ایزو ۹۰۰۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایزو ۹۰۰۰ معیارونه معمولا د کیفیت څخه بحث کوی. ددی معیارونو په لړ کی بیلا بیل نور فرعی معیارونه وجود لری چی تر ټولو مهم معیار یی ایزو ۹۰۰۱ دی چی په ۲۰۰۸ کال کی د آخری ځل لپاره په نشر ورسید. د ایزو ۹۰۰۰ د معیار ټول اړوند نور معیارونه معمولا د مشتری په رضایت او دهغه د توقعاتو د رفع کولو په خاطر جوړ شوی دی.د ایزو ۹۰۰۱ معیار یو ښه توت دا دی چی په هر رقم سازمان کی ورڅخه استفاده کیدای شی.

دایزو ۹۰۰۰ دمعیار د استعمال دلایل[سمول]

نن ورځ په نړۍ کی تقریبا په ډیرو ځایونو کی لیدل شوی دی چی خریداران او نور ذینفع کسان د هغوی د تمویل کوونکو څخه دا تقاضا لری چی باید د ایزو ۹۰۰۱ په معیار سره برابر خپل فعالیت ته ادامه ورکړی. او دهغه د سند درلودونکی وی. په ۲۰۱۱ کال کی د British Assessment Bureau دیوی سروی په ترځ کی داسی وښودل شوه چی هغه کسان چی په ایزو ۹۰۰۱ معیار سره برابر او سند یی لری ، په خپلو کارونو کی ۴۴ سلنه زیاتوالی منځ ته راغلی دی.

زمینه یا بک گروند[سمول]

ایزو ۹۰۰۰ د لمړی ځل لپاره په ۱۹۸۷ کی په چاپ ورسید.

احصایه[سمول]

دایزو د سندونو د اخستلو پرمختک او احصایه په لاندی جدول کی ښودل شوی ده.

دسمبر ۲۰۰۹ دسمبر د ۲۰۰۸ دسمبر د ۲۰۰۷
1,064,785 982,832 951,486

نن ورځ چین د هغه هیوادونو څخه دی چی تر ټولو ډیر د ایزوسند درلودونکی لری او ددی کمپنیو تعداد 257,076 ته رسیږی چی په ایزو ۹۰۰۱ معیار باندی کار کوی او سند یی لری.‌

د ایزو ۹۰۰۰ د معیار تدریجی تکمیل[سمول]

لمړی گڼه یی په ۱۹۸۷ کی په چاپ ورسیده. پدی وخت کی ددی معیار ساختمان کټ مټ د انگلیس د BS 5750 معیار سره یوشانته وو. پدی وخت کی یی دری ماډلونه یا نور فرعی معیارونه درلودل، چی ایزو ۹۰۰۱ ،‌ ایزو ۹۰۰۲ او ایزو ۹۰۰۳ وو.

چی د ایزو ۹۰۰۱ څخه دکیفیت په تضمین کولو کی په مختفو ځایونو کی کار اخستل کیده چی ددی. معمولا دا معیار په ډیزاین، انکشاف، تولید ، نصب کول او خدماتو کی ورڅخه په هغه صورت کی استفاده کیده چی نوی محصول به جوړیده.

ایزو ۹۰۰۲ کټ مټ د ایزو ۹۰۰۱ په شان وو ، یوازی دا فرق یی ورسره درلود چی د آخری محصول په کیفبت او دهغه په تضمین کی یی رول نه درلود.

ایزو ۹۰۰۳ د آخری محصول یا نهایی محصول د کیفیت د تقتیش او ارزیابی په برخه کی استعالیده مگر د تولید په برخه کی یی خاصه ونډه نه لرله.

د ایزو ۹۰۰۰ هغه گڼه چی په ۱۹۹۴ کی په چاپ ورسیده. پدی ځای کی د کیفیت په تضمین نور هم تاکید وشو. هغه نوی کار چی پدی برخه کی وشو د مخنیوونکو فعالیتونو د جوړولو څخه عبارت وو. ددی معنی دا چی مخکی لدی چی کومه ستونزه د محصول په کیفیت کی رامنځ ته راشی نو باید دهغه څخه د مخه تری مخنیوی شوی وی. علاوه ددی د اسنادو او پروسیجرو په جوړولو او ساتلو یی تاکید وکړ.

ایزو ۲۰۰۰ گڼه دری معیارونه سره یوځای کړل او یو معیار چی ایزو ۹۰۰۱ نومول شوی دی، منځ ته راوړ. پدی معیار کی ډیره د پروسی په مدیریت باندی تاکید شوی دی. او تر ټولو مهمه خو داده چی په ایزو ۹۰۰۱ کی باید لوړ پوړی مدیران ډیره ونډه واخلی او خپل مسولیت ومنی.

تفتیش[سمول]

تفتیش چی په انگرزی کی ورته Auditing وایی ، د ایزو د معیار د اخستلو او د اخستل شوی سند د تصدیق په خاطر تفتیش صورت ونیسی. دا تفتیش داخلی او باندنی وی. باندنی تفتیش یا external audit د باندنی موسسی یا سازمان لخوا باید ترسره شی. او داخلی تفتیش یا Internal audit باید د داخلی کارمندانو لخوا ترسره شی.

مؤثریت[سمول]

  • دلوړپوړو مدیرانو مستقیمه ونډه اخستل او مسولیت ورکول
  • په هر وخت کی نوی پروسی ، په هر نوع کار یا بزنس کی ورته علاوه کولی شی.
  • د مشتریانو د تجربی څځه په استفادی سره او هغوی ته د سیستم د ښه توب په خاطر ونډه ورکول ،‌او د سیستم ښه کول.

فواید[سمول]

د کیفیت تضمین کوونکی دی د عایداتو د زیاتوالی سبب کرځی د ښه اعتماد د پیدا کوولو منبه بلل کیږی. ډیر مفید او مؤثر عملیات برابروی د مشتریانو رضایت زیاتوی بازار یا مارکیت ته کی د ډیری ودی لامل کیږی. د کثافاتو یا اضافه مصرف څخه مخنیوی کوی د معیاری کولو یو معمول او اسانه وسیله ده.

ماخذونه[سمول]

http://en.wikipedia.org/wiki/ISO_9000