اټو بریمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اټو بریمر
د شخص معلومات
زېږېدنه ۲۲ اکتوبر ۱۸۶۷
د مړينې نېټه 18 فبروري 1951 (84 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

اټو بریمر (زوکړه 22 اکتوبر 1867-  مړ 18 فبروري 1951)، یو الماني الاصله امریکايي بانکوال او بشرپال و. هغه د بریمر بانک او د اټوبریمر بنسټ جوړ کړ، کوم چې په هغو ټولنو کې چېرې چې دا بانک فعالیت کوي، مالي سرچینې ورته ځانګړې کوي.

کډوالي، بانکوالي او بیر[سمول]

بریمر د ۱۸۶۷ ز کال د اکټوبر په ۲۲مه د المان په سیزن کې له یوه بانکوال پلار څخه نړۍ ته راغی. هغه له خپل ورور، اډولف سره یو ځای امریکا ته کډه وکړه او د ۱۸۸۶ ز کال په نومبر کې هلته ورسېد. بریمر په لومړیو کې د مینه سوټا د سنټ پاول په نوم د هارډویر په یوه عمده پلورونکي شرکت کې د ونډو د کارمند په توګه دنده پیل کړه او بیا وروسته په ۱۸۸۷ ز کال کې د المان-امریکا په ملي بانک کې د محاسب په توګه دنده پیل کړه. هغه په را وروستیو لسیزو کې، لوړو پوستو ته ترفیع ومونده او د بانک په یوه اصلي ونډه وال باندې بدل شو. په ۱۹۲۱ ز کال کې، بربر د امریکا نوي ملي بانک ریاست ته ورسېد او په دغه دنده یې ۲۰ کاله کار وکړ.[۱][۲]

اډولف او اټوبریمر تر ۱۹۰۱ ز کال کې د شمیټ په بیر کې ۲۵ سلنه ونډه درلوده.[۳]

په ۱۹۱۱ ز کال کې د یاکوب شمیټ له مړینې وروسته، د بریمر ورور او د شمیټ زوم، د شمیټ د بیر فابریکه اداره کړه. د بریمر وروڼو په سیاست کې هم لوی لاس درلود او په ۱۸۹۰ یمه لسیزه کې مینه سوټا په برخه کې د ټاکنو د قانون پر وړاندې لابي ګري وکړه. د دغه قانون د تصویب په صورت کې، هغو برخو ته اجازه ورکول کېده تر څو د الکولو د مصرف ضد قوانین وضعه کړي. په ۱۹۳۹ ز کال کې د اډولف له مړینې وروسته، اټو برومر د شمیټ د بیر جوړولو د فابریکې ریاست پر غاړه واخیست.[۴]

د ستر کړکېچ په مهال، یعنې له ۱۹۲۹ نه تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې، بریمر د همدې سیمې د وړو ښارونو به زیاترو بانکونو کې پانګوونه وکړه او زیاتره به د خپلې پانګې پر مټ د نورو سیمه ییزو بانکونو د افلاس د مخنیوي لامل ګرځېده. د ۱۹۳۰ لسیزې تر نیمايي پورې، هغه د همدې سیمې په ۵۵ بانکونو کې ونډه درلوده. برومر همداشان په ستر ریسک اخیستو سره،  د بانک د ونډو ټول ارزښت یې اخیستی و او بله لاره یې نه درلوده پرته له دې چې ورور یې، اډولف د شمیټ د بیر جوړولو په فابریکه کې د خپل ځان او مېرمنې (ماري شمیټ برومر، د شمیټ د بیر جوړولو د فابریکې بنسټ اېښودونکي لور) ونډه د وثیقې په توګه تضمین ورکړ، تر څو هغه وژغوري. برومر له خپل ورور اډولف سره د شمیټ یاکوب د بیر جوړولو شرکت اداره کاوه.[۵]

د ایډوارډ برومر تښتوونه[سمول]

په ۱۹۳۴ ز کال کې، ایډوارډ برومر چې یو بانکوال او د اټو وراره وه، کله چې یې غوښت خپله لور په سنټ پاول کې د سامیټ ښوونځي ته یوسي، په رڼا ورځ د کارپیس بارکر ډلې له خوا وتښتول شو. دغه تښتوونه د ویلیام هام جونیور له وارث سره یو ځای، د اوکونر هوکړه لیک ته د پای ټکی کېښود، چېرې چې د سنټ پاول د پولیسو مشر جان اوکونر دا ډول بدمعاشو ډلو ته اجازه ورکړې وه چې په سنټ پاول کې خوندي واوسي، خو په دې شرط چې نور به په ښار کې کوم جنایت او جرم نه تر سره کوي. د بریمر کورنۍ د دې تښتوونې لپاره ۲۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړل؛ چې د هام کورنۍ له خوا د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو د ورکړې برخلاف یې قیمت دوه چنده زیات کړ. دا دواړه قربانیان اوونۍ وروسته روغ رمټ ازاد شول.[۶]

په ۱۹۴۳ ز کال کې، اټو د اټو بریمر شرکت په دغو بانکونو کې د خپلو ګټو د ټینګښت لپاره د یوه هولډینګ شرکت په توګه رامنځته کړ (تر هغه وخته پورې هغه د دې شرکت اصلي څښتن یا د زیاترو ونډو څښتن و). همداشان، په ۱۹۴۴ ز کال کې، هغه د اټو بریمیر بنسټ په هغو ښارونو کې چېرې چې دوی د خپل بانک څانګې لرلي، د ټولګټو چارو د تمویل په خاطر دا بنسټ رامنځته کړ. دغه بنسټ د بریمر بانک د هولډینګ شرکت له خوا تمویل کېده. تر ۲۰۰۹ ز کال پورې، دغه بنسټ هر کال شاوخوا ۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوله. سربېره پر دې، د بانک کارمندان هم هڅول کېدل چې د سیمه ییزو ښارونو په فعالیتونو کې په داوطلبانه توګه کار وکړي. دغو کارمندانو هر کال خپل ۱۰۰۰۰۰ ساعتونه په داوطلبانه توګه کار کاوه.[۷][۸]

بریمر څه باندې ۱۰ کاله د سنټ پاول د ښار د خزانه دار په توګه فعالیت وکړ او د وودرا ویلسون او فرانکلین ډي روزولت په څېر د ولسمشرانو سلاکار پاتې شوی.

میراث[سمول]

کله چې بریمر په ۱۹۵۱ ز کال کې له نړۍ نه سترګې پټې کړي، خپله زیاتره شتمني او د اټو بریمر په بانک کې یې ونډه د اټو بریمیر بنسټ ته په میراث پرېښود. د ټراسټ (The Trust) د بریمر د بانک د شرکت ستر څښتن پاتې شو، چې د دې شرکت ۹۲ سلنه ونډه یې په اختیار کې پرېښوده. پاتې نورې ونډې د همدې شرکت کارکوونکو او متقاعدینو پورې اړوند و.[۹]

بریمر بانک[سمول]

بریمر بانک د هغو بانکونو نوم ده کوم چې د بریمر مالي شرکت پورې اړوند ده او هغه بانکي هولډینګ شرکت ده چې اټو بریمر هغه په ۱۹۴۳  ز کال کې رامنځته کړ. هغوی په مینه سوټا، ویسکانسین او نارټ ډاکوټا کې د همدې بانک څانګې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګوونې او ۱۲.۳ میلیارد ډالرو سره اداره کوي. دغه شرکت د مینه سوټا په سنټ پاول کې د خپلو دفترونو په لرلو سره په بشپړه توګه د اټو بریمر بنسټ په کارمندانو  پورې اړه لري. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Pederson, Jay P., المحرر (2002). International Directory of Company Histories, Volume 45. Chicago: St. James Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55862-463-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Bremer Financial Corp. - Company History". Funding Universe. د لاسرسي‌نېټه May 24, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په August 25, 2010 باندې). Flying under the radar.
  4. Brueggeman, Gary J. "Beer Capital of the State - - St. Paul's Historic Family Breweries". Master Brewer's Association of the Americas. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په July 16, 1959 باندې). Early State Brewers.
  6. (په January 15, 1934 باندې). Bremer's Own Milk Man Saw Gang Seize Banker.
  7. "Otto Bremer Foundation: Private Company Information". Bloomberg Business. د لاسرسي‌نېټه May 24, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په December 2, 2010 باندې). Otto Bremer Foundation donates to charities in American mid-west.
  9. Rubenstein, Doris (2004). The Good Corporate Citizen: A Practical Guide. Hoboken: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-65684-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په January 29, 2009 باندې). Bremer, a bank built for charity, creates new fund to help individuals hitting hard times.