اډوارډ جېنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اډوارډ جېنر (زوکړه: د ۱۷۴۹ زکال د مۍ ۱۷مه – مړینه: د ۱۸۲۳ زکال د جنوري ۲۶مه) انګلیسي طبیب او عالم و چې د واکسینونو د مفهوم د رامنځته کوونکو مخکښانو څخه ګڼل کېږي او همدارنګه یې د چیچک ناروغۍ د واکسین په جوړولو سره د نړۍ لومړني واکسین جوړ کړل. د واکسین او واکسیناسیون اصطلاح ګانې هم د واریول واکسین (د غویانو تڼاکې) له نوم څخه ریښه اخلي چې جېنر د غویانو د تڼاکو یا دانو لپاره وکاروه. نوموړي له دغې اصطلاح څخه د واریول واکسین اړوند چې د غویانو په تڼاکو شهرت لري په خپله څېړنه کې کار واخیست او د چیچک ناروغۍ په برخه کې یې د غویانو د تڼاکو خوندي کوونکی اغېز شرح کړ. [۱][۲][۳][۴]

جېنر په لویدیځ کې د «ایمیونولوژي پلار» بلل کېږي او ویل کېږي چې د هغه چارو «له بل هر چا زیات د انسانانو ژوند ژغورلی دی». د جېنر د ژوندانه پر مهال د چیچک ناروغۍ له امله د نړۍ شاوخوا ۱۰ سلنه وګړي مړه شول؛ د مړینې کچه په هغو ښارونو کې زیاته وه چې عفونت په کې په اسانۍ سره پراختیا موندلای شوه. په ۱۸۲۱ زکال کې نوموړی د پاچا څلورم جورج ډاکټر وټاکل شو او هغه همدارنګه د برکلي ښاروال او د سولې قاضي وټاکه. نوموړی د طبیعي علومو د پراختیايي سلطنتي ټولنې غړی و. د ژوي پوهنې په برخه کې نوموړی یو له هغو معاصره څېړونکو څخه و چې په کوترو کې یې د الوتونکو مرغیو پارازیټېزم (brood parasitism) تشرېح کړ (دغه ډول چلن ته ارسطو هم د حیواناتو د تاریخ په نامه خپل اثر کې نغوته کړې). په ۲۰۰۲ زکال کې جېنر د بي بي سي له خوا د ۱۰۰ مخکښو بریتانویانو په نوملړ کې شامل کړای شو. [۵][۶]

لومړنی ژوند[سمول]

اډوارډ جېنر د ۱۷۴۹ زکال د مۍ په اوولسمه د انګلستان د ګلاسټرشر په برکلي کې وزېږېد؛ نوموړی د خپلې کورنۍ له نهو ماشومانو څخه اتم و. د هغه پلار کشیش سټیفان جېنر د برکلي نایب و، همدا و چې ده وکولای شول په غوره بڼه زده کړې وکړي. [۷]

زده کړه او روزنه[سمول]

هغه مهال چې جېنر نوی ځوان و، په اوتون – انډر – آج کې د کاترین لیډي برکلي ښوونځي او ورپسې په سایرن سسټر کې بل ښوونځي ته ولاړ. دغه مهال نوموړی د چیچک ناروغی پر وړاندې مایه کوب (هغه لرغونې عملیه چې د چیچک ناروغۍ پر وړاندې د وقایې د رامنځته کولو په موخه په کې د یوې کمزورې دانې اوبه د جوړ انسان وجود ته تزریق کېږي) شوی و او د هغه د روغتیا پر عمومي وضعیت یې تل پاتې اغېز درلود. له ۱۴ کلنۍ راوروسته نوموړي د اوو کلونو لپاره د سویلي ګلاسټرشر د چیپینګ سادبري له جراج داڼیل لوډلو سره شاګردي وکړه؛ چېرې چې نوموړي د جراح ډاکټر کېدو په موخه پریمانه تجربه ترلاسه کړه.  [۸]

په ۱۷۷۰ زکال کې د ۲۱ کلونو په عمر جېنر د جراحۍ او اناتومۍ په برخه کې د لندن د سنټ جورج په روغتون کې د جراج جان هنټر او نورو ډاکټرانو سره شاګرد شو. ویلیام اوسلر لیکي چې هنټر، جېنر ته د ویلیام هاروې هغه مشوره ورکړه چې په طبي مجالسو کې یې پام وړ شهرت درلود (او د روڼ آندۍ د عصر ځانګړنه وه)، «فکر مه کوه؛ وه یې ازمویه». هنټر د طبیعي تاریخ اړوند له جېنر سره مکاتبه لرله او هغه یې د سلطنتي ټولنې غړیتوب ته وړاندیز کړ. په ۱۷۷۳ زکال کې هغه مهال چې په برکلي کې خپل اصلي ټاټوبي ته راوګرځېد او په دې سره په یو پیاوړي فامیلي ډاکټر او جراح واوښت، په خپل ځانګړي ځای کې یې د طبي چارو ترسره کولو ته مخه وکړه. نوموړي په ۱۷۹۲ زکال کې د طبابت او عمومي جراحۍ په برخه کې د شل کلنې تجربې په لرلو سره د سنت اندروز له پوهنتون څخه د طبابت په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۹][۱۰]

ژوي پوهنه[سمول]

جېنر په ۱۷۸۸ زکال کې وروسته له هغه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو، چې د هغو کوترو (قمري) د ژوندانه اړوند یې کره څېړنه ترسره کړه چې وړاندې په سمه توګه نه وې پېژندل شوې؛ دغه څېړنه د مشاهداتو، تجربې او توضېحاتو پر مټ وه.

جېنر توضېح کړه چې څه ډول نوې پیدا کېدونکې کوترې خپلې کوربه هګۍ ماتوي او همدارنګه مرسته کوي چې نورې کوترې هم له هګیو راوباسي (دا د موجود هغه فکر پر خلاف وه چې ویل کېدل دغه چاره بالغې کوترې ترسره کوي). جېنر د دغه چلن په لیدو سره د هغوی اناتومیکي جوړښت ته په نغوتې څرګنده کړه چې نوې پیدا شوې کوتره په خپله شا کې یو ژورغالی لري چې د ۱۲ ورځو وروسته له منځه ځي په دې سره هغوی کولای شي څو هګۍ ماتې او د هګیو دننه کوترې راووزي. بالغه کوتره د دغې چارې د ترسره کولو په موخه د دومره زیات مهال لپاره په ځاله کې نه پاتې کېږي. د جېنر دغه موندنې په ۱۷۸۸ زکال کې د سلطنتي ټولنې د فلسفي راپورونو په مجله کې خپرې شوې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

له ژوي پوهنې سره د جېنر لېوالتیا د تلقېح په برخه کې د هغه د لومړنۍ ازموینې سره پام وړ اړیکه لرله. نوموړی نه یوازې د دې له امله چې د طبي زده کړو له امله یې د انسان له اناتومي څخه پام وړ درک درلود، بلکې د حیواناتو د ژوند پوهنې په برخه کې یې د انسان – حیوان ترمنځ د ناروغیو د لېږد پولې هم په سمه توګه درک کړې وې. هغه مهال هېڅ داسې کړنلارې شتون نه درلود چې دا درک کړای شي چې دغه اړیکه د واکسینونو د کشف او تاریخچې په برخه کې څومره اهمیت لري. اوس مهال دغه اړیکه پېژندل شوې؛ د نن ورځې ډېری واکسینونه د غوا، سویې او هګیو اړوند حیواني برخې لري چې دغه چاره کولای شو د جېنر چارو او همدارنګه د غواګانو د تڼاکو/چیچک واکسین ته اړونده وبولو. [۱۵]

وروسته ژوند[سمول]

جېنر له دې وروسته په ۱۸۰۲ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ افتخاري غړی، په ۱۸۰۴ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی او په ۱۸۰۶ زکال کې د سویډن د علومو د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو. په ۱۸۰۳ زکال کې هغه مهال چې په لندن کې و، نوموړی د جېنرین ټولنې مشر شو چې هڅه یې کوله د چیچک د ناروغۍ د له منځه وړو په برخه کې واکسین کول ترویج کړي. دغه بنسټ په ۱۸۰۹ زکال کې خپلې هڅې ودرولې. په ۱۸۰۵ زکال کې د طبي او کایریژیک ټولنې (اوس مهال د طبابت سلطنتي ټولنه) په تاسیس کېدو سره جېنر د دغې ټولنې غړی شو او دلته یې ګڼ شمېر علمي مقالې ولیکلې. په ۱۸۰۸ زکال کې نوموړي د دولت په مرسته د واکسینونو ملي بنسټ جوړ کړ، خو جېنر د دې په احساس کولو سره چې په دغه اداره کې ګمارل شوي کسان ورته درناوی نه کوي، د یاد بنسټ له ریاست څخه یې استعفا ورکړه. [۱۶][۱۷]

په ۱۸۱۱ زکال کې جېنر لندن ته په راګرځېدو، د واکسینونو له بهیر وروسته په پام وړ کچه د چیچک ناروغۍ د مواردو مشاهده وکړه. خو وه یې وموندله چې شدت یې د واکسینونو له مهال څخه په پام وړ توګه لږ دی. په ۱۸۲۱ زکال کې پاچا څلورم جورج نوموړی د خپل ځانګړي ډاکټر په توګه وګماره او سربېره پر دې یې د برکلي ښاروال او د سولې قاضي هم وټاکه. هغه د طبیعي تاریخ په برخه کې څېړنو ته دوام ورکړ او په ۱۸۲۳ زکال کې یې چې د ژوندانه وروستی کال یې و «د الوتونکو مارغانو د کډوالۍ اړوند یې خپل مشاهدات» سلطنتي ټولنې ته وړاندې کړل. هغه یو فراماسون و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مړینه[سمول]

جېنر د ۱۸۲۳ زکال د جنوري په ۲۵مه د آپوپلکسي (سکتې) په حالت کې وموندل شو، چې ښی اړخ یې فلج و. د هغه روغتیايي حالت ښه نه و او راتلونکې ورځ د ۱۸۲۳ زکال د جنوري په ۲۶مه د یوې بلې څرګندې سکتې له امله د ۷۳ کلنو په عمر ومړ. نوموړی په خپله کورنۍ هدیره کې چې د برکلي د سنټ ماري په کلیسا کې یې موقعیت درلود، خښ کړای شو. [۲۲][۲۳]

مذهبي لیدلوري[سمول]

جېنر نه هم سخت دریځی او نه هم سست عیسوي و چې په خپلو لیکنو کې یې ځان په بشپړه توګه یو روحاني کس باله. نوموړي له خپلې مړینې وړاندې خپل یو ملګري ته لیکلي و چې: «زه دې ته حیران نه یم چې ولې خلک له ما مننه نه کوي، خو دې ته حیران یم چې زما همنوع مخلوقات د خدای د هغو ښېګڼو شکر نه باسي چې زه یې دوی ته د هغو د رسولو وسیله ګرځولی یم». [۲۴]

میراث[سمول]

په ۱۹۸۰ زکال کې د روغتیا نړیوال سازمان چیچک ناروغي یوه له منځه وړل شوې ناروغي وبلله. دا هم د عامې روغتیا په برخه کې د هغو همغږو هڅو پایله وه چې واکسیناسیونو یې مهمه برخه جوړوله. په داسې حال کې چې دغه ناروغي له منځه تللې اعلان شوه، خو لا یې هم د متحده ایالاتو په اتلانتا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په مراکزو او همدارنګه د روسیې د نووسیبرسک ایالت د کلستوو سیمې د ویروس پوهنې او بایو ټکنالوژي په دولتي څېړنیز مرکز کې یو شمېر نمونو شتون درلود. [۲۵][۲۶]

د جېنر واکسین د ایمیونولوژي په برخه کې د معاصرو اختراعاتو او کشفیاتو بنسټ جوړ کړ. په ۲۰۰۲ زکال کې بي بي سي په بریتانیا کې د سراسري رایو پر مټ د نوموړي نوم د ۱۰۰ مخکښو بریتانویانو په نوملړ کې شامل کړ. سربېره پر دې په ۱۹۹۹ زکال کې د سلطنتي پست له خوا د هغه انځور لرونکی پستي نښان چاپ شو چې د چارلز داروین، مایکل فارادي او الن ټورینګ په خوا کې یې نوموړی د یو نړۍ بدلونکي په توګه څرګند کاوه. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Jenner, Edward (1749–1823)". rcpe.ac.uk. Royal College of Physicians of Edinburgh. 28 January 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Riedel, Stefan (January 2005). "Edward Jenner and the history of smallpox and vaccination". Proceedings (Baylor University. Medical Center). Baylor University Medical Center. 18 (1): 21–25. doi:10.1080/08998280.2005.11928028. PMC 1200696. PMID 16200144. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite ODNB
  4. Baxby, Derrick (1999). "Edward Jenner's Inquiry; a bicentenary analysis". Vaccine. 17 (4): 301–307. doi:10.1016/s0264-410x(98)00207-2. PMID 9987167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 13 May 2016 باندې). How did Edward Jenner test his smallpox vaccine?. Telegraph Media Group
  6. (په 13 May 2016 باندې). How did Edward Jenner test his smallpox vaccine?. Telegraph Media Group
  7. "About Edward Jenner". The Jenner Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "About Edward Jenner". The Jenner Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Young Edward Jenner, Born in Berkeley". Edward Jenner Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite ODNB
  11. Jenner Museum: Cuckoo Archived 23 September 2009 at the Wayback Machine.
  12. "Observations on the Natural History of the Cuckoo". By Mr. Edward Jenner. In a Letter to John Hunter, Esq. F.R.S. Jenner, E Philosophical Transactions of the Royal Society of London (1776–1886). 1788. 78:219–237 (Archived Text)
  13. The Biographical Dictionary of Scottish Women. 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sealy Spencer G (2011). "Cuckoo chicks evicting their nest mates: coincidental observations by Edward Jenner in England and Antoine Joseph Lottinger in France". Archives of Natural History. 38 (2): 220–228. doi:10.3366/anh.2011.0030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Stern, Alexandra Minna; Markel, Howard (2005). "The History of Vaccines and Immunization: Familiar Patterns, New Challenges". Health Affairs. 24 (3): 611–621. doi:10.1377/hlthaff.24.3.611. PMID 15886151. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Book of Members, 1780–2010: Chapter J" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:Cite ODNB
  19. کينډۍ:Cite DNB
  20. "Edward Jenner". freemasonry.bcy.ca. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Famous Freemasons in History | Freemason Information" (په انګلیسي ژبه کي). 2009-02-20. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Baron, John (1838). The Life of Edward Jenner M.D. LL.D. F.R.S. (په انګلیسي ژبه کي). 2. London: Henry Colburn. د کتاب پاڼې 310. hdl:2027/nc01.ark:/13960/t2t523s95 – عبر HathiTrust. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Edward Jenner – St Mary's Church, Berkeley, Gloucestershire". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Horne, Charles F. 1894. Dr. Edward Jenner (1749–1823) by John Timbs, F.S.A.. GG Archives
  25. World Health Organization. "Smallpox". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Forgotten smallpox vials found in cardboard box at Maryland laboratory". The Guardian. Retrieved 19 October 2016
  27. (په 2002-08-21 باندې). 100 great British heroes. BBC News.
  28. "Planetary Names: Crater, craters: Jenner on Moon". Gazetteer of Planetary Nomenclature (IAU). مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Issue: World Changers (21.09.1999). BFDC.