ایدسکر ویبه ډایکسټرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایدسکر ویبه ډایکسټرا (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د مۍ ۱۱مه – مړینه: د ۲۰۰۲ زکال د اګست ۶مه) هالنډی د کمپیوټرو ساینس پوه، پروګرام جوړونکی، د سافټویر انجینر او د علمي مقالو لیکونکی و. [۱][۲]

ډایکسټرا د هالنډ په روتردام کې وزیږېد او په لیډن پوهنتون کې یې ریاضي او فیزیک او وروسته بیا نظري فیزیک ولوستل. ادریان ون وینګارډن د امستردام د ریاضي په مرکز کې هغه ته د کمپیوټرونو د پروګرام جوړونې د لومړني کارکوونکی په توګه د دندې وړاندیز وکړ چې بیا یې له ۱۹۵۲ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې دلته کار وکړ.

ډایکسټرا په ۱۹۸۴ زکال کې د اسټین د تکزاس پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د شلمبرګر سل کلنه څوکۍ ومنله او بیا یې د ۱۹۹۹ زکال په نومبر میاشت کې د خپل تقاعد تر مهاله همدلته کار وکړ. هغه او مېرمن یې له تقاعد وروسته د هالنډ په نوئنن کې خپل اصلي کور ته راوګرځېدل او د سرطان ناروغۍ سره له اوږد مهالې مبارزې وروسته د ۲۰۰۲ زکال د اګست په ۶مه نېټه ومړ. [۳]

نوموړي په ۱۹۷۲ زکال کې د پروګرام لیکنې د ژبې د جوړښت په برخه کې د اساسي مرستې له امله د ټورېنګ جایزه ترلاسه کړه. له مړینې لږ وړاندې هغه د کمپیوټري ماشینونو د ټولنې PODC جایزه د کمپیوټري پروګرام جوړونې د پایدارۍ په برخه کې د توزیعي محاسباتو د رامنځته کولو له امله ترلاسه کړه. له دې څخه وروسته دغه جایزه چې په کلنۍ ډول ورکول کېږي د هغه په ویاړ د ډایکسټرا جایزې په نوم ونومول شوه.

ژوند او چارې[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

ایدسکر ویبه ډایکسټرا په روتردام کې وزیږېد. د هغه پلار کیمیا پوه و چې د هالنډ د کیمیا د ټولنې مشري یې کوله؛ هغه په یوه منځني ښوونځي کې د کیمیا تدریس کړی و او بیا وروسته د هماغه ښوونځي مدیر شو. مور یې ریاضي پوهه وه، خو هېڅکله یې هم رسمي دنده نه لرله. [۴][۵]

ډایکسټرا د وکالت چارو ته فکر کړی و او تمه یې لرله چې په ملګرو ملتونو کې به د هالنډ استازی وټاکل شي. ورته مهال په ۱۹۴۸ زکال کې له ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغه د خپلو والدینو په غوښتنه په لیډن پوهنتون کې لومړی ریاضیات او فیزیک او بیا یې نظري فیزیک ولوست. [۶]

د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې برېښنايي کمپیوټرونه نوي راوتلي و. ډایکسټرا په تصادفي بڼه دغې څانګې ته لار پیدا کړه او د خپل لارښود پروفیسور جانس هانټېجس له لارې یې د امستردام د ریاضي د مرکز د محاسباتي برخې له مشر ادریان فون وینګارډن سره ولیدل چې هغه ورته د دندې وړاندیز وکړ؛ په دې سره نوموړی د ۱۹۵۲ زکال په مارچ میاشت کې په رسمي بڼه د هالنډ لومړنی «پروګرام جوړونکی» شو. [۷]

د امستردام ریاضیکي مرکز[سمول]

ډایکسټرا له ۱۹۵۲ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د امستردام په ریاضیکي مرکز کې کار وکړ، چېرې چې نوموړي له برام جان لوپسترا او کارل اس شولټن سره یوځای کار کاوه چې د کمپیوټرونو د جوړولو په موخه استخدام شوي وو. د هغوی د تعامل ډول منظم و: هغوی په پیل کې د پروګرام لیکنې د یوه لارښود په لیکلو سره د سافټ ویر او هارډویر ترمنځ د اړیکې اړوند پرېکړه کوله. له دې وروسته د هارډویر طراحان باید د خپل کړي قرارداد له مخې د برخو په جوړولو کې وفاداره پاتې کېدل، په داسې حال کې چې پروګرام جوړونکي ډایکسټرا د لا نه جوړو شوو ماشینونو لپاره سافټ وېر لیکنې ته دوام ورکاوه. له دغې تجربې څخه هغه دوه درسونه چې ده زده کړل د واضحې مستندسازۍ اهمیت و او بل دا چې کېدلای شي د دقیقې طراحۍ پر بنسټ د پروګرامونو له ستونزمن توب مخه ونیول شي. ډایکسټرا په ۱۹۵۶ زکال کې د ARMAC کمپیوټر د رسمي افتتاحیې پر مهال د تر ټولو لنډې لارې د موندنې مسئله فورمول بندي او حل کړه. له دې امله چې هغه مهال د اتومات محاسبې په برخه کې ځانګړو مجلو شتون نه درلود، هغه د خپلې دغې چارې پایلې تر ۱۹۵۹ زکال پورې خپرې نه کړې. [۸][۹]

په ریاضیکي مرکز کې ډایکسټرا او د هغه همکار ژاپ زونیوېلډ د ۱۹۶۰ زکال تر اګست میاشتې پورې د پروګرامونو د ALGOL 60  الګوریتمي ژبې لپاره لومړنی کمپایلر (ژباړن سیسټم چې کمپیوټري کوډونه په لیکنه اړوي) جوړ کړ؛ دوی له نورو ټولو کمپایلر جوړونکو څخه یو کال وړاندې دغه چاره ترسره کړه. الګول ۶۰ اوس مهال د سازمان یافته پروګرام جوړونې په برخه کې کلیدي پرمختګ ګڼل کېږي. [۱۰]

د اینډهوون د ټکنالوژۍ انستیتیوت[سمول]

ډایکسټرا په ۱۹۶۲ زکال کې اینډهوون ته کډه وکړه او بیا وروسته د هالنډ په سویل کې نوئنن ته کډه شو، چېرې چې نوموړي د اینډهوون پوهنتون د ریاضي د څانګې د پروفیسور په توګه دنده ترلاسه کړه. دغه پوهنتون د کمپیوټري علومو ځانګړې پوهنځۍ نه لرله او همدارنګه د ریاضي د پوهنځي دودونه د هغه لپاره مناسب نه وو. ډایکسټرا هڅه وکړه چې د کمپیوټر پوهانو یوه ډله جوړه کړي څو د کمپیوټري مسایلو په حل کې له یو بل سره مرسته وکړي. دغه ډله جوړونه د ریاضیاتو د څېړنیزو ډلو څخه په غیر معمول بڼه رامنځته شوه. نوموړي د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې ټي اچ اي عامل سیسټم (THE operating system) رامنځته کړ (په هغو باندې یې د همدغه پوهنتون نوم کېښود چې د اینډهوون د هوګز ښوونځي د تخنیک په نوم پېژندل کېږي)، دغه سیسټم د راتلونکو عامل سیسټمونو په جوړولو کې پام وړ اغېز وکړ ځکه د سافټ ویر پر مټ د هغو له ویرچول میموري څخه یې پام وړ ګټنه کړې وه. [۱۱][۱۲][۱۳]

بوروګز کارپورېشن[سمول]

ډایکسټرا د ۱۹۷۳ زکال په اګست میاشت کې له بوروګز کارپورېشن سره مل شو، هغه شرکت چې هغه مهال د هارډوېر د معمارۍ پر بنسټ یې د کمپیوټرونو د جوړولو له امله شهرت درلود؛ ده د ۱۹۷۳ زکال په اګست میاشت کې د څېړونکي همکار په توګه ورسره دنده پیل کړه. په دغه شرکت کې د نوموړي دنده د یاد شرکت د څېړنیزو مرکزونو څخه په کال کې څو ځله لیدنه او همدارنګه په خپل کوچني څېړنیز مرکز کې د خپلو څېړنو ترسره کول و چې په نوئنن کې یې د هغه د کور په دویم پوړ کې موقعیت درلود. په واقعیت کې ډایکسټرا د بوروګز یوازنی څېړونکی و چې له کوره څخه یې دغه شرکت ته کار کاوه او کله کله به یې په متحده ایالاتو کې د هغو شعباتو ته سر ورښکاره کاوه. بالاخره هغه پوهنتون ته تګ په اونۍ کې یوې ورځې ته راکم کړ. دغه د سې شنبې ورځ ډېر ژر د «غرمې وروسته د سې شنبې په کلب» شهرت وموند چې په دغه اونیز سیمنار کې به هغه له خپلو همکارانو سره د علمي مقالو اړوند بحثونه کول او د هغو ټول اړخونه؛ جوړښت، تنظیم، ارایه، ژبه، محتوا او نورو موارد به یې ارزول. ډېر ژر وروسته له هغه چې نوموړی په اسټین کې د تکزاس پوهنتون ته ولاړ د سې شنبې ورځې د غرمني کلب نوې څانګه د اسټین په تکزاس کې جوړه شوه. [۱۴]

په آسټین کې د تکزاس پوهنتون[سمول]

ډایکسټرا په ۱۹۸۴ زکال کې د اسټین د تکزاس پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې د شلمبرګر سل کلنه څوکۍ ترلاسه کړه.

وروستي کلونه[سمول]

ډایکسټرا د ۱۹۹۹ په نومبر میاشت کې د تقاعد تر مهاله په اسټین کې کار وکړ. د دغې چارې او همدارنګه د محاسباتي علومو په برخه کې د هغه د څلوېښت کلنې ونډې د لمانځنې په موخه د تکزاس پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ۲۰۰۰ زکال په مۍ میاشت کې د هغه د ۷۰مې کلیزې په مناسبت یو سمپوزیم جوړ کړ. [۱۵]

ډایکسټرا او د هغه مېرمن له آسټین څخه په نوئنن (هالنډ) کې خپل کور ته راوګرځېدل، چېرې چې د هغه دې ته پام شو چې له ژوندانه څخه یې یوازې څو میاشتې پاتې دي. هغه به ویل چې غواړي په اسټین کې تقاعد شي، خو په هالنډ کې ومري. ډایکسټرا د ۲۰۰۲ زکال د اګست په ۶مه له سرطان ناروغۍ سره له اوږد مهالې مبارزې وروسته مړ شو. د تکزاس پوهنتون د چارواکو له خوا د هغه د مړینې لامل د سرطان ناروغي وبلل شوه. له هغه او مېرمنې څخه یې د مارکوس، فمکه او کمپیوټر پوه روټګر ام. ډایکسټرا په نومونو درې ماشومان پاتې شول. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Edsger Dijkstra | Dutch computer scientist". 2 August 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Harvp
  3. (په 8 August 2002 باندې). Computer science pioneer Dijkstra dies.
  4. "Edsger Wybe Dijkstra". Stichting Digidome. 3 September 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۰۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. (July 2008). "Dijkstra biography". MacTutor. School of Mathematics and Statistics, University of St Andrews, Scotland. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Apt, Krzysztof R. (2002). "Edsger Wybe Dijkstra (1930 - 2002): A portrait of a genius". Formal Aspects of Computing. 14 (2): 92–98. arXiv:cs/0210001. doi:10.1007/s001650200029. S2CID 12482128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Apt, Krzysztof R. (2002). "Edsger Wybe Dijkstra (1930 - 2002): A portrait of a genius". Formal Aspects of Computing. 14 (2): 92–98. arXiv:cs/0210001. doi:10.1007/s001650200029. S2CID 12482128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Silberschatz, Abraham; Peterson, James L. (1988). Operating System Concepts. د کتاب پاڼې 512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Apt, Krzysztof R. (2002). "Edsger Wybe Dijkstra (1930 - 2002): A portrait of a genius". Formal Aspects of Computing. 14 (2): 92–98. arXiv:cs/0210001. doi:10.1007/s001650200029. S2CID 12482128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Faulkner, Larry R.; Durbin, John R. (19 August 2013). "In Memoriam: Edsger Wybe Dijkstra" (PDF). University of Texas at Austin. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "World-renowned University of Texas at Austin computer scientist Edsger Dijkstra dies". UT News (په انګلیسي ژبه کي). 7 August 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dale, Nell; Lewis, John (31 December 2014). Computer Science Illuminated (په انګلیسي ژبه کي). Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 316. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-284-05592-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Edsger Dijkstra Passes Away". Dr. Dobb's Journal. 27: 14. 2002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 8 August 2002 باندې). Computer science pioneer Dijkstra dies.