Jump to content

اډوارډ مایبرېج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اډوارډ مایبرېج (زوکړه: د ۱۸۳۰ زکال د اپرېل ۹مه – مړینه: د ۱۹۰۴ زکال د مۍ ۸مه نېټه؛ د زیږون پر مهال یې نوم اډوارډ جیمز موګرېج) انګلیسي انځور اخیستونکی و چې د حرکاتو د انځور اخیستنې په برخه کې یې د خپلو څېړنو او همدارنګه یې د متحرکو انځورونو د پروژې د طرحې په برخه کې د خپلو چارو له امله شهرت درلود.

هغه د ځان لپاره د اډوارډ لومړنی نوم د انګلو ساکسون د انګریزي «Edward» له اصلي بڼې او همدارنګه یې مایبرېج کورنی نوم ځانته غوره کړ؛ ځکه چې باوري و دواړه په یوه کچه لرغوني دي. دی په لویدیځه امریکا کې د نوولسمې پېړۍ مخکښ انځور اخیستونکی و چې د الاسکا له نوي نیول شوي قلمرو یا د سانفرانسېسکو له یوسمیتي، په موډاک جګړه کې یې له ښکېلو غاړو او همدارنګه یې په لویدیځ ساحل کې له سمندري فانوسونو څخه انځورونه واخیستل. ورته مهال نوموړي په کالیفورنیا کې د «متحرکو» انځورونو په برخه کې خپلې لومړنۍ څېړنې ترسره کړې. [۱]

دی د انګلستان د ساري سیمې په کېنګسټون آپون تیمز برخه کې وزیږېد او د ۲۰ کلنۍ په عمر یې د یوه کتاب پلورونکي په توګه متحده ایالاتو ته کډه وکړه؛ په پیل کې نیویارک او بیا له هغه ځایه سانفرانسېسکو ته ولاړ. په ۱۸۶۰ زکال کې ده اروپا ته د بېرته ګرځېدو پلان جوړ کړ، خو د لارې په اوږدو کې یې په تکزاس کې ګاډۍ ټکر وکړ او د سر په برخه کې په شدیده توګه ټپي شو. هغه د رغېدو په موخه څو نور کلونه په کېنګسټون آپون تیمز کې تېر کړل؛ چېرې چې نوموړي مسلکي انځور اخیستنې ته مخه کړه، د نمجنې پاڼې کلودیون بهیر یې زده کړ او لږ تر لږه یې د دوه برېتانوي اختراعاتو حق په خپل نامه ثبت کړ. دی په ۱۸۶۷ زکال کې بېرته سانفرانسېسکو ته وګرځېد، خو داځل له بشپړ تغیر لرونکي شخصیت سره دلته راغی. ده په ۱۸۶۸ زکال کې د یوسمیتي درې لوی انځورونه نندارې ته وړاندې کړل او د خپلو مشهورو سټیروګرافیکي اثارو په پلورلو یې لاس پورې کړ. [۲][۳]

مایبرېج په ۱۸۷۴ زکال کې د خپلې ښځې مین جګړن هري لارکینز په مرمۍ وویشت، خو له یوې جنجالي محاکمې وروسته یې دغه جرم توجیه وړ وبلل شو او برائت یې ترلاسه کړ. دی په ۱۸۷۵ زکال کې مرکزي امریکا ته ولاړ او د څه باندې یو کال لپاره یې هلته د انځور اخیستنې سفر ترسره کړ. [۴]

مایبرېج د کرونو انځوراخیستني یا کرونو فوټوګرافي په برخه کې د خپل مخکښ توب له امله شهرت وموند؛ ده له ۱۸۷۸ زکال څخه تر ۱۸۸۶ زکال پورې قدم په قدم د ګڼ شمېر کمرو پر مټ د حیواناتو د حرکت موقعیتونه ثبت کړل. ورته مهال نوموړي د خپلو متحرکو انځورونو د ښوولو په موخه له شیشه یي زئوپراکسیسکوپ څخه ګټنه وکړه چې په سینماتوګرافي کې د سوري لرونکو فلمي پیتو وړاندې ترې ګټنه کېدله. ده له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۸۸۶ زکال پورې د فیلادلفیا په پنسلوانیا پوهنتون کې یوه ډېره تولیدي دوره تېره کړه؛ د حرکت پر مهال یې د حیواناتو او انسانانو څه باندې ۱۰۰ زره انځورونه تولید کړل او داسې موارد یې ثبت کړل چې د انسان سترګې نشي کولای هغه د جلا شېبو په توګه تشخیص کړي. [۵]

مایبرېج د خپل ژوندانه په وروستیو کلونو کې د خپلې انځور اخیستنې او ثبت کړو صحنو اړوند پریمانه ویناوې وکړې او هغه یې عامه نندارې ته وړاندې کړې، په مکرر ډول یې انګلستان او اروپا ته سفرونه وکړل څو د خپلو چارو لپاره د لندن او پاریس په څېر ښارونو کې تبلیغ وکړي. دی په ۱۸۹۴ زکال کې د تل لپاره په خپل ټاټوبي انګلستان کې تقاعد شو. د هغه د مړینې په کال یا ۱۹۰۴ زکال کې په کېنګسټون کې موزیم تاسیس شو چې د هغو په یوه ځانګړې برخه کې د ده ګڼ شمېر پام وړ اثار ساتل کېږي. [۶]

۱۸۳۰ – ۱۸۵۰ زکال: لومړنی ژوند او کورنۍ

[سمول]

اډوارډ جیمز موګرېج د ۱۸۳۰ زکال د اپرېل په ۹مه نېټه د انګلستان د ساري ښارګوټي په کېنګسټون آپون تیمز برخه کې د جان او سوزانا موګرېج په کورنۍ کې وزیږېد؛ ده درې وروڼه لرل. پلار یې د غله جاتو او د ډبرو د سکرو سوداګر و چې دکان یې په تیمز ریور سیمه کې د خپل کور یا ۳۰م بلاک په لاندني پوړ کې و. د دوی کورنۍ د همدغه بلاک په پورتنیو پوړونو کې ژوند کاوه. په ۱۸۴۳ زکال کې یې د پلار له مړینې وروسته مور دغې سوداګرۍ ته دوام ورکړ. [۷][۸]

د هغه کوچنیو د تره زامنو؛ نورمن سلف (۱۸۳۹ – ۱۹۱۱ زکال) او مایبنک اندرسون (کورنی نوم یې سلف؛ ۱۸۴۵ – ۱۹۲۷ زکال) هم د خپل ماشومتوب دوره په کېنګسټون آپون تیمز سیمه کې تېره کړه. دوی د کورني دود له مخې اسټرالیا ته کډه وکړه. سلف مشهور انجینر شو، په داسې حال کې چې مایبنک د رایه غوښتونکي په توګه شهرت وموند. [۹]

د پلار له اړخه څخه یې نیکه او نیا رابرټ موګرېج او هانا چرمن کرونده لرله. د دوی مشر زوی د اډوارډ پلار، جان موګرېج (۱۷۵۶ – ۱۸۱۹ زکال) و؛ هغه دفتر لرونکی و او اډوارډ ته یې سوداګري ور زده کړه. د هغه ترونه او د تره زامن چې هنري موګرېج (د لندن د پولیسو مشر) هم په کې شامل و د لندن ښار د غله جاتو سوداګر وو. دوی ټول د ساري په بانسټېد سیمه کې زیږېدلي وو. د اډوارډ کوچنی ورور جورج په ۱۸۳۳ زکال کې وزیږېد او په ۱۸۴۳ زکال کې یې د پلار له مړینې وروسته تر ۱۸۵۱ زکال پورې له خپل تره ساموئل سره ژوند وکړ.

۱۸۵۰ – ۱۸۶۰ زکال: په امریکا کې کتاب پلورنه

[سمول]

مایبرېج د ۲۰ کلنۍ په عمر پرېکړه وکړه ځانته شتمني جوړه کړي. هغه له خپلې انۍ څخه د پیسو ترلاسه کولو وړاندیز رد کړ او وه یې ویل، «نه، مننه انۍ، زه هوډ لرم له ځانه یوڅه وکړم. که ماته مې وخوړه بیا به هېڅکله هم زما خبر ترلاسه نه کړئ». مایبرېج متحده ایالاتو ته کډه وکړه او په ۱۸۵۰ زکال کې نیویارک ته ورسېد. په دغه ځای کې هغه په ډېر احتمال سره د مایګرېج او بارټ لېټ په کتاب پلورنځي کې د طبابت له یو زده کړیال سره شریک و چې دغه شراکت شاوخوا یو کال دوام درلود. ده د دغې سوداګرۍ لومړني کلونه له بریتانیا څخه د کتابونو په وارد کولو او د هغو په پلورلو تېر کړل او له نیویارکي ډاګرئوټایپېست سیلاس ټي سلېک سره له لیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له انځور اخیستنې سره بلد شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

مایبرېج د ۱۸۵۵ زکال په جنوري میاشت کې نیو اورلئان ته ولاړ او تر اپرېل میاشتې پورې دلته د یو کتاب پلورونکي په توګه ثبت شو. په ډېر احتمال سره نوموړی د ۱۸۵۵ زکال په مني کې کالیفورنیا ته ولاړ، هغه ځای چې تر راتلونکو پنځو کلونو لپاره ایالت شوی نه و. ده د ۱۸۵۶ زکال په اپرېل میاشت کې د شکسپیر د انځوریزو کتابونو د پلورونکي په توګه د دغه نوي ایالت له پلازمینې سکرمېنټو څخه لیدنه وکړه او ډېر لږ وروسته د سانفرانسېسکو د مونټګومري په ۱۱۳ واټ کې استوګن شو. ده په دغه ځای کې کتابونه او هنري آثار (تر ډېره نقاشۍ) پلورل؛ هغه ښار چې لا په «وحشي لویدیځ» کې «د طلا د تبې مرکز» و. په دغه ځای کې له وړاندې څخه ۴۰ کتاب پلورنځیو شتون درلود او آن تر دې چې ده خپل ځای د انځورونو له یوې ګالرۍ سره شریک کړی و چې مخامخ یې یو کتاب پلورنځي شتون درلود. دی له ډبلیو اېچ اوکس سره شریک شو چې د لیتوګرافیکي نقاشیو چاپ کوونکی او خپرندوی و؛ ورته مهال نوموړي د لندن د خپروندی شرکت د کتاب پلورونکی استازي په توګه هم چارې مخته وړې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

۱۸۹۴ – ۱۹۰۴ زکال: تقاعد او مړینه

[سمول]

اډوارډ مایبرېج د ۱۸۹۴ زکال پر مهال خپل ټاټوبي انګلستان ته راوګرځېد او په ټوله بریتانیا کې یې لکچرونو ورکولو ته مخه کړه. هغه یو ځل بیا د ۱۸۹۶ – ۱۸۹۷ زکال پر مهال متحده ایالاتو ته سفر وکړ څو هلته خپل مالي حسابونه راغونډ کړي او د پنسلوانیا په پوهنتون کې خپلو چارو ته اړوند ملکیتونه ختم کړي. ده د خپلو نیګټیو فلمونو کنټرول خپل کړ او له هغو څخه یې، د حرکت پر مهال د حیواناتو (Animals in Motion؛ ۱۸۹۹ زکال) او د حرکت د انساني بڼې (The Human Figure in Motion؛ ۱۹۰۱ زکال) په نومونو د خپلو دوه مشهورو کتابونو په خپرولو کې ګټنه وکړه؛ دواړه دغه کتابونه د یوې پېړۍ لپاره چاپ کېدل. [۲۲]

مایبرېج د ۱۹۰۴ زکال د مۍ په اتمه نېټه په کېنګسټون آپون تیمز سیمه کې د کاترین سمېت په کور کې د پروستات له سرطان څخه ومړ. ادعا شوې چې دغه مهال نوموړی د سمېت د کور په باغ کې د شمالي امریکا د لویو سیندونو یا ګریټ لېکس د موډل په حکاکۍ بوخت و. د ده مړی وسوزول شو او ایرې یې د ساري په ووکېنګ برخه کې خښې کړای شوې. د قبر په ډبره باندې یې په تېروتنې سره نوم د ایډویرډ مایبرېج (Eadweard Maybridge) په توګه لیکل شوی دی. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. "If anything, the surname Muggeridge actually derives from a place in Devon, Mogridge, in turn taking its name from one Mogga who held a ridge there. Edward, on the other hand, was indeed spelt Eadweard in Old English." Adrian Room, Naming Names: Stories of Pseudonyms and Name Changes, with a Who's Who, Routledge & Kegan Paul, 1981, p. 125.
  2. Shimamura, Arthur P. (2002). "Muybridge in Motion: Travels in Art, Psychology, and Neurology" (PDF). History of Photography. 26 (4): 341–350. doi:10.1080/03087298.2002.10443307. S2CID 192943954. نه اخيستل شوی 5 January 2019.
  3. Manjila, Sunil; Singh, Gagandeep; Alkhachroum, Ayham M.; Ramos-Estebanez, Ciro (1 July 2015). "Understanding Edward Muybridge: historical review of behavioral alterations after a 19th-century head injury and their multifactorial influence on human life and culture". Neurosurgical Focus. 39 (1): E4. doi:10.3171/2015.4.FOCUS15121. ISSN 1092-0684. PMID 26126403. S2CID 207706545. نه اخيستل شوی 14 March 2022.
  4. Riesz, Megan (9 April 2012). "Did Eadweard J. Muybridge get away with murder?". Christian Science Monitor. نه اخيستل شوی 16 June 2012.
  5. "Eadweard Muybridge (British photographer)". Britannica. “English photographer important for his pioneering work in photographic studies of motion and in motion-picture projection.” 
  6. Pearlstein, Philip (1 December 2010). "Moving Targets". ARTnews.com. نه اخيستل شوی 15 March 2022.
  7. "Eadweard Muybridge". Kingston Council. Kingston upon Thames Council. Archived from the original on 3 April 2015. نه اخيستل شوی 3 May 2015.
  8. The building today bears a commemorative plaque marking it as Muybridge's childhood home.
  9. Anderson, Maybanke (2001). "My Sprig of Rosemary". In Roberts, Jan; Kingston, Beverley (eds.). Maybanke, a woman's voice: the collected work of Maybanke Selfe – Wolstenholme – Anderson, 1845–1927. Avalon Beach, NSW: Ruskin Rowe Press. ISBN 978-0-9587095-3-8. pp. 24–25
  10. Solnit, Rebecca (3 September 2010). "Eadweard Muybridge: Feet off the ground". The Guardian (په انګليسي). نه اخيستل شوی 17 March 2022.
  11. "Eadweard Muybridge". Science Museum Group Collection (په انګليسي). نه اخيستل شوی 18 March 2022.
  12. Hunter, Edwin G. (Edwin Gustavus) (1925). The descendants of Dr. James Hunter, who came to Canada from Yorkshire, England, in the year 1822. Allen County Public Library Genealogy Center. New York, F.H. Hitchcock.
  13. "Muybridge in New Orleans". The Times-Picayune (په انګليسي). 19 January 1855. p. 3. نه اخيستل شوی 1 April 2020.
  14. "Muybridge book agent in New Orleans". The Times-Picayune (په انګليسي). 10 April 1855. p. 4. نه اخيستل شوی 1 April 2020.
  15. "Sacramento Daily Union 5 February 1875 – California Digital Newspaper Collection". cdnc.ucr.edu. نه اخيستل شوی 8 April 2020.
  16. "Sacramento Daily Union 17 April 1856 – California Digital Newspaper Collection". cdnc.ucr.edu. نه اخيستل شوی 1 April 2020.
  17. "The Compleat Muybridge Home". www.stephenherbert.co.uk. Archived from the original on 23 August 2011. نه اخيستل شوی 16 March 2022.
  18. "Daily Alta California 11 October 1856 – California Digital Newspaper Collection". cdnc.ucr.edu. نه اخيستل شوی 4 April 2020.
  19. "San Joaquin Republican 4 September 1856 – California Digital Newspaper Collection". cdnc.ucr.edu. نه اخيستل شوی 1 April 2020.
  20. "Marysville Daily Herald 20 December 1857 – California Digital Newspaper Collection". cdnc.ucr.edu. نه اخيستل شوی 1 April 2020.
  21. Solnit 2003، م. 29+30.
  22. Brookman 2010، م. 100.
  23. "Eadweard Muybridge". Science Museum Group Collection (په انګليسي). نه اخيستل شوی 18 March 2022.
  24. Moody, Graham (18 November 2010). "Did Muybridge build the American Great Lakes in his Kingston back garden?". Your Local Guardian (په انګليسي). نه اخيستل شوی 18 March 2022.
  25. Mitchell Leslie (May–June 2001). "The Man Who Stopped Time". Stanford Magazine. نه اخيستل شوی 28 May 2019.
  26. Braun, Marta; Herbert, Stephen; Hill, Paul; McCormack, Anne (2004). Herbert, Stephen (ed.). Eadweard Muybridge: The Kingston Museum Bequest. The Projection Box. ISBN 978-1-903000-07-6.
  27. Brookman 2010، م. 101.