Jump to content

اپولو ۱۴

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۱۴ (د ۱۹۷۱ زکال د جنوري ۳۱مه – د فبروري ۹مه نېټه) د متحده ایالاتو د اپولو پروګرام د خدمه لرونکو ماموریتونو اتم ماموریت او دریم هغه ماموریت وو چې برخه اخیستونکي یې د سپوږمۍ په سطحه راکوز شول؛ همدارنګه د لومړي ځل لپاره دغه ماموریت ته اړونده سپوږمکۍ د سپوږمۍ په تر ټولو جګو برخو کې راښکته شوه. دا د «اېچ ماموریت» یعنې د علمي علاقې وړ ځانګړو ځایونو کې د ښکته کېدو د ماموریتونو وروستی ماموریت و. په دغه ماموریت کې ستور مزلي دوه ورځې د سپوږمۍ په سطحه پاتې شول او همدارنګه یې دوه ځلې له خپلې سپوږمکۍ بهر چارې (ګرځېدن) ترسره کړې.

په پیل کې پلان دا و چې دغه ماموریت په ۱۹۷۰ زکال کې ترسره شي، خو د سپوږمۍ سطحې ته د اپولو ۱۳ د نه رسېدو اړوند د څېړنو له امله وځنډېد او دا اړتیا یې څرګنده کړه چې باید په ستورمزلي کې یو لړ بدلونونه رامنځته شي. قومندان الن شیپرډ، د قومندانۍ د خونې پیلوټ ستورات روزا او په سپوږمۍ باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ اډګار میچل د ۱۹۷۱ زکال د جنوري په ۳۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ختیځ مهالیز زون د مهال له مخې د مازیګر په ۴:۰۳:۰۲ بجو دغه ۹ ورځنی ماموریت پیل کړ. په سپوږمۍ باندې د راښکته کېدو پر مهال د دغه ماموریت خدمې وکولای شول په هغو نیمګړتیاو برلاسي شي چې کېدلای شو په پرله پسې ډول د دویم ناکام ماموریت لامل وګرځي او له امله یې په ډېر احتمال سره د اپولو ماموریت ته هم له وخت وړاندې پای ټکی کېښودل شي.  

شیپرډ او میچل وکولای شول د فبروري په ۵مه نېټه د سپوږمۍ د سطحې په فارا مورا جوړښت کې راښکته شي – دغه ځای د اپولو ۱۳ ماموریت موخه و. دوی د سپوږمۍ په سطحه باندې دوه ځله د ګرځېدو پر مهال ۹۴.۳۵ پونډه (۴۲.۸۰ کیلوګرامه) د سپوږمۍ ډبرې راغونډې او څو علمي ازمیښتونه یې هم هلته ترسره کړل. په خواشینۍ سره چې شیپرډ او میچل هغه ډول چې پلان و وه یې نشو کولای د مخروطي خولې ژیو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې ورته نږدې شوي و. په اپولو ۱۴ ماموریت کې ډېره شهرت موندلې پېښه هغه مهال وه چې شیپرډ په یوه لرګي باندې دوه هغه د ګلف توپونه ووهل چې له ځان سره یې د سپوږمۍ سطحې ته راوړي وو.

په داسې حال کې چې شیپرډ او میچل د سپوږمۍ په سطح باندې و، روزا د قومندانۍ او خدمتونو په خونه کې و او د سپوږمۍ په مدار کې پاتې شو. هغه دغه مهال یو شمېر علمي ازموینې ترسره کړې او د راتلونکي اپولو ۱۶ ماموریت لپاره یې د ناستې د ځای په ګډون له سپوږمۍ څخه انځورونه واخیستل. هغه په دغه ماموریت کې له ځان سره د سلګونو بوټو تخم وړی و چې د بېرته کوزېدو پر مهال هغو ریښه کړې وه؛ په پایله کې د سپوږمۍ د بوټو په نامه یاد شول او راتلونکی کال په پراخه کچه وویشل شول. دوی د سپوږمۍ له سطحې څخه له پورته کېدو او په بریالي ډول د ستور مزلې وسیلې له لنګر اچولو وروسته ځمکې ته راوګرځېدل، چېرې چې درې ستورمزلي د فبروري په ۹مه نېټه په خوندي بڼه په آرام سمندر کې را ښکته شول.

ستورمزلي او د ماموریت د کنټرول کلیدي غړي[سمول]

د اپولو ۱۴ ماموریت قومندان الن شیپرډ و چې د مرکیوري اووه ډلې یو له اصلي ستورمزلو څخه و؛ ورته مهال نوموړی لومړنی امریکايي و چې د ۱۹۶۱ زکال د مۍ په ۵مه نېټه فضا ته ولاړ او د ځمکې له مدار لاندې وڅرخېد. له دې وروسته هغه ته منییر ناروغي پیدا شوه چې په غوږونو کې د اخلال یو ډول دی؛ همدا و چې نور یې د ستورمزلو د مشر په توګه خدمت کاوه او همدارنګه د ستورمزولو د دفتر اداري مشر و. هغه په ۱۹۶۸ زکال کې د جراحۍ ازمایښتي عمل ترسره کړ چې دغه عملیات یې بریالي راووتل او وه یې شو کولای یو ځل بیا خپل کار ته مخه کړي. شیپرډ د اپولو ۱۴ ماموریت پر مهال د ۴۷ کلنو عمر په لرلو سره تر ټولو زیات عمر لرونکی امریکايي ستورمزلی و چې فضا ته ولاړ؛ ورته مهال تر ټولو زیات عمر لرونکی هغه کس شو چې د سپوږمۍ په سطحه باندې ګرځېدلی دی. [۱][۲][۳][۳][۴][۵]

په دغه ماموریت کې د قومندانۍ د خونې پیلوټ ستورات روزا نومېده؛ نوموړي د دغه ماموریت پر مهال ۳۷ کاله عمر درلود چې په ۱۹۵۳ زکال کې د متحده ایالاتو له هوايي ځواک سره مل شوی و او له هغه وړاندې د ځنګلي اور وژنې د ادارې کارکوونکی و. دی د جنګي الوتکو پیلوټ شو او له ۱۹۶۵ زکال وروسته یې وړاندې له دې چې راتلونکی کال د پنځمې ډلې ستورمزلو په کتار کې شامل شي، د کالیفورنیا په اډوارډ هوايي اډه کې یې په بریالیتوب سره د فضایي څېړونکو پیلوټانو ښوونځی بشپړ کړ. هغه د اپولو ۹ ماموریت پر مهال د ارتباطي برخې د مسئول په توګه خدمت کړی و. په سپوږمۍ باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ بیا ادګار میچل و چې ۴۰ کاله عمر یې درلود او په ۱۹۵۲ زکال کې د متحده ایالاتو له سمندري پوځ سره یوځای شو؛ ده د ۱۹۵۴ زکال له لومړیو څخه د جنګي جېټ الوتکو د پیلوټ په توګه خدمت کاوه. د سمندري پوځ د افسر په توګه یې د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه متحده ایالاتو ته له راګرځېدو وړاندې له هېواده بهر په الوتکه وړونکو بېړیو کې دنده ترسره کړه؛ ده هم په پنځمه ډله ستورمزلو کې له شامل کېدو وړاندې د فضایي څېړونکو پیلوټانو ښوونځی بشپړ کړ. ورته مهال یې د اپولو ۹ په ملاتړیزه خدمه او همدارنګه د اپولو ۱۰ په ریزرف خدمه کې خدمت کړی و. [۶][۷][۸][۹]

شیپرډ او خدمه یې په پیل کې د پروازي خدمې د عملیاتي مدیر او د مرکیوري ۷ ډلې د غړي ډیک سلایټون له خوا د اپولو ۱۳ د خدمې په توګه ټاکل شوي و. ورته مهال د ناسا مدیریت احساس کاوه چې شیپرډ لا زیاتې روزنې ته اړتیا لري ځکه چې نوموړي له ۱۹۶۱ زکال راهیسې الوتنه نه وه کړې؛ همدا و چې دی او خدمه یې د اپولو ۱۴ لپاره وټاکل شول. پر ځای یې هغه خدمه چې په اصل کې د اپولو ۱۴ لپاره په پام کې نیول شوې وه د اپولو ۱۳ ماموریت ورتر غاړې شو؛ د دغې خدمې قومندان کن مټینګلي او په سپوږمۍ باندې یې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ فرېډ هېز و چې ټولو غړو یې د اپولو ۱۱ په ملاتړیزه خدمه کې خدمت کړی و. [۱۰][۱۱]

د اپولو ۱۰ په ملاتړیزه ډله کې قومندان میچل هم د دغه ماموریت یو له اصلي اوو غړو څخه و، ګورډون کوپر چې په ازمیښتي بڼه په پام کې و د اپولو ۱۳ قومنداني پر غاړه ولري، خو د لیکوال اندروچاکین په خبره زده کړو ته په عادي سترګه د کتلو له امله هغه غوره نه شو. ورته مهال په دغه خدمه کې ډان ایزل هم شتون درلود چې بیا له نور الوتنو وویستل شو؛ نوموړی په ډېر احتمال سره له دې امله وویستل شو چې په اپولو ۷ ماموریت کې یې ستونزې لرلې او همدارنګه د طلاق په یوې کړکېچنې موضوع کې ښکېل و. [۱۱][۱۲]

د اپولو ۱۴ په ملاتړیزه خدمه کې بیا یوجین اې. سرنان د قومندانۍ، رونالډ اي ایوانز جونیر د قومندانۍ د خونې د پیلوټ او جو اچ. انګل هم په سپوږمۍ باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ د پیلوټۍ مسئولیت پر غاړه درلود. د دغې خدمې غړي بیا یوازې له انګل پرته چې پر ځای یې هریسون شمېت وټاکل شو نورو ټولو یې د اپولو ۱۷ په اصلي خدمه کې ځای درلود. په اپولو ۱۷ ماموریت کې شمېت له دې امله د انګل ځای ونیو چې په ناسا باندې فشار شتون درلود څو سپوږمۍ ته یو ساینس پوه هم ولېږي (شمېت ځمک پوه و) ځکه چې اپولو ۱۷ سپوږمۍ ته وروستی ماموریت و. انګل چې د فضا تر بېرونۍ څنډې پورې یې په ایکس- ۱۵ باندې پرواز کړی و په ۱۹۸۱ زکال کې یې د ناسا د دویم فضايي شاتل (STS-2) په پرواز کې فضا ته سفر وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د مرکیوري او جیمینای پروژو لپاره یوه اصلي خدمه او همدارنګه یوه ریزرف خدمه ټاکل شوې وه، خو د اپولو لپاره دریمه ډله ستورمزلي بیا د ملاتړ کوونکې خدمې په نامه وټاکل شول. د اپولو ۹ قومندان مک ډیوېټ باوري و چې د متحده ایالاتو په ټولو برخو کې د تاسیساتو په چمتوالي سره هغه غونډې چې د فضايي الوتنو خدمه ورته اړتیا لري، هر چېرې نه شي جوړېدلای او دوی بیا دغه غونډې له لاسه ورکوي. دوی په معمول ډول د لوړو ځایګیو لرونکي نه و او دنده یې لرله د ماموریت قوانین، د الوتنې پلان او چک لېستونه راغونډ او هغه اپډېټ وساتي. د اپولو ۱۴ لپاره د دغې ډلې غړي فیلېپ کې. چاپمن، دویم بروس مک کانډلېس، ویلیام آر. پوګ او سي. ګورډون فولرټون وو. [۱۷][۳][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په February 3, 2011 باندې). Apollo 14 Moon shot: Alan Shepard 'told he was too old'. BBC News.
  2. "1971 Year in Review: Apollo 14 and 15". UPI.com. United Press International. 1971. لاسرسي‌نېټه May 3, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Orloff & Harland 2006، م. 394.
  4. Press Kit، مم. 72–73.
  5. Chaikin 1995، مم. 341–343, 346.
  6. Shayler & Burgess 2017، مم. 58–59.
  7. Press Kit، م. 78.
  8. Moseley 2011، مم. 112–114.
  9. Shayler & Burgess 2017، مم. 61–62.
  10. Chaikin 1995، م. 349.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Slayton & Cassutt 1994، م. 236.
  12. Chaikin 1995، مم. 347–348.
  13. Chaikin 1995، مم. 449–450.
  14. Shayler & Burgess 2017، مم. 40, 325.
  15. Chaikin 1995، م. 499.
  16. Press Kit، مم. 79–83.
  17. Hersch, Matthew (July 19, 2009). "The fourth crewmember". Air & Space/Smithsonian. لاسرسي‌نېټه October 4, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Moseley 2011، م. 133.
  19. Shayler & Burgess 2017، م. 288.
  20. Slayton & Cassutt 1994، م. 184.
  21. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 261.