Jump to content

اپولو ۱۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۱۵ (د ۱۹۷۱ زکال د جولای ۲۶مه – د اګست ۷مه نېټه) د متحده ایالاتو د اپولو پروګرام خدمه لرونکی نهم ماموریت او څلورم هغه ماموریت دی چې خدمه یې د سپوږمۍ په سطحه ښکته شوه. دا لومړنی «جې» (J) ماموریت و چې د اوږد مهال لپاره په سپوږمۍ کې پاتې شو او د پخوانیو ناستو په پرتله یې په علمي اکتشافاتو ډېر تمرکز درلود. په دغه ماموریت کې د لومړي ځل لپاره له سپوږمۍ مزلي موټر څخه ګټنه وشوه.

یاد ماموریت د ۱۹۷۱ زکال د جولای په ۲۶مه نېټه پیل او د اګست په اوومه نېټه پای ته ورسېد؛ په دغه ماموریت کې د سپوږمۍ د سطحې اکتشافي چارو د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د اګست تر ۲مې نېټې پورې دوام وموند. قومندان ډېوېډ سکاټ او په سپوږمۍ باندې د ناسته کوونکې سپوږمکۍ پیلوټ جیمز اروین، هاډلي رېل ته څېرمه راښکته شول او د خپل شته سپوږمۍ مزلي موټر په واسطه یې شاوخوا برخې وکتلې؛ همدارنګه یې د دغو پر مټ وکولای شو د تېرو ماموریتونو په پرتله لرې ځایونو ته هم ولاړ شي. دوی ۱۸ نیم ساعته د سپوږمۍ په سطحه تېر کړل او له خپلې سپوږمکۍ څخه د بهر څلور ځله فعالیتونه پر مهال یې ۱۷۰ پونډه (۷۷ کیلو) د سپوږمۍ سطحي مواد راغونډ کړل.

ورته مهال د قومندانۍ د خونې پیلوټ الفرډ ورډن د سپوږمۍ په مدار کې پاتې شو او په خدماتي خونه کې یې په یو علمي سلنډریز جوړښت (scientific instrument module) کار وکړ. د دغو وسایلو ټولګه له یوې پانورما کمرې، د ګاما وړانګو له یو طیف سنجوونکي، د نقشې اخیستو له یوې کمرې، د لوړوالي له یو لیزري سنجوونکي، د کثافت له معلوم کوونکي او یوې فرعي سپوږمکۍ څخه جوړه وه چې په سپوږمۍ کې د ګرزېدونکي موټر په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوي و. په سپوږمۍ باندې ښکته شوې سپوږمکۍ په خوندي بڼه د قومندانۍ خونې ته راوګرځېده او د اپولو ۱۵ له اصلي نورو اجزاوو سره په ۷۴ مدار کې یوځای شوه؛ له دې وروسته د هغو ماشین د بېرته راګرځېدو په موخه روښانه کړای شو. د بېرته راګرځېدو په سفر کې ورډن په ژوره فضا کې د لومړي ځل لپاره پیاده قدم وواهه. د اپولو ۱۵ ماموریت غړي د اګست په اوومه نېټه سره له دې چې د ژغورنې له دریو پراشټونو څخه یو یې له منځه تللی و، په سلامتۍ سره بېرته راستانه شول. [۱]

یاد ماموریت چې خپلو موخو ته یې لاسرسی موندلی و، بیا هم راتلونکی کال له منفي تبلیغاتو سره مخ شو؛ هغه مهال چې څرګنده شوه د دغه ماموریت خدمې له ځان سره د سپوږمۍ فضا ته غیرمجاز پوستي نښانونه وړي و او د هغو څخه یو شمېر یې د لویدیځ جرمني د پستي نښانونو د پلورونکو له خوا وپلورل شول. د دغه ماموریت خدمه د کمزوري قضاوت له امله له سپکاوي سره مخ شوه او نور یې فضا ته کومه الوتنه ترسره نه کړه. په دغه ماموریت کې همدارنګه د هغو ډبرو ټولګه ولیدل شوه چې ګمان کېږي د سپوږمۍ د لومړني پوښ برخه دي؛ ورته مهال سکاټ له څټک او وزر څخه د ګالیله د هغې نظریې د تائید په موخه ګټنه وکړه چې ویلي و هغه مهال چې د هوا مقاومت شتون ونلري ټول اجسام په یوې چټکتیا سره سقوط کوي او د هغو کثافت او یا حجم بیا کوم اغېز نه لري.

مخینه[سمول]

ناسا په ۱۹۶۲ زکال کې تر ۱۹۷۰ زکال پورې د اپولو پروګرام د موخې لپاره د پنځلسو سترون ۵ توغندیو د جوړولو قرارداد وکړ څو وکولای شي د سپوږمۍ په سطحه باندې فضایي خدمه یا انسانان ښکته کړي. دغه مهال هېڅوک نه پوهېدل چې دغه چاره څو ماموریتونو ته اړتیا لري. له دې امله چې دغې موخې ته په ۱۹۶۹ زکال کې د اپولو ۱۱ ماموریت پر مهال د شپږم سترون ۵ توغندي پر مټ لاسرسی وشو، ۹ توغندي په ټولیزه توګه د ۱۰ ماموریتونو لپاره لاسرسي وړ پاتې شول. د ناسا په پلانونو کې د اپولو یو ستر او پرمختللی ستورمزلی شامل و چې په راتلونکو پنځو ماموریتونو (اپولو ۱۶ تر ۲۰ ماموریت) کې ور څخه ګټنه وشوه. د نوي پلان له مخې د هغو پرمختللې سپوږمکۍ د سپوږمۍ په سطحه باندې د ۷۵ ساعته پاتې کېدو وړتیا لرله او کولای یې شو د سپوږمۍ په سطحه باندې د ګرځېدو وړ یوه نقلیه واسطه هم ولېږدوي. په دغه سپوږمکۍ کې د مداري ازمیښتونو د خدماتو ټولګې شتون درلود چې له هغو څخه یې د سپوږمۍ په سطحه باندې د معلوماتو د راغونډونې په موخه کار اخیست. د اپولو ۱۵ ماموریت په پیلنۍ طرح کې د سانسورینوس په خوله کې غیرمتمرکزه ناسته شامله وه. خو د بودیجې د کمښت له امله ناسا د سپوږمۍ په سطح باندې د کوزېدو خپل درې ماموریتونه د ۱۹۷۰ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې لغو کړل. په دې سره اپولو ۱۵ دهغو دریو اوږدو ماموریتونو لومړنی ماموریت وګرځېد چې د «جې» ماموریتونو په نوم یې یادول او د دغه ماموریت د سپوږمکۍ د راښکته کېدو ځای هم هاډلي ریل ته بدل کړای شو چې په پیل کې دغه ځای د اپولو ۱۹ ماموریت لپاره په پلان کې نیول شوی و. [۲][۳]

خدمه او د ماموریت کنټرول کوونکي کلیدی غړي[سمول]

سکاټ د ۱۹۳۲ زکال پر مهال د تکزاس په سن آنتونیو سیمه کې وزیږېد؛ دی د میشیګان په پوهنتون کې د لامبو د سکالرشېپ پر مټ له یوه کال پیلنیو زده کړو وروسته د متحده ایالاتو پوځي اکاډمۍ ته تبدیل او په ۱۹۵۴ زکال کې له دغې اکاډمۍ فارغ شو. ورپسې یې د متحده ایالاتو په هوايي پوځ کې خدمت وکړ. وړاندې له دې چې نوموړی د راتلونکي کال لپاره د ستورمزلو په دریمه ډله کې وټاکل شي په ۱۹۶۲ زکال کې یې د ماساچوستس د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د پرمختللو زده کړو دوه سندونه ترلاسه کړل. نوموړي په ۱۹۶۶ زکال کې د جیمینای ۸ ماموریت پر مهال د نیل ارمسټرانګ په خوا کې او بیا ځلي یې په ۱۹۶۹ زکال کې د اپولو ۹ د قومندانۍ د خونې د پیلوټ په توګه فضا ته سفر وکړ. ورډن په ۱۹۳۲ زکال کې د میشیګان په جکسون کې وزیږېد او د خپل قومندان په څېر یې په وېسټ پاینټ پوځي اکاډمۍ (د ۱۹۵۵ زکال دوره) کې زده کړې وکړې او په هوايي پوځ کې یې خدمت وکړ. ورډن په ۱۹۶۳ زکال کې له میشیګان پوهنتون څخه د انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ دوه سندونه ترلاسه کړل. ایروین په ۱۹۳۰ زکال کې په پیتسبورګ کې وزیږېد؛ د متحده ایالاتو د سمندریزو ځواکونو په اکاډمۍ کې یې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۱ زکال کې ترې فارغ شو؛ ده هم په هوايي پوځ کې خدمت وکړ او په ۱۹۵۷ زکال کې یې د میشیګان له پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. ورډن او ایروین د ستورمزلو په پنځمه ډله (۱۹۶۶ زکال) کې غوره شوي و او اپولو ۱۵ د هغوی یوازنۍ فضايي الوتنه وه. په دې توګه دریو واړو دغو ستورمزلو په میشیګان کې وخت تېر کړی و او همدارنګه دوو یې ترې اسناد هم اخیستی وو. دا لومړنی پوهنتون و چې د هوانوردۍ د انجینرۍ په برخه کې یې هم زده کړې ورکولې. [۴]

په ملاتړیزه خدمه کې ریچارډ اف.ګورډون جونیر د قومندان په توګه ټاکل شوی، ونس ډي. برانډ هم د قومندانۍ د خونې پیلوټ و او هاریسون اېچ. شمېت بیا په سپوږمۍ باندې د ناسته کوونکې سپوږمکۍ پیلوټ و. د خدمې د معمول څرخ له مخې دغو دریو تنو په ډېر احتمال سره په اپولو ۱۸ ماموریت کې فضا ته الوتنه کوله چې لغو شو. برانډ وروسته بیا د اپولو – سایوز (STS-5) په ازمیښتي پروژه کې چې د فضايي بېړۍ یا شاتل لومړنی عملیاتي ماموریت و؛ فضا ته یې سفر وکړ. په داسې حال کې چې ناسا د سپوږمۍ سطحې ته د یو مسلکي ساینس پوه د لېږلو په موخه تر فشار لاندې وه، ځمک پوه شمېت د جو انګل پر ځای په اپولو اوولس ماموریت کې فضا ته ولېږل شو. د اپولو ۱۵ ماموریت په ملاتړیزه خدمه کې ستورمزلي جوزف پي. آلن، رابرټ اې. پارکر او کارل جي. هنیز شامل وو. دوی درې واړه فضایي ساینس پوهان و چې په ۱۹۶۷ زکال کې د دغې چارې لپاره غوره کړای شوي وو، ځکه چې اصلي خدمې یې دا احساس کړی و چې دوی د پیلوټۍ پر ځای ساینس ته زیاته اړتیا لري. د دغه ماموریت هېڅ یوې ملاتړیزې خدمې ونشو کولای د اپولو پروګرام پر مهال فضا ته سفر وکړي؛ دوی په تمه پاتې شول چې د فضايي شاتل په پروګرام کې فضا ته ولاړ شي. [۵][۶][۷][۸][۹]

د ماموریت کنټرول[سمول]

د اپولو ۱۵ ماموریت د الوتنې مدیران په لاندې توګه وو:

  • ګري ګریفن، طلایي ډله[۱۰]
  • میلټون وینډلر، جګري ډله[۱۱]
  • ګلین لاني، توره ډله[۱۲]
  • جیني کرانز، سپینه ډله[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "APOLLO 15". history.nasa.gov. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Williams, David R. (ډېسمبر 11, 2003). "Apollo 18 through 20 – The Cancelled Missions". NASA Space Science Data Coordinated Archive. خونديځ د اصلي څخه ډېسمبر 24, 2018. لاسرسي‌نېټه جنوري 6, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Chaikin، مم. 232–233.
  4. Pohl, Scott (July 25, 2019). "The Michigan Astronauts Of Apollo 15". www.wkar.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Worden، 2433.
  6. Orloff & Harland، م. 426.
  7. Chaikin، مم. 449–450.
  8. Slayton، 5217, 5689.
  9. Chaikin، م. 401.
  10. "Flight Directors". NASA. SP-4029. خونديځ د اصلي څخه December 26, 2017. لاسرسي‌نېټه December 22, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Flight Directors". NASA. SP-4029. خونديځ د اصلي څخه December 26, 2017. لاسرسي‌نېټه December 22, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Flight Directors". NASA. SP-4029. خونديځ د اصلي څخه December 26, 2017. لاسرسي‌نېټه December 22, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Flight Directors". NASA. SP-4029. خونديځ د اصلي څخه December 26, 2017. لاسرسي‌نېټه December 22, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)