسي ونډه لرلې ده. [۱][۲][۳]

دو والرا د ۱۹۱۶ زکال د ایستر پاڅون پر مهال په بولاندز میل کې د ایرلنډي دواطلبه ځواکونو قومندان و. له پاڅون وروسته ونیول شو او په اعدام محکوم شو، خو د امریکا د تابعیت د لرلو او د پاڅون د مشرانو د اعدام پر وړاندې د بریتانیا د عامو وګړو د غبرګون په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله را خوشی شو. په انګلستان کې له بند څخه له راخوشي کېدو وروسته ایرلنډ ته وګرځېد او د خپلواکۍ په جګړه کې په مخکښې سیاسي څېرې واوښت. د انګلستان او ایرلنډ ترمنځ د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته نوموړي تر ۱۹۲۶ زکال پورې د شین فین په نامه د دغې هوکړې سره د مخالف ګوند د رهبر په توګه خدمت وکړ؛ خو هغه مهال چې د خپلو ملاتړو سره یې یوځای دغه ګوند پرېښود او د فیانا فیل په نامه یې نوی سیاسي ګوند تاسیس کړ، په ډایل ایرین (د ایرلند ملي شورا) کې یې د غیابت پالنې (abstentionism) سیاست لغو کړ.

له دې وروسته دو والرا د ۱۹۶۰مې لسیزې تر پایه د ایرلنډ د سیاست په مخکښه کرښه کې ځای درلود. نوموړی له ویلیام توماس کاسګریو وروسته د اجرایوي شورا مشر وټاکل شو او ورپسې په ۱۹۳۷ زکال کې د ایرلنډ د نوی اساسي قانون له مخې، ټي شاخ (Taoiseach) یا لومړی وزیر وټاکل شو: له ۱۹۳۷ زکال څخه تر ۱۹۴۸ زکال پورې، له ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې او بالاخره له ۱۹۵۷ زکال وروسته تر ۱۹۵۹ زکال پورې. نوموړی د خپلې کاري دورې له مخې د ایرلنډ د نور سیاستوالو په پرتله د زیات مهال لپاره د ټي شاخ په توګه واکمن پاتې شوی. والرا په ۱۹۵۹ زکال کې د ټي شاخ له څوکۍ استعفا ورکړه او ولسمشر وټاکل شو. له دې څخه راوروسته نوموړي د ۳۳ کلونو لپاره د فینا فیل مشري وکړه او د دغه ګوند له پخوانیو غړو سره یې د دغه ګوند د نوو وزیرانو لکه د جک لینج، چارلز هاهی او نیل بلني په پرتله ډیر کم رنګه رول ولوباوه. دو والرا له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۳ زکال پورې د دوه بشپړو دورو لپاره د ایرلنډ ولسمشري وکړه.

د دو والرا سیاسي باورونو د ایرلنډ د جمهوريت غوښتنې له سخت دریځي ډول څخه پیاوړو ټولنیزو، کلتوري او مالي باورونو ته تغیر وموند. نوموړی د سخت دریځه، انعطاف نه منونکي او همدارنګه کاذب چلن لرونکي کس په توګه توصیف کېږي. د ایرلنډ په کورنۍ جګړه کې د هغه ونډه لامل ګرځېدلې څو په ایرلنډي تاریخ کې د نفاق اچونکي شخصیت په توګه وبلل شي. [۴]

لومړنی ژوند[سمول]

ایمون دو والرا د ۱۸۸۲ زکال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په نیویارک ښار کې وزیږېد. نوموړی د لیمریک ښارګوټي د برورې سیمې څخه د کاترین کول او د خوان ویویون دو والرا زوی و چې د زیږون په پاڼه کې یې د زیږون کال ۱۸۵۳ زکال ښوول شوی او د هسپانوي هنرمند په توګه یاد شوی دی. یو شمېر څیړونکي د هغه د پلار زیږون ځای کیوبا ښيي په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا نور ځایونه ښيي؛ د انتونیو ریویرو تراویلو په خبره په سیویل کې زیږېدلی، په داسې حال کې چې رونان پانینګ بیا د هغه زیږون ځای د باسک خودمختاره سیمه ښيي. [۵][۶][۷][۸]

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

په داسې حال کې چې نوموړي د ګالیک په بېرته را ژوندي کولو کې ونډه لرله خو په سیاسی انقلاب کې د هغه ونډه د ۱۹۱۳ زکال د نومبر له ۲۵مې نېټې را پیل شوه، هغه مهال چې د ایرلنډي داوطلبانو له ډلې سره مل شو. د ۱۹۱۴ زکال په اګست میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو سره دو والرا ډیر ژر لوړو پوړیو ته ورسېد او ډیر وخت یې وه نه نیو چې د ډونیبروک د څانګې مشر وټاکل شي. د وسله وال پاڅون لپاره چمتووالي پیل شول او په دې سره نوموړی د دریمې ډلې او د دوبلین د قطعې قوماندان وټاکل شو. نوموړي په هاوث نښته کې ونډه واخیسته. ورته مهال نوموړي ته د توماس مک ډونا له خوا د ایرلنډي جمهوریت غوښتنې د ورورلۍ په ډله کې قسم ورکړل شو، چې په مخفیانه بڼه یې د دواطلبانو مرکزي مدیریت تر کنټرول لاندې درلود. هغه له مخفیانه ډلو سره مخالفت درلود، خو دا یوازنۍ لار وه چې کولای یې شو پر مټ یې پاڅون ته د اړوندو پلانونو بشپړ اطلاعات ترلاسه کړي. [۹][۱۰]

ولسمشري[سمول]

په داسې حال کې چې فیانا فایل لا هم د رایه ورکوونکو ترمنځ خپل محبوبیت درلود، ۷۵ کلن دو والرا ځان د رایه ورکوونکو پر وړاندې ډیر زوړ لید او دا ورته لرې ښکارېده چې ولسمشرۍ ته لاسرسی ومومي. د ګوندي چارواکو په ټینګار دو والرا پرېکړه وکړه له حکومت او ملي شورا تقاعد وکړي او پر ځای یې د ایرلنډ د ولسمشریزې څوکۍ په لټه کې شي. نوموړي د ۱۹۵۹ زکال د جون د ۱۷مې نېټې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او شپږ ورځې وروسته یې د ټي شاخ له څوکۍ، د فینا فایل له مشرۍ او په ملي شورا کې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه او هلته یې خپلې واګې سین لیماس ته وسپارلې. [۱۱]

دو والرا د ۱۹۵۹ زکال د جون په ۲۵مه د ایرلنډ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړی په ۱۹۶۶زکال کې بیاځلي د ۸۴ کلونو په عمر ولسمشر وټاکل شو او تر ۲۰۱۳ زکال پورې یې د نړۍ د تر ټولو زیات عمر لرونکي ولسمشر ریکارډ خپل کړی و. په ۱۹۷۳ زکال کې د تقاعد پر مهال چې ۹۰ کاله عمر یې درلود په نړۍ کې تر ټولو زوړ ولسمشر و. [۱۲][۱۳][۱۴]

د ایرلنډ د ولسمشر په توګه دو والرا د ګڼ شمېر رسمي سفرونو کوربه و، په دغو کې د ۱۹۶۳ زکال پر مهال ایرلنډ ته د متحده ایالاتو د ولسمشر جان اف. کنېډې سفر هم شامل و. پنځه میاشتې وروسته دو والرا په واشنګټن ډي سي کې د کنېډې د جنازې په دولتي مراسمو کې د ایرلنډ د دفاعي ځواکونو له ۲۴ افسرانو سره یوځای ګډون وکړ او دغه افسرانو د هغه قبر ته څېرمه په چوپ ډول تشریفاتي مراسم ترسره کړل. نوموړي بیاځلي د ایرلنډ د دویم ولسمشر په توګه دغه هېواد ته د ۱۹۶۴ زکال په جون میاشت کې سفر وکړ څو د متحده ایالاتو په کانګرس کې وینا وکړي. [۱۵][۱۶]

دو والرا د ایرلنډ لومړنی ولسمشر و چې د ۱۹۶۹ زکال په جنوري میاشت کې یې د ایرلنډ د ملي شورا د ۵۰مې کلیزې په مناسبت د ملي شورا دواړو جرګو ته وینا وکړه. [۱۷]

په ۱۹۶۹ زکال کې ۷۳ هېوادونو د سپوږمۍ په سطحه باندې د ناسا د سپوږمکۍ د لومړنۍ تاریخي ناستې له امله ناسا ته د مبارکۍ پیغامونه ولېږل. ټولو دغو پیغامونو د سپوږمۍ په سطحه باندې په ناستې تمرکز درلود په داسې حال کې چې دو والرا د ایرلنډ په استازولۍ په خپل پیغام کې لیکلي وو: «خدای په خپلې مهربانۍ سره انسانانو ته دا وړتیا او شجاعت ورکړ چې وکولای شي د سپوږمۍ په سطح را کوز شي، خو هغوی ته دې دا توان هم ورکړي څو په ځمکه کې ارامښت او خوشالي راولي او د خپلو ځانونو له نابودۍ څخه ډډه وکړي». [۱۸]

مړینه[سمول]

ایمون دو والرا د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۹مه د دولبین د بلک راک سیمې په لیندن پالن ځای کې د سږو د پړسوب او د زړه د سکتې له امله ومړ. د هغې مېرمن سیناد دو والرا له نوموړي څخه ۴ کاله مشره وه او یو کال وړاندې د دوی د واده د ۶۵مې کلیزې د را رسېدو په درشل کې مړه شوه. د هغه مړی د دوبلین په ماڼۍ کې کېښودل شو او د سپټمبر په دریمه یې د سنټ مري په کلیسا کې د جنازې بشپړ دولتي مراسم ترسره شول چې د ایرلند ملي تلویزون هم په ژوندۍ بڼه خپرول. دغه ورځ د دوبلین ښار له مرکز څخه تر ګلاسنوین هدیرې پورې په ۳ مایلي مسیر کې شاوخوا ۲۰۰ زره تنه راغونډ شوي و. نوموړی په ګلاسنوین کې د خپلې مېرمنې او زوی برایان په څنګ کې خښ کړای شو. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. UK Census 1901 held in the National Archives in the Republic of Ireland Archived 29 January 2017 at the Wayback Machine. de Valera listed as Edward in a Roman Catholic boarding school, Blackrock College, in Dublin. This was the same boarding school which T.F. O'Rahilly attended, listed as Rahilly.
  2. "Éamon de Valera". Oireachtas Members Database. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Synge, J. L. (1976). "Eamon de Valera 14 October 1882 – 29 August 1975". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 22: 634–653. doi:10.1098/rsbm.1976.0022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ferriter, Judging Dev: A Reassessment of the Life and Legacy of Eamon De Valera (2007), کينډۍ:ISBN.
  5. "Mystery of 1916 leader and New Yorker Eamon de Valera's birth". IrishCentral.com. 14 October 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Castro, Aurora (29 December 2021). "Exploring the Spanish Roots of Éamon de Valera". Zenodo. doi:10.5281/zenodo.5809396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. José Francisco Fernández (March 2018 – February 2019). "En busca de la Isla Esmeralda. Diccionario sentimental de la cultura Irlandesa (Antonio Rivero Taravillo)". Estudios Irlandeses - Journal of Irish Studies (13): 197. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  8. Ronan Fanning (2016). A Will To Power: Eamon De Valera. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674970557. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۰. De Valera was born on 14 October 1882 in the Nursery and Child's Hospital, Lexington Avenue, Manhattan, New York; the only child of Juan Vivion de Valera and Catherine ('Kate') Coll الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dwane, David T. (1922). Early Life of Eamonn De Valera. Dublin: The Talbott Press Limited. د کتاب پاڼې 43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jordan, Anthony J. Eamon de Valera 1882–1975. Irish; Catholic; Visionary (Westport Books, 2010)
  11. کينډۍ:Cite video
  12. "BBC – History – Eamon de Valera". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The new record was set by Giorgio Napolitano, re-elected President of Italy in 2013 aged 87.
  14. کينډۍ:Cite video
  15. کينډۍ:Cite video
  16. The six Irish leaders who have addressed joint sessions of the US Congress are Seán T. O'Kelly (18 March 1959), Éamon de Valera (28 May 1964), Liam Cosgrave (17 March 1976), Garret FitzGerald (15 March 1984), John Bruton (11 September 1996), and Bertie Ahern (30 April 2008).
  17. Tracy, Robert (1999). "The Jews of Ireland". bNet.com. د کتاب پاڼې 7. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Apollo 11 Goodwill Messages" (PDF). Press release. NASA. 13 July 1969. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. RTE 1975 – Eamon De Valera is dead پر يوټيوب باندې RTÉ News (video). Retrieved 11 November 2011.
  20. "State Funeral of Éamon de Valera at Glasnevin Cemetery". Raidió Teilifís Éireann. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)