ایان فلمینګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایان فلمینګ
(انګلیسي: Ian Lancaster Fleming د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایان فلمینګ
ایان فلمینګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ مې ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 12 اگسټ 1964 (56 کاله)[۱][۲][۴][۵][۱۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۷][۱۳][۱۴][۱۸][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
ليکوال [۲۰][۱۸]
سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۱][۲۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه [۲۳]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ایان فلمینګ
ایان فلمینګ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ایان لنکستر فلمینګ (زوکړه: د ۱۹۰۸ زکال د مۍ ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۶۴ زکال د اګست ۱۲ مه) بریتانوي لیکوال و چې تر ډېره له جګړې وروسته د جیمز بانډ په نامه د جاسوسي ناولونو د لیکلو له امله شهرت لري. فلمینګ د رابرټ فلمینګ سوداګریز بانک ته د اړوندې بډایې کورنۍ څخه و چې پلار یې له ۱۹۱۰ زکال څخه وروسته په ۱۹۱۷ زکال کې په لویدیځه جبهه کې د مړینې تر مهاله د هېنلي څخه د پارلمان استازی و. فلمینګ په ایتن کالج او سن هارسټ پوځي پوهنتون او د لنډ مهال لپاره په مونیخ او جینوا پوهنتونونو کې زده کړې وکړې؛ نوموړی وړاندې له دې چې لیکوالۍ ته مخه کړي څو ځایه یې دندې یې ترسره کړې.

فلمینګ هغه مهال چې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې یې د بریتانیا د سمندریز ځواک د استخباراتو په څانګه کې کار کاوه د طلایي سترګې په عملیاتو (Operation Goldeneye) او د ۳۰م بریدکوونکي (30 Assault Unit) او ټي فورس (T-Force) استخباراتي واحدونو د عملیاتو په طراحۍ او نظارت کې یې ونډه لرله. نوموړي د یو ژورنالېست په توګه د جګړې پر مهال د خپل مسلک او خدمت له تجربو څخه د جیمز بانډ د ناولونو په بګرونډ، جزیاتو او د پېښو په عمق کې ګټنه وکړه.

فلمینګ د بانډ د ناولونو لومړی ناول د کازینو رویال تر نامه لاندې په ۱۹۵۲ زکال کې ولیکه. دغه ناول بریالی شو او د تقاضا د پوره کولو په موخه درې ځلې چاپ شو. په دې پسې وروسته نوموړي د ۱۹۵۳ زکال او ۱۹۶۶ زکال ترمنځ د بانډ ۱۱ ناولونه او همدارنګه دوه لنډې کیسې ولیکلې. دغه ناولونه تر ډېره پورې د هغو په محوري شخصیت جمیز بانډ باندې چې د محرمو اطلاعاتو یا په معمول ډول د MI6 ادارې افسر دی را څرخي. بانډ همدارنګه د خپل کوډ ۰۰۷ له مخې پېژندل کېږي چې د سمندري ځواکونو د ریزرف داوطلبانو قوماندان دی. د بانډ کیسې په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰ میلیونه نسخو د پلور له امله تر اوس مهال پورې تر ټولو ډېر پلورل شوي داستاني کتابونه دي. فلمینګ همدارنګه د ماشومانو لپاره د چیټي – چیټي – بنګ – بنګ (Chitty-Chitty-Bang-Bang) تر نامه لاندې کیسه او دوه غیرداستانی اثار لیکلي. په ۲۰۰۸ زکال کې ټایمز مجلې فلمینګ «له ۱۹۴۵ زکال راهیسې د ۵۰ مخکښو بریتانوي لیکوالانو» په نوملړ کې د ۱۴م ځایګي په لرلو یاد کړ.

فلمینګ له آن چارتریس سره واده کړ. نوموړې خپل مېړه د روترومر دویم ویسکانټ ته له دې امله طلاق ورکړی و چې له یوې لیکوالې سره یې اړیکې لرلې. فلمینګ او چارتریس د کاسپار په نوم یو زوی درلود. فلمینګ د خپل ژوند په اوږدو کې په شدیده بڼه سګرټ څکول او الکول به یې څښل؛ همدا و چې نوموړی په ۱۹۶۴ زکال کې د ۵۶ کلنۍ په عمر د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. د نوموړي د جیمز بانډ ناولونو دوه کتابونه یې له مړینې وروسته خپاره شول. له دغه مهال راوروسته نورو لیکوالانو هم د بانډ ناولونو لیکنې ته مخه کړه. د فلیمنګ آثار ۲۷ ځله په فلمونو کې څرګند شوي چې د هغو اصلي رولونه د اوو هنرمندانو له خوا اجرا شوي.

بیوګرافي[سمول]

زوکړه او کورنۍ[سمول]

ایان لنکستر فلمینګ د ۱۹۰۸ زکال د مۍ په ۲۸مه د می فر په نامه د لندن د بډایه سیمې په ۲۷مه ګرین کوڅه کې وزېږېد. د نوموړي مور اېولین «اېو» فلمینګ وه چې کورنی نوم یې روز و؛ پلار یې ولنټاین فلمینګ له ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۱۷ زکال پورې د هنلي سیمې څخه د پارلمان استازی و. د نوي زېږېدلي ماشوم په توګه هغه د لنډ مهال لپاره د اکسفورډشایر په بریزرپاک کې له خپلې کورنۍ سره واوسېد. فلمینګ د سکاټلنډي بډایه رابرټ فلمینګ لمسی و چې د سکاټلنډي امریکايي پانګوال شرکت (Scottish American Investment Company) او د رابرټ فلمینګ اینډ کو (Robert Fleming & Co) سوداګریز بانک بنسټګر و. [۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۹۱۴ زکال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کېدو والنټاین فلمینګ ملکې ته د اړوند اکسفورډ شایر پوځ له «سي» پیاده ډلګۍ سره مل شو او د جګړنۍ رتبه یې ترلاسه کړه. نوموړی د ۱۹۱۷ زکال د مۍ په ۲۰مه په لویدیځه جبهه کې د جرمني پوځ په برید کې ووژل شو؛ وینسټون چرچیل د هغه د مړینې اعلان ولیکه چې په ټایمز مجله کې خپور شو. [۲۷][۲۸]

د فلمینګ مشر ورور پیټر (۱۹۰۷- ۱۹۷۱ زکال) سفرنامه لیکونکی شو او له فلمي لوبغاړې سلیا جانسون سره یې واده وکړ. پیټر د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له ګرناډیر ګارد سره خدمت وکړ؛ وروسته د کالین ګوبنیز تر نظر لاندې د کمکي پوځي واحدونو د جوړولو مسئولیت ور تر غاړې شو او په ناروې او یونان کې یې له کرښې شاته عملیاتو کې ونډه واخیسته. [۲۹][۳۰][۳۱]

زده کړې او لومړنی ژوند[سمول]

په ۱۹۱۴ زکال کې فلمینګ د ډورسټ په پوربک جزیره کې د ډورنفورډ ابتدايي ښوونځي ته ولاړ. نوموړي په ډورنفورډ کې د ناسمې غذا، جسمي ستونزو او زورګويي د شتون له امله خوښ نه و. [۳۲][۳۲]

په ۱۹۲۱ زکال کې فلمینګ د ایتون په کالج کې نوم ثبت کړ. نوموړي له تحصیلي پلوه پام وړ بریا نه لرله، خو په ورزش کې مخکښ و او د ۱۹۲۵ زکال څخه یې تر ۱۹۲۷ زکال پورې د دوه کلونو لپاره د ویکټور لوډوروم («د لوبو د ګټونکي») عنوان خپل کړی و. نوموړي همدارنګه د ویورن (The Wyvern) په نامه د ښوونځي یوه مجله هم مخته وړه. په ایتون کې د هغه د ژوندانه سبک لامل وګرځېد څو د خپل کور له مالک اي. وي. سلېټر سره یې اړیکې خرابي شي، د هغه د فلمینګ له چلن، غوړو وېښتانو، د هغه د موټرونو د مالکیت او له ښځو سره یې له اړیکو بد راتلل. سلېټر د فلمینګ مور متقاعده کړه چې نوموړی ډېر ژر له ایتون څخه بهر کړي هغه د چمتووالي په یوه کورس کې شامل کړي څو د سن هارسټ سلطنتي پوځي کالج ته لار ومومي. نوموړي دلته نږدې یوکال تېر کړ او په ۱۹۲۷ زکال کې په سوزاک باندې له اخته کېدو وروسته یې د کمیسیون د حق له ترلاسه کولو وړاندې دغه ځای خوشی کړ. [۳۳][۳۲][۳۴][۳۲][۳۳]

په ۱۹۲۷ زکال کې د دې لپاره چې فلمینګ په بهرنیو چارو وزارت کې د احتمالي دندې ترسره کولو په موخه چمتو کړای شي مور یې نوموړی د اتریش د کیتزبوهل ښار ټینرهوف کوچني خصوصي ښوونځي ته ولېږه چې د ادلرین دسپلین پر بنسټ د بریتانیا د پخواني جاسوس ایرنن فوربس ډنیز او د هغه د ناول لیکونکې مېرمنې پېلیس بوټوم له خوا مدیریت کېده. نوموړي هلته د ژبني مهارت له ترلاسه کولو وروسته د لنډ مهال لپاره د مونیخ او جینوا په پوهنتونونو کې زده کړې وکړې. هغه مهال چې فلمینګ په جینوا کې و له مونیک پانچود بوتنز سره یې عاشقانه اړیکه پیدا کړه، دوی دواړو لندن ته له راګرځېدو وړاندې د ۱۹۳۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د مامورینو د ګمارنې په ازموینه کې نوم ثبت کړ. هغه د بریا معیاري نمرې خپلې کړې، خو وه یې نشو کولای د دندې وړاندیز ترلاسه کړي. مور یې په چارو کې مداخله وکړ او د رویټرز خبري آژانس د مشر روډریک جونز پر وړاندې یې هغه ته لابي ګري وکړه؛ نوموړی د ۱۹۳۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د دغه خبري آژانس د فرعي ایډیټور په توګه دنده ترلاسه کړه. فلمینګ د ۱۹۳۳ زکال په اپرېل میاشت کې څه موده په مسکو کې تېره کړه، چېرې چې نوموړي د بریتانیايي متروپولیټن ویکرز شرکت د شپږو انجینرانو نمایشي ستالینېستي محاکمه تر خبري پوښښ لاندې راوړه. دغه مهال نوموړي د شوروي اتحاد له لومړي وزیر جوزف ستالین سره د مرکې غوښتنه وکړه خو هغه مهال حیران شو چې ستالین خپله په دغه مرکه کې د نه ګډون کولو اړوند د بخښنې غوښتنې په لیک کې لاسلیک کړی و. له مسکو څخه په بېرته راګرځېدو نوموړي د خپلې مور د ګواښ له امله چې مالي مرسته ورسره بیا نه کوي له مونیک سره یې خپلې اړیکې ته پای ټکی کېښود. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

فلمینګ بیاځلي د ۱۹۳۳ زکال په اکتوبر میاشت کې کورني فشار ته تسلیم شو او د کال اېنډ کو (Cull & Co) په سوداګریز شرکت کې یې بانکوالۍ ته مخه کړه. په ۱۹۳۵ زکال کې نوموړي د روی او پیټمن د اسهمامو د دلال په توګه بیشاپزګېټ ته ولاړ. فلمینګ په خپلو دغو دواړو هڅو کې بریالی نه شو. همدغه کال فلمینګ له موریل رایټ سره د اتریش په کیتسبوهل کې د سکي کولو پر مهال ولیدل او له هغې سره یې اوږد مهالې اړیکه پیل کړه. په ۱۹۴۴ زکال کې د یوه بمي برید پر مهال د نوموړې له مړینې وروسته فلمینګ په دغه پېښه کې د ځان مجرم بللو او پښېمانۍ پر احساس بریالی شو چې په ټولیزه توګه داسې انګېرل کېږي چې نوموړې د هغو نجونو لپاره الهام بخښونکې وه چې په پام کې وې فلمینګ یې په خپلو راتلونکو ناولونو کې انځور کړي. [۴۰][۳۹][۴۴][۳۹][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6997 — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/506269 — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3r35 — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ian-Fleming — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?31742 — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. subject named as: Ian Fleming — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/a160b334e91b46ec968454c02a86b3e0 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-41803-BD-.html — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4402606 — subject named as: Ian Lancaster Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fleming-ian-lancaster — subject named as: Ian Lancaster Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11902905j — subject named as: Ian Fleming — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Ian Fleming — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF19464
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0027189.xml — subject named as: Ian Lancaster Fleming — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=ian;n=fleming — subject named as: Ian Fleming
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21583 — subject named as: Ian Fleming — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010666 — subject named as: Ian Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1377.htm#i13768 — subject named as: Commander Ian Lancaster Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  17. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=flemingi — subject named as: Ian Fleming
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/141294 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. https://libris.kb.se/katalogisering/75kmmnjr2dvqqr9 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
  20. پیوستون : 118691724  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11902905j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10971747
  23. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/33168 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  24. England and Wales Civil Registration Indexes. 1a. United Kingdom: General Register Office. 1837–1915. د کتاب پاڼې 420a. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Buildings and Land". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Fleming, Ian Lancaster, (28 May 1908–12 Aug. 1964), writer". WHO'S WHO & WHO WAS WHO (په انګلیسي ژبه کي). 2007. doi:10.1093/ww/9780199540884.013.u56886. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954089-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lycett 1996، ص. 12.
  28. Lycett 1996، ص. 13.
  29. "A Casualty of War". ianfleming.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 5 August 1999 باندې). Amaryllis Fleming.
  31. Lycett 1996، ص. 19.
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ ۳۲٫۲ ۳۲٫۳ DelFattore 1989، ص. 86.
  33. ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ Macintyre 2008، ص. 33.
  34. "Fleming, Ian Lancaster, (28 May 1908–12 Aug. 1964), writer". WHO'S WHO & WHO WAS WHO (په انګلیسي ژبه کي). 2007. doi:10.1093/ww/9780199540884.013.u56886. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954089-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lycett 1996، ص. 59.
  36. Buckton, Oliver (2021). The World Is Not Enough: A Biography of Ian Fleming. Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781538138588. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Cook, Andrew (2015). The Ian Fleming Miscellany. Stroud, England: History Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7509-6577-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 7 October 2012 باندې). Und das ist die Mama von James Bond.
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ۳۹٫۲ Benson 1988، ص. 46.
  40. ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ Macintyre 2008، ص. 39.
  41. Lycett 1996، ص. 46.
  42. DelFattore 1989، ص. 87.
  43. Benson 1988، ص. 45.
  44. Lycett 1996، ص. 72.
  45. (په 23 August 2000 باندې). The girl who loved Bond's creator.
  46. (په 3 December 2017 باندې). Welcome to the Derbyshire home of the tragic beauty who inspired Ian Fleming's only Mrs James Bond. Derbyshire Live.
  47. Lycett 1996، ص. 96.