اپولو ۸

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۸ (د ۱۹۶۸ کال د ډیسمبر له ۲۱-۲۷) فضا ته د انسان د پرواز لومړنی ماموریت و چې د ځمکې مدار یې پرېښود او سپوږمۍ ته ورسېد. دغو کسانو د سپوږمۍ پر مدار باندې لس ځلې را وګرځېدل خو هلته ښکته نه شول او بیا بېرته په خوندي توګه سره ځمکې ته را ستانه شول. دا دری ستورمزلي عبارت و له فرانک بورمن، جیمز لوولي او ویلیام انډرز – دا هغه دری لومړني انسانان و چې د سپوږمۍ پټه برخه یې ولیدله او د ځمکې د را ختلو شاهدان و او عکاسي یې وکړه.[۱][۲][۳]

اپولو ۸ د ۱۹۶۸ کال د ډیسمبر په ۲۱ باندې پیل شو چې له اپولو ۷ څخه را وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د اپولو د فضايي پروګرام په اډانه کې دویم هغه فضايي سفر و چې انسان یې لېږداوه. اپولو ۸ درېیم سفر او لومړنی هغه سفر و چې د ساټرن ۵ راکېټ په مټ یې انسان ولېږداوه چې د کنیډي له فضايي مرکز څخه چې د فلوریډا ایالت د کیپ کنیډي هوايي ځواک مرکز ته نږدې پروت دی و توغول شو.

په اصل کې د اپولو د قمري ماډول او د خدمې د قومندي د ماډول د دویمې ازموینې لپاره پلان نیول شوی و، تر څو د ۱۹۶۹ کال په لومړیو کې د ځمکې په منځني بیضوي مدار کې پرواز وکړي، خو د دې ماموریت پروفایل د ۱۹۶۸ کال د اګسټ په میاشت کې تصمیم ونیول شو چې دا ماموریت د ډیسمبر په میاشت کې د یوه لوړ خیالي ماموریت په توګه د سپوږمۍ شاوخوا ګرځېدو باندې بدل شو. ځکه چې قمري ماډول لا تر اوسه پورې د خپل لومړي پرواز لپاره چمتو نه و. د جیم مک دیویټ د ستورمزلو خدمه چې د ځمکې په ښکتني مدار کې یې د د سپوږمۍ د ماډول د لومړي پرواز لپاره روزنه تر لاسه کوله، د اپولو ۹ خدمه شول او د بورمن خدمه د اپولو ۸ ماموریت ته یوړل شول. دا کار د دې لامل شو چې د بورمن خدمه د پلان شوې زده کړې لپاره له دوو تر دریو میاشتو پورې کم وخت چمتووالي ته ولري له همدې امله په هغه وخت کې یې خپل زیاتره پام د وخت  او نظم مدیریت ته واړاوه.

اپولو ۸ تر سپوږمۍ پورې رسېدو لپاره ۶۸ ساعتونه وخت ونیو. د دې فضايي بېړۍ کارکوونکو په شلو ساعتونو کې پر سپوږمۍ باندې ۱۰ ځلې دوره را وخوړه، چې په دې موده کې یې د کریسمیس په شپه یو تلویزیوني پروګرام هم خپور کړ چې په کې د پیدایش (Genesis) د کتاب لومړي لس ایتونه یې هم وویل. په هغه وخت کې، دا پروګرام تر ټولو زیات لیدونکی پروګرام و. د اپولو ۸ بریالي ماموریت د اپولو ۱۰ لپاره لاره هواره کړه، او د ۱۹۶۹ کال په جولای میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جان ایف کنیډي هغه ارمان چې په سپوږمۍ باندې انسان ښکته او بېرته یې ځمکې ته راولي په اپولو ۱۱ سره پوره شو. د اپولو ۸ ستورمزلي د ۱۹۶۸ کال د ډیسمبر په ۲۷مه، کله چې د هغوی فضايي بېړۍ په شمالي ارام سمندرګي کې را ښکته شوه، ځمکې ته را ستانه شول. د دې بېړۍ خدماتي کارکوونکي د ۱۹۶۸ کال د ټایم مجلې د «کال د سړي» په توګه وټاکل شول.

شالید[سمول]

د ۱۹۵۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې، د امریکا متحده ایالات په سړه جګړه کې ښکېله وه، چې له پخواني شوروي سره په جیوپولیتیکي رقابت کې و. د ۱۹۵۷ کال د اکټوبر په ۴مه، پخواني شوروي اتحاد سپوټنیک ۱ ، لومړنۍ مصنوعي فضايي بېړۍ (سټلایټ)، وتوغاوه. دغې ناڅاپي بریا په ټوله نړۍ کې ډار او ځینې انګېرنې را وپارولې. دې کار وښودله چې پخواني شوروي اتحاد نه یوازې دا چې د براعظمونو تر منځ د هستوي وسلو د وړلو وړتیا لري، بلکې د پوځي، اقتصادي او تکنالوژیکي برترۍ په برخه کې یې د امریکا ادعاووې هم وننګوولې. دغه کار د سپوټنیک کړکېچ چټک کړ او فضايي لوبه یې پیل کړه.[۴][۵][۶]

ولسمشر جان ایف کنیډي باور درلود چې تر نورو هېوادونو ځواکمن اوسېدل نه یوازې دا چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي ګټو لپاره و، بلکې د امریکايي ځواک په اړه پوهیدل لږ ترلږه د واقعیت په اندازه هم مهم کار دی. له همدې امله، دا د هغه لپاره د منلو وړ نه وه چې پخواني شوروي د فضايي اکتشافاتو په برخه کې پرمختللی وي. هغه تصمیم درلود چې د امریکا متحده ایالات باید سیالي وکړای شي او د داسې ننګوونې په لټه کې وه چې د ګتلو چانس یې زیات وي.[۶]

پخواني شوروي اتحاد د درانه وزن وړونکي راکېټونه درلودل، په دې معنی چې کنیډي باید داسې موخه ټاکلې وای چې د راکیټونو له اوسني نسل څخه یې ظرفیت لوړ وای، هغه موخه چې په اړه یې د امریکا متحده ایالاتو او پخواني شوروي له برابر موقعیت نه پیل وکړ – یو ډېر د لیدنې وړ شی، ان که و نشو کولای هغه د پوځي، اقتصادي یا علمي دلایلو له مخې توجیه کړو. هغه له خپلو ماهرینو او سلاکارانو سره تر مشورو وروسته، داسې یوه پروژه وټاکله: سپوږمۍ ته د انسان خېژول او بېرته ځمکې ته د هغه را وستل. دې پروژې خپلې نوم درلود: اپولو پروژه.[۷][۸]

لومړنی او حیاتي تصمیم دا و چې د سپوږمۍ په مدار کې ځای پر ځای شي، چې له مخې به یې یوه تخصصي فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شي. د اپولو فضايي بېړۍ دری اصلي برخې درلودي: د قومندي ماډول (CM) چې د همدې دریو ستورمزلو لپاره یې کابین درلود او هغه یوازینۍ برخه چې باید بېرته ځمکې ته راستنه شي؛ یو خدماتي ماډول (SM) چې محرکه برق، برېښنايي برق، اکسیجن او آوبه یې برابرولي؛ او دوه پړاویزه قمري ماډول (LM) چې د سپوږمۍ پر مخ باندې را ښکته کېدل او بېرته د سپوږمۍ مدار ته د ستورمزلو د پورته کولو پړاو و. دا کانفیګوریشن کېدای شوای هغه وخت د ساټورن ۵ راکیټ پر مټ تر سره شي چې هغه وخت کې تر جوړولو لاندې و.[۹][۱۰]

اصلي کارکوونکي[سمول]

د ۱۹۶۷ کال د نومبر په ۲۰ باندې فرانک بورمن د قومندان، میکایل کولینز د قومندي د ماډول د پیلوټ (CMP) او ویلیام انډرز د قمري ماډول د پیلوټ (LMP) په توګه د اپولو د درېیم پرواز لپاره په رسمي توګه اعلان شول. د ۱۹۶۸ کال د جولای په میاشت کې د کولینز پر ځای جیم لاول راوستل شو، هغه هم هغه مهال کله چې نوموړی د غاړې د ډیسک د رغېدو لپاره اړ و چې عملیات يي وکړي. دا خدماتي کارکوونکي د فضايي شټل د دوران نه وړاندې ماموریتونو کې ډېر بېساري وو، ځکه چې قومندان د خدماتي کارکوونکي له تر ټولو د زیاتې تجربې لرونکی کس نه و: لاول له پخوا نه دوه ځلې په Gemini VII او Gemini XII کې پرواز کړی و. خو دا بیا لومړنی ځل و چې د یوه پخواني ماموریت (لاول، Gemini XII) قومندان په یوه داسې پرواز کې ګډون کوي چې هلته د قومنداني دنده ور په غاړه نه وه. همداشان، دا لومړنی پرواز و چې د پخواني ماموریت (لاول او بورمن، Gemini VII) خدماتي کارکوونکي یې سره یو ځای کړل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر تر میاشتې پورې، د اپولو ۸ له دریو ستورمزلو څخه دوه یې ژوندي پاتې دي، فرانک بورمن د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۷ ومړ.[۱۵]

خدماتي کارکوونکي[سمول]

د قومندان په توګه د نیل ارمسټرانګ، د CMP په توګه د لاول او د LMP په توګه د بوز الډرین په ټاکل کېدو سره د اپولو د دې پرواز لپاره همدا کسان د خدماتي کارکوونکو تر څنګ د اصلي کارکوونکو په توګه په رسمي ډول اعلان شول. کله چې لاول د اصلي کارکوونکي په توګه وټاکل شو، نو بیا الډرین ته د CMP مسوولیت ور په غاړه شو او فریډ هیز د LMP د خدماتي کارکوونکي په توګه راوستل شو. ارمسټرانګ بیا وروسته د اپولو ۱۱ د قومندان په توګه راوستل شو، چې الډرین هلته د LMP او کولینز د CMP په توګه دنده درلوده. هیز د اپولو ۱۱ لپاره د خدماتي کارکوونکو د LMP په توګه خدمت وکړ او په اپولو ۱۳ کې یې بیا د LMP په توګه پرواز وکړ.[۱۲][۱۴][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په December 21, 2018 باندې). Apollo 8's Earthrise: The Shot Seen Round the World—Half a century ago today, a photograph from the moon helped humans rediscover Earth.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  2. (په December 24, 2018 باندې). We Are All Riders on the Same Planet—Seen from space 50 years ago, Earth appeared as a gift to preserve and cherish. What happened?. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  3. (په December 24, 2018 باندې). What Did Plato Think the Earth Looked Like?—For millenniums, humans have tried to imagine the world in space. Fifty years ago, we finally saw it.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  4. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 1.
  5. Logsdon 1976، مم. 13–15.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Logsdon 1976، م. 134.
  7. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 15.
  8. Logsdon 1976، مم. 112–117.
  9. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، مم. 48–49.
  10. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، مم. 72–77.
  11. Hacker او Grimwood 1977، م. 533.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Orloff 2000، م. 33.
  13. Collins 2001، مم. 288–294.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 374.
  15. Frank Borman, Who Led Historic Flight Around the Moon in 1968, Dies at Age 95
  16. Cunningham 2010، م. 109.