اټوم ضد خوځښت
اټوم ضد خوځښت هغه ټولنیز خوځښت دی چې له بېلابېلو اټومي ټکنالوژیو سره مخالفت لري. د عملي اقدام یو شمېر ډلې، چاپېریالي خوځښتونه او تخصصي بنسټونه په سیمه ییزه، ملي او نړیواله کچه ځانونه دغه خوځښت ته اړوند معرفي کوي. د اټوم ضد خوځښت په مخکښو غړو کې د اټومي بې وسلې کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (Campaign for Nuclear Disarmament)، د ځمکې د ملګرو په نامه سازمان (Friends of the Earth)، د شنې سولې په نامه شبکه (Greenpeace)، د اټومي جګړې څخه د مخنیوي په موخه د ډاکټرانو نړیوال فدارسیون (International Physicians for the Prevention of Nuclear War)، د سولې د اقدام په نامه سازمان (Peace Action)، د راتلونکې سولې او عدالت لپاره د ښځو سینیکا اعتصاب (Seneca Women's Encampment for a Future of Peace and Justice) او د اټومي اطلاعاتو او منابعو خدماتي ډله (Nuclear Information and Resource Service) شاملېږي. د دغه خوځښت لومړنۍ موخه اټومي بې وسلې کول وو، خو د ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته یې د اټومي انرژۍ څخه د ګټنې اړوند هم مخالفت درلود. د اټوم ضد ډېری ډلې له دواړو اټومي وسلو او اټومي انرژۍ سره مخالفت څرګندوي. د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د شنو ګوندونو جوړېدل هم تر ډېره پورې د اټوم ضد سیاستونو پایله ده. [۱][۲][۳][۴]
ساینس پوهانو او دیپلماتانو په ۱۹۴۵ زکال کې د هیروشیما او ناګاساکي له اټومي بمبار وړاندې هم د اټومي وسلو د پالیسیو اړوند خپل بحثونه لرل. خو عامه وګړي د اټومي وسلو د ازمیښت اړوند وروسته له هغه اندېښمن شول چې د ۱۹۵۴ زکال پر مهال په ارام سمندر کې پریمانه اټومي ازموینې ترسره شوې. په ۱۹۶۳ زکال کې ګڼ شمېر هېوادونو د جزیي اټومي ازمیښتونو هوکړه تصویب کړه چې په اتومسفیر کې یې اټومي ازموینې منع کړې. [۵][۶]
په سیمه ییزه کچه د اټومي انرژۍ سره مخالفتونه د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال څرګند شول چې د همدغې لسیزې په وروستیو کې د علمي ټولنې غړو هم د هغو اړوند اندېښنې څرګندې کړې. د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې د لویدیځ جرمني په ویهل ښار کې د اټومي انرژۍ د یوې بټۍ د جوړولو پر وړاندې پراخه لاریونونه ترسره شول. دغه پروژه په ۱۹۷۵ زکال کې لغو شوه او د ویهل دغه بریا د اروپا په نورو برخو او شمالي امریکا کې د اټومي انرژۍ سره مخالفتونو ته الهام وبخښه. وروسته له هغه چې اټومي انرژي په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د مهمو عامه لاریونونو په موضوع واوښته او د اټومي انرژۍ اړوند مخالفتونو دوام درلود، خو د نړیوال ګرمښت څخه د رامنځته کېدونکو اندېښنو په اړه د عامه اګاهۍ زیاتوالي له اټومي انرژۍ څخه مخ پر زیاتوالي ملاتړ رامنځته کړ او د هر ډول پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یې لیوالتیاوې رامنځته کړې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د ۱۹۷۷ زکال په جولای میاشت کې د هسپانیا په بیلبائو ښار کې د اټومي انرژۍ پر ضد لاریون کې څه باندې ۲۰۰ زرو کسانو ګډون وکړ. په ۱۹۷۹ زکال کې د تري مایل ایسلنډ له اټومي فاجعې وروسته په نیویارک ښار کې یو اټوم ضد لاریون ترسره شو چې په دغو کې هم له ۲۰۰ زرو کسانو څخه زیاتو ونډه واخیسته. د ۱۹۸۱ زکال پر مهال په جرمني کې د هامبورګ لویدیځ ته د بروکډورف اټومي بټۍ د جوړولو پر ضد تر ټولو جنجالي اعتراضات پیل شول؛ په دغو اعتراضاتو کې ۱۰۰ زره لاریون کوونکو له ۱۰ زرو پولیسو سره په نښتو لاس پورې کړ. سربېره پر دې د ۱۹۸۲ زکال د جون په ۱۲مه نېټه په نیویارک ښار کې بل لوی لاریون وشو، په دغه لاریون کې یو میلیون کسانو د اټومي وسلو پر ضد غږ پورته کړ. د ۱۹۸۳ زکال پر مهال په لویدیځ برلین کې د اټومي وسلو پر ضد لاریون کې شاوخوا ۶۰۰ زرو کسانو ونډه لرله. د چرنوبېل له فاجعې وروسته د ۱۹۸۶ زکال په مۍ میاشت کې له ۱۵۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو ایټالویانو په روم کې د ایټالیا د اټومي پروګرام پر ضد لاریون وکړ. د اسټرالیا په اتحادیو کې بیا د سولې فعالینو او چاپېریال پالونکو له ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته د یورانیمو له استخراج سره مخالفت څرګند کړ، دوی په سلګونو او زرګونو کسان راغونډ کړل څو له اټومي وسلو سره مخالفت څرګند کړي چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په نیمايي کې یې تولید خپل اوج ته رسېدلی و. په متحده ایالاتو کې عامه مخالفتونه لامل وګرځېدل د شورهام، یانکي رو، مایل سټون ۱، رانچو سکو او مین یانکي اټومي بټیو په ګډون ګڼ شمېرنورې اټومي بټۍ وتړل شي. [۱۲]
په ۱۹۸۶ زکال کې د چرنوبېل له فاجعې وروسته د څو کلونو لپاره اټومي انرژۍ د ډیری هېوادونو د پالیسیو په اجنډا کې ځای نه درلود او داسې ښکارېده چې د اټومي انرژۍ پر ضد خوځښت بریالی شوی و، له همدې امله ډېری اټوم ضد بنسټونه منحل شول. له دې سره په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د ریکټورونو په ډیزاین کې د پرمختګونو او همدارنګه د اقلیمي بدلون د اندېښنو له امله دغه صنعت ته د اړوندو یو لړ عامه چارو وروسته اټومي انرژۍ یو ځل بیا د یو شمېر هېوادونو د انرژۍ پالیسیو ته لار ومونده. په ۲۰۱۱ زکال کې د فوکوشیما اټومي پېښه په اټومي صنعت کې د وړاندیز شوي رنسانس د کمزوري کېدو لامل وګرځېده او په ټوله نړۍ کې یې یوځل بیا له اټوم سره مخالفتونه را پیدا کړل چې په دې سره دولتونو دفاعي دریځ خپل کړ. له ۲۰۱۶ زکال راوروسته د اسټرالیا، اتریش، ډنمارک، یونان، مالیزیا، نیوزلنډ او ناورې په څېر یو شمېر هېوادونه چې خپله هم اټومي بټۍ نه لري د اټومي انرژۍ سره مخالفت کوونکي پاتې شول. جرمني، ایټالیا، هسپانیا او سویس هم په تدریجي بڼه له اټومي انرژۍ څخه ګټنې ته د پای ټکي اېښودو په هڅه کې دي. سویډن له دې وړاندې تر ۲۰۱۰ زکال پورې له اټومي انرژۍ څخه د ګټنې د پای ته رسولو پالیسي لرله. د ۲۰۰۹ زکال د فبروري په ۵مه نېټه د سویډن دولت په خپل هېواد کې د موجودو ریکټورونو د تبدیل کولو د هوکړې وویل او په دې سره یې په عملي بڼه د تدریجي ختمولو پالیسۍ ته پای ټکی کېښود. په تېرو دېرشو کلونو کې په نړیواله کچه د انرژۍ په برخه کې د فعالو ریکټورونو شمېر ثابت پاتې شوی او د فوکوشیما له فاجعې وروسته هم د اټومي برېښنا تولیدي چارو وده کړې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
فعالیتونه
[سمول]لوی لاریونونه
[سمول]په ۱۹۷۱ زکال کې د جرمني ویهل ښار د اټومي بټیو د جوړولو لپاره وړاندیز شوی ځای و. په راتلونکو کلونو کې د دغو اړوند عامه مخالفتونو په دوامداره بڼه زیاتوالی وموند او پراخه لاریونونه ترسره شول. په دغه ښار کې له کرنیزو ځمکو څخه د پولیسو په واسطه د بزګرانو او د هغوی د کورنۍ د غړو د ویستلو تلویزیوني پوښښ مرسته وکړه څو اټومي انرژي په یوه مهمه موضوع واوړي. له همدې امله په ۱۹۷۵ زکال کې یوې اداري محکمې په دغه ښار کې د اټومي بټۍ د جوړولو جواز لغو کړ. د ویهل تجربې د هغو سیمو وګړي د اټومي تاسیساتو سره په مخالفت د ډلو جوړولو ته وهڅول چې په پلان کې وې هلته اټومي بټۍ جوړې شي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
په ۱۹۷۲ زکال کې په آرام سمندر کې د اټومي بې وسلو کولو خوځښت د فرانسې د اټومي ازموینو پر ضد رامنځته شو. نیوزلنډي فعالینو د اټومي ازموینو تر سیمې پورې ځانونه په بېړیو کې ورسول او دغه ازمیښتي پروګرامونه یې قطع کړل. په اسټرالیا کې هم په زرګونو کسان په اډلایډ، ملبورن، بریزبن او سیډني کې له لاریونونو سره مل شول. ساینس پوهانو د اټومي ازموینو د پای ته رسولو اړوند پرېکړه لیک خپور کړ. په فیجي کې اټوم ضد فعالینو په موروروا ټاپو کې د ازموینو پر ضد د موروروا سازمان جوړ کړ. [۳۰][۳۱][۳۲]
په باسک هېواد (هسپانیا او فرانسه) کې د ۱۹۷۳ زکال پر مهال یو پیاوړی اټوم ضد خوځښت جوړ شو چې له امله یې ګڼ شمېر پلان شوې اټومي پروژې لغو شوې. د ۱۹۷۷ زکال د جولای په ۱۴مه د هسپانیا په بېلبائو ښار کې له ۱۵۰ زرو تنو څخه تر ۲۰۰ زرو کسانو د لیمونیز د اټومي بټۍ پر ضد لاریون وکړ. دغه لاریون «تر دغه مهاله د اټوم پر ضد د تر ټولو لوی لاریون» په توګه وبلل شو. [۳۳][۳۴]
په فرانسه کې د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې پراخه لاریونونه ترسره شول چې تر ډېره پورې د هر یوې پلان شوې بټۍ په سیمو کې ترتیب شوي و. له ۱۹۷۵ زکال څخه تر ۱۹۷۷ زکال پورې د اټومي انرژۍ ضد لاریونونو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ کسانو برخه لرله. په ۱۹۷۷ زکال کې د سوپرفنیکس بریډر ریکټور د جوړولو پر ضد په کریس – مالویلین کې پراخه لاریون ترسره شو چې په تاوتریخوالي سره پای ته ورسېد. [۳۵][۳۶]
په لویدیځ جرمني کې د ۱۹۷۵ زکال له فبروري څخه د ۱۹۷۹ زکال تر اپرېل میاشتې پورې شاوخوا ۲۸۰ زرو کسانو په اټومي سایټونو کې دننه په اوو لاریونونو کې ګډون درلود. دوی څو سایټونه هم ونیول. په ۱۹۷۹ زکال کې د تري مایل ایسلنډ له پېښې وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو په بن کې د اټومي انرژۍ پر ضد لاریون ترسره کړ. [۳۷]
د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو او ۱۹۸۰مه لسیزه کې په فلیپین کې د باتان د وړاندیز شوې اټومي بټۍ پر ضد پریمانه لاریونونه ترسره شول، دغه اټومي بټۍ جوړه شوه خو د امنیتي اندېښنو او همدارنګه د فساد د مسایلو له امله هېڅکله هم فعاله نه شوه. [۳۸][۳۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Fox Butterfield. Professional Groups Flocking to Antinuclear Drive, The New York Times, 27 March 1982.
- ↑ Gamson, William A.; Modigliani, Andre (July 1989). "Media Discourse and Public Opinion on Nuclear Power: A Constructionist Approach". American Journal of Sociology. 95 (1): 1–37. doi:10.1086/229213. JSTOR 2780405. S2CID 144232602.
- ↑ Kitschelt, Herbert P. (January 1986). "Political Opportunity Structures and Political Protest: Anti-Nuclear Movements in Four Democracies". British Journal of Political Science. 16 (1): 57–85. doi:10.1017/S000712340000380X. S2CID 154479502.
- ↑ John Barry and E. Gene Frankland, International Encyclopedia of Environmental Politics, 2001, p. 24.
- ↑ Jerry Brown and Rinaldo Brutoco (1997). Profiles in Power: The Anti-nuclear Movement and the Dawn of the Solar Age, Twayne Publishers, pp. 191–192.
- ↑ Wolfgang Rudig (1990). Anti-nuclear Movements: A World Survey of Opposition to Nuclear Energy, Longman, p. 54-55.
- ↑ Garb Paula (1999). "Review of Critical Masses". Journal of Political Ecology. 6. Archived from the original on 1 June 2018. نه اخيستل شوی 6 January 2010.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Wolfgang Rudig (1990). Anti-nuclear Movements: A World Survey of Opposition to Nuclear Energy, Longman, p. 52.
- ↑ Stephen C. Mills; Roger Williams (1986). Public Acceptance of New Technologies: An International Review. Croom Helm. pp. 375–376. ISBN 978-0-7099-4319-8.
- ↑ Robert Gottlieb (2005). Forcing the Spring: The Transformation of the American Environmental Movement. Island Press. p. 237. ISBN 978-1-59726-761-8.
- ↑ Jim Falk (1982). Global Fission: The Battle Over Nuclear Power, Oxford University Press, pp. 95–96.
- ↑ Kearns, Barbara (2021-05-05). "Stepping Out For Peace: A History of CANE and PND (WA)". The Commons Social Change Library (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-03-03.
- ↑ Leo Hickman (28 November 2012). "Nuclear lobbyists wined and dined senior civil servants, documents show". The Guardian.
- ↑ Farseta, Diane (1 September 2008). "The Campaign to Sell Nuclear". Bulletin of the Atomic Scientists. pp. 38–56. Archived from the original on 19 September 2020. نه اخيستل شوی 2021-09-19.
- ↑ Jonathan Leake. "The Nuclear Charm Offensive" New Statesman, 23 May 2005.
- ↑ Union of Concerned Scientists. Nuclear Industry Spent Hundreds of Millions of Dollars Over the Last Decade to Sell Public, Congress on New Reactors, New Investigation Finds Archived 27 November 2013 at the Wayback Machine. News Center, 1 February 2010.
- ↑ Nuclear group spent $460,000 lobbying in 4Q Archived 23 October 2012 at the Wayback Machine. Business Week, 19 March 2010.
- ↑ "Japan crisis rouses anti-nuclear passions globally". The Washington Post. 16 March 2011. Archived from the original on 18 January 2012.
- ↑ "Nuclear power: When the steam clears". The Economist. 24 March 2011.
- ↑ Duroyan Fertl (5 June 2011). "Germany: Nuclear power to be phased out by 2022". Green Left.
- ↑ Duroyan Fertl (5 June 2011). "Germany: Nuclear power to be phased out by 2022". Green Left.
- ↑ Erika Simpson and Ian Fairlie, Dealing with nuclear waste is so difficult that phasing out nuclear power would be the best option, Lfpress, 26 February 2016.
- ↑ "Difference Engine: The nuke that might have been". The Economist. 11 November 2013.
- ↑ James Kanter (25 May 2011). "Switzerland Decides on Nuclear Phase-Out". The New York Times.
- ↑ "Nuclear Power Today | Nuclear Energy - World Nuclear Association". world-nuclear.org. نه اخيستل شوی 2021-08-15.
- ↑ Stephen C. Mills; Roger Williams (1986). Public Acceptance of New Technologies: An International Review. Croom Helm. pp. 375–376. ISBN 978-0-7099-4319-8.
- ↑ Robert Gottlieb (2005). Forcing the Spring: The Transformation of the American Environmental Movement. Island Press. p. 237. ISBN 978-1-59726-761-8.
- ↑ Deutsche Welle. "Nuclear Power in Germany: A Chronology". DW.COM.
- ↑ Stephen C. Mills; Roger Williams (1986). Public Acceptance of New Technologies: An International Review. Croom Helm. pp. 375–376. ISBN 978-0-7099-4319-8.
- ↑ Lewis, Paul (24 March 2001). "David McTaggart, a Builder of Greenpeace, Dies at 69". The New York Times.
- ↑ Wittner, Lawrence S. (15 June 2009). "Nuclear Disarmament Activism in Asia and the Pacific, 1971-1996". The Asia-Pacific Journal. 7 (25).
- ↑ Wittner, Lawrence S. (15 June 2009). "Nuclear Disarmament Activism in Asia and the Pacific, 1971-1996". The Asia-Pacific Journal. 7 (25).
- ↑ Lutz Mez, Mycle Schneider and Steve Thomas (Eds.) (2009). International Perspectives of Energy Policy and the Role of Nuclear Power, Multi-Science Publishing Co. Ltd, p. 371.
- ↑ Wolfgang Rudig (1990). Anti-nuclear Movements: A World Survey of Opposition to Nuclear Energy, Longman, p. 138.
- ↑ Kitschelt, Herbert P. (January 1986). "Political Opportunity Structures and Political Protest: Anti-Nuclear Movements in Four Democracies". British Journal of Political Science. 16 (1): 57–85. doi:10.1017/S000712340000380X. S2CID 154479502.
- ↑ Dorothy Nelkin and Michael Pollak (1982). The Atom Besieged: Antinuclear Movements in France and Germany Archived 4 June 2011 at the Wayback Machine., ASIN: B0011LXE0A, p. 3.
- ↑ Kitschelt, Herbert P. (January 1986). "Political Opportunity Structures and Political Protest: Anti-Nuclear Movements in Four Democracies". British Journal of Political Science. 16 (1): 57–85. doi:10.1017/S000712340000380X. S2CID 154479502.
- ↑ Oliveros, Benjie (2009-01-31). "Revival of Bataan Nuclear Power Plant a Source of Corruption?". Bulatlat (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-01-19.
- ↑ Yok-shiu F. Lee; Alvin Y. So (1999). Asia's Environmental Movements: Comparative Perspectives. M.E. Sharpe. pp. 160–161. ISBN 978-1-56324-909-9.