Jump to content

اټومي الکترومقناطیسي ضربه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اټومي الکترومقناطیسي ضربه (په انګلیسي ژبه: Nuclear Electromagnetic Pulse) هغه الکترومقناطیسي شعاع ته ویل کېږي چې د اټومي انفجار له امله رامنځته کېږي. برېښنايي او مقناطیسي میدانونه چې له امله یې په چټکۍ سره بدلون کوي کېدای شي د برېښنا او نورو برېښنايي سیسټمونو په ترکیب سره زیان اړونکی جریان او ولټاژ رامنځته کړي. د یوې ځانګړې اټومي الکترومقناطیسي ضربې ځانګړنې د ګڼ شمېر عواملو له مخې له یو بل سره توپیر لري چې تر ټولو پام وړ یې د چاودنې ارتفاع ده.

د «الکترومقناطیسي ضربې» اصطلاح په عمومي بڼه نوري محدودیتونه (انفرارېډ، څرګندې او ماورا بنفش وړانګې) او همدارنګه آیونایز کوونکې (لکه د اېکس – وړانګه او ګاما شعاع) له ځانه نه لرې کوي. په پوځي ترمینولوژي کې یوه اټومي خولۍ چې د ځمکې له سطحې څخه له لسګونو مایلو څخه تر سل ګونو مایلو پورته چاودول کېږي په لوړه ارتفاع کې د الکترومقناطیسي ضربې (high-altitude electromagnetic pulse) دستګاوې بلل کېږي. د یوې HEMP دستګاه اغېز له یو شمېر عواملو سره اړیکه لري چې د چاودنې لوړوالی، له هغو څخه تولید کېدونکې انرژي، وتونکې ګاما شعاع، د ځمکې له مقناطیسي میدان سره د هغو غبرګون او د اهدافو د خوندیتوب په موخه الکترومقناطیسي پوښښ په کې شاملېږي.

تاریخچه

[سمول]

دغه واقعیت چې الکترومقناطیسي ضربه د یوې اټومي چاودنې له امله رامنځته کېږي د اټومي وسلو د ازموینو په لومړیو ورځو کې پېژندل شوی و. خو د دغې ضربې لویوالی او د اغېز کچه ژر درک نه شوه. [۱]

د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۶مه د متحده ایالاتو د لومړنۍ هستوي ازموینې پر مهال برېښنايي وسایل وپوښل شول ځکه چې انریکو فرمي تمه لرله چې هغه به الکترومقناطیسي ضربه ولري. د لومړۍ اټومي ازموینې په رسمي تخنیکي تاریخچه کې راغلي چې، «د سیګنالونو ټول مزي په بشپړه توګه محافظت شوي و، آن په ځینو مواردو کې یې د پوښ کچه دوه چنده وه. له دې سره هم ډیری شواهد د ناسم محافظت له امله د چاودنې پر مهال چې ثبت کوونکي تجهیزات یې فلج کړل، له منځه ولاړل». د ۱۹۵۲- ۱۹۵۳ زکال په اوږدو کې د بریتانیا د اټومي ازموینو پر مهال د ډېری وسایلو تخریب «راډیو فلش» ته اړوند وبلل شو هغه اصطلاح چې دوی الکترومقناطیسي ضربې ته کاروله. [۲][۳][۴]

په لوړه ارتفاع کې د الکترومقناطیسي ضربې ځانګړې ځانګړنې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۸ زکال د اپرېل په ۲۸مه د هیلیوم له بالون څخه په کار اخیستو د یوکا اټومي ازموینو په هارډټک ۱ لړۍ کې مشاهده کې شوې. په دغه ازموینه کې د ۱.۷ کیلوټني وسلې د الکتریکي میدان اندازه له هغه محدودې زیاته وه چې اندازه کوونکي وسایل په کې تنظیم شوي و؛ همدارنګه د هغې کچې پنځه چنده وه چې اوسیلوسکوپونه په کې ځای پرځای شوي و. د یوکا الکترومقناطیسي ضربه په پیل کې مثبته وه، په داسې حال کې چې په لږ ارتفاع کې چاودنو بیا منفي ضربه رامنځه کړه. همدارنګه د یوکا ضربې قطب په افقي ډول و په داسې حال کې چې په لږ ارتفاع کې اټومي الکترومقناطیسي ضربو په عمودي توګه لوری موند. د دغو پام وړ توپیرونو سربېره د الکترومقناطیسي ضربې ځانګړې پایلې د موج په خپرېدو کې د احتمالي ګډوډۍ په توګه رد شوې. [۵]

په ۱۹۶۲ زکال کې لوړو ارتفاع لرونکو اټومي ازموینو په لوړه ارتفاع کې د یوکا ازموینو ځانګړې پایلې تائید کړې او د اټومي الکترومقناطیسي ضربې اړوند یې د پوهې کچه په دغه برخه کې د اصلي دفاعي ساینس پوهانو له نظریاتو څخه زیاته کړه. لویه علمي ټولنه د مقناطیسي ضربې د زیانونو اړوند وروسته له هغه پوه شوه چې په دې اړوند د ویلیام جې. بروډ درې مقالې په ۱۹۸۱ زکال کې د ساینس په نامه علمي مجله کې خپرې شوې. [۶][۷][۸]

سټارفش پرایم

[سمول]

د ۱۹۶۲ زکال په جولای میاشت کې متحده ایالاتو د سټارفېش پرایم ازموینه ترسره کړه چې ۱.۴۴ Mt (۶ ژول) انرژي تولیدونکی بم ته یې د آرام سمندر په نیمايي کې د ۴۰۰ کیلومتره (۲۵۰مایله؛ ۱۳۰۰۰۰۰ فوټه) په لوړوالي چاودنه ورکړه. دغې ازموینې څرګنده کړه چې په لوړه ارتفاع کې د یوې اټومي چاودنې اغېز له هغه څه ډېر زیات دی چې وړاندې یې محاسبه شوې وه. د سټارفیش ازموینې اغېز په شاوخوا ۱۴۴۵ کیلومتره (۸۹۸ مایله) فاصله کې عامو وګړو ته په هاوایي کې د الکتریکي زیان په رامنځته کېدو څرګند شو چې له امله یې د واټونو شاوخوا ۳۰۰ څراغونه غیرفعال شول، د غلا خبر ورکوونکي ګڼ شمېر زنګونه فعال شول او همدارنګه یې مایکرووېو اړیکو ته زیان واړوه. [۹]

د سټارفیش پرایم ازموینه په لوړه ارتفاع کې د فیش باول عملیاتو (Operation Fishbowl) په نامه په ۱۹۶۲ زکال کې د متحده ایالاتو د هستوي ازموینو لومړنۍ بریالۍ ازموینه وه. راتلونکو ازموینو په لوړه ارتفاع کې د الکترومقناطیسي ضربې اړوند ګڼ شمېر نور معلومات وړاندې کړل.

د فیش باول ازموینې د برخې په توګه د ۱۹۶۲ زکال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په لوړه ارتفاع کې بلوژل ټرېپل پرایم (Bluegill Triple Prime) او کېنګ فیش (Kingfish) اټومي ازموینو داسې څرګند معلومات وړاندې کړل چې فزیک پوهانو ته یې لار برابره کړه د الکترومقناطیسي ضربې تر شا دقیق فزیکي میکانیزم ته لاسرسی ومومي. [۱۰][۱۱]

د شوروي ۱۸۴مه ازموینه

[سمول]

په ۱۹۶۲ زکال کې شوروي اتحاد د الکترومقناطیسي ضربې رامنځته کوونکې درې اټومي ازموینې د قزاقستان په فضا کې ترسره کړې چې د «شوروي اتحاد د K اټومي ازموینو د پروژې» وروستۍ ازموینې وې. په داسې حال کې چې دغه وسلې د سټارفیش پرایم ازموینې په پرتله ډېرې کوچنۍ (۳۰۰ کیلوټنه) وې خو د خلکو څخه ډکې وچې ساحې پر سر وې چې د ځمکې مقناطیسي میدان هم په کې زیات و. د راپورونو له مخې د دغې الکترومقناطیسي ضربې اغېز له سټارفیش ازموینې ډېر زیات و. د ۱۸۴مې شمېرې ازموینې E3 ضربې د جیومقناطیسي طوفان په څېر د ځمکې لاندې د برېښنا په لینونو کې د برېښنا جریان او ولټاژ زیات کړ چې له امله یې د کاراګاندا ښار د برېښنا په سټیشن کې اور لګېدنه رامنځته شوه. [۱۲]

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د دغه زیان کچه په غیررسمي بڼه تر امریکايي ساینس پوهانو ورسېده. روسي او امریکایي ساینس پوهانو د کلونو لپاره په لوړه ارتفاع کې د اټومي مقناطیسي ضربې اړوند له یو بل سره همکاري وکړه. روسي ساینس پوهانو ته بودیجه برابره شو څو د شوروي اتحاد د اټومي ازموینې د مقناطیسي ضربې اړوند په نړیوالو علمي مجلو کې راپورونه ولیکي. په پایله کې څرګنده شوه چې په قزاقستان کې د الکترومقناطیسي ضربې د زیانونو یو لړ رسمي شواهد شتون لري، خو تر اوسه پرانیستو علمي څېړنو ته د لاسرسي وړ نه دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د K پروژې د یوې ازموینې لپاره شوروي اتحاد ته اړوندو ساینس پوهانو ۵۷۰ کیلومتره (۳۵۰ مایله) د ټلیفون مزی په هغه سیمه کې په ځانګړې بڼه کش کړ چې دوی په پام کې لرله د ضربې تر اغېز لاندې ده. د تلیفون دغه تر څار لاندې مزی د ۴۰ کیلومتره څخه تر ۸۰ کیلومتره (۲۵ تر ۵۰ مایله) اوږدوالي لرونکو فرعي مزو باندې وویشل شو چې د ریپیټرونو په مرسته یې له یوبل جلا کړای شوي و. هر فرعي مزی د یو فیوز او له ګاز څخه ډک اضافي ولټاژ څخه خوندي کوونکي پر مټ خوندي کړای شو. د اکتوبر په ۲۲مه (K-3) اټومي ازموینې (چې د ۱۸۴مې ازموینې په نوم هم پېژندل کېږي) د فرعي مزو ټول فیوزونه او د لوړ ولتاژ خوندي کوونکي ټول پوښونه یې له منځه یووړل. [۱۷]

په ۱۹۸۸ زکال کې د IEEE د یوې مقالې په ګډون ګڼ شمېر راپورونو څرګنده کړې چې د ازموینو پر مهال په هوا کې د کش شوو برېښنايي مزو په سرامیکي عایقونو کې پام وړ ستونزې رامنځته شوې دي. په ۲۰۱۰ زکال کې د اوک ریج ملي لابراتور ته په لیکل شوي تخنیکي راپور کې راغلي چې «په لنډو برېښنايي سېرکټونو کې د برېښنا د مزو عایقونو ته زیان اوښتی او په ځینو مواردو کې مزي له خپلو ځایونو را خطا او په ځمکه لویدلي دي. [۱۸]

اغېزې

[سمول]

په انسانانو او حیواناتو اغېز

[سمول]

په داسې حال کې چې له یوې الکترومقناطیسي ضربې وروسته په برېښنايي هادي وسایلو کې راغونډ کېدونکی پوتانشیل په معمول ډول د انسان یا حیوان وجود ته جریان نه مومي او له همدې امله ورسره تماس بې خطره دی. [۱۹]

د الکترومقناطیسي د ضربو اندازه او کافي اوږدوالی د انسان په بدن باندې د اغېز توان لري. په احتمالي جانبي عوارضو کې یې سلولي تغیرات، د عصبي سیسټم زیانونه، داخلي سوزېدنه، مغزي زیان او په فکر کولو او حافظه کې لنډ مهاله ستونزې دي. ورته مهال دغه موارد شدیدو حالاتو لکه د انفجار مرکز ته له نږدې والي او همدارنګه د ګڼ شمېر امواجو او وړانګو سره مخ کېدو ته اړوندېږي. [۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Defense Atomic Support Agency. 23 September 1959. "Operation Hardtack Preliminary Report. Technical Summary of Military Effects Archived 2013-06-20 at the Wayback Machine.. Report ADA369152". pp. 346–350.
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. کينډۍ:Cite conference
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).