اټومي جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اټومي جګړه چې د هستوي جګړې په نوم هم پېژندل کېږي، هغې پوځي نښتې یا له وړاندې چمتو شوې سیاسي ستراتیژۍ ته ویل کېږي چې له اټومي وسلو څخه د هغو د اصلي کاروونکې وسیلې په توګه ګټنه کوي. اټومي وسلې د ټولیزې وژنې وسلې دي. د متعارفو جګړو پر خلاف، اټومي جګړه کولای شي په ډېر لنډ مهال کې لوی زیانونه واړوي او همدارنګه اوږد مهاله راډیولوژیکې پایلې ولري. یوه لویه اټومي مبادله تر ډېره پورې اوږد مهالې اغېزې لري چې د هغو له اټومي ګرد څخه سرچینه اخلي او همدارنګه د «اټومي ژمي»، اټومي قحطۍ او ټولنیزو ویجاړیو په څېر د ثانوي اغېزو لامل ګرځي. د سړې جګړې د دورې د حرارتي اټومي زیرمو او یا هم اوسنیو کوچنیو زیرمو پر مټ جګړه کېدای شي د بشریت د انقراض په ګډون د بېلابېلو نورو سناریو ګانو لامل وګرځي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تر نن ورځې پورې د اټومي وسلو څخه یوازنۍ ګټنه متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ زکال کې د هیروشیما او ناګاساکي په بمبارد کولو کې کړې. د ۱۹۴۵ زکال د اګست په ۶مه نېټه یو یورانیمي کوچني بم (مستعار نوم یې «کوچني هلک») ته د جاپان د هیروشیما ښار په هوا کې چاودنه ورکړل شوه. درې ورځې وروسته بل پلوتونیمي بم (مستعار نوم یې «چاغ سړی») ته د ناګاساکي ښار په هوا کې چاودنه ورکړل شوه چې د دواړو بمونو د چاودنې له امله شاوخوا ۲۰۰ زره کسان مړه شول؛ دغو چاودونو مرسته وکړه وړاندې له دې چې جاپان خپله د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړي تسلیمۍ ته یې اړ کړي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته شوروي اتحاد (۱۹۴۹ زکال)، بریتانیا (۱۹۵۲ زکال)، فرانسې (۱۹۶۰ زکال) او د چین د خلکو جمهوریت (۱۹۶۴ زکال) هم اټومي وسلې جوړې کړې؛ دغه چارو هغو اندېښنو او ترینګلتیاوو ته پراختیا وبخښله چې وروسته سړه جګړه بلل کېده. په ۱۹۷۴ زکال کې هند او په ۱۹۹۸ زکال کې پاکستان چې دواړو هېوادونو له یو بل سره پخوانۍ ښکاره دښمني لرله، اټومي وسلې تولید کړې. داسې انګېرل کېږي چې اسرائیل (له ۱۹۶۰مې لسیزې وروسته) او شمالي کوریا (له ۲۰۰۶ زکال وروسته) هم د اټومي وسلو زیرمې لري، خو د هغوی د اټومي وسلو شمېر ناڅرګند دی. د اسرائیلو دولت هېڅکله د اټومي وسلو په لرلو اعتراف نه دی کړی او نه یې هم ترې انکار کړی، په داسې حال کې چې څرګنده ده هغوی د اټومي وسلو د جوړولو لپاره اړتیا وړ بټۍ لري. سویلي افریقا هم په ۱۹۸۰مه لسیزه کې څو بشپړې اټومي وسلې تولید کړې، خو له دې وروسته د نړۍ لومړنی هېواد شو چې په داوطلبانه ډول او خپله خوښه یې د خپلو اټومي وسلو زېرمې له منځه یووړې او د نورو وسلو له تولید یې هم لاس واخیست (۱۹۹۰مه لسیزه). [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته او همدارنګه د سړې جګړې په وروستیو کې په ټولیزه توګه ګمان دا و چې د دوه لویو اټومي قدرتونو ترمنځ د اټومي جګړې د ترسره کېدو ګواښ له منځه تللی. همدا و چې له همدغه مهاله د اټومي وسلو اړوندو اندېښنو د هغو له پراختیا څخه د مخنیوي په موضوعاتو او همدارنګه د اټومي ترهګرۍ په ګواښونو تمرکز درلود. ورته مهال په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته له اټومي وسلو څخه د ګټنې اړوند د روسیې مکررو ګواښونو ته په پام له دغه ډول وسلو څخه د ګټنې ګواښ یوځل بیا رامنځته شوی دی. [۱۶][۱۷][۱۸]

له ۱۹۴۷ زکال راهیسې د اټومي ساینس پوهانو ژورنال د قیامت د ساعت (Doomsday Clock) په نامه انځور لاندې څرګندوي چې نړۍ څومره یوې اټومي جګړې ته نږدې ده. دغه ساعت یوځل په ۱۹۵۳ زکال کې خپلو وروستیو شېبو ته نږدې ترسیم شو او د شپې نیمایي یا وروستي مهلت (۲۴:۰۰) ته په کې یوازې ۲ دقیقې پاتې وښوول شوې؛ دا هغه مهال و چې د نړۍ مشران د اټومي وسلو او اقلیمو بدلونونو اړوند په خبرو اترو کې پاتې راغلل او په دې سره متحده ایالاتو او شوروي اتحاد د خپلو هایدروجني بمونو ازموینې پیل کړې. له ۲۰۲۳ زکال راوروسته دغه ساعت یوازې د پاتې ۹۰ ثانیو په لرلو ترسیم شوی چې تر نن ورځې پورې تر ټولو نږدې کچه ده. د دغه ساعت یاد وروستی تنظیم په اوکراین باندې د روسیې له برید څخه رامنځته شوو اټومي ګواښونو ته اړوند بلل کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]

د اټومي جګړې ډولونه[سمول]

په جګړه کې د اټومي وسلو څخه د ګټنې شونتیا په معمول ډول په دوه فرعي ډولونو ویشل کېږي چې هر یو یې ځانته جلا اغېزې لري او په بالقوه توګه په کې له بېلابېلو ډولونو لرونکو اټومي وسلو ګټنه کېږي.

لومړنی ډول یې محدوده هستوي جګړه (ځینې وختونه برید یا تبادل بلل کېږي) ده چې د اټومي وسلو څخه کنټرول شوې ګټنې ته اشاره لري او پر مټ یې دغه ضمني ګواښ وړاندې کېږي چې برید کوونکی هېواد کولای شي په مقابل لوري باندې په زیاته کچه له اټومي وسلو کار واخلي. د بېلګې په توګه، یوازې د پوځي اهدافو پر وړاندې په ډېره لږ کچه له اټومي وسلو ګټنه وشي؛ په دغه ډول ګټنه کې د کارول کېدونو اټومي موادو کچه زیاتېدلی هم شي او یا هم د بېلابېلو اهدافو د ویشتو په موخه پراختیا ومومي. داسې انګېرل کېږي چې محدود بریدونه کېدلای شي د هغو بریدونو پر وړاندې غوره ځواب وي چې هر اړخیزه غچ اخیستنه نه توجیه کوي، د بېلګې په توګه که چېرې دښمن هم په محدوده توګه ګټنه کړې وي. [۲۲][۲۳]

دویم ډول یې هم بشپړه اټومي جګړه ده چې کېدلای شي په کې په بشپړ هېواد باندې له پریمانه اټومي وسلو کار واخیستل شي؛ په دغه ډول برید کې نو بیا پوځي، اقتصادي او ملکي اهداف هم په نښه کېږي. دغه ډول برید بیا د مقابل لوري اقتصادي، ټولنیز او پوځي بنسټونه بشپړ له منځه وړلی شي او همدارنګه د ځمکې په بایوسفیر هم ناوړه اغېز لري. [۲۴][۲۵]

د هنري کیسینجر په څېر د سړې جګړې یو شمېر ستراتېژېستانو استدلال کاوه چې د دوه پرمختللو اټومي ځواکونو (متحده ایالاتو او شوروي اتحاد) ترمنځ د اټومي جګړې شونتیا شتون لري. ورته مهال یو شمېر نورو دا استدلال هم کاوه چې محدوده اټومي جګړه کېدای شي په یوه بشپړه اټومي جګړه واوړي. بل پلو نورو بیا محدوده اټومي جګړه «کرار حرکت لرونکی نړیوال اټومي هلوکاسټ» باله؛ د دوی پر باور د دغه ډول جګړې له پېښېدو وروسته کېدای شي جګړه د څو لسیزو لپاره دوام ومومي او په اغېزمنه توګه د ځمکې سیاره د استوګنې څخه په داسې توګه خالي کړي چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ «بشپړه اټومي جګړه» یې په لږ اوږد مهال او احتمالا په دردونکې توګه کولای شي. [۲۶]

آن د دې اړوند تر ټولو خوشبینانه وړاندوینې هم د یوې لویې هستوي مبادلې پرمټ په ډېر لږ مهال کې د میلیونونو کسانو د قرباني کېدو وړاندوینه کوي. په دغه ډول وړاندوینو کې په معمول ډول د بنسټونو، حکومتونو، تخصصي او سوداګریزو جوړښتونو د له منځه تلو ویل کېږي چې د تمدن د دوام لپاره حیاتي دي. د حیاتي سرچینو (خواړه، تولید، د اوبو او برېښنا د لېږد شبکه، روغتیايي او اطلاعاتي خدمتونه) له منځه تګ هم د نورو میلیونونو کسانو د له منځه تلو لامل ګرځي. بدبینانه وړاندوینې یې بیا څرګندوي چې یوه بشپړه اټومي جګړه په بالقوه توګه په بشپړه توګه د بشری نسل د انقراض لامل ګرځي او که چېرې کوم لږ شمېر کسان ترې ژوندي پاتې شي (په لرې پرتو سیمو کې) د هغوی د ژوندانه کیفیت به د پېړیو لپاره په تر ټولو ټیټه کچه کې وي او ژوندانه ته به په ډېره لږ کچه تمه ولري. د بشپړې اټومي جګړې اړوند دغه ډول وړاندوینو آن د سړې جګړې په اوج کې هم دغه ډول جګړه له نیوکو څخه لرې نه وه ساتلې. د اټومي جګړې په څېر تباه کوونکې فاجعه د ځمکې په کره کې د ژوندانه پیچلي ډول، د هغو اکوسیسټمونو او آن نړیوال اقلیم ته دایمي زیانونه اړولی شي.[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. 7 Possible Toxic Environments Following a Nuclear War – The Medical Implications of Nuclear War 1985 – The National Academies Press. 1986. doi:10.17226/940. PMID 25032468. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-07866-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "nuclear winter". Encyclopædia Britannica. (August 2023). 
  3. Martin, Brian (December 1982). "The global health effects of nuclear war". Current Affairs Bulletin. 59 (7). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Critique of Nuclear Extinction – Brian Martin 1982". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Effects of a Global Thermonuclear War". www.johnstonsarchive.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Long-term worldwide effects of multiple nuclear-weapons detonations. Assembly of Mathematical and Physical Sciences, National Research Council,1975". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ehrlich, P. R.; Harte, J.; Harwell, M. A.; Raven, P. H.; Sagan, C.; Woodwell, G. M.; Berry, J.; Ayensu, E. S.; Ehrlich, A. H.; Eisner, T.; Gould, S. J.; Grover, H. D.; Herrera, R.; May, R. M.; Mayr, E.; McKay, C. P.; Mooney, H. A.; Myers, N.; Pimentel, D.; Teal, J. M. (1983). "Long-term biological consequences of nuclear war". Science. 222 (4630): 1293–1300. Bibcode:1983Sci...222.1293E. doi:10.1126/science.6658451. PMID 6658451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Overview of the Doomsday Clock". Bulletin of the Atomic Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Nuclear Winter: The World After Nuclear War, Sagan, Carl et al., Sidgwick & Jackson, 1985
  10. Tonn, Bruce; MacGregor, Donald (2009). "A singular chain of events". Futures. 41 (10): 706–714. doi:10.1016/j.futures.2009.07.009. S2CID 144553194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hersh, Seymour (1991). The Samson Option. Random House. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-394-57006-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Albright, David. "South Africa's Nuclear Weapons Program". MIT.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "South Africa: Why Countries Acquire and Abandon Nuclear Bombs". World101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ""1945–1998" by Isao Hashimoto". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Nuclear Testing Tally | Arms Control Association". www.armscontrol.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Denemark, Robert A. (14 August 2018). "Nuclear War in the Rivalry Phase of the World-System". Journal of World-Systems Research. 24 (2): 349. doi:10.5195/jwsr.2018.749. S2CID 158444919. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2022-10-01 باندې). In Washington, Putin's Nuclear Threats Stir Growing Alarm. The New York Times.
  18. . Could the war in Ukraine go nuclear?.
  19. (په January 25, 2018 باندې). 'Doomsday clock' ticks closer to apocalyptic midnight. CNN.
  20. Weise, Elizabeth (2023-01-24). "Doomsday Clock 2023 time says the world is closer than ever to global catastrophe". USA Today (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Spinazze, Gayle (2023-01-24). "PRESS RELEASE: Doomsday Clock set at 90 seconds to midnight". Bulletin of the Atomic Scientists (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. N.N. Sokov (2015). Why Russia calls a limited nuclear strike "de-escalation". Bulletin of the Atomic Scientists. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ash Carter; John Steinbruner; Charles Zraket, المحررون (1987). Managing Nuclear Operations. Washington DC: Brookings Institution. د کتاب پاڼي 123–125. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8157-1314-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ehrlich, P. R.; Harte, J.; Harwell, M. A.; Raven, P. H.; Sagan, C.; Woodwell, G. M.; Berry, J.; Ayensu, E. S.; Ehrlich, A. H.; Eisner, T.; Gould, S. J.; Grover, H. D.; Herrera, R.; May, R. M.; Mayr, E.; McKay, C. P.; Mooney, H. A.; Myers, N.; Pimentel, D.; Teal, J. M. (1983). "Long-term biological consequences of nuclear war". Science. 222 (4630): 1293–1300. Bibcode:1983Sci...222.1293E. doi:10.1126/science.6658451. PMID 6658451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Grover, Herbert D.; Harwell, Mark A. (1985-10-01). "Biological Effects of Nuclear War II: Impact on the Biosphere". BioScience (په انګلیسي ژبه کي). 35 (9): 576–583. doi:10.2307/1309966. ISSN 0006-3568. JSTOR 1309966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Henry Kissinger: The Mike Wallace Interview". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Critique of Nuclear Extinction – Brian Martin 1982". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "The Effects of a Global Thermonuclear War". www.johnstonsarchive.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)