ایزوبل وایلي هاچیسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایزوبل وایلي هاچیسون (په انګریزي: Isobel Wylie Hutchison؛ زوکړه: د ۱۸۸۹ زکال د مۍ ۳۰مه – مړینه: د ۱۹۸۲ زکال د فبروري ۲۰مه) سکاټلنډۍ فلم جوړونکې، بوټي پېژندونکې او شمالي قطب ته سفر کوونکې وه. هاچیسون شاعره وه چې ایسلنډ، ګرینلنډ، الاسکا او الوتي ټاپو ګانو ته یې د خپلو سفرونو اړوند کتابونه لیکلي او د نېشنل جیوګرافیک په ګډون یې ګڼ شمېر نورو مجلو ته مقالې لیکلې دي. هغې په مکرر ډول ویناوې کولې او د خپلو فلمونو، انځورونو او نقاشیو څخه به یې د خپلو ویناوو پر مهال د هغو د اغېزو د زیاتوالي په موخه ګټنه کوله. د نوموړې لیکنې د سکاټلنډ ملي کتابتون ته د هغې د اوږد مهالې ملګرې مډېنا لوئیس له خوا ډالۍ شوې. [۱][۲][۳]

ډیری هغه بوټي چې هاچیسون د خپل ژوند په اوږدو کې راغونډ کړي وو؛ په کیو باغونو، په اډینبورګ کې د بوټو پوهنې په سلطنتي باغ او د بریتانیا په موزیم کې دي. په ۱۹۳۴ زکال کې نوموړې لومړنۍ مېرمن وه چې د سکاټلنډ له سلطنتي جغرافیايي ټولنې څخه یې د مونګو پارک مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۴۹ زکال کې یې د سنټ اندرویز له پوهنتون څخه د بوټې پوهنې او ادبیاتو په برخه کې د خپلو چارو له امله افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه او نوموړې یې «هغه نه تسلیم کېدونې ارواح وبلله چې ګواښونه، ستونزې او ستړیاوې یې له ننګونې سره مخ کړې او لویې بشري لاسته راوړنې یې لرلې دي». [۴][۵][۶][۷]

لومړنی ژوند[سمول]

هاچیسون د وېسټ لوتین په کارلوري قلا کې وزېږېده، دا د جني وایلي (۱۸۵۷ – ۱۹۳۱ زکال) او توماس هاچیسون (۱۸۴۱ – ۱۹۳۱ زکال) له پنځو ماشومانو څخه دریمه وه. پلار یې د هغې د ۱۰ کلنۍ په عمر ومړ. هغه خپلو ټولو اولادونو ته په مساوي ډول میراث له ځانه پرېښود او له امله یې نوموړې په خپل ټول ژوند کې له مالي اړخه خپلواکه وه. [۸]

د هغې تره د کارلوري رابرټ هاچیسون و. بابا یې توماس هاچیسون (۱۷۹۶ – ۱۸۵۲ زکال) په لیث ښار کې د زده کړو د برخې چارواکی او د شرابو مخکښ سوداګر و؛ خصر یې بیا یو بریالی کروندګر و. د هغوی شتمني لامل وګرځېده چې وخت ومومي ایزوبل ته د بوټو پوهنې او باغوانۍ اړوند زده کړې ورکړي. دې همدارنګه له یوې سیمه ییزې چارواکې سره خصوصي زده کړې وکړې او د کروکېټ، ټېنس، غشي ویشتنې، سکېټ، غره ختنې، بایسکل زغلونې، کلیوالي سکاټلنډي ګډا او قدم وهنې په برخو کې فعاله وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له ۱۹۰۰ زکال وروسته نوموړې په اډینبورګ کې ښوونځي ته ولاړه او هلته یې هغه درسي نصاب ولوست چې د یوې ویکټوریايي اشرافۍ نجلۍ لپاره مناسب و. وروسته له هغه چې خور یې د سمندریز ځواک له یوه افسر سره واده وکړ او وه یې نشو کولای د ډېر وخت لپاره هغه وویني، ایزوبل دې باور ته ورسېده چې واده کول د هغې ژوند محدود کوي. [۸]

هاچیسون به دا څرګندوله چې غواړي شاعره شي، همدا و چې د ځوانۍ پر مهال یې د اشعارو لیکلو ته مخه کړه. د ۱۸۹۹ زکال له لومړیو څخه هغې د خپلو یاددښتونو لیکنې ته مخه کړه او د خپل عمر په ډېری مهال کې یې دغه چاره ترسره کړه. هغې د سکرایبلر (The Scribbler) په نامه مجلې مدیر مسئولیت پر غاړه واخیست چې د کورنۍ له خوا یې تاسیس شوه؛ دې د خپلې شلېزې تر پایه یې دغې مجلې ته لیکنې وکړې. هغې د ځوانۍ پر مهال په څو ژبو خبرې کولې چې په دغو کې ایټالوي، ګالیک، یوناني، عبري، ډنمارکي، ایسلنډي، ګرینلنډي او همدارنګه د اینویت ژبې لغتونه شامل وو. [۱۳][۱۴][۱۵]

هغې د ماشومتوب له مهاله له پیاده تګ سره لېوالتیا لرله او ډېری مهال به له کارلوري څخه تر اډینبورګ پورې ۸ مایله (۱۳ کیلومتره) لار پیاده تله، د دې پر ځای چې د خپل کور له موټر کار واخلي. په شل کلنۍ کې د هغې د پیاده تګ کچه ۱۰۰ مایلو (۱۶۰ کیلومتره) ته ورسېده، د بېلګې په توګه له بلېرګیوري څخه تر اګوستوس بندر (۱۰۰ مایله یا ۱۶۰ کیلومتره)، او له ډون څخه تر اوبان پورې (۷۰ مایله یا ۱۱۰ کیلومتره). وروسته بیا په «اوږدو سفرونو» تله او په دې سره یې د نیشنل جیوګرافیک مجلې لپاره لیکنې هم پیل کړې. [۱۶]

د هاچیسون مشر ورور، فرانک، په ۱۹۱۲ زکال کې د ۱۶ کلنۍ په عمر په کیرنوګرومز کې د غره ختنې د یوې پېښې له امله ومړ. دغې چارې پر هاچیسون پام وړ اغېز وکړ او د یو څه مودې لپاره یې د خپلو یاددښتونو له لیکلو لاس واخیست. د هغې بل ورور، والټر، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ومړ. [۱۷][۱۸][۱۹]

نوموړې له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۱۸ زکال پورې په وارویک شایر کې د ښځو لپاره د باغوانۍ په سټوډلي نومي کالج کې سوداګري او بازار موندنه او همدارنګه مذهب او ژبې ولوستې. په ۱۹۱۸ زکال کې د نوموړې وضعیت له بد حالت سره مخ شو ځکه چې د حیواناتو لپاره یې خواړه کم شول او همدارنګه ټول نارینه د جګړې ډګر ته ولاړل. د هغوی په کالج کې انفلونزا ولګېده او یو شمېر زده کړیالان یې له امله مړه شول. هغه چې شرمېدونکې او تر یوه بریده ساده نجلۍ وه له عاطفي پلوه یې له نورو نجونو زده کړیالانو سره اړیکې جوړې کړې چې دغه مهال یې د مډېنا لوئیس په څېر تل پاتې ملګرې ځانته وموندلې. له دې سره هغه مهال چې ملګرو یې له نارینه و سره د لیوالتیا څرګندويي کوله، هغې د خپلو یاددښتونو په کتابچه کې خپل د خواشینۍ احساس ولیکه: «داسې احساس کوم چې زده دواړو جنسونو ته اړونده نه یم – یو ډول سیل کوونکې یم». [۲۰][۲۱]

له جګړې وروسته[سمول]

هغه د لار ورکۍ او ستونزو احساس چې هاچیسون ته په سټوډلي کالج کې پیدا شوی و، هغه مهال هم حل نه شو کله یې چې له دغه کالج څخه د باغوانۍ په برخه کې سند ترلاسه کړ. نوموړې د ۱۹۱۹ زکال په مني کې د لندن د پوهنتون کېنګز کالج ته ولاړه، هلته یې د نجونو په لیلیه کې ژوند کاوه او د مذهبي زده کړو په ټولګیو کې یې برخه اخیسته. له شپږ میاشتنۍ تبې او عاطفي بې ثباتۍ وروسته هاچیسون په ۱۹۲۰ زکال کې له اروايي ستونزو سره مخ شوه. له دې سره هم د لیکوالۍ په برخه کې بریالۍ وه؛ د هغې شاعري د سکاټسمن ورځپاڼې له خوا وستایل شوه او په دې سره یې ناول لیکنې ته هم مخه کړه. دې خپلې چارې له پلار څخه ورته د پاتې شوې شتمنۍ او ترلاسه کوونکي فیس پر مټ مخته وړې.[۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۲۴ زکال نوموړې په اډینبورګ کې د خپلې یوې ملګرې سره یوځای هسپانیا، مراکش، مصر او اسرائیلو ته د سفر په موخه وبلل شوه، دغه سفر توماس کوک تنظیم کړی و. هغې په دغه سفر کې خپله ښځینه ملتیا کوونکې له کچې زیاته محافظه کاره وبلله او له امله یې پرېکړه وکړه چې په راتلونکي کې به یوازې سفر کوي. په راتلونکي ژوند کې هغې یوازې او یا به یې هم له نارینه وو سره سفر کاوه، خو هېڅکله یې واده وه نه کړ. [۲۵][۲۶]

سکاټلنډ ته په بېرته راګرځېدو هغې یو څه موده په بارا، شمالي او سویلي یویست، هریس، سکاټلنډ او لوئیس کې په په پیاده تګ تېره کړه چې په دې سره یې ۱۵۰ مایله (۲۴۰ کیلومتره) پیاده تګ بشپړ کړ. هغې نیشنل جیوګرافیک مجلې ته د یوې مقالې د لیکلو له امله ۲۵۰ ډالر ترلاسه کړل چې ایسلنډ ته یې د سفر پر مهال د هغې د لګښت یوه برخه پوره کړه. [۲۷][۲۸]

نورې چارې[سمول]

د ۱۹۴۲ زکال پر مهال په آتو ټاپو باندې د جاپانیانو له برید وروسته، هاچیسون له بي بي سره په مکرر ډول مرکه کوونکې شوه. کارلوري قلا د جګړې پر مهال د سلطنتي هوايي ځواک له خوا د ګټنې له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوه او هغې یې د جوړولو په موخه پیسو ته اړتیا لرله. ورته مهال تر ۱۹۵۱ زکال پورې د دغې قلا د برېښنا مزي هم وصل نه شول. [۲۹][۳۰][۳۱]

هاچیسون د ۱۹۵۶ زکال په اوړي کې مرسته وکړه چې فالکلنډ ماڼۍ، آبرنټي، کینروس، کریمویر او بریمار ته د نیشنل جیوګرافیک د انځور اخیستونکو بي آنتوني سټیوارټ او ډېوېډ اس بویر سفر تنظیم او همدارنګه «د جان اوګروتز د پیاده تګ» تر عنوان لاندې خپلې مقالې لپاره انځورونه راغونډ کړي. همدغه کال نوموړې د نیشنل جیوګرافیک له لومړنۍ ښځینه انځور اخیستونکې کاتلین ریویس سره سکاټلنډ ته سفر وکړ څو د دغه هېواد د پام وړ ادبي ځانګړنو لرونکي ځایونه وګوري. [۳۲][۳۳]

هاچیسون چې له مفصلي التهاب رنځېده بالاخره له پښو او لاسو وغورځېده. نوموړې د ۱۹۸۲ زکال د فبروري په ۲۰مه نېټه د ۹۲ کلنو په عمر په کارلوري کې په خپل کور کې مړه شوه. هغه د کرکلیسټون په شمالي هدیره کې د خپلې مور او مشرې خور، هېلډا سکاټ پریمروز هاچیسون په خوا کې خښه کړای شوه. [۳۴][۳۵][۳۶]

علمي ویاړونه او جایزې[سمول]

ایزوبل وایلي هاچیسون د سکاټلنډ د سلطنتي جغرافیايي ټولنې یو له ارزښتمنو غړو څخه وه. هغې له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۴۰ زکال پورې د دغې ټولنې په شورا، له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۵۳ زکال پورې د سکاټلنډ د جغرافیايي مجلې د افتخاري مدیر مسئولې او له ۱۹۵۸ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې د یادې ټولنې د مرستیالې په توګه خدمت وکړ. [۳۷]

هاچیسون په ۱۹۳۲ زکال کې د دغې ټولنې د فیلوشېپ دیپلومه او د ۱۹۳۴ زکال د اکتوبر په ۲۴مه یې په ډېرې حیرانتیا د مونګو پارک مډال ترلاسه کړ. نوموړې د دغه مډال لومړنۍ ښځینه او دریمه ترلاسه کوونکې وه.[۳۸][۳۹][۴۰]

په ۱۹۳۶ زکال کې د لندن د سلطنتي جغرافیايي ټولنې غړې وټاکل شوه او د سنټ اندریوز پوهنتون بیا په ۱۹۴۹ زکال کې ورته افتخاري دوکتورا ورکړه. [۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. Neely, Sarah; MacKenzie, Scott; Stenport, Anna Westerstahl (2015). "'My Heart Beat for the Wilderness': Isobel Wylie Hutchison, Jenny Gilbertson, Margaret Tait and Other Twentieth-Century Scottish Women Filmmakers". Films on ice : cinemas of the Arctic. Edinburgh: Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748694174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 26 May 2019 باندې). Isobel Wylie Hutchison: A truly extraordinary Scottish explorer. The National.
  3. Reid, Deborah (8 March 2019). "The Quest for Scotland's Gardening Women, 1800-1930". National Museums Scotland Blog (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2 June 2017 باندې). Arctic Botanist: Isobel Wylie Hutchison. Royal Botanic Gardens Kew.
  5. "Catalogue for Isobel Wylie Hutchison Collection at the Royal Botanic Garden Edinburgh" (PDF). Royal Botanic Garden Edinburgh. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 26 May 2019 باندې). Isobel Wylie Hutchison: A truly extraordinary Scottish explorer. The National.
  7. "Mungo Park Medal". The Royal Scottish Geographical Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hoyle 2001، صص. 1-19.
  9. Biographical Index of Former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002 (PDF). The Royal Society of Edinburgh. July 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-902-198-84-X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hoyle 2001، صص. 16.
  11. Hoyle 2001، صص. 12.
  12. Hoyle 2001، صص. 2-3.
  13. "Inventory" (PDF). National Library of Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 26 May 2019 باندې). Isobel Wylie Hutchison: A truly extraordinary Scottish explorer. The National.
  15. Hoyle 2001، ص. 15.
  16. Hoyle 2001، صص. 17.
  17. (په 26 May 2019 باندې). Isobel Wylie Hutchison: A truly extraordinary Scottish explorer. The National.
  18. (په 21 October 2018 باندې). The call of the far north. The National.
  19. Hoyle 2001، ص. 21.
  20. Hoyle 2001، صص. 23-26.
  21. Hoyle 2001، صص. 26-28.
  22. Maddrell, Avril (20 June 2011). Complex Locations: Women's Geographical Work in the UK 1850-1970 (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 99. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-9958-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hoyle 2001، ص. 28-29.
  24. Hoyle 2001، ص. 23.
  25. (په 12 March 2018 باندې). HippFest remembers forgotten film-maker Isobel Wylie Hutchison. The National.
  26. Hoyle 2001، صص. 33-35.
  27. Hoyle 2001، ص. 37.
  28. Hoyle 2001، ص. 36.
  29. "Learn more about Carlowrie Castle's colourful history - Carlowrie Castle". Carlowrie Castle. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Hoyle 2001، صص. 196.
  31. Hoyle 2001، صص. 194, 203.
  32. Hutchison, Isobel Wylie, "Famous Literary Shrines of Scotland", in Cameron, Hazel Buchan (ed.), Peak Beyond Peak: The Unpublished Journeys of Isobel Wylie Hutchison, Taproot Press, pp. 197 - 238, کينډۍ:Isbn
  33. Hutchison, Isobel Wylie, "A Stroll to John o' Groats", in Cameron, Hazel Buchan (ed.) (2022) Peak Beyond Peak: The Unpublished Scottish Journeys of Isobel Wylie Hutchison, Taproot Press, pp. 69 - 116, کينډۍ:Isbn
  34. Kaye, Evelyn; Zhang, Tingjun; Ebert-May, Diane (February 2002). "Flowers in the Snow: The Life of Isobel Wylie Hutchison, Permafrost: A Guide to Frozen Ground in Transition, Structure and Function of an Alpine Ecosystem, Niwot Ridge, Colorado, Roald Amundsen's Belgica Diary: The First Scientific Expedition to the Antarctic, Ecosystems of Disturbed Ground, The Terrestrial Biosphere and Global Change: Implications for Natural and Managed Ecosystems. Synthesis Volume, Glaciers and Environmental Change, Environmental Change in Mountains and Uplands, Debris-Covered Glaciers, This Land of Shining Mountains: Archeological Studies Colorado's Indian Peaks Wilderness Area, Perspectives in Amino Acid and Protein Geochemistry". Arctic, Antarctic, and Alpine Research. 34 (1): 114–118. doi:10.1080/15230430.2002.12003475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Woolf, Jo (16 November 2017). The Great Horizon: 50 Tales of Exploration (په انګلیسي ژبه کي). Dingwall, Scotland: Sandstone Press Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-910985-89-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Jeanie Wylie Hutchison grave monument details at Municipal Cemetery, Kirkliston, West Lothian,Scotland". www.gravestonephotos.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Maddrell, Avril (20 June 2011). Complex Locations: Women's Geographical Work in the UK 1850-1970 (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-9958-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Reeploeg, Silke (2017). "The far islands and other cold places: Women travelers in the Arctic, 1850–1935" (PDF). Conference of the International Journal of Arts & Sciences. 10 (2): 35–40. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Maddrell, Avril (20 June 2011). Complex Locations: Women's Geographical Work in the UK 1850-1970 (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-9958-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Mungo Park Medal". The Royal Scottish Geographical Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Kaye, Evelyn; Zhang, Tingjun; Ebert-May, Diane (February 2002). "Flowers in the Snow: The Life of Isobel Wylie Hutchison, Permafrost: A Guide to Frozen Ground in Transition, Structure and Function of an Alpine Ecosystem, Niwot Ridge, Colorado, Roald Amundsen's Belgica Diary: The First Scientific Expedition to the Antarctic, Ecosystems of Disturbed Ground, The Terrestrial Biosphere and Global Change: Implications for Natural and Managed Ecosystems. Synthesis Volume, Glaciers and Environmental Change, Environmental Change in Mountains and Uplands, Debris-Covered Glaciers, This Land of Shining Mountains: Archeological Studies Colorado's Indian Peaks Wilderness Area, Perspectives in Amino Acid and Protein Geochemistry". Arctic, Antarctic, and Alpine Research. 34 (1): 114–118. doi:10.1080/15230430.2002.12003475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Hoyle 2001، صص. 190.