Jump to content

اګوست سټرینډبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جان اګوست سټرینډبرګ (زوکړه: د ۱۸۴۹ زکال د جنوري ۲۲مه – مړینه: د ۱۹۱۲ زکال د مۍ ۱۴مه نېټه) سویډنی ډرامه لیکونکی، ناول لیکونکی، شاعر، مقاله لیکونکی او انځورګر و. ده د یو تکړه لیکوال په توګه چې تر ډېره پورې یې په مستقیم ډول له خپلو شخصي تجاربو ګټنه کوله په خپل ۴۰ کلن مسلکي ژوند کې یې له ۶۰ زیاتې ډرامې او له ۳۰ زیات داستاني، بیوګرافیکي، تاریخي، کلتوري تحلیلي او سیاسي اثار لیکلي دي. سټرینډبرګ په خپلو لومړنیو چارو کې د ډراماتیک فعالیت، ژبې او بصري ترکیباتو بدیعي اشکالو ته پراختیا ورکړه. نوموړی د سویډني ادبیاتو د «پلار» په توګه په پام کې نیول کېږي او د سرې خونې (The Red Room؛ ۱۸۷۹ زکال) په نامه اثر یې لومړنی مډرن سویډني ناول بلل کېږي. دی په سویدڼ کې د مقاله لیکونکي، انځورګر، شاعر او په ځانګړې توګه د ناول لیکونکي او ډرامه لیکونکي په توګه پېژندل کېږي، خو په نورو هېوادونو کې بیا تر ډېره پورې د ډرامه لیکونکي په توګه شهرت لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۸۷۲ زکال کې سلطنتي تیاتر د ماسټر اولوف په نامه د هغه لومړنۍ اصلي ننداره رد کړه؛ له همدې امله ده تر ۱۸۸۱ زکال پورې هغه مهال چې ۳۲ کلن و تیاتري شهرت وه نه موند؛ دغه مهال د ده نندارې د سویډن په نوي تاسیس شوي تیاتر کې وړاندې شوې او د ده د تیاتري شهرت لامل وګرځېدې. ده د پلار (The Father؛ ۱۸۸۷ زکال)، مېرمن جولي (Miss Julie؛ ۱۸۸۸ زکال) او پور ورکوونکي (Creditors؛ ۱۸۸۹ زکال) په نومونو طبیعت پالونکې نندارې وړاندې کړې او په دغو سره یې «په تیاتر کې د طبیعت پالنې» (۱۸۸۱ زکال) اړوند د امیلي زولا مانیفېست ته د بلنې اړوند غبرګون وښود چې د اندري انتوني د نوي تاسیس کېدوني آزاد تیاتر (Théâtre Libre؛ تاسیس: ۱۸۸۷ زکال) لپاره په نمونې واوښت. په مېرمن جولي اثر کې شخصیت پردازي د یو غالب ډراماتیک عنصر په توګه مطرح شوه (د ملوډرام او وېل مېډ ډرامو پر خلاف) چې د متزلزلو او متلاشي شوو شخصیتونو اړوند یې د وراثت او چاپېریال په ټاکونکي رول ټینګار درلود. سټرینډبرګ په کوپنهاګن کې د انتوني له تیاتر څخه د خپل لنډ مهالی سکانډیناوي تجربي تیاتر (Scandinavian Experimental Theatre؛ ۱۸۸۹ زکال) مډل جوړ کړ او د خپلې طبیعت پالنې نظریه یې د اروايي قتل (On Psychic Murder؛ ۱۸۸۷ زکال)، معاصره ډرامه او معاصر تیاتر (On Modern Drama and the Modern Theatre؛ ۱۸۸۹ زکال) او د مېرمن جولي د مقدمې په نومونو مقالو کې وړاندې کړه چې وروستۍ یې د تیاتري خوځښت د اصولو اړوند د ده تر ټولو پېژندل شوې مقاله ده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۸۹۰مې لسیزې پر مهال نوموړي ډیری مهال له هېواده بهر په علمي ازموینو او د پټو موضوعاتو په مطالعې تېر کړ. خو له ۱۸۹۴ زکال څخه تر ۱۸۹۶ زکال پورې په ده باندې یو لړ څرګند اروایي بریدونه (چې ده خپله «دوزخي کړکېچ» بللی) لامل وګرځېدل په روغتون کې بستر او بېرته سویډن ته راوګرځي. ده د امانوئل سویډنبورګ د نظریاتو تر اغېز لاندې له روغتیا وروسته پرېکړه وکړه په «غیبي زولا یا کیسه کوونکي» واوړي. په ۱۸۹۸ زکال کې هغه بیاځلي ډرامه لیکنې ته مخه کړه چې د لویې لارې (۱۹۰۹ زکال) د ډرامې په څېر دمشق ته (To Damascus) ډرامه یې د معنوي زیارت کولو خیالي ننداره وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مړینه او د تدفین مراسم

[سمول]

سټرینډبرګ په متحده ایالاتو کې د هغه د لومړنۍ نندارې – پلار – له وړاندې کېدو وروسته ومړ؛ دغه ننداره د ۱۹۱۲ زکال د اپرېل په ۹مه نېټه د نیویارک په برکلي تیاتر کې وړاندې شوه چې د نقاشې او ډرامه لیکونکې ادیت ګارډنبر شیرن اولاند او د هغې د لوبغاړي مېړه وارنر اولاند له خوا ژباړل شوې وه. دوی دواړو د ده د ډرامو ژباړې د ۱۹۱۲ زکال پر مهال د یوه کتاب په اډانه کې خپرې کړې. [۲۱]

سټرینډبرګ د ۱۹۱۱ زکال په کرسمس کې د سږو په التهاب اخته شو او بیا هېڅکله په بشپړه توګه له دغې ناروغۍ وه نه رغېد. دی له دغې ناروغۍ سربېره د معدې له سرطان رنځېده (لومړنۍ نښې یې په ۱۹۰۸ زکال کې ښکاره شوې). د ده د ژوند وروستۍ اونۍ ډېرې ځورونکې وې. دی له ډېرې مودې راهیسې په یوه ملي مشهور کس اوښتی و، آن تر دې چې یوه بحث پارونکې څېره وه او هغه مهال چې څرګنده شوه شدید ناروغ دی، د سټکهولم ورځپاڼو د ده د روغتیا اړوند د راپورونو خپرولو ته مخه کړه. هغه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له خپلو پلویانو ګڼ شمېر لیکونه او ټلګرافونه ترلاسه کړل. نوموړی د ۱۹۱۲ زکال د مۍ په ۱۴مه د ۶۳ کلونو په عمر ومړ. [۲۲][۲۳]

سټرینډبرګ د سټکهولم په شمالي هدیره کې خښ کړای شو. ده له مړینې وړاندې د خپلې جنازې او له مړي سره یې د چلن اړوند سخت وصیت کړی و: یوازې د کورنۍ غړو یې اجازه لرله مړی یې وویني، بدن به یې نه سپړل کېږي، هېڅ انځور به یې نه اخیستل کېږي او د مخ مجسمه به یې نه جوړېږي. ده همدارنګه غوښتي و چې له مړینې څخه وروسته یې جنازه له ځنډ پرته وشي څو له ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

ورته مهال، کارګري اتحادیو وغوښتل چې د ده د جنازې مراسم د یکشنبې په ورځ ترسره شي څو د ده مړي ته کارګران درناوی وکولای شي؛ همدا و چې جنازه یې پنځه ورځې د مۍ ۱۹مې نېټې ته وځنډول شوه. د سټرینډبرګ د وروستۍ غوښتنې په موخه د هغه د جنازې مراسم د سهار په اتو بجو پیل شول څو له ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي، خو ګڼ شمېر خلک د سهار له اوو بجو څخه د ده د کور بهر او په هدیره کې د هغه جنازې ته په تمه وو. د کفن کولو چارې یې د کشیش ناتان سودربلوم او د هغه د کور ساتونکي له خوا د ده په خپل کور کې ترسره شوې او له دغو وروسته یې تابوت د جنازې د مراسمو په موخه له کوره راوویستل شو. د مړي ملتیا یې ګڼ شمېر زده کوونکو، کارګرانو، د پارلمان غړو او د کابینې څو وزیرانو کوله. پاچا پنځم ګوستاف هم ورته د درناوي په موخه د ګلو ګېډۍ لېږلې وه.  [۲۴][۲۵]

شخصي ژوند

[سمول]

سټرینډبرګ درې ځله واده کړی و، چې په لاندې کې یې یادونه شوې:

  • سیري وون ایسن: ګډ ژوند له ۱۸۷۷ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې (۱۴ کاله)؛ دوی د کارین سیمرنوف، ګریټا او د یوې بلې ماشومې په ګډون چې په ماشومتوب  کې مړه شوه درې لوڼې او د هانز په نامه یو زوی درلود؛
  • فریدا اوهل: ګډ ژوند له ۱۸۹۳ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې (۲ کاله)؛ دوی د کریسټین په نامه یوه لور لرله؛ او
  • هریت بوز: ګډ ژوند له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۱۹۰۴ زکال پورې (۳ کاله)؛ دوی د آن ماري په نامه یوه لور لرله.

سټرینډبرګ ۲۸ کاله او سیري ۲۷ کاله عمر درلود چې واده یې وکړ. له فریدا سره یې د واده پر مهال ۴۴ کاله عمر درلود او فریدا بیا ۲۱ کلنه وه؛ همدارنګه یې له ۲۳ کلنې هریت سره د ۵۲ کلنۍ په عمر واده وکړ. دی د خپل عمر په وروستیو کې له ځوانې هنرمندې او نقاشې فاني فالکنر (۱۸۹۰ – ۱۹۶۳ زکال) سره بلد شو چې له ده څخه یې ۴۱ کاله لږ عمر درلود. هغه د خپل ژوند د وروستیو کلونو اړوند یو کتاب ولیکه خو د دغې اړیکې د ماهیت اړوند په کې وضاحت شتون نه لري. له فریدا سره یې له واده وړاندې له ډاګڼي جونل سره په برلین کې لنډ مهالې اړیکه لرله. ویل کېږي چې په ۱۹۰۱ زکال کې د هغې د مړینې خبر لامل وګرځېد دی له خپلې دریمې مېرمنې هریت سره د شاتو د میاشتې د تېرولو پلان لغو کړي. [۲۶]

له ښځو سره د سټرینډبرګ اړیکې له ستونزو ډکې وې؛ له همدې امله د هغه معاصرین او لوستونکي یې د ښځو مخالف (په فارسي: زن ستیز) بولي. د سټرینډبرګ د ژوندانه په اوږدو کې له دې امله چې سویډن په چټکۍ سره د صنعتي کېدو او ښاري توب پر لور روان و، د ده د ودونو اړوندې او کورنۍ اړیکې له یو لړ فشارونو سره مخ وې. دغه مهال د لیکوالانو، منتقدینو او سیاستوالو ترمنځ د فحشا او بېوزلۍ ستونزې تر بحث لاندې وې. د هغه لومړنیو لیکنو تر ډېره پورې په ټولنه کې تحمیل شوو جنسیتي رولونو ته نغوته کوله چې ده ناعادلانه بلل.

د سټرینډبرګ وروستی کور په مرکزي سټکهولم کې بالا ټورنېټ نومېده چېرې چې ده له ۱۹۰۸ زکال څخه تر ۱۹۱۲ زکال پورې ژوند کاوه؛ دغه کور اوس د سټرینډبرګ موزیم په نامه پېژندل کېږي او د لیدونکو پرمخ پرانیستی دی. په دغه موزیم کې د سټرینډبرګ د پیانو په ګډون د هغه ګڼ شمېر نور شخصي وسایل شتون لري.

سرچينې

[سمول]
  1. "Strindberg". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Lane (1998), 1040.
  3. Meyer (1985), 3, 567.
  4. Williams (1952), 75.
  5. Williams (1952, 75).
  6. Lane (1998), 1040–41.
  7. Williams (1952), 75–6, 100.
  8. August Strindberg and visual culture : the emergence of optical modernity in image, text, and theatre. Schroeder, Jonathan E., Stenport, Anna Westerståhl,, Szalczer, Eszter, editors. New York: Bloomsbury. 2018. ISBN 9781501338007. OCLC 1043147459.{{cite book}}: ساتل CS1: نور موارد (link)
  9. Adams (2002).
  10. Meˈyer (1985), 79.
  11. Lane (1998), 1040.
  12. Meyer (1985), 49, 95.
  13. Quoting from Strindberg's Preface to Miss Julie; see Carlson (1993, 281), Innes (2000, 12–13), and Lane (1998, 1040).
  14. Carlson (1993, 280) and Lane (1998, 1040).
  15. Lane (1998, 1040).
  16. Lane (1998, 1040) and Meyer (1985, 350); on 23 August 1896 he wrote in a letter to Torsten Hedlund: "You said recently that people are looking for the Zola of occultism. That I feel is my vocation."
  17. Lane (1998, 1041), Meyer (1985, 374), and Williams (1952, 86–93).
  18. Carlson (1993, 346–347) and Lane (1998, 1041).
  19. Lane (1998, 1041).
  20. Lane (1998, 1041) and Williams (1952, 96–99).
  21. Oland and Oland (1912a) and (1912b, v).
  22. Lizzy Lind-af-Hageby (1 January 1913). August Strindberg: the spirit of revolt: studies and impressions. Stanley Paul.
  23. Attius, Håkan (22 May 2012). "På Nya Kyrkogården vill jag ligga..." Gefle Dagblad (په سویډني). Archived from the original on 11 October 2017. نه اخيستل شوی 26 June 2017.
  24. Attius, Håkan (22 May 2012). "På Nya Kyrkogården vill jag ligga..." Gefle Dagblad (په سویډني). Archived from the original on 11 October 2017. نه اخيستل شوی 26 June 2017.
  25. Krook, Caroline (22 May 2012). "Brottningen med Gud präglade begravningen". Svenska Dagbladet (په سویډني). نه اخيستل شوی 26 June 2017.
  26. Falkner (1921). The book's title includes the name of Strindberg's home in his final years (Bla Tornet).