Jump to content

اپولو 7

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو 7 (اکتوبر 11-22، 1968) د ناسا د اپولو په پروګرام کې د عملې لرونکې لومړۍ الوتنه وه، او له هغې وروسته چې د 1967ز کال د جنورۍ په اوه ويشتمه نېټه، د ازمايښتي توغولو پر مهال لومړۍ الوتنې اور واخيست او د اپولو 1 درې ستورمزلي پکې ووژل شول، اپولو 7 د دې ادارې له خوا د انساني فضايي الوتنې د بيا پيل شاهد و. د اپولو 7 د عملي مشري «والټر ايم. شيرا» کوله، چې د کمانډ ماډيول پيلوټ «ډون ايف. ايسلي» او د سپوږميز ماډيول پيلوټ يې «ار.والټر کننګم» و (دوی په همدې ډول ټاکل شوي وو، که څه هم په اپولو 7 کې سپږوميز ماډيول نه و لېږدول شوی).

دا درې ستورمزلي په اصل کې د عمله لرونکي اپولو دويم الوتنې او له هغې وروسته د اپولو 1 لپاره د احتياطي په توګه ټاکل شوي وو. د اپولو 1 له توغولو وروسته، عمله لرونکي الوتنې وځنډول شوې، په داسې حال کې چې د پېښې د لامل څېړنه وشوه او په تشيالي بېړۍ کې او د خونديتوب په کړنلارو کې پرمختګونه راوستل شول او له عملې پرته ازمايښتي الوتنې تر سره شوې. په داسې حال کې چې د اور د لګېدو د تکرار د مخنيوي پرېکړه يې کړې وه، عملې يې د اپولو د کمانډ او سرويس ماډيولونو (CSM) د جوړېدو په څارنه کې اوږده موده مصرف کړه. د اپولو 1 له ناورين وروسته د يو ويشتو مياشتو په وقفې سره روزنه روانه وه.

اپولو 7 د 1968ز کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د فلوريډا د کيپ کينيډي هوايي ځواک له مرکز څخه وتوغول شو، او يوولس ورځې وروسته په اقيانوس سمندر کې وغورځېد. د CSM په پراخه کچه ازماينه وشوه، او د امريکايی تشيالي بېړۍ څخه لومړۍ ژوندۍ تلويزيوني خپرونې هم خپره شوه. د عملې او په ځمکه د مديريت کونکو په منځ کې د کړکېچ سره سره، دا ماموريت يوه بشپړه تخنيکی بريا وه، ناسا ته يې دا اعتماد ورکړ چې دوه مياشتې وروسته د سپوږمۍ په شا اوخوا کې مدار ته اپولو 8 واستوي. تر يو بريده د همدې کړکيچونو له امله، د دې عملې کله هم د بيا ځل لپاره فضا ته الوتنه ونه کړه، که څه هم «شيرا» له مخکې څخه اعلان کړی و چې له دې الوتنې وروسته به له ناسا څخه تقاعد واخلي. اپولو 7 د ځمکې په ښکته مدار کې دCSM  د ازمويلو په اړه د اپولو 1 ماموريت بشپړ کړ، او په سپوږمۍ د ستورمزلو د کوزولو په اړوند د ناسا د هدف پر لور يو مهم ګام و.

مخينه او کارمندان[سمول]

د مرکري سیون (Mercury Seven د اوو ستورمزلو يوه ډله وه) د اصلي ستورمزلو څخه يو شيرا و، څوک چې په 1954ز کال کې د متحده ايالاتو د بحري اکاډمۍ څخه فارغ شوی و. نوموړي په 1962ز کال کې Mercury-Atlas 8 الوزولی و، کوم چې د مرکري د پروژې عمله لرونکې پنځمه، او مدار ته رسېدلې درېمه الوتنه وه، نوموړی په 1965ز کال کې د Gemini 6A کمانډ پيلوټ و. هغه د اپولو 7 پر مهال پنځه څلوېښت کلن او په سمندري ځواک کې جګړن و. ايزيل په 1952ز کال کې د سمندري اکاډمۍ څخه په هوايي چلند کې د لسانس سند تر لاسه کړی و. نوموړی په هوايي ځواک کې د دندې لپاره وټاکل شو، او د اپولو 7 پر مهال اته دېرش کلن تورن و. کننګم په 1951ز کال کې د متحده ايالاتو په سمندري ځواک کې شامل شو، يو کال وروسته یې د الوتنې روزنه پيل کړه، او له 1953 څخه تر 1956ز کال پورې يې د سمندري ځواکونو په هوايي ډله کې دنده تر سره کړه، هغه يو ملکي و، عمر يې شپږ دېرش کاله و، د اپولو 7 پر مهال د تورن د رتبې په لرلو سره يې د مرين  قول اردو په زېرمو کې خدمات تر سره کول. نوموړي له UCLA څخه په فزيک کې سندونه تر لاسه کړي وو، په 1960ز کال کې يې لسانس کړی او په 1961ز کال کې يې ماستري تر لاسه کړې وه. ايزيل او کننګم دواړه په 1963ز کال کې د ستورمزلو د درېيمې ډلې د برخې په توګه وټاکل شول.[۱]

ايزيل په اصل کې له «ايډ وايټ» سره د Gus Grissom د اپولو 1 په عمله کې د يوې دندې لپاره ټاکل شوی و، خو د 1966ز کال د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه له رسمي اعلانه څو ورځې مخکې، د ايزيل اوږه ټپي شوه چې جراحي عملیاتو ته يې اړتيا درلوده. د دې پر ځای، «راجر چافي» ته دا دنده ورکړل شوه او ايزيل بېرته د شيرا په عمله کې وټاکل شو.[۲]

شيرا، ايزيل او کننګم په لومړي ځل د 1966ز کال د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه د اپولو د عملې په توګه نومول شوي وو. دوی بايد د اپولو کمانډ ماډيول (CM) د ځمکنی مداري دويم ازمايښتي الوت کړی وای. که څه هم د يو پيل کونکي په توګه د احتياطي په ډول له کار کونکي پرته د يوې مهمې عملې لپاره په ټاکل کېدو خوښ و، خو کننګم په دې حقيقت اندېښمن و، چې د ځمکې مداري دويم ازمايښتي الوت، کوم ته چې د اوپولو 2  نوم ورکړل شوی و، هغه مهال غېر اړين ښکاري، که اپولو 1 بريالی شي. نوموړی وروسته خبر شو چې د الوتنې د عملې د فعاليتونو رئيس «ډيسک سلايټن»، له «مرکري سيون» څخه يو و، څوک چې د طبي دلايلو پر بنسټ ليرې کړای شوی و، او د ستورمزلو څارنه يې کوله، د شيرا په ملاتړ يې پلان جوړ کړی  و چې که طبي تصفيه ليک تر لاسه کړي، نو دا به د دې ماموريت مشري کوي. کله چې دا کار ناشونی و، شيرا د عملې په مشرتابه کې پاتې شو، او د 1966ز کال د نومبر په مياشت کې، اپولو 2 لغوه شو، او د شيرا عملې ته د «ګريسمن» د ملاتړ په توګه دنده ورکړل شوه. «تاماس پي.سټافورډ» – څوک چې دا مهال د دويم مداري ازمايښت د ملاتړ د قوماندان په توګه ګومارل شوی و،  - ويلي دي چې دا لغوه کېدل هغه مهال منځ ته راغلل، کله چې شيرا او د هغه عملې د ناسا مشرتابه ته د غوښتنو يو نوملړ وسپاره (شيرا غوښتل چې دې ماموريت کې یو سپوږميز ماډيو او يو CM شامل وي، چې له هغې سره د وصل کېدو وړتيا ولري)، او دا چې د احتياطي په توګه ګومارل کېدلو شيرا ته دا شکايت پیدا کړ، چې «سلايټن» او د ستورمزلو مشر «اسلان شيپرډ» د هغه ټول مسلکي راتلونکی له منځه يوړ.[۳]

د 1967ز کال د جنورۍ په اوه ويشتمه نېټه، د «ګريسم» عملې د فبرورۍ په يو ويشتمه نېټه د خپل پلان شوي ماموريت لپاره د توغولو له ځايه يوه ازموينه تر سره کړه، کله چې د مديريت په خونه کې اور ولګېد، او ټول درې کسان ووژل شول. له دې وروسته د اپولو د پروګرام د خونديتوب بشپړه ارزونه تر سره شوه. له اور ډېر ژر وروسته، «سلیټن» له شيرا وغوښتل چې له وقفې وروسته به ايزيل او کننګم لومړۍ الوتنه تر سره کوي. اپولو 7 به د سپوږميزو ماموريتونو لپاره جوړه شوې Block II تشيالي بېړۍ وکاروي، چې دا به د Block I CSM په عکس وي، کومه چې د اپولو 1 لپاره کارول شوې وه، د کوم موخه چې يوازې د ابتدايي ځمکنيو مداري ماموريتونو لپاره د کارېدو وړ وه، دا ځکه چې هغې د سپوږميز ماډيول سره د وصل کېدو وړتيا نه درلوده. CM او د ستورمزلو تشيالي لباسونه په پراخه کچه بيا جوړ کړای شول، تر څو د هغې پېښې د تکرار هر ډول امکان کم کړي، چې لومړۍ عمله يې وژلې وه. د شيرا عمله به د دې نامحدود ماموريت پر مهال ژوندی ملاتړ، مخ په وړاندې بېولو، لارښودنو او د کنترول د سيستم ازموينه کوي ( دا معنا چې دا ماموريت به هومره غزول کېږي، څومره چې هره ازموينه په برياليتوب سره پر مخ ځي). موده يې تر يوولسو ورځو محدوده وه، چې دا موده د اپولو 1 لپاره د څوارلسو ورځو اصلي مودې څخه راکمه کړای شوې وه.[۴][۵][۶][۷]

په احتياطي عمله کې «سټافورډ» د قوماندان، «جان ډبليو. ينګ» د کمانډ ماډیول پيلوټ، او «يوجين ای. سرنان» د سپوږميز ماډيول د  پيلوټ په توګه شامل وو. دوی د اوپولو 10 لومړنۍ عمله شوه. «رونالډ اي. ايونز»، «جان ايل. جيک سويګر»، او «ايډوارډ جي. ګيوينز» د دې ماموريت په ملاتړې عمله کې وګومارل شول. «ګيونز» د 1967ز کال د جون په شپږمه نېټه په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو، او «ويليام ار.پوګو» د هغه د بديل په توګه وټاکل شو. «ايوينز» د کينيډی په تشيالي مرکز (KSC) کې د هارډوير په ازموينه کې شامل و. «سويګرټ» د کيپسول توغولو د اړيکې مسئوليت (CAPCOM) په غاړه درلود او د دې ماموريت په عملياتي اړخونو يې کار کړی و. «پوګ» د کړنلارو په ترميم هم وخت تېر کړ. کله چې ابتدايي او احتياطي عمله نه وې موجوده، ملاتړې عملې يې ځای ډکاوه.[۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Press Kit، م. 68.
  2. French & Burgess 2007، مم. 689–691.
  3. Stafford 2002، مم. 552–556.
  4. Chaikin 1995، مم. 12–18.
  5. (په May 3, 2007 باندې). Astronaut Walter Schirra dies at 84.
  6. . 1968 Year in Review: 1968 in Space. UPI.com. E. W. Scripps
  7. Cunningham 2003، م. 113.
  8. کينډۍ:Cite interview
  9. Burgess & Doolan 2003، مم. 296–301.