Jump to content

ایسین لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایسین لړۍ د سومر د پاچاهانو په نوملړ کې وروستۍ واکمنه لړۍ وه. د دغې لړۍ د پاچاهانو نوملړ د هغوی د واکمنۍ د دورې سره په میخي خط باندې لیکل شوي هغه سند کې راغلی چې د اور او ایسین پاچاهانو نومونه په کې لیکل شوي او د اور او ایسین پاچاهانو د واکمنۍ د دورې نوملړ بلل کېږي (MS ۱۶۸۶). [۱][۲]

دغې لړۍ د ایسین په لرغوني ښار (نن ورځ د ایشان البحریات لرغونی سایټ بلل کیږي) کې ژوند کاوه چې د لرغوني نږدې ختیځ د لنډ کرونولوژیک مهالوېش پر بنسټ یې له میلاد وړاندې ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۷۱۷ کال پورې وده وکړه. د سومري پاچاهانو په نوملړ کې له دوی وړاندې د اور دریمه لړۍ ځای لري. د ایسین لړۍ تر ډېره پورې له خپلې نږدې او معاصرې لارسا لړۍ (له میلاد وړاندې ۱۹۶۱ – ۱۶۷۴ کال) سره همکاري لرله چې تر ډېره پورې د دوره بندۍ د موخو لپاره د «ایسین – لارسا دوره» کې ډلبندي کېږي. یادې دواړې لړۍ له لومړنۍ بابلي سترواکۍ وروسته واک ته ورسېدې.

تاریخچه

[سمول]

د ایشبي- اېرا واکمني

[سمول]

ایشبي- اېرا (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۹۵۳ کال – ۱۹۲۰ زکال) د ایسین لړۍ بنسټګر و. نوموړی په لرغوني لاندني بین النهرین کې د اور د دریمې لړۍ له واکمن ایبي- سین څخه وروسته د دغې لړۍ واکمن شو چې ورپسې شو- ایلیشو واک ته ورسېد. په میخي خط باندې د لیکل شوي خټین سند، وېلډ بلونډل پرېزم (Weld-Blundell Prism) پر بنسټ ایشبي- اېرا ۳۳ کاله واکمني وکړه چې دغه موضوع د هغه په نامه د موجودو کلونو د شمېر پر مټ تائید کېږي. په داسې حال کې چې دغې لړۍ له ګڼ شمېر اړخونو څخه د خپلې پخوانۍ لړۍ تقلید کاوه، خو ژبه یې اکدی وه ځکه چې د دریمې اور لړۍ په وروستیو کې سومري ژبه له زوال سره مخ شوې وه.

ایشبي- اېرا له واکمنۍ وړاندې د اور د دریمې لړۍ د وروستي پاچا ایبي- سین په دربار کې رسمي دنده لرله. ایشبي د سوریې د ماري سیمې د وګړي په توګه توصیف شوی، چې دا څرګنده نه ده چې هغه په اصل کې له دغه ځایه څخه و او یا یې هم دلته دنده لرله. د هغه وده له پاچا سره د هغه د اړیکې او همدارنګه د پاچا ایبي- سین او د کازالو د والي (پوزور- نوموشدا، وروسته بیا پوزور- شولګي بلل کېده) ترمنځ د مکاتباتو پر مټ وه. دغه موضوع په هغو ادبي لیکنو کې راغلې چې په لرغونې زمانه کې د کتابت د تمرین کولو له امله کاپي شوې دي او رښتیاوالی یې څرګند نه دی. ایشبي ته په ایسین او کازالو کې د غنمو د پېرلو مسئولیت سپارل شوی و، د غنمو له پېرلو وروسته یې شکایت وکړ چې نه شي کولای ۷۲۰۰۰ خرواره غنم چې د نقرې په ۲۰ سکو یې پېرلي و – په ښکاره ډول په ډېره لوړه بیه – په ایسین کې د آموریتانو («مارتو») د تاوتریخوالو له امله نورو خوندي ځایونو ته ولېږدوي. ده له ایبي- سین څخه وغوښتل چې د هغو د لېږد په موخه شپږسوه بېړۍ ورته ولېږي او همدارنګه ورته د ایسین او نیپور ولایتونه ورکړي. په ایسین باندې د ایبي- سین د واکمنۍ په اتم کال، هغه مهال چې ده د خپلو سلطنتي نومونو په ټاکلو لاس پورې کړ د دوی دواړو ترمنځ اړیکې په تدریجي بڼه خرابې شوې. [۳][۴][۵]

ایبي- سین، پوزور- شولګي ته په لیک کې ولیکل چې ایشبي- اېرا له «سومري ریښې څخه نه دی» او څرګنده یې کړه چې: «انلیل، آموریان له خپلې خاورې څخه پیدا کړي دي، هغوی به په ایلامیانو برید وکړي او ایشبي- اېرا به ونیسي». حیرانونکې خو دا ده چې پوزور- شولګي په اصل کې د ایشبي- اېرا یو له قاصدانو څخه و او دا ښيي چې د اور د دریمې لړۍ په وروستیو کلونو کې چارواکو تر کومې کچې یو بل ته وفاداري لرله. په داسې حال کې چې هېڅ کومې ښکاره نښتې شتون نه درلود، ایشبي- اېرا د خپل نفوذ پراختیا ته کار وکړ ځکه چې د ایبي- سین نفوذ د تېرو ۱۲ کلونو په ترڅ کې په دوامداره بڼه راکم شوی و، تر هغه چې بالاخره اور د ایلام د کینډاتو له خوا ونیول شو. [۶]

ایشبي- اېرا د خپلې واکمنۍ په ۸م کال کې د آموریانو او په ۱۶م کال کې د ایلامیانو پر وړاندې پرېکنده بریاوو ته لاسرسی وموند. څو کاله وروسته یې له اور څخه د ایلامیانو ځواکونه وشړل او په دې توګه یې په سومر او اکد واکمني وچلوله چې د خپلې واکمنۍ په ۲۷م کال کې یې دغه چاره ولمانځله؛ په داسې حال کې چې د دغه ځایونو د واکمنۍ ځانګړی لقب د ایدین- داګان د سلطنت تر مهاله وه نه کارول شو، خو بې له کومې ستونزې یې د پخواني سلطنتي رژیم امتیازات ومنل او خپل ستایونکي اشعار او سلطنتي سرودونه یې خدایانو ته ډالۍ کړل، چې تر اوسه د هغو اووه موارد موجود دي او ځان یې «ډینګر- کلام- ما- نا» یا د خپل هېواد خدای اعلان کړ. هغه خپله لور این- بارا- زي د ایبي- سین د ځای ناستې په توګه د خپلې پاچاهۍ په ۲۲م کال کې د اګیستیو کشیشه وټاکله. ده یو شمېر قلاګانې جوړې کړې او له ښار څخه یې دېوالونه را تاو کړل، خو له هغه مهاله یوازې یوه سلطنتي کتیبه اوس شتون لري ده. [۷][۸]

د شو- ایلیشو واکمني

[سمول]

شو- ایلیشو (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۹۲۰ کال – ۱۹۰۰ کال) د ایسین لړۍ دویم واکمن و. هغه ۱۰ کاله واکمني وکړه. شو- ایلیشو له ایشبي- اېرا وروسته واک ته ورسېد. ایدین داګان له ده وروسته واکمني وکړه. شو- ایلیشو تر ډېره پورې له ایلامیانو څخه د نانا بت په ترلاسه کولو او د اور ښاري دولت ته د هغو د بېرته راوړلو له امله شهرت لري. [۹]

شو- ایلیشو ته په اړوندو کتیبو کې نوموړي ته د «پیاوړي کس»، «اور پاچا»، «د ملت د خدای»، «د آنو، انلیل او نانا خدایانو د خوښې وړ کس»، «د سومر او اکد د پاچا»، «د انلیل خدای او نینسینا الهې د خوښې وړ کس» او «د خپل ملک د خدای» القاب کارول شوي، خو د «ایسین د پاچا» لقب نه دی ورته کارول شوی (هغه لقب چې د ایشیم- داګان د واکمنۍ تر وروستیو پورې د دغه ښاري دولت د هېڅ پاچا له خوا ځانته وه نه کارول شو). شو- ایلیشو د خپل ایسین ښار دېوالونه بېرته جوړ کړل. هغه د اور ښاري دولت له خیر غوښتونکو څخه و (هغه ورسره د اړیکو په جوړولو پیل وکړ چې دغو اړیکو د هغه د ځای ناستو ایدین- داګان او ایشیم- داګان د واکمنیو پر مهال هم دوام وموند). شو- ایلیشو یوه یادګاري دروازه جوړه کړه او هغه بت یې پیدا کړ چې د اور ملاتړی خدای (نانا، د سپوږمۍ خدای) و او د ایلامیانو له خوا د دغه ښاري دولت د چور پر مهال مصادره شوی و. دا څرګنده نه ده چې دغه بت یې د دیپلماتیکو لارو چارو او یا هم جګړې پر مټ بېرته ترلاسه کړ. [۱۰][۱۱]

د ایدین- داګان واکمني

[سمول]

ایدین- داګان (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۹۰۰ کال – ۱۸۷۹ کال) د ایسین لړۍ دریم پاچا و. له ایدین داګان وړاندې د هغه پلار شو- ایلیشو واکمن و. له ده وروسته ایشیم- داګان (چې نه باید د لرغونې اشوري سترواکۍ له لومړي ایشیم- داګان او دویم ایشیم داګان سره غلط شي) د ایسین لړۍ واکمن شو. ایدین- داګان ۲۱ کاله حکومت وکړ (د سومري پاچاهانو د نوملړ پر بنسټ). هغه تر ډېره د مقدس واده په مراسمو کې د ګډون او همدارنګه له ایثاره ډک سرود ویلو له امله شهرت لري. د هغه په القابو کې «ځواکمن پاچا»، «د ایسین پاچا»، «اور پاچا» او «د سومر او اکد د پاچا» القاب شامل وو. [۱۲]

د ایشیم- داګان واکمني

[سمول]

ایشیم- داګان (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۸۷۹ کال – ۱۸۵۹ کال) د سومري پاچاهانو د نوملړ پر بنسټ د ایسین لړۍ ۴م پاچا و. همدارنګه د دغه نوملړ پر بنسټ نوموړی د ایدین- داګان زوی او ځای ناستی و. له دې وروسته لیپیت ایشتار د هغه ځای ناستی شو. دا یو له هغو پاچاهانو څخه و چې اېکور یې بېرته ورغاوه. [۱۳]

د لیپیت- ایشتار واکمني

[سمول]

لیپیت ایشتار (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۸۵۹ کال – ۱۸۴۸ کال) د سومري پاچاهانو د نوملړ پر بنسټ د ایسین لړۍ ۵م پاچا و. د دغه نوملړ پر بنسټ هغه د ایشیم- داګان ځای ناستی و. له ده وروسته اور- نینورتا د ایسین لړۍ واکمن شو.

سرچينې

[سمول]
  1. The spelling of royal names follows the Electronic Text Corpus of Sumerian Literature
  2. George, A. R. Sumero-Babylonian King Lists and Date Lists (PDF). pp. 206–210.
  3. Marc Van De Mieroop (2015). A History of the Ancient Near East, ca. 3000-323 BC. Wiley-Blackwell. p. 87.
  4. Joan Aruz; Ronald Wallenfels, eds. (2003). Art of the First Cities: The Third Millennium B.C. from the Mediterranean to the Indus. Metropolitan Museum of Art. p. 469.
  5. S. N. Kramer (1963). The Sumerians: Their History, Culture, and Character. University of Chicago Press. pp. 93–94.
  6. C. J. Gadd (1971). "Babylonia, 2120-1800 B.C.". In I. E. S. Edwards; C. J. Gadd; N. G. L. Hammond (eds.). The Cambridge Ancient History Volume 1, Part 2: Early History of the Middle East. Cambridge University Press. pp. 612–615.
  7. Marc Van De Mieroop (2015). A History of the Ancient Near East, ca. 3000-323 BC. Wiley-Blackwell. p. 87.
  8. Douglas Frayne (1990). Old Babylonian Period (2003-1595 B.C.) RIM The Royal Inscriptions of Mesopotamia (Book 4). University of Toronto Press. pp. 6–11.
  9. Jöran Friberg (2007). A Remarkable Collection of Babylonian Mathematical Texts: Manuscripts in the Schøyen Collection: Cuneiform Texts. Springer. pp. 131–134.
  10. Daniel T. Potts (1999). The archaeology of Elam: formation and transformation of an ancient Iranian State. Cambridge University Press. p. 149.
  11. Douglas Frayne (1990). Old Babylonian Period (2003-1595 B.C.): Early Periods, Volume 4. University of Toronto Press. pp. 97–1.
  12. D. O. Edzard (1999). Erich Ebeling; Bruno Meissner (eds.). Reallexikon der Assyriologie und Vorderasiatischen Archäologie: Ia - Kizzuwatna. Vol. 5. Walter De Gruyter Inc. pp. 30–31.
  13. David I Owen (October 1971). "Incomplete date formulae of Iddin-Dagān again". Journal of Cuneiform Studies. XXIV (1–2): 17. doi:10.2307/1359342. JSTOR 1359342.