اپولو ۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو ۱ ماموریت چې په پیل کې ورباندې د اې اس – ۲۰۴ (AS-204) نوم اېښودل شوی و د اپولو ماموریتونو لومړنی ماموریت و چې موخه یې د سپوږمۍ په سطحه باندې د لومړي ځل لپاره د انسان ښکته کېدل وو. دغه ماموریت د ۱۹۶۷ زکال د فبروري په ۲۱مه نېټه پلان شوی و چې د ځمکې په لاندني مدار کې د اپولو د قومندانۍ او خدمتونو د فضایيي بېړۍ لومړنۍ ازمیښتي الوتنه وه. دغه ماموریت هېڅکله هم ترسره شو ځکه چې د جنوري په ۲۷مه نېټه د هوايي ځواکونو د کنېډې اډې په ۳۴م کمپلکس کې د توغولو د ازمیښتي چارو د ترسره کولو پر مهال د هغو په کابین کې اور ولګېد او درې واړه ستور مزلي – قومندان پیلوټ ګاس ګریسوم، لوړپوړی پیلوټ اډ وایټ او پیلوټ راجر بي چفي – په کې ووژل شول او د توغندي د قومندانۍ برخه له منځه ولاړه. د اپولو ۱ نوم چې د دغه ماموریت د خدمې له خوا ټاکل شوی و د دغې اورلګېدنې وروسته د ناسا له خوا د دوی قربانۍ ته د درناوي په موخه رسمي شو. [۱]

له اورلګېدنې وروسته ناسا له ځنډ پرته د اورلګېدنې د لامل موندلو په موخه یو پلاوی وګماره؛ ورته مهال د متحده ایالاتو د کانګرس دواړو جرګو هم د ناسا په څېړنو باندې د څارنې په موخه یوه څېړنیزه کمېټه وګمارله. د اورلګېدنې منبع برېښنايي وبلل شوه او څرګنده شوه چې اور په کابین کې د سون وړ نیلوني موادو د شتون او همدارنګه په کابین کې په خالص اکسیجن باندې د فشار له امله په چټکۍ سره پراختیا موندلې. د ژغورنې عملیات د بېړنۍ دروازې د نه خلاصون له امله ناکام شول. له دې امله چې په توغندي کې سون توکو شتون نه درلود، دغه ازمېښتي چاره ګواښوونکې نه وه ګڼل شوې او د بېړنیو حالاتو د رامنځته کېدو په موخه ورته ډېر کم چمتووالی نیول شوی و.

د کانګرس د څېړنو پر مهال سناتور والټر مونډ په عامه بڼه د ناسا یو داخلي سند افشا کړ چې د اپولو قراردادي شرکت یا د شمالي امریکا د هوايي چلن شرکت ته اړوند و؛ دغه راپور د فیلېپس راپور په نوم شهرت وموند. دغه افشا د ناسا د مدیر جیمز اي. وېب د کم راتلو لامل وګرځېده چې د دغه ډول سند له شتون څخه بې خبره و او د اپولو پروګرام لپآره یې جنجال وپاروه. په ناسا کې د روڼتیا د نشتوالي له امله په کانګرس کې د رضایت د نشتوالي سربېره دواړې کمېټې دې پایلې ته ورسېدلې چې په دغه راپور کې مطرح شوي مسائل له دغې پېښې سره هېڅ اړیکه نه لري.

د اپولو د خدمې الوتنې د ۲۰ میاشتو لپاره وځنډول شوې. ورته مهال د ستورمزلي د قومندانۍ په برخه کې د ګواښونو د له منځه وړو اړوند چارو دوام درلود. همدارنګه له خدمې پرته د سترون ۵ ستور مزلي توغندي اړوند ازمیښتي او پراختیايي چارو دوام وموند. د اپولو ماموریت، خدمه وړونکی لومړنی ماموریت د ۱۹۶۸ زکال د اکتوبر په ۷مه نېټه ترسره شو.

د ماموریت مخینه[سمول]

د ۱۹۶۶ زکال په اکتوبر میاشت کې ناسا اعلان وکړ چې په دغه فضايي الوتنه کې به د قومندانۍ له خونې څخه د ژوندیو نشراتو په موخه یوه کوچنۍ تلویزیوني کمره شتون ولري. دغه کمره به ورته مهال د الوتنې د کنټرول کوونکو له خوا د توغندي په نورو برخو باندې د څارنې په موخه هم کارول کېږي. ورته مهال د اپولو په ټولو ماموریتونو کې له خدمو سره تلویزیوني کمرو شتون درلود. [۲][۳]

سیاسي غبرګونونه[سمول]

د متحده ایالاتو د کانګرس دواړو کمېټو په فضايي ماموریت باندې د څارنې په موخه ډېر ژر څېړنې پیل کړې چې په دغو کې د سناتور کلېنټون پي انډرسون تر مشرۍ لاندې د سنا جرګې د هوايي چلن او فضايي علومو کمېټه شامله وه. سیمنز، وېب، د انساني فضايي الوتنې د برخې مدیر ډاکټر جورج اي. مولر او د اپولو ماموریت مشر تورن جنرال ساموئل سي. فېلیپس دغې کمېټې ته راوغوښتل شول څو د خپلو چارو اړوند معلومات ورکړي. [۴][۵]

د فبروري میاشتې د اوویشتمې نېټې په استماعیه غونډه کې سناتور والټر اف. مونډال له وېب (د ناسا مدیر) څخه وپوښتل چې د اپولو په ماموریت کې د شمالي امریکا د هوايي چلن د شرکت په چارو کې د فوق العاده ستونزو له شتون څخه خبر لري او که نه. وېب ځواب ورکړ چې دی ترې خبر نه دی او تر لاس لاندې حاضرینو ته یې نغوته وکړه. مولر او فیلېپس هم ځواب ورکړ چې دوی هم د دغه ډول راپور له شتون څخه بې خبره دي. [۶]

سربېره پر دې له دغې پېښې پوره یو کال وړاندې د ۱۹۶۵ زکال په وروستیو کې، فیلپس د ټایګر ډلې په نامه ډلې مشري کوله چې د اپولو ماموریت په دویم پړاو او د سترون ۵ ستورمزلي په جوړولو کې یې د ځنډ، کافي کیفیت د نشتوالي او پریمانه لګښتونو اړوند څېړنې کولې (هغه چارې چې د شمالي امریکا د هوايي چلن شرکت یې اصلي قراردادي و). هغه په شفاهي ډول (د روڼتیا په لرلو) د خپلې ډلې موندنې مولر او سیمنز ته وړاندې کړې او همدارنګه یې د یوه یاددښت په بڼه د دغه شرکت مشر جان ال. اتوود ته ولېږلې چې په هغو کې مولر خپل جدي الفاظ هم ضمیمه کړي وو. [۷]

د می په ۱۱مه نېټه وېب د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ۱۹۶۱ زکال په نومبر میاشت کې د اپولو د اصلي قراردادي په توګه د دغه شرکت له غوراوي دفاع وکړه. دغه چاره د جون په ۹مه نېټه د سیمنز له خوا د یو اووه پاڼیز یاددښت په وړاندې کولو د قراردادي شرکت د ټاکلو د بهیر په مستند سازۍ سره تعقیب کړای شوه. وېب بالاخره د فیلېپس یاددښت یوه اصلاح شوې نسخه کانګرس ته وسپارله. د سنا کمېټې په خپل وروستي راپور کې د ناسا شهادت ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې «د [فیلېپس] ډلې موندنې په پېښه کې هېڅ اغېز نه لري، د پېښې لامل هم نه دي ګرځېدلې او له پېښې سره کومه اړیکه نه لري»، خو په خپلو وړاندیزونو کې یې څرګنده کړه چې: [۸][۹]

له دې سره چې د ناسا د قضاوت له مخې وروسته بیا دغه قراردادي شرکت په ستونزو باندې د بریا په موخه پام وړ پرمختګ درلود، خو د کانګرس کمېټه باوري وه چې باید دوی په دغه وضعیت باندې باخبره وای. ورته مهال کمېټې د ناسا د مدیر په دغه دریځ کوم اعتراض نه درلود چې باید د دولت د قراردادي شرکت سره د اړیکو ټول جزیات عامو وګړو ته ورکړل شي. خو دغې موضوع په هېڅ ډول نشو کولای نور جدي موارد د کمېټې له پامه وغورځوي.[۱۰]:11

د اپولو د ماموریت د پای ته رسولو پر وړاندې بالقوه ګواښ د ولمسشر لېنډون بي. جانسون ملاتړ و چې دغه مهال یې د خپلې سناتورۍ د تجربې له مخې تر یوه بریده په کانګرس اغېز درلود. هغه د ناسا د تاسیس له مهاله د هغو پیاوړی ملاتړی و، آن تر دې چې ولسمشر جان اف کنېډې ته یې په ۱۹۶۱ زکال کې سپوږمۍ ته د انسان لېږلو د ماموریت وړاندیز کړی و؛ له همدې امله نوموړي د کنېډې څخه د پاتې پروژو په پلي کېدو کې له وړاندې تجربه لرله. [۱۱]

د ناسا او قراردادي شرکت ترمنځ اړیکې پر یو بل باندې د پړې اچولو له امله په پریمانه کچه ترینګلې شوې. شرکت استدلال کاوه چې د ستور مزلي د فضا په طراحۍ کې د دغې وژونکې تېروتنې مسئول نه دی. بالاخره، وېب له اتوود سره اړیکه ونیوله او له هغه څخه یې وغوښتل چې یا خپله دی او یا یې هم مخکښ انجینر هاریسون اې. سټورم باید استعفا ورکړي. اتوود د ځان پر ځای د خپل انجینر منفکي غوره کړه. [۱۲]

د ناسا له اړخه مخکښ انجینر جوزف شیا له دغې پېښې څخه ورته د پیدا شوي اروايي فشار سره د مقابلې په موخه الکولو او مخدره توکو ته مخه کړه. د ناسا مدیر جیمز وېب د هغه اړوند اندېښمن شو او ترې وه یې غوښتل چې اوږد مهاله رخصتي واخلي، خو شيا دغه خبره وه نه منله او ګواښ یې وکړ چې د رخصتۍ پر ځای استعفا ورکوي. د مصالحې په توګه، هغه هوکړه وکړه چې یو اروايي ډاکټر ته مراجعه وکړي او له یوې خپلواکې اروايي درملنې څخه پیروي وکړي. دغه کړنلار هم بریالۍ نه وه څو شیا د لنډې مودې لپاره له خپلې دندې لرې کړي. بالاخره د شيا مدیر نوموړی په واشنګټن ډي سي کې په دنده وګماره. ده احساس وکړ چې نوې دنده یې «له کوم مسئولیت پرته» دنده ده او په دغه ځایګي باندې یې له دوه میاشتو کار کولو وروسته دغه دنده پرېښوده.  [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Ertel, Ivan D.; Newkirk, Roland W.; et al. (1969–1978). "Part 1 (H): Preparation for Flight, the Accident, and Investigation: March 25 – April 24, 1967". The Apollo Spacecraft: A Chronology. IV. Washington, D.C.: NASA. LCCN 69060008. OCLC 23818. NASA SP-4009. د اصلي آرشيف څخه پر February 5, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 3, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. (په October 13, 1966 باندې). Apollo To Provide Live Space Shots. Sarasota Herald-Tribune.
  3. Wood, Bill (2005), "Apollo Television" (PDF), in Jones, Eric M.; Glover, Ken (سمونګران), Apollo Lunar Surface Journal, Washington, DC: NASA (خپورشوی 1996–2013), خونديځ (PDF) د اصلي څخه October 9, 2022 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Anderson, Clinton P. (January 30, 1968). Apollo 204 Accident: Report of the Committee on Aeronautical and Space Sciences, United States Senate, with Additional Views. Senate Report 956. Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office. د اصلي آرشيف څخه پر December 20, 2014 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Brooks, Courtney G.; Grimwood, James M.; Swenson, Loyd S. Jr. (1979). "The Investigation". Chariots for Apollo: A History of Manned Lunar Spacecraft. Foreword by Samuel C. Phillips. Washington, D.C.: Scientific and Technical Information Branch, NASA. OCLC 4664449. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-46756-2. NASA SP-4205. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Brooks, Courtney G.; Grimwood, James M.; Swenson, Loyd S. Jr. (1979). "The Investigation". Chariots for Apollo: A History of Manned Lunar Spacecraft. Foreword by Samuel C. Phillips. Washington, D.C.: Scientific and Technical Information Branch, NASA. OCLC 4664449. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-46756-2. NASA SP-4205. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "The Phillips Report". NASA History Office. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Seamans, Robert C. Jr. (2005). Project Apollo: The Tough Decisions (PDF). 37. Washington, DC: NASA. د کتاب پاڼي 76–77. LCCN 2005003682. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-16-074954-4. NASA SP-2005-4537. خونديځ (PDF) د اصلي څخه October 9, 2022. د لاسرسي‌نېټه July 14, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Anderson, Clinton P. (January 30, 1968). Apollo 204 Accident: Report of the Committee on Aeronautical and Space Sciences, United States Senate, with Additional Views. Senate Report 956. Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office. د اصلي آرشيف څخه پر December 20, 2014 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named anderson2
  11. Anderson, Clinton P. (January 30, 1968). Apollo 204 Accident: Report of the Committee on Aeronautical and Space Sciences, United States Senate, with Additional Views. Senate Report 956. Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office. د اصلي آرشيف څخه پر December 20, 2014 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. کينډۍ:Cite episode Harrison Storms interview with historian James Burke for BBC television. See Video پر يوټيوب باندې (at 28:11).
  13. Ertel and Newkirk, Apollo Spacecraft, Vol IV, p. 119.