اکدي سارګون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اکدي سارګون چې د لوی سارګون په نوم هم پېژندل کېږي د اکدي سترواکۍ لومړی سترواک و چې له میلاد څخه د وړاندنۍ ۲۴ مې پېړۍ څخه تر ۲۳ مې پېړۍ پورې یې د سومریانو د ښاري دولتونو د فتوحاتو له امله شهرت موندلی و. ځینې مهال نوموړی د ثبت شوي تاریخ لومړنی کس بلل کېږي چې د سترواک په توګه یې واک چلولی. [۱][۲][۳]

نوموړی د «سارګونیک» یا «پخوانیو اکدیانو» د لړۍ بنسټګر و چې د هغه له مړینې وروسته یې د یوې پېړۍ لپاره د کوتیانو له خوا د سومر د سترواکۍ د نیولو تر مهاله واکمني وکړه. د سومري پاچاهانو په نوملړ کې نوموړی د کیش د پاچا اور – زابابا ساقي بلل شوی. [۴][۵]

داسې انګېرل کېږي چې د هغه په قلمرو کې د بین النهرین ډېره برخه او د شام یو شمېر برخې شاملې وې، له دې سره چې د هوریانو او ایلامیانو په قلمرونو یې هم یو شمېر بریدونه ترسره کړي و. د دغې پراخې واکمنۍ پلازمینه اکد (یا اګاده) و چې د لرغون پوهنې له مخې یې لا کره ځای معلوم نه دی.

سارګون له میلاد څخه وړاندې ۸ مې پېړۍ څخه تر اوومې پېړۍ پورې په په نوو آشوري ادبیاتو کې د یوې افسانوي څېرې په توګه انځور شوی. له دې سره په اشورباني پال کتابتون کې د سارګون د تولد د افسانو لرونکې کتیبې موندل شوې دي.[۶][۷][۸]

نوم[سمول]

د دغه اکدي نوم معمول ډول شارو – اوکین یا شارو کین دی. دغه نوم په میخي خطونو کې په مختلفو ډولونو لکه لوګال (پاچا)- اوکین، شار-رو- ګن۶، شار-رو-کی-این، شار-رو-اوم-کی این؛ باندې ثبت شوی دی. د سارګون افسانو ته په اړوندو زړو بابلي کتبیو کې د 𒊬𒊒𒌝𒄀𒅔 (شار-رو-اوم-کی-این) په توګه لیکل شوی. په وروستیو آشوري متنونو کې دغه نوم تر ډېره پورې د لوګال-ګي.نا او یا د لوګال-ګین، په توګه د نوي اشوري پاچا دویم سارګون له نوم سره ورته لیکل شوی. د سارګون د نوم املا (دویم سارګون ته په نغوتې کولو) په عبري مقدس کتاب اشعیا ۲۰:۱ کې د סַרְגוֹן په توګه ثبت شوی دی. [۹][۱۰][۱۱]

د دغه اکدي نوم لومړي برخه، شارو په اکدي ژبه کې د «پاچا» په معنی ده. دویمه برخه یې له کینوم فعل څخه اخیستل شوې «چې په اکدي ژبه کې د تائید کولو یا بنسټ اېښودو په معنی ده» (په عبري کې کون כּוּן ته اړونده ده).[۱۲]

د شارو-کین د لوستنې له مخې د هغو احتمالي تفسیر دا دی چې «هغه پاچا چې (ثبات) یې رامنځته کړی» یا «هغه [خدای] پاچا واکمن کړی». دغه ډول نومونه تر ډېره غیرعادي دي. د اوکین د وروستاړي لرونکي نور نومونه تر ډېره پورې فاعل او مفعول لري، هماغه ډول چې په شمش-شوما-اوکین «شمش وارث رامنځته کړی» کې یې لیدلی شو. د دې په اړه چې د سارګن نوم سلطنتي دی یا داسې نوم دی چې هغه د خپل زیږون پر مهال لرلی د څېړونکو د نظر اتفاق شتون نه لري. شارو-کین «د هغه پاچا په توګه چې واکمن (یا مشروع) دی» معنی کېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د زوکړې افسانه[سمول]

د نوې آشوري دورې یو متن چې اوومې میلادي پېړۍ ته اړوندېږي او ادعا کېږي چې د سارګون خپله لیکلې بیوګرافي ده څرګندوي چې لوی پاچا د یو کاهن نامشروع زوی و. د دغه متن پیل (دوه لومړي کالمونه) د دریو خطي نسخو له قطعاتو څخه مشخص شوي چې لومړني قطعات یې د ۱۸۵۰ زکال په لومړیو کې کشف شول او د سارګون زیږون او ماشومتوب په لاندې ډول په کې تشریح شوی: [۱۷]

زما مور یوه کاهنه وه، خو پلار مې نه پېژنم. د پلار وروڼه مې د غرونو مینان و. زما زیږون ځای آزوپیرانوست دی چې د فرات په ساحل کې موقعیت لري. زما کاهنه مور چې پر ما امېدواره وه، زه یې په پټه سره وزېږولم. هغه زه د وښو په صندوق کې کېښودم او د هغو دروازه یې په ما پسې قلف کړه، هغې زه په داسې ویاله کې خوشی کړم چې اوبو یې زه لېږدولی شوم. اوبو زه د اوبو کوونکی اکي پر لور یووړم. اوبو کوونکي اکي زه په زوی ګلوۍ ومنلم او زه یې وروزلم. ابوکوونکي اکی زه خپل باغوان وټاکلم. هغه مهال چې زه باغوان وم، ایشتار پر ما لورینه وکړه او ما د څلور ... کلونو لپاره پاچاهي وکړه. [۱۸]

د تاریخي لیکونو مطالعه[سمول]

په اسنادو کې کارول شوې ژبه او خط[سمول]

داسې ښکاري چې سارګون په کتیبو کې له سامي (اکدي) ژبې څخه ګټنه ترویج کړې. هغه تر ډېره پورې وروسته له هغه چې د اکد ښار بنسټ یې کېښود ځان یې «د اکد پاچا» باله. داسې ښکاري چې هغه یو مهال د کیش او وروسته هم د بین النهرین د زیاتې برخې واکمني په لاس کې واخیسته او ځان یې «سارګون، د اکد پاچا، د اینانا ناظر، د کیش پاچا، د آنو له خوا مسح شوی، د ځمکې پاچا [د بین النهرین]، د انلیل (سومري) پاچا» په توګه یادوه. [۱۹]

د سارګون د واکمنۍ پر مهال ختیځ سام معیاري شو او له میخي خط څخه ګټنې چې وړاندې په سومري ژبه کې ترې کار اخیستل کېده هغه ژبې ته چې اوس د «اکدي ژبې» په توګه پیژندل کېږي لار ومونده. د خطاطۍ سبک وده وکړه او متون په خټینو تختو او استوانه یي ټاپو باندې رامنځته شول چې د اساطیرو او ایینونو په څرګندونکو مواردو کې ترې کار اخیستل کېده. [۲۰]

د کال نومونه[سمول]

په داسې حال کې چې د سومري پاچاهانو د نوملړ مختلفې نسخې سارګون د ۵۶،۵۵ او ۵۴ کلونو واکمنۍ کوونکي په توګه معرفي کوي، د هغه د واقعي سلطنت اړوند تاریخ لرونکي اسناد چې د کلونو څلور ډوله نومونه په کې کارول شوي موندل شوي. د دغو څلور کلونو نومونه د ایلام، ماري، سیموروم (هوري سیمې) او اوروا (یو ایلامي ښار و) پر وړاندې د هغه د بریدونو څرګندويي کوي. [۲۱]

میراث[سمول]

د اکد سارګون ځینې مهال د هغه لومړني کس په توګه پېژندل کېږي چې په یوې سترواکۍ یې واک چلولی (هغه چې د څو قومیتي قلمرو په توګه د مرکزي حکومت په معنی دی)، په داسې حال کې چې د لومړنیو سومري واکمنانو لکه لوګال-زاګي-سي اړوند یې مشابه ادعا کېږي. د نوموړي واکمني همدارنګه په نږدې ختیځ کې د سامي سترواکۍ د مخکښې په توګه ګڼل کېږي چې د نوو سومریانو د وقفې په لرلو (له میلاد وړاندې ۲۱/۲۰ مو پېړو) څخه له میلاد څخه له وړاندې ۱۵ مې پېړۍ څخه یې له میلاد څخه وړاندې په ۵۳۹ زکال کې د اوپیس په جګړه کې د هاخامنشیانو تر فتحې پورې دوام درلود. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سارګون له خپلې مړینې څخه تر دوه زره کلونو وروسته پورې د بین النهرین د پاچاهانو لپاره د بېلګې په توګه ځای درلود. د آشور او بابل پاچاهانو چې خپلې سترواکۍ یې په بین النهرین کې جوړې کړې وې ځانونه یې د سارګون د سترواکۍ میراث داران بلل. سارګون کېدای شي د «سترواکۍ» مفهوم په واقعیت کې هغه ډول چې په وروستۍ آشوري دوره کې درک شوی و، معرفي کړې وي؛ نوی اشوري سارګون متن چې ښکاري د لومړي کس له خوا لیکل شوی، سارګون په کې راتلونکي واکمنان ننګوي چې کولای شي د ده پر څېر «تور سري وګړي» (یعنې د بین النهرین بومي وګړي» اداره کړي. [۲۷][۲۸]

سارګون خپل نوم د بین النهرین له راتلونکو دوه نورو پاچاهانو سره هم شریک کړی. لومړی سارګون د لرغونې آشوري دوری پاچا و چې احتمالا د اکدي سارګون په نوم هم نومول شوی. دویم سارګون بیا د نوو آشوریانو پاچا و چې د اکدي سارګون نوم پرې اېښول شوی و. دا هغه پاچا دی چې نوم یې د سارګون په عبري مقدس کتاب کې راغلی (اشعیا:۲۰:۱).

نوي بابلي پاچا نبونیدوس د سارګونید لړۍ له تاریخ سره پریمانه لېوالتیا لرله او آن د سارګون او د هغه د ځای ناستو په ماڼیو کې یې یو شمېر حکاکۍ ترسره کړې. [۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Sargon inscriptions". cdli.ucla.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. also "Sargon the Elder", and in older literature Shargani-shar-ali and Shargina-Sharrukin. Gaston Maspero (ed. A. H. Sayce, trans. M. L. McClure), History of Egypt, Chaldea, Syria, Babylonia and Assyria (1906?), p. 90.
  3. The date of the reign of Sargon is highly uncertain, depending entirely on the (conflicting) regnal years given in the various copies of the Sumerian King List, specifically the uncertain duration of the Gutian dynasty. The added regnal years of the Sargonic and the Gutian dynasties have to be subtracted from the accession of Ur-Nammu of the Third Dynasty of Ur, which is variously dated to either 2047 BC (Short Chronology) or 2112 BC (Middle Chronology). An accession date of Sargon of 2334 BC assumes: (1) a Sargonic dynasty of 180 years (fall of Akkad 2154 BC), (2) a Gutian interregnum of 42 years and (3) the Middle Chronology accession year of Ur-Nammu (2112 BC).
  4. Van de Mieroop, Marc. A History of the Ancient Near East: ca. 3000–323 BC. Blackwell, 2006, کينډۍ:ISBN. p. 63.
  5. Bauer, Susan Wise (2007). The History of the Ancient World: From the Earliest Accounts to the Fall of Rome. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393070897 – عبر Google Książki. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Westenholz, Joan Goodnick (January 1984). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Review of The Sargon Legend: A Study of the Akkadian Text and the Tale of the Hero Who Was Exposed at Birth. By Brian Lewis"]. Journal of Near Eastern Studies 43 (1): 73–79. doi:10.1086/373065. 
  7. Brian Edric Colless. "The Empire of Sargon". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. King, L. W. (1907). Chronicles concerning early Babylonian kings. London, Luzac and co. د کتاب پاڼي 87–96. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "ETCSLsearch". etcsl.orinst.ox.ac.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Eckart Frahm, "Observations on the Name and Age of Sargon II and on Some Patterns of Assyrian Royal Onomastics", NABU 2005.2, 46–50.
  11. Cooper, Jerrold S.; Heimpel, Wolfgang (1983). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Sumerian Sargon Legend"]. Journal of the American Oriental Society 103 (1): 67–82. doi:10.2307/601860. ISSN 0003-0279. 
  12. Strong's Concordance H3559 "to be erect (i.e. stand perpendicular); hence (causatively) to set up, in a great variety of applications, whether literal (establish, fix, prepare, apply), or figurative (appoint, render sure, proper or prosperous)"
  13. Peter Panitschek , Lugal - šarru - βασιλεύς (2008), p. 51.
  14. Lewis 1984: 277–292
  15. Sallaberger & Westenholz 1999: 34
  16. Eckart Frahm, "Observations on the Name and Age of Sargon II and on Some Patterns of Assyrian Royal Onomastics", NABU 2005.2, 46–50.
  17. Joan Goodnick Westenholz, Legends of the Kings of Akkade: The Texts (1997), 33–49.
  18. Campbell, Joseph (1964). The Masks of God, Vol. 3: Occidental Mythology. د کتاب پاڼې 127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Paul-Alain Beaulieu, The Pantheon of Uruk During the Neo-Babylonian Period, Brill (2003), p. 106.
  20. Britannica
  21. "T2K1.htm". cdli.ucla.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 18 June 2019 باندې). Meet the world's first emperor.
  23. (په 7 January 2019 باندې). How Did the World's First Empire Collapse?. RealClearScience
  24. Vitkus, Saul N. (September 1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sargon Unseated"]. The Biblical Archaeologist 39 (3): 114–117. doi:10.2307/3209401. 
  25. Postgate, J. N. (February 1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "In Search of the First Empires"]. Bulletin of the American Schools of Oriental Research 293 (293): 1–6. doi:10.2307/1357273. 
  26. Sargon is the earliest known ruler with a Semitic name for whom anything approaching a historical context is recorded. There are, however, older references to rulers bearing Semitic names, notably the pre-Sargonic king Meskiang-nunna of Ur by his queen Gan-saman, mentioned in an inscription on a bowl found at Ur. In addition, the names of some pre-Sargonic rulers of Kish in the Sumerian king list have been interpreted as having Semitic etymologies, which might extend the Semitic presence in the Near East to the 29th or 30th century. See J. N. Postgate, Languages of Iraq, Ancient and Modern. British School of Archaeology in Iraq (2007).
  27. "The black-headed peoples I ruled, I governed; mighty mountains with axes of bronze I destroyed. I ascended the upper mountains; I burst through the lower mountains. The country of the sea I besieged three times; Dilmun I captured. Unto the great Dur-ilu I went up, I ... I altered ... Whatsoever king shall be exalted after me, ... Let him rule, let him govern the black-headed peoples; mighty mountains with axes of bronze let him destroy; let him ascend the upper mountains, let him break through the lower mountains; the country of the sea let him besiege three times; Dilmun let him capture; To great Dur-ilu let him go up." Barton 310, as modernized by J. S. Arkenberg Archived 2013-12-22 at the Wayback Machine.
  28. Bachvarova (2016:182).
  29. Oates, John. Babylon. London: Thames and Hudson, 1979, p. 162.