اپولو ۱۸۶۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۱۸۶۲ ځمکې ته نږدې یوه کوچنۍ سیاره‌وزمه ده چې کابو ۱٫۴ کیلومیټره قطر لري او په ۱۹۳۲ کې د کارل ویلهم راینموت (Karl Wilhelm Reinmuth) له خوا وموندل شوه. اپولو د دې ډلې د نورو سیاره‌وزمو لپاره د نمونې په توګه کارول کېږي او د دې نوم پر ایښودل کېږي. د اپولو مدارونه د ځمکې او زهرې تر مدارونو تېرېږي.