Jump to content

اپولو ۱۶

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۱۶ (د ۱۹۷۲ زکال د اپرېل ۱۶مه – ۲۷ مه نېټه) د ناسا په مدیریت د متحده ایالاتو د اپولو فضایي پروګرام خدمه لرونکی لسم ماموریت او همدارنګه پنځم او له وروستي اړخه دویم هغه ماموریت و چې خدمه یې د سپوږمۍ په سطحه ښکته شوه. دا د «جې» ماموریتونو دویم ماموریت و چې د سپوږمۍ په سطح باندې د اوږد مهال لپاره پاتې شو او تر ډېره یې په علمي چارو او همدارنګه د سپوږمۍ په سطحه باندې د ګرځېدونکي موټر په کارونې تمرکز درلود. د دغه ماموریت ناسته او همدارنګه اکتشافي چارې په ډکارټ لوړو څوکو کې وې، دغه ځای هم ځکه وټاکل شو چې یو شمېر ساینس پوهانو تمه لرله داځل د سپوږمۍ په داسې برخه کې ناسته وشي چې ګویا د اورغورځونکو (اتشفشاني) فعالیتونو له امله رامنځته شوي وي؛ په داسې حال کې چې ثابته شوه دغه ډول نه ده.

دغه ماموریت د قومندان جان یانګ، د سپوږمۍ په سطحه د کوزېدونکې سپوږمکۍ د پیلوټ چارلز دوک او د قومندانۍ د خونې د پیلوټ کن مټینګلي له خوا ترسره شو. د اپولو ۱۶ ماموریت توغندی چې د ۱۹۷۲ زکال د اپرېل په ۱۶مه نېټه په فلوریډا کې د کنېډې له فضایي مرکز څخه فضا ته وتوغوول شو، سپوږمۍ ته د رسېدو په لار کې له یو لړ جزيي ستونزو سره مخ شو. دغه ستونزې د ستورمزلي په اصلي انجن کې د ستونزې په رامنځته کېدو سره خپل اوج ته ورسېدې او له امله یې ستورمزلي له شپږ ساعته ځنډ وروسته د سپوږمۍ په سطحه ښکته شول؛ دغه ځنډ هم له دې امله و چې وړاندې له دې چې دغه ستونزه حل شي د ناسا مدیرانو پرېکړه وکړه ستورمزلي ماموریت ودروي او بېرته ځمکې ته راوګرځي. له دې سره یې هم د سپوږمۍ په سطحه باندې د هغو ناستې ته اجازه ورکړه خو ورته یې امر وکړ چې د پلان شوي مهال څخه یوه ورځ وړاندې راوګرځي.

د اپرېل په ۲۱مه نېټه د سپوږمۍ سطحې ته له مدار څخه د سپوږمکۍ له الوتنې وروسته یانګ او دوک ۷۱ ساعته – څه کم درې ورځې – د سپوږمۍ په سطحې کې تېر کړل او همدارنګه یې په دغه مهال کې له خپلې نقلیه وسیلې بهر درې ساعته پیاده فعالیت ترسره کړ چې په ټولیزه توګه ۲۰ ساعته او ۱۴ دقیقې کېده. دغه جوړه د سپوږمۍ په سطحه کې ۲۶.۷ کیلومتره (۱۶.۶ مایله) وګرځېدل چې د سپوږمۍ په سطح دویم ځلي زیات ګرځېدن و. د سپوږمۍ په سطحه باندې د فعالیت پر مهال یانګ او دوک ۹۵.۸ کیلوګرامه (۲۱۱ پونډه) د سپوږمۍ د سطحې نمونې راغونډې کړې څو له ځان سره یې ځمکې ته راوړي؛ په دغو کې د بېګ مولي په نامه ډبره هم شامله وه چې د اپولو په ماموریتونو کې د سپوږمۍ له سطحې څخه راوړل شوې تر ټولو لویه نمونه ده. په دغه موده کې مټینګلي د قومندانۍ او خدماتو په خونه کې د سپوږمۍ پر چاپېر څرخېد، انځورونه یې اخیستل او نورې علمي وسیلې یې کارولې. مټینګلي د سپوږمۍ په مدار کې ۱۲۶ ساعته وخت تېر کړ او دغه مهال د سپوږمۍ په چاپېر ۶۴ ځله وڅرخېد. د سپوږمۍ په مدار کې له مټینګلي سره د یانګ او دوک له یوځای کېدو وروسته خدمې یوه فرعي سپوږمکۍ د خدماتو له سپوږمکۍ څخه خوشې کړه. ځمکې ته د بېرته راتلو د سفر پر مهال مټینګلي په فضا کې یو ساعت وګرځېد څو د سپوږمکۍ له بیرونۍ برخې څخه څو فلمونه واخلي. د اپولو ۱۶ ماموریت د ۱۹۷۲ زکال د اپرېل په ۲۷مه نېټه په سلامتیا سره ځمکې ته د هغو د خدمې په رسېدو پای ته ورسېد. [۱]

خدمه او د ماموریت کنټرول کوونکي کلیدي غړي[سمول]

د اپولو ۱۶ ماموریت پر مهال د دغه ماموریت قومندان جان یانګ ۴۱ کاله عمر درلود او د سمندریزو ځواکونو جګړن و. نوموړی په ۱۹۶۲ زکال کې د ناسا له خوا د ستورمزولو په دویمه ډله کې وټاکل شو او په  ۱۹۶۵ زکال کې یې له ګاس ګریسوم سره یوځای په جیمینای ۳ فضایي ماموریت کې ونډه واخیسته؛ په دې سره نوموړی له مرکیوري ۷ ډلې بهر لومړنی هغه امریکايي شو چې فضا ته یې سفر وکړ. له دې وروسته نوموړي په جیمینای ۱۰ ماموریت (۱۹۶۶ زکال) کې له مایکل کالینز سره یوځای او بیا د اپولو ۱۰ ماموریت (۱۹۶۹ زکال) د قومندانۍ د خونې د پیلوټ په توګه فضا ته ولاړ. په اپولو ۱۶ ماموریت کې د ګډون له امله نوموړی له جیم لاول وروسته دویم هغه امریکایي شو چې څلور ځله یې فضا ته سفر وکړ. [۲][۳]

د قومندانۍ د خونې پیلوټ توماس کنټ «کن» مټینګلي د اپولو ۱۶ ماموریت پر مهال ۳۶ کاله عمر درلود او د متحده ایالاتو په سمندریزو ځواکونو کې بریدمن و. مټینګلي په ۱۹۶۶ زکال کې د ناسا د ستورمزلو په پنځمه ډله کې ټاکل شوی و. نوموړی د اپولو ۸ او اپولو ۹ ماموریت د ریزرف ډلې غړی و. له دې وروسته د اپولو ۱۱ د ملاتړیزې ډلې لپاره وروزل شو، ځکه چې د دغې ډلې غړي ویلیام اندرس د ۱۹۶۹ زکال د جولای میاشتې په وروستیو کې له ناسا څخه د خپلې استعفا اعلان کړی و او د هغه د نشتون په حالت کې د ماموریت د ځنډېدو امکان هم شتون درلود. ورته مهال که چېرې اندرس د اپولو ۱۱ له الوتنې وړاندې ناسا خوشې کړې وای بیا نو مټینګلی په ملاتړیزه ډله کې د هغه ځای نیوه. [۴][۵]

مټینګلي په پیل کې د اپولو ۱۳ د اصلي خدمې د غړي په توګه ټاکل شوی و، خو وویل شول چې هغه له چارلز دوک څخه د چیچک ناروغۍ نیولی چې دغه مهال له یانګ سره د اپولو ۱۳ په ملاتړیزه خدمه کې و؛ دوک له خپل یو ماشوم څخه په دغې ناروغۍ اخته شوی و. مټینګلي هېڅکله دغې ناروغۍ وه نه نیو، نوموړی د ماموریت له پیلېدو درې ورځې وړاندې له خدمې وویستل شو او ځای یې ریزرف جک سویګرت ډک کړ. جک د پنځمې ډلګۍ یوه تازه کاره غړی و چې سربېره پر دې یې د اپولو ۱۰ ماموریت په ملاتړیزه ډله کې خدمت کړی و او همدارنګه د اپولو ۱۱ ماموریت ارتباطي و. د هوايي ځواک ډګرمن، دوک د اپولو ۱۶ د ماموریت پر مهال ۳۶ کاله عمر درلود او د ټولو هغو ۱۲ ستورمزلو څخه ځوان و چې د اپولو ماموریتونو پر مهال د سپوږمۍ په سطحه ګرځېدلي و. دغه درې واړه کسان د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په ۳مه نېټه د اپولو ۱۶ ماموریت اصلي ګډونوال اعلان شول. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د اپولو ۱۶ ریزرف خدمه فرېډ ډبلیو. هایز جونیر (قومندان او د اپولو ۱۳ د اصلي خدمې غړی)، ستورات اې روزا (د قوماندې د خونې پیلوټ چې په اپولو ۱۴ ماموریت کې فضا ته ولاړ) او اډګار ډي میچل (په اپولو ۱۴ ماموریت کې د سپوږمۍ په سطح باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ) جوړوله. په داسې حال کې چې د ریزرف خدمې اعلان په رسمي ډول نه و شوی، خو د پروازي خدمو عملیاتي مدیر او د ستورمزلو څارونکي ډیک سلایټون په پیل کې هوډ درلود چې هایز د دغې ډلې د قومندان، ویلیام آر پوګ د قوماندې د خونې د پیلوټ او جرالډ پي. کار د سپوږمۍ په سطحه باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ وټاکي، دغه کسان د اپولو ۱۹ ماموریت د اصلي خدمې په توګه په نښه شوي و. له دې سره هغه مهال چې د ۱۹۷۰ زکال په سپټمبر میاشت کې اپولو ۱۸ او ۱۹ ماموریتونه لغو اعلان شول پلان دا شو چې هغه ستورمزلي چې وړاندې یې سپوږمۍ ته د تګ ماموریتونه ترسره کړي و د دې پر ځای چې نور وروزي غوره به وي د ریزرف خدمې په توګه وکارول شي. له دې وروسته روزا او میچل د ریزرف خدمې غړي وټاکل شول، په داسې حال کې چې پوک او کار په سکای لب پروګرام کې وګمارل شول او د سکای لب ۴ ماموریت پر مهال فضا ته ولاړل. [۲][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د مرکیوري او جیمینای پروژو لپاره یوه اصلي خدمه او همدارنګه یوه ریزرف خدمه ټاکل شوې وه، خو د اپولو لپاره دریمه ډله ستورمزلي بیا د ملاتړیزې خدمې په نامه وټاکل شول. سلایټون د ملاتړیزې خدمې ډله د اپولو پروګرام په لومړیو کې د اپولو پروګرام د خدمې د برخې د قومندان مک ډیوېټ په لارښوونه چې د اپولو ۹ مشري یې کوله جوړه کړه. مک ډیوېټ باوري و چې د متحده ایالاتو په ټولو برخو کې د تاسیساتو په چمتوالي سره هغه غونډې چې د فضايي الوتنو خدمه ورته اړتیا لري، هر چېرې نه شي جوړېدلای. د ملاتړیزې خدمې غړي باید د ماموریت د قومندان د امر له مخې له هغه سره مرستې وکړي. دوی په معمول ډول د لوړو ځایګیو لرونکي نه و او دنده یې لرله د ماموریت قوانین، د الوتنې پلان او چک لېستونه راغونډ او هغه اپډېټ وساتي. د اپولو ۱۶ لپاره د دغې ډلې په غړو کې انتوني ډبلیو. انګلنډ، کارل جي. هنیز، هنري ډبلیو هارټسفیلډ جونیر، رابرټ اف. اورمایر او ډونالډ اچ. پیټرسون شامل وو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Orloff & Harland 2006، م. 480.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Orloff & Harland 2006، م. 471.
  3. Press Kit، مم. 148–149.
  4. Press Kit، مم. 150–151.
  5. Slayton & Cassutt 1994، م. 237.
  6. (په April 12, 2010 باندې). 13 Things That Saved Apollo 13, Part 3: Charlie Duke's Measles.
  7. "Biographical Data Charles Moss Duke, Jr" (PDF). NASA. December 1994. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه September 20, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Jones, Eric M.; Glover, Ken, سمونګران (December 7, 2012). "Back in the Briar Patch". Apollo 16 Lunar Surface Journal. NASA. لاسرسي‌نېټه September 23, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Orloff & Harland 2006، مم. 471–472.
  10. Press Kit، م. 2.
  11. "Apollo 18 through 20 – The Cancelled Missions". NASA. لاسرسي‌نېټه September 23, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Oard, Doug (June 5, 2004). "The Moonwalkers Who Could Have Been". University of Maryland. لاسرسي‌نېټه September 23, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Astronaut Bio: William Reid Pogue". NASA. March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Slayton & Cassutt 1994، م. 262.
  15. Hersch, Matthew (July 19, 2009). "The fourth crewmember". Air & Space/Smithsonian. لاسرسي‌نېټه October 4, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Orloff & Harland 2006، م. 472.
  17. Brooks, Grimwood, & Swenson 1979، م. 261.
  18. Slayton & Cassutt 1994، م. 184.