منځپانگې ته ورتلل

ایزاک فلورانسو اډیول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایزاک فلورانسو اډیول
ایزاک فلورانسو اډیول
ایزاک فلورانسو اډیول

د شخص مالومات
پيدايښت ۵ می ۱۹۵۴
تابعیت نايجېريا [۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱]،  وزير [۱]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه يوروبايي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه ،  يوروبايي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

ایزاک فلورانسو اډیول (Isaac Folorunso Adewole؛ زوکړه: د ۱۹۵۴ زکال د مۍ ۵ مه) د نسایي ولادي ناروغیو په برخه کې نایجریايي ښوونکی و. نوموړی د ۲۰۱۵ زکال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۱۹ زکال تر می میاشتې پورې د ولسمشر محمد بوهاري په کابینه کې د نایجریا د عامې روغتیا وزیر و. نوموړی د ایبادان د پوهنتون پخوانی مرستیال او د سرطان ناروغۍ په برخه کې د څېړنیز او روزنیز بنسټ مشر و. د یاد پوهنتون د یوولسم مرستیال په توګه هغه د دغه پوهنتون د طب په پوهنځي کې د ښوونکي په توګه خدمت وکړ چې د نایجریا تر ټولو لوی او پخوانی طبي روزنیز بنسټ دی. د نوموړي څېړنو په انساني پاپیلومای، ایډز او ښځینه انکولوژي تمرکز لرلی؛ چې ښځینه انکولوژي هغه ځانګړې تخصصي طبي څانګه ده چې د تخمدان د سرطان، د رحم د سرطان، د واژن د سرطان، د رحم د خولې د سرطان او د فرج د سرطان په ګډون د ښځو د تناسلي آلې په سرطانونو تمرکز لري. اډیول د آدلکه پوهنتون د مشرتابه پلاوي غړی او همدارنګه د رحم د خولې د سرطانونو د کنټرول د ملي پالیسۍ د پلاوي مشري په غاړه لري. هغه یوازنی نایجریایي ښوونکی دی چې د ټولګټو پوهنتونونو د سازمان د شورا د غړي په توګه ټاکل شوی. نوموړی همدارنګه د افریقا د سرطانونو د انستیتوت د نړیوالو سلاکارانو د پلاوي غړی دی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نوموړي په ۲۰۱۴ زکال کې خپله ۶۰ مه کالیزه ولمانځله. د ایبادان پوهنتون د نړیوالو کنفرانسونو په تالار کې د یوې عامه غونډې پر مهال یادونه وشوه چې په ۲۰۱۰ زکال کې څه ډول یو شمېر کسانو په بې وقفې ډول هڅه وکړه څو د دغه پوهنتون مرستیالۍ ته د ده لار موندنه سبوتاژ کړي. د هغه د ۶۰ مې کالېزې د لمانځونکې غونډې مشري ول اولانیپیکون پر غاړه لره چې د یو حقوقي شخصیت د لرلو سربېره د نایجریا مخکښ وکیل، د نایجریا د وکیلانو د ټولنې پخوانی مشر او د دغه پوهنتون له پخوانیو مشرانو څخه و. هغه اډیول، «د ۹ ځله ژوند لرونکې پشکې پر ځای د ۱۸ ځله ژوند لرونکې پشکې په توګه توصیف کړ چې د مخالفینو د هر ډول هڅو او توطئو څخه بریالی راوتلی». په ۲۰۱۲ زکال کې نوموړی د نایجریا د علومو اکاډمۍ د غړي په توګه چې په نایجریا کې مخکښ علمي بنسټ دی، وټاکل شو. نوموړي په لاګوس پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس له ښوونکي مجید اولاید عباس او د لویدیځې افریقا د جراحۍ د کالج د مشر او په ایبادان پوهنتون کې د طبي کالج د پخواني ښوونکي اکینینکا اومیګبودون سره یوځای د علومو اکاډمۍ ته لار ومونده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۲۰۱۴ زکال کې نوموړی د آدلکه پوهنتون د مدیره پلاوي او همدارنګه د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې د پان افریقايي پوهنتون د مدیره پلاوي د غړي په توګه وټاکل شو. پان افریقايي پوهنتون د دوکتورا په کچه د افریقا د پنځو برخو هغه مشترکه روزنیزه او څېړنیزه شبکه ده چې د افریقايي اتحادیې له خوا یې ملاتړ کېږي. د ۲۰۱۵ زکال د مارچ په ۲۸ مه د نایجریا د ۲۰۱۵ زکال په عمومي ټاکنو کې د لاګوس ایالت د ټاکنو د خپلواک ملي کمیسیون د مشر او همدارنګه د ۲۰۱۵ زکال د اپرېل په ۱۱ مه د لاګوس ایالت د ایالتي ټاکنو د ټاکنیز مشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۵ زکال د نومبر په ۱۱ مه نوموړی د نایجریا د فدرال جمهوریت د عامې روغتیا د وزیر په توګه وټاکل شو. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

لومړی ژوند

[سمول]

اډیول د ۱۹۵۴ زکال د مۍ په ۵ د نایجریا د سویل لویدیځ اوسون ایالت په ایلیسا ښار کې وزېږېد. د هغه مور او پلار سوداګر و او هغه ته یې مسلک پلار ټاکلی و. پلار یې د یونایټد افریقا د کمپنۍ استازی و؛ هغه بریتانوي کمپنۍ چې د شلمې پېړۍ پر مهال یې تر ډېره پورې لویدیځي افریقا ته سوداګریزې چارې ترسره کولې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د هغه لومړنی پلان دا و چې د هوانوردۍ مسلک په ځانګړې توګه د هوا فضا انجینري انتخاب کړي؛ په داسې حال کې چې په ښوونځي کې یې لارښود ورته د داسې موضوعاتو لارښوونه کړې وه چې د طبابت لپاره ګټمنې وې. په ۱۹۶۰ زکال کې هغه په ایلیسا کې میتودیست ابتدایه ښوونځي ته لاړ او هلته یو کال پاتې شو، ورپسې د ایبادان اوکه آدو میتودیست ښوونځي ته لاړ او هلته یې هم یو کال تېر کړ؛ هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د اکوره په سنت ماتیاس ښوونځي کې بشپړې کړې. وروسته له هغه نوموړی د ایلیسا ګرامر ښوونځي ته لاړ او په ۱۹۷۰ زکال کې یې له هغه ځایه د لومړۍ درجې زده کوونکي سند او بیا یې په ۱۹۷۲ زکال کې له دغه ښوونځي څخه د فراغت سند هم ترلاسه کړ. د ۱۹۷۳ زکال په اکتوبر میاشت کې یې د ایبادان په طب پوهنځي کې داخله وکړه او په ۱۹۷۸ زکال کې یې له دغه ځایه د لیسانس سند ترلاسه او همدارنګه یې همدغه کال د ماشومانو په برخه کې د عالي درملنې له امله د ګلکسو النبری جایزه هم ترلاسه کړه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مسلک

[سمول]

په ۱۹۷۸ زکال کې وروسته له هغه چې له ایبادان پوهنتون فارغ شو د ایبادان پوهنتون په تدریسي روغتون کې یې دنده پیل کړه. په ۱۹۷۹ زکال کې یې د ځوانانو د ملي سرتېرو په اډانه کې د یو کال اجباري خدمت د ترسره کولو په موخه روغتون د سوکوټو په هوډ پرېښود. د پوځي ډاکټر په توګه له یو کال خدمت وروسته وړاندې له دې چې د تدریسي روغتون د نسايي ولادي برخې مشر شي؛ هغه د ایبادان په ادئویو نسايي ولادي روغتون کې کار وکړ. نوموړی وړاندې له دې چې په ۱۹۸۲ زکال کې د نفوسو د ثبت د مدیر په توګه وټاکل شي د یوکال لپاره یې په دغه ځایګي کې خدمت وکړ. [۳۰]

په ۱۹۸۵ زکال کې هغه د لندن په چرینګ کراس روغتون کې د انکولوژي په څانګه کې د څېړنیز فیلوشیپ ترسره کولو په موخه نایجریا پرېښوده. د دغه فیلوشیپ پروګرام له بشپړولو وروسته هغه نایجریا ته راوګرځېد څو د ایبادان له سلطنتي تخصصي کالج سره یوځای شي چېرې چې نوموړي د پوهنتون تدریسي روغتون ته له بېرته ستنېدو څخه وړاندې د څلورو کلونو لپاره د نسایي ولادي برخې د سلاکار په توګه تېر کړل. [۳۱]

نوموړي په ۱۹۲۲ زکال کې خپل اکاډمیک کار د ایبادان د طبي کالج د لومړۍ درجه ښوونکي په توګه پیل کړ او په دغه کالج کې د طبابت مخکښ ښوونکی شو. د ۱۹۹۷ زکال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه هغه د ایبادان پوهنتون د طب پوهنځي د ښوونکي په توګه وګمارل شو او همدغه کال یې د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته لار ومونده. په ۱۹۹۹ زکال کې نوموړی د نسايي ولادي برخې مشر وټاکل شو او یو کال یې په دغه څوکۍ خدمت وکړ. د ۲۰۰۰ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د کلینیکي علومو او ستوماتولوژۍ د پوهنځۍ د رئیس په توګه وټاکل شو او د ۲۰۰۲ زکال د جولای تر ۳۱ مې نیټې پورې یې په دغه څوکۍ کار وکړ. [۳۲][۳۳]

د ۲۰۰۲ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د طبي کالج د مشر په توګه وټاکل شو او پروفیسور اکینینکا اومیګوبودون د هغه ځای ونیو. په دغه څوکۍ باندې د دندې ترسره کولو سربېره نوموړي د ښوونکو او د پوهنتونو د مشرانو د کمېټو غړیتوب او همدارنګه د پوهنتون دننه د ایډز د کمېټې مشري په غاړه لرله. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۴ زکال کې د پوهنتونونو د علمي پرسونل د ارزونې د کمېټې د مشر په توګه خدمت وکړ. د ۲۰۱۰ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه د شیکاګو په شمال لویدیځ پوهنتون کې فرعي ښوونکی شو. د ۲۰۱۰ زکال د ډسمبر په میاشت کې د میخانیک انجینرۍ د ښوونکي او د نایجریا د انجینرۍ د اکاډمۍ د غړي اولوفمی بامیرو پر ځای د ایبادان پوهنتون علمي مرستیال شو. [۳۴]

د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۲ زکلونو ترمنځ هغه د نایجریا د طبي مجلې د لیکونکي پلاوي سلاکار و او په ۱۹۷۷ زکال کې د همدغې مجلې د لیکونکي پلاوي غړی شو. نوموړی اوس مهال د انکولوژي په برخه کې د طبي ارزونو د پلاوي د غړي په توګه په کار بوخت دی. همدارنګه د The Global Santé Journal د لیکونکي پلاوي غړی دی. نوموړي له ۱۸۰ زیاتې علمي مقالې او لسګونه کتابونه لیکلي او همدارنګه یې د سلګونو نورو کتابونو په لیکلو کې مرسته کړې. [۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ليکوال: Felix S. Bethke — سرليک: Database of Cabinet Politics in Sub-Sahara Africa — منښتلیک: Creative Commons Attribution 4.0 International
  2. "18 former ministers who didn't make Buhari's new list". Premiumtimesng.com. 23 July 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 8 November 2021.
  3. Sunday Saanu (4 May 2015). "Adewole: Celebrating a quintessential administrator, scholar at 61". Nigerian Tribune. خوندي شوی له the original on 17 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  4. "UI sets tone for selection of new VC". Nigerian Tribune. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  5. "PROFESSOR ISAAC FOLORUNSO ADEWOLE FAS RECEIVES AWARD OF THE ORDER OF RISING STAR, GOLD AND SILVER STAR OF JAPAN". www.com.ui.edu.ng. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-28.
  6. "Search | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-26.
  7. "Stakeholders salute UI VC". The Punch News. خوندي شوی له the original on 14 May 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  8. "Isaac Folorunso Adewole". frontend (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-28. {{cite web}}: Check |url= value (help)[مړه لينکونه]
  9. "Prof Isaac Folorunsho Adewole". DAWN Commission. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  10. "Governing Council – Adeleke University". Adelekeuniversity.edu.ng. خوندي شوی له the original on 16 August 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 September 2015.
  11. "The Association of Commonwealth Universities | ACU". www.acu.ac.uk. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-26.
  12. "Celebrating UI VC at 60". New Telegraph. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  13. "UI VC gets new roles". The Nation Nigeria. 5 September 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  14. "Definition of international | Dictionary.com". www.dictionary.com (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-26.
  15. "Celebrating UI VC @ 60". Nigeria Headlines. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 September 2015.
  16. "Forget Past Injustices Olanipekun Tells UI VC". Thisday News. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  17. "Fellows of the academy". nas.org.ng. خوندي شوی له the original on 9 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 September 2015.
  18. "Professor I.F. Adewole- VICE-CHANCELLOR". University of Ibadan. خوندي شوی له the original on 22 September 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  19. "President Buhari Keeps Petroleum Ministry, Assigns Others". Channels TV. ترلاسه‌کېدو نېټه 10 November 2015.
  20. "Finally, Ambode Emerges Winner in Lagos Guber Contest". Thisday News. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  21. "Guber Poll: APC Sweeps Out PDP". Leadership Newspaper. خوندي شوی له the original on 11 December 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  22. Sunday Saanu (4 May 2015). "Adewole: Celebrating a quintessential administrator, scholar at 61". Nigerian Tribune. خوندي شوی له the original on 17 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  23. "Ifa Foundation". ifaf.org.ng. 2014. خوندي شوی له the original on 31 May 2016. ترلاسه‌کېدو نېټه 16 April 2016.
  24. Martins, Ameh (2017-09-06). "ADEWOLE,Isaac Folorunsho". Biographical Legacy and Research Foundation (in American English). ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-04-28.
  25. "Nigeria: My Greatest Challenge As UI VC – Adewole". Daily Independent. 27 April 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 26 November 2015.
  26. "My Life At 60 – Prof. Adewole". The News Nigeria. 20 May 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  27. "I'll Make UI Greater – New VC". Thisday News. خوندي شوی له the original on 19 November 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  28. "Adewole, UI VC, at 60 – The Sun News Online". The Sun News. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  29. "ADEWOLE, UI VC AT 61: The doctor farm activist". Newswatch Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.[مړه لينکونه]
  30. "Race for the Strongest". New Telegraph. خوندي شوی له the original on 27 سېپتمبر 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 سېپتمبر 2015.
  31. "Day UI stood still for 'IFA'". Daily Independednt. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  32. "Professor Isaac Folorunso Adewole awarded an honorary Doctor". thechronicleofeducation.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  33. "Isaac Adewole, MBBS : Faculty Profile". feinberg.northwestern.edu. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  34. "Nigeria: UI – Agenda for Adewole". allAfrica.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.
  35. "Why Nigerian varsities are poorly ranked". Daily Independent. ترلاسه‌کېدو نېټه 18 September 2015.